(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د عدم تشدد فلسفه

[23.Jan.2021 - 16:03]

ځمونږ خلق بر ناحقه د عدم تشدد فلسفه ګاندی او خدائ بخلی باچا خان سره تړیدا عدم تشدد د صدو صدو نه وخت په وخت استعمال شوې دې خو په نیذدو وختونو کښې د عيسئ السلام عدم تشدد مشهور شوې ؤو

دويم جهانې جنګ کښې پخپله ګاندی د انګریز ملاتړ اعلان کړې ؤو چه د عدم تشدد سره يی هیڅ تعلق نه ؤو.

سوال دا دی چه د عدم تشدد دا فلسفه په دغه وخت کښې ولې د یو پادرې چه په جنوبی افریقه کښې اوسیدو رامينځ ته کړې شوه.

انګریز چه کله پوهه شو چه نور هند دځان سره نشې ساتلې نو هغوئ دا منصوبه بندې شورو کړه چه خپل فوځونه به سنګه په خیر خیریت د هند راوخکو؟

دې پادرې په ګاندی کار شورو کړو او په خپل هدف کښې کامیابه شو.

 ګاندې ورته په هندئ کښې د ٬آهنسا" نوم ور کړو او خلق جذبول يی شورو کړل.

باچا خان سره د انګريز دشمنې د هغه د ضد او د هغوئ سره د معاملې نه کولو په وجه انتها ته رسیدلې وه.

باچا خان ته صاحبزاده عبدالقیوم خان اوئيل چه انګریز ستا سزا اعلانولو والا دې او وائ چه باچا خان باید  په ژوندئ چونا کښې اوسوزولې شې.

اوس ستا خوښه ده خو ځما مشوره دا ده چه ته په دې دوه پارټو کښې په یو کښې شامل شه

هم هغه وه چه باچا خان د عبدالرب نشتر په خولې مسلم لیګ سره په تماس کښې شو خو هغوئ صفا انکار اوکړو.

بیا بله لاره نه وه کانګریس ته لاړو او هغوئ خه په خوشحالئ سره په پارټئ کښې واخستو ځکه چه هغوئ ته هم په دې منطقه کښې د باچا خان په رنګ سړې پکار ؤوڅه ګاندې پخپله هم یو اوښیار سړې ؤو او د ټولو راتلونکو حالاتو نه خبر ؤو او څه به انګریزانو وخت په وخت د بدلونونو نه خبراوه.

بل خواه باچا خان د دې کړکیجنو حالاتو ادراک نه لره او نه يې څه واضحه پروګرام لره او خپل ټول اختیار يی د ګاندې په جولئ کښې اچولې ؤو

چه څه وخت د نتیجې اعلان اوشو نو هغه دوه نفره يعنې ګاندی او جناح چه په امتحان کښې حصه اخستې وه پاس شو.

باچا خان په سپینه ډاګه پاتې شو او  ګاندی ورته اووئيل چه ګوره تاسو دواړه مسلمانان يې خپله کښې پوهه شئ ځکه بیا باچا خان د خپلې پشيمانې اظهار  په دې الفاظو اوکړو چه"ګاندې جی مونږ دې شرمخانو ته حواله کړو"

............................................................................................

 

اول خبره خو دا ده چي ددنيا ټول مهذب ملکونه چي نن سبا يې خلق نقل کوې هغوې په تشدد يا عدم تشدد په دوړو نه سياست کوې او نه ددې اظهار کوې امريکه په سول وار ازاده شوی ده نو نن تاته په غرونو ناسته ده دغه روس په  جنګې انقلاب روس شوی و او زمونږ وطن راننوتو د دې نه مخکي هس نه وو دغه چين ايران هم په جنګي انقلاب ازاد شوې ۔۔ فرانس او نور ملکونه هم په جنګونو ازاد شوي او اوس تعليم او قانون کي مخکې دي ۔۔ اوځانونه په دفاع په فوج او اسلحه ساتې ۔۔۔ په اسلام کي څومره جنګونه وې دي هم د پيغمبر ص  په حکم ۔۔ دغه ويټو پاورز نن په اسلحه او فوج ويټو دې ۔۔ ستا افغانستان بره د امان الله غازي په جنګ سره دخپل اولسه ازاد کړو ۔۔۔۔ لاند  پښتونخوا صرف او صرف په عدم تشدد د ازادۍ نه پاتې شوی ده چي کله باچا خان د ازادۍ نور تحريک بس کړو او د پښتونستان په ځاې يې د پاکستان قانون سازه اسمبلۍ کي پنجابي ته پښتو ژبه کلتور وسايل وطن ميډيا قام ورحواله کړل چي تاسو به اوس  زمونږ فيصلي کوې ۔۔ اویا کاله څه څه اونه شو ۔۔۔ که ته وی د دښمن په مقابل دفاع کي اودريدل نو دبابړی نه واخله تر سوات اوقبايلو تباهي کي په دفاع کي دغه ګوند کله ولاړ دی هغه د خپل کارکن  تپوس هم نه کوې ۔۔ څومره پښتانه مړه شو دوې بيا هم ارمې سره ولاړ دې حالانکه دوې ته پته ده چي دا حالات چا جوړ کړې دي او فوج مشران منې چي هو مونږ جوړ کړي وو ۔۔

راشه اوس په پښتنو کي دننه د عدم تشدد خبری ته ۔۔ په يو قام کي دننه عدم تشدد نقصان نه بلکه فايدی ورکوی خو بهر دښمن سره عدم تشدد هغه قام د ټول عمر د پاره غلام غلام کړي تر څو يې چي عدم تشدد نه وي پريښودی د دښمن خلاف ګنې ژبه کلتور وسايل قام نسلونه هر څه به دي غلامان وي

خو په يو قام کي دننه عدم تشدد لازمې وي اوس که تاسو هر څه نوم ورکوۍ خو دنيا ورته دغه نوم نه وکوې بس انصاف تعليم او معاشي برابرې راوله په ټولنه کي نو هم دغه عدم تشدد دی د قام دننه او که د ټولنی دننه دغه څيزونه نه وي نو سل کاله دې عدم تشدد چغي اوهلی سل کاله نوری اوهه څه به تری جوړ نشې ۔۔۔۔۔۔ 

نو خبره دا ده چي تشدد او عدم تشدد باندی څوک دنيا کې سېاست نه کوې و نه ي اظهار کوې دا تشدد او عدم تشدد واله مسله مونږ ځان ته خپله جوړه کړی ده ټول ملکونه او قامونه دواړه لاری ځان ته کولو ساتې  ۔۔۔۔ دا خو مونږ ځان په تشدد او عدم تشدد کي ځان اچولی دی او د غلامانو غلامان شو پری ۔۔۔۔

   او د ازادۍ د دفاع يا د ظلم خلاف غوند سپيځلو جذبو او په دغه لړ کي راپاسيدو  ته د تشدد نوم نه دی ورکول پکار ۔۔۔ تشدد زياتې ظلم او بی انصافی سره تعلق لری ۔۔۔۔۔۔۔ او دوي هميش عدم تشدد کي دويمه لار هميش بنده ساتلي ده لکه د ازادۍ د دفاع او د ظلم خلاف ټوپک راغشتل تاته انسانيت خداي قران او پښتونوالې ټول اجازت درکوې ۔۔۔ دا ځکه په دې اويا کالو کې د لر په پښتنو هر قسمه لوبي اوکړی ځکه چي دښمن ته پته  ده چي هر څه ورسره کوم د عدم تشدد په وجه راته څه نه واي زيات نه زيات به هم په خپله جيل ته لاړ شې لکه چي دغه اويا کاله صرف بی مقصده او بی مطلبه زمونږ مشرانو جيلونه خواړلې دې هسی بی فايدی ۔۔۔۔ نو څوک د د عدم تشدد نوم اخلې هغه نوری ټولې لاری په ځان بندی کړي او د عمرونو غلام شې  ۔۔۔ نو نه د تشدد نوم اغستل پکار دي نه د عدم شدد بس د وخت او حالاتو  مطابق به درته هره لار کولو وي  ۔۔۔

او منظور پښتون هم په دې اخره کي ډېره ښه خبره اوکړه چي زه نه تشدد پېژنم او نه عدم تشدد ۔۔چي په کوم وخت کومه لار اختيارول وي نو اختيارو به يې ۔۔۔۔  

    په دې کي دا ډيره اهمه خبره چي چا د عدم تشدد چغه اوهله نو هغه نوری ټولې لاري ځان ته بندی کړلی او ډير ضرورت په وخت هم هغه لاري نشې استعمالولی ۔۔۔ لکه چي د باچا خان سياست کي اوشول او غلامۍ په غلامۍ پاتې شوه ۔۔۔۔

    او دلته د عدم تشدد واله يو بل غلط فهم پېدا کوي د هغوې په حقله څوک چي د عدم تشدد مخالفت اوکړي نو دوې پری د تشدد ټاپه اووهې ۔روره د عدم تشدد مخالفت د صرف تشدد سره هډو څه تعلق نه لري د عدم تشدد مخالفت مطلب ټولې لاری ځان ته کولو ساتل دي چي د وخت او حالتو مطابق يې استعمال کړي ۔۔۔ خو د عدم تشدد مطلب ضرور ټولي لاري ځان ته بندول دي او صرف يو د عدم تشدد لار ځان ته کولو پريښودل دي.

 

مجید خان غمې

-
بېرته شاته