(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دقبض درمل

[04.Feb.2021 - 15:28]

قبض له منځه وړونکى درمل ( Anti Laxatives Drugs):

 هغه درمل چى قبض لمنځه وړي په لاندي ډول دي 👇

 

1⃣ Bisacodyl   ---- بيساکودايل

2⃣ Cremaffin  ---- کريمافين 

3⃣ Lactolose  ----  لکتولوز

4⃣ Castor Oil  ----  کاسټور اويل 

5⃣ Enema       ---- انيما 

6⃣ Sulfolax     ---- سلفولاکس 

 

دا هر يو درمل درته بيل بيل مطالعه کووو دوز , مکانيزم , جانبى غوارض , او مضاد استطباب يي ټول درته څيړو راسره اوسى مننه چى زمونڔ صفحه مو خوښه کړي .

د Bisacodyl او Cremaffin درمل استعمال 

 

1 --- #Bisacodyl --- بيساکودايل 

استطباب

دا درمل د دايمى قبض , ماشوم زيڔونى , د کلمو د عملياتو او يا الټراسوند په مهال کارول کيڔي .

د اغيزې ميکانيزم :

دا درمل د کولمو حرکات زياتوى , چى په کولمو کى د اوبو د ډب کيدنى په وجه قبضيت له منځه وړي.

دوز ( Dosage ) : 

لويان 10-15ml د شپى لخوا 6-9y کلن ته 5-10cc د شپى لخوا ورکول کيڔى .

له نورو درملو سره يي شريک کارونه کوم تاوان نلرى 

مضاد استطباب :

دا درمل دګيډى د درد , Appindicitis , د مقعد د زخم , د کولمو د انسداد ( بندښت ) او يا خونى بواسيرو په مهال دى نه کارول کيڔى .

يادونه :

د ګولۍ د زبيښلو دى ډډه وشى او په دايمى ډول دى نه کارول کيڔى .

 

2 --- #Cemaffin ---- کريمافين 

 

ترکيب ( Composition):

پدى درمل کى 75% مګنيزم هايدرو کسايد او 25% مايع پرافين شامل دى

استطباب :

د قبض د درملو له جملى څخه دى دا درمل د بد هضمى او قبضيت د له منځه وړلو لپاره کارول کيڔى .

دوز ( Dosage ) :

دا درمل دى 20cc شل سى سى دى تر ويده کيدلو وړاندى وکارول شي .

 

#Lactolose --- لکتولوز

 

#استطباب ( کارونه ) Indication :

د قبضيت ضد درمل دي دا درمل د موقتى او ځنډنې قبض د له منځه وړلو لپاره کارول کيڔى .

اغيزې ميکانيزم :

دا درمل د خپلى ګړنى په اساس په کولمو کى د فضله موادو مقدار نرموى او زياتوى يي چې د کولمو حرکات په ذريعه په اسانۍ سره خارجيڔى .

#دوز (مقدار ) Dosage :

لويان ابتدايي خوراک 15-45ml ملى ليتره وروسته 10 - 15ml ملى ليتره هره ورځ 

د 7 - 14y کلن ابتدايي خوراک 15ml او وروسته 10ml ملى ليتره هر ورځ.

د 1-6y کلن ماشوم ته يوه يا دوه کاشوغى  په ورځ کى 

تى رودونکى ماشوم ته 5ml ملى ليتره هر ورځ وکارول شى چې 5ml ملى ليتره د يوې کاشوغى سره سمون لرى .

#جانبى غوارض ( Side Effiects) :

د درملنى په څو لومړيو ورځو کى د کولمو باد ليدل کيڔى د ځانګړى درملنى په مهال دا شکايت له منځه ځى , د ډير خوراک له امله اسهال ليدل کيديشى .

 

#مضاد استطباب ( نه کارونه ) Contraindication :

څرنګه چى په دى درملو کى ګلکتوز شامل دى , نو هغه ناروغان چى په کمه اندازه ګلکتوز هم کاروى دا درمل دى نه خورى اود کولمو د بندښت په مهال دى نه کارول کيڔى .

 

#له نورو درملو سره شريک کارونه :

له نورو درملو سره شريک کارونه کوم عکس العمل نه دى ليدل کيڔى .

 

#حمل په مهال کارونه :

د حمل په وخت کى ددى درمل کارونه کوم ناوړه اٿر نلرى .

مهمه يادونه : هغه کسان چى له لکتوز سره حساسيت ولرى دا درمل دى نه کاروى .

 

4 --- #Castor Oil 

#استطباب ( کارونه ) Indication:

د قبض د لمنځه وړلو لپاره کارول کيڔى .

#غيزى ميکانيزم :

دا درمل د کولمو د جدارونو د تحريکونى په اساس د کولمو په داخل کى اوبه جمع کوى اود قبضيت د لمنځه وړلو سبب کيڔى . ددى درمل اٿر په 4-6 ساعتو کى شروع کيڔى .

#دوز ( خوراک اندازه ) Dosage :

لويان دى 15-30cc يو ځلى د خولى د لارې وکاروى

#جانبى غوارض :

زړه بدوالى , استفراق , دګيډي درد , او تشنج اوپه اوڔمهاله کارونى سره يي د اوبو او مالګو کمښت ليدل کيڔى .

#د نورو درملو سره شريک کارونه :

لع نورو درملو شريک کارونه کوم تاوان نلرى.

#مضاد استطباب :

دا درمل دى هغه ناروغان نه کاروى چى د ګيډى شديد درد , زړه بدوالى , اويا استفراق ولرى , د کولمو التهاب , زخم , بندښت , اويا د مقعد زخم په مهال دى نه کارول کيڔى

همدارنګه دا درمل دى د حمل او مياشتنى عادت کى نه کارول کيڔى . د حمل په مهال ددى درمل کارونه په پوره ډول منع ده

#احتياط :

که دا درمل له جوش , سرکى يا  شيدو سره يو ځاى شى , بد اٿر يي کم محسوييڔى اوکه نور درمل خوړل کيڔى تر دى مخکى وخوړل شي .

 

5 ---- #Enema 

جينريک نوم : سوډيم فاسفيټ او سوډيم باى فاسفيټ .

#استطباب :

د قبض د لمنځه وړلو , دکولمو د معاينه کولو , د ګيډى عملياتو اود ماشوم زيڔيدو په مهال د کولمو د خالى کولو لپاره کارول کيڔى .

#ميکانيزم :

د Enema سر دى مقعد ته داخل کړى شي او محول دى هلته خالى کړل شى معمول" 60-120ml ملى ليره درمل د ضرورت په اساس کارول کيڔى

#جانبى غوارض :

په ډيرى کارونى سره يي د ناروغ د جود مايعات او مالګى کميڔى . همدارنګه ناروغ ورسره عدت پيدا کوى چى له امله يي  بغير له Enema بيا رفع حاجت نشى کولى .

#له نورو درملو سره شريک کارونه :

کوم نقصان نلرى.

#مضاد استطباب :

هغه ناروغان چى د زړه او پښتورګو په عدم کفايه اخته وى , Enema دى نه کاروى , د appindicitis , د کولمو انسداد  , او مقعد زخم په مهال دى enama نه کارول کيڔى

#,يادونه :

ددى درمل په ترکيب کى سوډيم شامل دى , ځکه دى يي نو د زړه او پښتورکو د عدم کفايه ناروغان دى نه کاروى .

ډاکتر عبدالعزیز مومند

 

-
بېرته شاته