(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عربي پسرلی

[04.Feb.2021 - 15:46]

عربي پسرلی 

زه دلته دیوه امریکایي پوه،  بیل انګډال  F.William Engdahl له Geheimakte Ngos  له کتابه  ځني برخي په پښتو ژباړم  او د  معلومات د انحصار د ماتولو په غرض ستاسو حضور ته وړاندي کوم .

ددغي لیکني نوري برخي به په راتلونکو ورځو کي و ژباړم او دلته به یې خپرې کړم.

(شیر خان یحیا)

عربي پسرلی ، د زرو دینار او د انرژۍ جنګ 

په ۲۰۱۰ کال کي د بارک اباما د وخت د امریکا حکومت د منخني ختیخ له پاره ډېر محرمانه  پلانونه لرل . دا پلانونه د منځني ختیځ د حکومتونو د چپه کولو یوه اوږده  بلند پروازانه  سلسله وه چي له لومړی نړیوالی جګړې او انګلیسي ـ فرانسوي  سایکس ـ پیکو    Sykes_ Picot  له تړونه را په دې خوا یې مثال نه وو لیده سوی

 

دغو پتو پلانونو باید د جګړو او ګډوډیانو غټي خپې را منخ ته کړي وای او د مهاجرو لښکر  او پلنډي  د ناکامو  هیوادونو جوړ کړي وای  چي چا یې تصور هم نه سوای کولای .

 

د ۲۰۱۰ کال د اګست  په  میاشت کي ، شپږ میاشتي د ټونس د یاسمین تر انقلاب دمخه  چي د امریکایي انجو ګانو لکه         ،   National Endowment for Democracy ,  یا  NED , ، سوروس فونډېشن Soros Fundation او فریډم هاوس     Freedom House  په ټونګ  منخ ته راغی  د امریکا اولسمشر بارک اباما ۱۱ نمبر فرمان  یا                       Presidential  Study Directive 11   لاسلیک کړ . دغه فرمان   امریکایي مامورینو ته امر کاوه چي په ټول منخني ختیخ کي له افراطي  ایخوان المسلمین سره سیاسي مرسته و کړي  او له دې سره یوخای یوه بې ساري  بېره او وحشت باید په توله سیمه کي خپور کړه سي تر څو ټوله نړۍ تغییر کړي .

 

د امریکا په سنات کي  استخباراتو د دایمي کمېټې  پخواني مشر         Peter Hoekstra  د کانګریس  ته په لیکلي توګه وویل چيد اباما د حکومت دغه ۱۱ لمبر فرمان چي تر ۲۰۱۷ کال پوري لا ستر محرم راز وو ، چي د ټولو حکومتي مامورین په شمول د  سترو حکومتي اصلاحاتو  ریفورم او د ایخوانا لمسلمین رول په هغه کي باید له سره و څېړل سي .

 

یوه ستره کاري ډله 

 

ددغه فرمان د محتوا د ټاکلو له پاره  د              National Security Council     څخه  د            Dennes Ross  تر مشری لاندي یوه ډله تشکیل سوه چي Samantha Power , Gayle Smith , Ben Rhodes , او              Michael McFaul   یې غړي وه

ددغي کاري ډلي غړي عجیب شانته وه . لکهSamantha Power چي بیا وروسته  د اباما د حکومت سفیره سوه په ملګرو ملتونو په موسسه کښي او په اکراین کي د ۲۰۱۴  تر رنګه انقلاب وروسته یې د روسیې په تخریب لاس پوري کړ . دا هم ددې وظیفه وه چي اباما ته قناعت ورکړي چي د لیبیا اولسمشر د  « انساني دلایلو » له وجهي  په نظامي توګه له منځه یوسي !

ددغي ډلي بل تن   Dennes Ross     وو چي فلسطینانو به ویل چي دی تر اسراییلو لا هم یهود دی . دی د                                  American israel public Affairs  Committe   تر حمایت لانديWashinton institute for Near   East  Policy   غړی وو  .  دی په         NEC کي د اباما د حکومت خاص   او مشر استازی  د منځني ختیځ  او پارس د خلیج  ، افغانستان ، پاکستان او د اسیا د جنوب له پاره وو .

یو بل غړی ددغي ډلي  Gayle Smith و  چي په ۲۰۰۵ کال دUSAID مشر سو .USAID  په سي ای یې پوري نښتې د خارجه وزارت یوه موسسه ده چي د امریکا د مالیه ورکوونکو   اووز  میلیونه دالره یې د انجوګانو له لاري د عربي پسرلي او نورو رنګه انقلابونو له پاره مصرف کړې .

 

ددغي ډلي تن Michael McFaul  وو چي ځان یې د ډیمکراسۍ متخصص او د ډیکتاټورانو ضد ګانه  د اباما د حکومت سفیر سو په ماسکو کي چي هلته یې  د پوتین پر ضد دده مخالفین چخول .

ددغه ګروپ تر تولو بانفوذه شخص Ben Rhodes چي د اباما د حکومت دغه ډېر محرمانه  او افراطي پلان یې  د ایخوان المسلمین په حمایت جوړاوه  دده د روزني مطابق اصلآ دی  ددغه کار قابل نه وو .

دده له پاره  سپیني  ماڼۍ یو نوی وظیفوي  لقب  جوړ کړ . Deputy  National Secutity Adviser  for Strategic  Communication  and Speechwriting  . ده اووه کاله یاني تر ۲۰۱۷ کال پوري اباما ته د خارجی سیاست مهمي ویناوي لیکلې . دی د ۳۲ کالو وو چي دغه ګروپ ته داخل کړه سو . ده انګلیسي ادبیات لوستي وه او خلاقه لیکنه ! دده تجربه په ډیپلوماسي کي له صفر سره ضرب سوې وه .

ده هره ورځ درې ساغته له اباما سره تېرول  دده ویناوي. به یې لیکلې او وظیفه یې دا وه چي اباما ته قناعت ور کړي چي د مصر له اولسمشر حسني مبارک څخه خپل حمایت قطع کړي . دی د عربي پسرلي اصلي مشاور وو او د سمنتا پاور ، خارجه وزیري هیلري کلینټن  او نورو سره یو ځای اباما دې ته ارون کړي چي د لیبیا اولسمشر معمرالقذافي  د نظامي قوت په مرسته نسکور کړي .

دغي ډلي ایخوان المسلیمین د امریکا د حکومت له پاره یوه ګټوره ډله و ګڼله  چي باید  د افریقا په شمال او منخني ختیځ  کي ملاتړ وسي .

د امریکا د حکومت دا فرمان امریکایي ډیپلوماټانو ته دا وظیفه  ورکړه چي  د ایخوان المسلمین له لویو مشرانو سره تماسونه ونیسي  او له دوی سره د قدرت د حصول په برخه کي په مصر ، ټونس ، لیبیا او سوریه کي مرسته وکړي . دوی دا باور درلود چي سیاسي اسلام له انګاري نشنلیزم سره یو ځای « اصلاحات او ثبات » راولي . دا طبعتآ یو غټ درواغ وه او دغه ډله هم په دې خبره واقفه وه .

 

ریښتوني ایخوان المسلمین 

 

ایخوان المسلمون یوه فري مسین ته ورته پټه ډله ده  چي یوه برخه یې په پټه تروریسټي عملیات کوي خو په ظاهره سوله ایز خیریه کار کوي  په ۱۹۲۸ کال کي د حسن بنا له خوا جوړه سوهددوی  غوښتني په پنځو لنډو جملو کي خلاصه کیږي :

 

خدای ج زموږ مرام دی ،

پیغمبر ع زموږ مشر او رهبر دی ،

جهاد زموږ لار ده ، 

د الله ج له پاره مرګ زموږ موخه ده ،

قران شریف زموږ قانون دی ،

 

حسن البنا لومړی په مصر او بیا په توله نړۍ کي یوه پټه  او خاصه ډله د ایخوانیانو د   النظام الخاص  په نامه جوړه کړه . انګلیسیانو  په مصر کي دوی ته خاصه ډله یا الجهاذ السري ویل او هدف یې ددغه حرکت نظامي برخه وه  چي سیاسي قتلونه  یې کول . ده به خپلو ملګرو ته ویل چي جهاد پر هر مسلمان فرض دی . ده به د مرګ سترتوب د الله ج  د خدمت له پاره   ښه ګانه  . ده   به ویل چي الله ج هر ملت ته ښه ژوند ورکوي چي که  د یوه عالي مرګ په لته کي وي

.....

د دوهمي نړیوالي جګړې پر مهال د انګلیس له مستعمرې یاني مصر څخه ډیر ایخوانیان و المان ته و تښتېدل  له هغي جملي څخه د حسن بنا نږدې ملګري امین الحسیني د بیت المقدس لوی مفتي  چي د    SS  له مشر هاینریخ هیملر Heinrich Himmler سره یې نږدې همکاري لرله . دوی له ایخوانیانوڅخه د        خاصي ټولۍ جوړي کړې چي روسي عسکر او یهودیان ووژني . په ۱۹۵۰ مو کلونو کي دغه ایخوانیان د سي ای یې له خوا په مونشن کي و موندل سوه او « ګټور »  و ګڼل سوه .

د جهاد هر مشر د ایخوان المسلمین له ډلي څخه دی . اسامه بن لاډن چي د سي ای یې له پاره یې جهادیان  منظمول تر حو له شورویانو سره و جنګیږي د ایخوان المسلمین غړی وو . دغه سړی د سي ای یې او د  سعودي عربستان د استخباراتو د مشر ترکي  الفیصل له خوا پاکسان ته لېږل سوی وو تر څو یو سازمان جوړ کړي چي وروسته د القاعده په  نامه و نومول سو . د ایخوان المسلمین نور مشران ایمان الظواهري  او په غبرګو سترګو ړوند شیخ عمر عبدالرحمان دی  چي څه وخت پخوا په امریکا کي په زندان کي ومړ  چي د ۱۹۹۳ کال د جهاني تجارت پر مرکز په زندان کي وو . دی د مصر پر اولسمشرانو حسنی مبارک او انور السادات باندي په حملو او قتل هم متهم و .

....

له ۱۹۵۰ مو کلونو را په دې خوا سي ای یې له ایخوان المسلمین سره   په ټوله نړۍ کي  له نږدې همکاري کول .

که القاعده په افغانستان که عراق یا سوریه کي وه  که النصره په سوریه کي وه یا داعش  او نور وه دوی ټول له ایخوان المسلمینو څخه را جلا سوي وه خو فقط نومونه یې اړول . د  القاعده ریښې په عراق او سوریه کي چي بیا وروسته په داعش و نومول سوه او عراق او سوریه یې دړي وړي کړه او غربي اروپا ته یې ځان ورساوه ،  د ۲۰۱۰ کال د اګسټ د میاشتي د امریکا داولسمشر اباما فرمان ته رسیږي .

اوس د اباما حکومت خپلي لیڅي را ونغشتې چي  په تونس کي د رنګه انقلاب په مرسته او د امریکایي ډیمکرات ډولو انجو ګانو په مرسته د ایخوان المسلمین پروژه پر مخ بوزي .

 

د یاسمین انقلاب په ټونس کي :

 

د واشنګتن لومړنی د عمل ابتکار « لوی منځنی ختیځ » چي بیا ورسته  یې یو څه عاجزه اصطلاح د « نوي منځني ختیځ » ورته وکارول ، تونس ووټونس  د فرانسویانو پخوانی مستعمره وه او په ستراتېژیک لحاظ د  عمرالقذافي د تیلو ډکي لیبیا او د تیلو او طبعي غاز بدایی الجزیرې تر منځ پروت وو .

 لکه د نورو هیوادونو د حکومتونو پهنسکوره کولو دلته هم امریکایانو د بشر د حقوق انجي اوو او د نړیوال وجهي صندوق یا             iMF   له وسیلو کار واخیست . د سي ای یې د         NED  تر مشری لاندي یې زین العابدین بن علي چي  امریکایانو هغه ته نور ضرورت نه درلود ، را نسکور کړي . دا ځل نوی عناصر د سي ای یې تر حمایت لاندي ایخوان المسلمین وه .

د اباما د حکومت په لړی هفته کي ، په ۲۰۰۹ کال         NED   په نه ستړې کېدونکي توګه  په دې لګیا وه چي بن علي حکوت ته سقوط ور کړي . NED  و     Al-jahedt Forum for free Thought   ته ۱۳۱۰۰۰ ډالره ور کړه  د       له قوله  په دغو پیسو باید په ټونیسي ځوانانو کي یو دیمکرات کلچر پیاوړی کړه سي . مان دا چي په دغو پیسو باید هغه ډله حمایه سي چي د ۲۰۱۰ کال  په ډیسمبر کي یې د تونس حکومت را چپه کړ .

یوه برخه د پیسو  و یوې ټونسي موسسې ته د ښووني د انګشاف په نامه ، ور کړه سوې چي د پوهنتون استاذان  په صنفونو کي شاګردانو ته د ډیمکراسي  ښوونه و کړي . یوه بله برخه د پیسو د محمد علي  د اختراعاتو ،  ښووني او تمرین مرکز ته ور کړه سوې  . ددوی هدف دا وو چي  د ټونسي ځوانانو یو مرکزي ډله د انسانانو د لارښووني  او سازمان د جوړولو  له پاره وروزي .

د دوی بل قدم دا وو چي خلګ د بن علي د حکومت پر ضد و لمسوي . ددې هدف له پاره     دوی  د بن علي حکومت ته وویل چي د  غذایي موادو حکومتي بسپنه لغوه کړي ، د تقاعد    پیسې لږ  او فابریکې او کمپنیاني  شخصي کړي . دا خبره  دلته ښیي مهمه وي چي نړیوال وجهي صندوق له خپل پیل حخه په ۱۹۴۴ کال کي د امریکا د مالیې د وزارت تر لاس لاندي دی .

 د حکومت سره د مخالفت د سنبالولو  مرکزي رول د         UGTT   یا د ټونس کارګري اتحادیه وه  چي د امریکایي Solidarity Center شریکه وه او هغه بیا په خپل نوبت د   CIA  او        USAID   له خوا تمویلېدل تر حو په خارج کښي  د کارګري اتحادیې د ډیمکراسۍ تر نامه لاندي د رژیم نسکورول ر مخ بوزي .   د ټونس کارګري اتحادیې یا union General Tunisiene du Travail  وروسته نیم د نوبل جایزه و ګټله . دوی یو خوار قیمت و ګاټه او ډېر ژر دغه سیکولره موسسه د امریکایانو تر حمایې لاندي ایخوانیانو  تر پښو لاندي کړه .

په ۲۰۱۰ کال کي ټونس د ۲۰۰۸ کال د مالي مشکلاتو  او د تیلو او غذایي موادو د لوړو قیمتونو له وجهي تر فشار لاندي وو . پر دې سربیره په ټوله اروپا کي د یوه مالي انقباض له وجهي د ټونس توریستي  خدمات هم  له سخت زیان سره مخ سوه .

نړیوال وجهي صندوق ټونس ته د پور ورکولو په مقابل کي دولتي کنترول د نرخونو ، د دولتي کمپنیو  شخصي  خصوصي کول او د غذایي موادو حکومتي بسپني  مثلا وچي ډوډۍ ، لغوه کول وړاندي کړه . دا د هغو نا ارامیو پیلامه وه چي د امریکا له خوا روزل سوو کسانو د حکومت پر ضد بغاوت پیل کړ

دغه نا ارامیاني په هیح ډول  ناببري  او اني نه وې بلکه  په ټونس کي د            NED  له خوا رهبري کېدلې او د جورج سوروس د           Open Society Fundation   پوري مربوط.           Middle East & North Africa  intiativ   چي دفترونه یې په عمان  او اردن  کي وه ښه په خرپ تمویل کېدلې .

بن علي پخپله هم ککړ شخص وو او د خپلي کورنۍ له لاري یې ښه زیاته اندازه پیسې او شتمني ګوښه کړي وې .

د ۲۰۱۰ کال په نوامبر کي امریکایانو دغه خبره رسوا کړه . د وخت په لحاظ دغه کار په ډېر مناسب وخت کي وسو تر څو د جمعي احتجاج  اداره وکړای سي  او د امریکایانو له خوا د  کنټرول سوي یاسمین انقلاب سره مرسته وکړي .

اوس نو  احساسات په ټونس کښي خپل اوج ته رسېدلي وه او فقط  په منابو خایونو کښي یو څو  بڅرکو ته ضرورت وو چي دا هیواد اور واخلي

د ډیسمبر په میاشت کي په ټول تونس کي د حو ځان وژونو له وجهي مظاهرو جریان لاره . دا مظاهرې د پولیسو پر ضد هم رواني وې چي څو مظاهره کوونکي یې په ډزو وژلي وه . داسي اوازې هم وي چي دغه مظاهره کوونکي د پولیسو د اجنټانو له په قصدي توګه ویشتل سوي دي خو په حقیقت. کي دغه کسان د سي ای یې خلګ وه چي بې ګناه مظاهره کوونکي یې ځکه ویشتل چي  دغه بلوا ته نور هم  قوت ورکړي .

 

ددغو ټولو مظاهرو په دوران کي د ټونس مظاهره کوونکو  د خپلي مراودې  له پاره له فیس بوکه کار اخیست . فیس بوک په هغه وخت د مراودې نوې وسیله او د ټونس د حکومت له خوا د سانسور په لیسټ کي نه وه اچول سوې .

 

د اردو کلیدي رول

 

د ۲۰۱۱ کال د جنوری د میاشتي پر ۲۴ مه ، یاني له شپږو هفتو مخ پر زیاتېدونکو مظاهرو وروسته  ،  د ټونس د مسلحو قواو لوی درستیز جنرال  راشید امر اعلان و کړ  چي اردو د مظاهره کوونکو پر خوا ده او له « انقلابه » دفاع کوي . پر ۲۵ مه د جنوری یاني یوه ورځ وروسته بن علي سعودي عربستان ته وتښتېدی  او واشنګټن   د ټونس د  « ډیمکراسۍ » هرکلی و کړ

 

جنرال راشد امر له امریکایانو  او په خاصه کړه د امریکا له دفاع وزارت سره ډېر نږدې اړیکي لرلې .

د ۱۰۸۷ کال   چي بن علي قدرت ته ورسېدی او  ۲۰۰۹ کال تر منځ امریکایانو د  راشد امر قواو ته چي د امریکایانو له خوا روزل سوي وه ۳۴۹ میلیونه ډالره  ور کړي وه . په ۲۰۱۰ کال کي امریکایانو تونس ته  ۱۳،۷ میلیونه ډالره ورکړي وه

 

نظامي قواو د ټونس په نا ارامیو کي  ټاکونکی رول لوباوه  په تېره بیا چي دوی نه غوښتل چي پر مظاهره کوونکو ټکان وکړي . د بن علي تر تېښتي دوې ورځي وروسته یوې مصری ورځپاڼي خبر ور کړ چي  جنرال راشد امر د  ټونس د ملي ګارډ یوه صاحب منصب له قوله  ، د امریکا له سفارت سره په ټونس کي په ارتباط کي سو  او د امریکا سفیر امر ته ویلی وه چي : « د ټونس تاریخ په لاس کي واخلي  که چیري اوضاع له کنټروله خارج سوه » .

  جفري فیلټ من       Jeffry Feltman  دامریکا د خارجه وزارت معیین د منځني ختیځ له پاره  پههمدغه ورځ چي جنرال راشد امر مظاهره کوونکو ته وینا اوروله ټونس ته راغلی او و یې ویل چي : زه راغلی یم چي د ټونس خلګو ته د امریکا له مرستو ډاډ ور کړم . د اباما حکومت کولای سي د ټونس د  راتلونکو ټاکنو حمایت و کړي او هغه  اماده  کړيامریکایي انجوګاني کولای سي چي په دې برخه کي مرسته و کړي لکه له نورو هیوادونو سره چي یې هم مرسته کړې ده  چی په  ازادو او عادلانه انتخاباتو کي یې تجربه نه درلوده . دده مقصد له             NED  او د هغه  له مربوطو او  خورا   ډیمکراټو !! انجوګانو څخه وو .  

 

د ایخوان المسلمین رووڼ 

 

د ۲۰۱۱  کال په ډسمبر کي بي بي سي یو ټونیسی د منصف مرزوقي په نامه د اولسمشری کاندید و نوماوه . دی د واشنچټن د خوښي کاندید وود مرزوقي ډله  د  ټونس د بشر د حقوقو لیګ وو       LTDH   چي د  بشر د حقوقو د نړیوالي  لیګ FIDH  پوری نښتی وودا تر پردې تر شا یوه سازمان وو چي هم د         NED    او هم د جارج سوروس د      Open Society Fundation    له خوا حمایه  او تمویل  کېدی .

 لومړنی ټاکل سوی صدراعظم حمادي جبلي وو  چي د ټونس د اسلامي ګوند  Ennahda  له بنسټ ایښوونکو څخه وو . کلیدي مقامونه د پردې تر شا ټول د ایخوان المسلمین غړو ته ور کړه سوي وه

 

د ۲۰۱۱ کال د مې په میاشت کي جبلي واشنګټن ته  راوبلل سو چي  د امریکا د ایخوان المسلمین تر ټولو غټي او عمده دلي  یاني                    Center for the study of Islam and Democracy CSID ته وینا وکړي . دغه مرکز د امریکا د خارجه وزارت له خوا چي په هغه وخت کي یې هیلري کلنټن وزیره وه     NED  او همدارنګه  د US institut of Peace  له خوا تمویل کیږي . په دغه وخت کي جبلي  له امریکایي سناتور جان مک کین      John Mc Cain  سره یوه پټه ناسته و کړه . مک کین د         NED    د جمهوریت خوا د څانګي   یاني            IRI   مشر هم ووهدغه      IRI   اووز میلیونه ډالره  د            USAiD      له خوا  د ټونس په یاسمین انقلاب و لګول .

 

په ۲۰۰۶ کال د امریکا د سفارتیوه غړي له جبلي سره چي په هغه وخت کښي په خپل کور کښي نظر بنده تماس و نیاوه . دی هغه وخت ځکه نظر بنده چي د ټونس د ۱۹۵۶ کال  قانون چي په هغه کښي د څو میرمنو وادهکول منع سوي وه نه مانه

 

په ۲۰۱۲ کال کي هیلري کلنټن ټونس ته د خپل سفر پر  مهال د ټونس اسلامي حکومت   او عربي پسرلي و ستایه . هیلري کلینټن وویل چي داسي خلګ هم سته چي دا پوښتنه کوي چي اسلامي سیاست له ډیمکراسۍ سره سر خوري ؟  ښه ، دا نو د ټونسیانو کار دی چي دغي پوښتني ته جواب ووایي او وښيي چي دا دواړه ضد او نقیض شیان نه دي !

د امریکایانو  د   PSD 11   ستراتیژي د لوی منځني ختیځ  د ایجاد له پاره                    کرار کرار  غوړېدید ایخوانیانو  حکومتونه چي د  رنګه انقلابونو له لاري منځ ته راغلي او د امریکایانو له خوا  کنټرول سوي او ظاهري ډیمکراټ وي  سر له دغي نیټې باید په ټول  سني منځني ختیځ کي منځ ته راسي .

د امریکایانو ظاهري بری په ټونس کښي او د دوی کنټرول پر دغه هیواد باندي  دوی د مصر خواته بوتله چي  خپله بله کودتا په مصر کښي و کړي .

 

 د مصر د تحریر ترور

-
بېرته شاته