(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وسله وال غورځنګ

[04.Feb.2021 - 15:51]

د پښتنونخوا وطن لومړنى سياسي،سماجي او هم کلک وسلوال غورځنګ کوم يو او څنګه؟

د ټول افغانستان د افغان ملت او په تېره بيا د پښتونخوا وطن د سياسي کورنېو، د پاچايي کورنېو لړۍ لوى اوږد او لرغونى تاريخ جوړوي،

خو دلته زموږ د سياسي، رغنيز/اصلاحي،ټولنيز/سماجي او وسلوال غورځنګونه، لښکر، ټولنې، ګوندونه، سازمانونو لړۍ وار يا کرونيکل سټډي يا څېړنه کول يا ورباندې د ليک کولو اړتیا ده، په دې لړ کې دا ډېر اوږد تاریخ دى، 

............. خو دلته يې  موږ له څه لنډې مودې يې را نيسو.

لکه، 

زموږ د لودي پاچايۍ لړۍ تر ابراهیم لودي پوري، او بيا د شېرشاه سوري، او بيا د پښتنو افغانانو لومړنى پېلى منظم سياسي، ادبي، مذهبي خو ژګر پښتون وسلوال نېشنلسټ غورځنګ (روښاني غورځنګ) د اورمړ بايزيد روښان غورځنګ لومړيتوب لري،

چې اويا يا اتيا کاله يا نږدې يوه پېړۍ ژوند لري، چې د هزارمير اورکزي او  يوسف اپرېدي پورې دوام کوي،

.... او په څنګ کې هممهال د يوسفزو، مندڼو او نورو پښتنو  پاڅون هم  د مغل امپائر خلاف په دوم کې وو، د ملک احمد، شېخ ملي، بهاکو خان، دوندې خان، ملک ګجو خان او وروستېو کې د ملک کالو خان او نوورو مشرانو په مشرۍ کې، 

........ له دې پس بيا د اېمل خان مومند پاڅون مخې ته راځي او بيا ورسره په ملاتړ کې دريا خان ودرېږي او هم بيا ورپسې د خوشال خان دا درېګونى پاڅون جوړېږي او د هغه د کورنۍ او ملګرو د مغلوالې په ضد کلک پاڅون په هر ډول د افغان نشنلزم په لويه بڼه او هر اړخیز او په دوام داره توګه  ودې خاوره او پښتون افغان ملت ته سترې وياړنې ور بخشي.

.........

.... له دې وروستو په کندهار کې د هوتکو پاڅون د ميروېس خان هوتک په مشرۍ کې غښتلى پاڅون وينو، او دې پاڅون ته د کندهار پاڅون  يا د غيلزو يا د ټول افغان ملت  ملي پاڅون هو وايي، دا پاڅون د پارس د صفويانو او ګورګيڼ په خلاف کلک او د ښه سياسي تدابیرونو په لوړ پند او هنر وسلوال بريالى  پاڅون بلل کېږي او سترې وياړنې لري، زموږ د تاريخ يو روڼ او وياړلى څپرکى دى،

............

........او بيا د لوى احمد شاه بابا احمد شاهي پاڅون او افغان پاچاهي او امپراتوري راځي، او پينځويشت کاله د احمد شاه بابا پاچاهي او امپراتوري دوام کوي، او بيا د احمد شاه بابا له مرګ نه وروستو د هغه د زامنو تېمور، شاه زمان او نوورو پاچايي او خپل منځۍ جګړو پنجابي سيکھ، هندو او په سر کې پيرنګي سامراج ته د لاسوهنې او دلته د راتلو لارې هواروي، چې دوښمن له دې ډېره ګټه اخستې او هيڅ  سرپه يې نه د کړې، او له دې موقع يې په بشپړه توګه ګټه تر لاسه کړې ده،

د هندوستان، بنګال او د پنجاب له لارو پيرنګى سامراج زموږ لوى هېواد افغانستان ته پر اټک را واوشتل،او په پنجاب کې راجا رنجېت سينګ سيک هغوى سره ملګرى شو، او پيرنګي سامراج ته هر څه تسليم کړل او د هغوى ملګرى شو، او ورسره په ګډه يې د تجاوز مخ پر پښتونخوا را روان شول، او ورو ورو يې د پښتنونخوا خاوره نيول/ مستعمره کول پېل کړو، او د هر ډول تېرى کولو په موخه د پيرنګي سامراج او د پښتون افغان ملت تر منځ د جنګونو، جګړو لړۍ په دوامداره توګه روانې وې، د جنګ ډګر به د لوى افغانستان په يو ګوټ نه ګوټ کې هره ورځ توود وو، او پښتنو به د خپلې او او وطن په ژغورنه کې خپل سرونه شندل، 

......... نو دلته په ټول افغانستان او په ځانګړې توګه په پشتونخوا کې داسې غورځنګونو ځاى په ځاى  سرونه  را پورته کړ چې په وړو وړو لښکرو د وطن ګوټ ګوټ کې په شورش او خوځښت کې وو، 

......... که بيا ګورو نو دلته زموږ پر وطن د پيرنګي سامراج لخوا د وېښ (ديوائډ اېنډ  رول) تر پاليسۍ لاندې د مجبورۍ او اړتياوو په لړ کې بدبختانه په بېلابېلو وختونو کې بېلا بېل تړونونو لړۍ پېل شوې،

د بېلګې په توګه

1.... د 1808م کال د پېښور يا جمرود تړون،

2.... د لاهور درې ګونى تړون په 1838م کې،

3... د ګنډمک تړون په کال 1879م کې،

4... د ډېورنډ تړون په کال 1893م کې،

 چې پاى يې د لوى افغانستان په منځ سره دوه ټوکړې وېښ وشو،

...............

........... د ډېورنډ تړون په ضد دلته لومړنى وسلوال غورځنګ د  پاونده مسود په مشرۍ کې را وپارېده ااو وسلوال پاڅون وشو،

دا د ډيورنډ د تړون په ضد د پښتنو لومړنى غورځنګ جوړ شو په نامه د ( تيمان)

..... د تيمان په مانا د مسودو په لهجه کې اولس ته وايي، نو دا تيمان /اولسي غورځنګ /تحريک وو، او د پيرنګيانو ضد وجنګېدل،په کال 1913م کې پاونده مسود د دې تيمان غورځنګ مشر وو ومړ، 

...............

او بيا  په دې وخت کې په کال 1914م کې په ټوله نړۍ کې لومړۍ نړېواله جګړه پېل شوه، او د پيرنګي سامراج په هند کي (برېټش راج) په زور کې وو، او د افغان پاچا امير حبيب الله خان يې هم ټکڼى کړى وړ، او دې وخت کې په لوى هند او هم په لوى افغانستان کې د وزن د جنګيالو شورشتونه او خوځښتونه اوړېدل را اوړېدل،

چې له هند ځخه په ټوله نړۍ کې د خلافت مومنټ او يا د هجرت مومنټ او هم د رېښمي تحریک په نومونو دلته په دې ټوله سيمه کې په هند، سيند، بنګال، افغانستان تر ترکيې پورې ويښ او لوستي يا سياسي ځيرک وګړي په دغو يادو خوځښتونو کې خپل خپل غړيتوب لاره او خپلې خپلې سياسي موخې مرامونه يې مخ په وړاندې په کې بېول،

په دې ټول خوځښت کې کابل او د کابل بادشاهت تر بل هر چا او هر څه د زيات ارزښت وړ وو،

...... نو په دا وخت کې دلته په پښتونخوا کې د مردان د ګدر کلي په ديني مدرسه کې په لومړي ځل حاجي فضل واحد مسوا په ( ترنګزو حاجي صاحب) په کال 1916م کې د وطن د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره خپل ملګري او جنګيالي را غونډ کړل او د کلکې او منظمې مبارزې او سياست کولو، او ټولنيزو رغنيزو چارو تر سره کولو په موخه غورځنګ جوړ کړ،د (حزب الله) په نوم،

چې دې غورځنګ ته د کابل د شاه امير حبيب الله خان په بشپړه توګه ملاتړ ملګرتيا او مرسته تر شا ه کلکه ولاړ وو،

چي د امير حبيب الله خان ورور شهزاده نصرالله خان ورته په ځانګړې توګه ځان ځانګړى کړى وو،

چې هغه به د ملا رازق اندړ، د هډې ملا نجم الدين، د چکنور ملا، د بابړې ملا او نوورو په هر ډول مرستو مرستندوى وو، په هر حال او هر وخت کې،

بيا په کال 1918م کې امير حبيب الله خان و وژل شو نو امير امان الله خان د افغانستان شاه يا امير شو،

نو له پرنګي سره لا د جنګ ډګر نوور توند او توود شو، او د وطن په هر ګوټ کې د خاورې شاغلېو خپل سرونه په بېلابېلو سنګرونو، او لښکرونو، غورځنګونو کې د بر افغان وطن د خبلواکۍ او د محکوم لر افغان وطن د ازادۍ په لړ او پار کې ونه سپمول،

او پرنګى سامراج وتلو او تللو ته اړ اېستل شو، په دې لړ کې بيا ډېر اشتيبهات د خپلو له لاسه تر سره شوي دي، چې د ګټلي جنګ ګټې او ټاکلى مرام تر لاسه نه شو، او بيا له پيرنګي سره تړونونه وشول،

5.... د پينډۍ تړون په کال 1919م کې،

6...د مري تړون په کال 1912م کې،

خو په دې تړونونو کې بيا موږ په بشپړه توګه هغه مرام تر لاسه نه کړ کوم ته چې موږ دا دومره لويه جګړه وکړه او قربانۍ ورکړل شوې، بس يوازې د بر افغان وطن د خپلواکۍ (استقلال) خبره وشوه، او لر محکوم افغان خاورې سره جپا او خيانت او بې پالوالي کسدن وکړل شوه، نه ازاد او نه خپلواک کړل شو،

................... 

...نو بيا په کال 1921م کې د محمد اکبر خان خادم په مشرۍ کې د ډېرى ملګرو بشمول باچاخان يو بل رغنيز/اصلاحي ټولنه په نامه د( اصلاح الافاغنه) را جوړ کړل شوه،

چي بشپړه موخه يې د پښتني ټولنې پر اصلاح او تعليم ته هڅونه وه،

چي تر کال 1927م پورې شپږ کاله يې دوام وکړ، هغه هم د ملګرو په خپل منځ اختلاف چي له دا ټولو ملګرو سره د باچا خان اختلاف پر افاغنه مانا پر افغان کلمه يا ټکي وو،

چې دا اختلافات په جدايۍ بدل شو،

په کال 1927م کې محمد اکبر خان خادم او ملګرو، دا اصلاح الافاغنه په (افغان جوګه) وړولو،

.......

..... او او باچا خان (خان عبدالغفار خان) بېل شو او ځان ته يې د ((( زلمي پښتون يا پښتون جرګه او چي کومه کره ده هغه ( زلمي جرګه)..))) په نوم ټولنه جوړه کړه، چې دا د يو يا يوه نيم کال موده کې بې څه ښې هيڅ پاېلې نه درلودې،

............. نو بيا په کال 1929م کې باچا خان يو ځل بيا څه ملګري را غونډ کړل او په نامه د ( خداى خدمتګار) يې بل اصلاحي غورځنګ ساز کړو، چي د دوه دوه نيمو کالو په موده کې د ملګرو د نه خوښې باوجود يې د هند په کانګرس کې ور ګډ/ ضم کړو او د هند د ازادۍ په بهير کې يې خپل بې څه مرام يون پېل کړ، او ان چې د عدم تشدد غېر واضع ناره لاندې چي ګټه يې په بشپړه توګه پرنکې ته وه، دوام ورکړ څو چې د پښتنو په بشپړه غلامۍ تمامه شوه،

او ټول ملګري، خلک ملاتړي يې ناراض کړل د خپلې خودنمايۍ په پار،

او بيا د تهرډ جون پلان کال 1947م پورې دوى خداى خدمتګاران نه کانګرسيان پاتې شو،

او چي کله د تهرډ جون پلان ځخه محمد ايوب خان اڅکزى ټول پښتانه خبروي او د دې پلان په ګټه او تاوان يې پوهوي او د ټول پښتونخوا وطن له چترال تر بولان پورې پښتانه سياسي مشران را غونډوي او په بنو کې يې د بنو جرګې په نوم په 20م 21م جون کال 1947م د خپل ازاد پښتونستان وړانديز پاس کوي، نو بيا دا وشو چې بيا باچاخان هم له هغه ځايه ځې کراچۍ ته چي د پرنګي ګوډاګي جناح بلنه ورکړې وه، او داى هلته ورغى، او له جناح سره د پاکستان د جوړولو او چلولو باندې همغژى شو، ځکه خو يې په دهلي کې پر 13م 14م اګست کال 1947م د خپلې ازادۍ د غوښتلو پر ځاى کسدن ځان نه کړو حاضر او په اشتهبا کې ځان واچولو د پښتنو د تېر اېستلو لپاره وېل يې ما خپل واک و ګاندهي ته ورکړى وو، هغه زموږ هيڅ نه و وېل او ګاندهي له موږ سره بې پالوالي / بې وفا يي وکړه،

مانا د خپله مقدمه لرله نه، ګاندهي به ملامت وي خو لو خاېن څوک شو، غېر سياسي څوک شو،؟

........

.

د پاکستان د جوړېدو پس د پاکستان مرکز يا صدر مکام کراچۍ وټاکل شوه، او هلته مرکز وو، اسمبلى وه،او قانون ساز اسمبلۍ ساز کړل شوه، چي پاکستان ته به آئين او قانون ورکوي، جوړوي، پاس کوي، چي(لېجسلېټو کونسل) يې ورته وېل، او باچاخان يې هم ممبر وټاکل سو، او باچاخان ډېر خوشال وو او ورغلى او  د وفادارۍ سوګند يې اوچت کړو،

او په لومړنۍ غونډه يا اجلاس کې چې سېد احمد خان يې مشري کوله باچاخان د سوګند ځخه وروستو په خپل ږه لومړنۍ وېنا کې په دا ټکو کې داسې وايي جناب سپيکر سر سېد احمد خان صېب که تاسو ماسره مرسته وکړۍ، چې  زه د افغانستان پښتانه وکولاى شم په پاکستان يى را ګډ کړو،

وو اوس دلته هم قضاوت تاسو وکړى،

که رښتیا تاريخ ليکو وړاندې کوو، نو هم خلک خوا بدوي، دا خو د هغه د وېناوو په يو کتاب کې ليک دي،

که څه هم ډېر د غندنې وړ سياست شوى دى دلته دا وخت،

........ او بيا د سياست پر نوم او هم د کامپالنې د سېاست پر نوم دوى دلته ډېر غېر زمه وار او د سياست پر نوم خلک ډېر غېر سياسي کړي دي، او د پښتون د سياست او د تاريخ يې داسې رېپ کړى دى، چې دا نن هم د دې اوږدهږې غلامۍ لامل هم دا خلک دى،او په کې د عبدالجبارخان (ډاکټر خان صاحب) لا ځان له شرمونې دي، دا بيا لا بل تور باب دى، 

بيا دوى غوښت چې ځان مسلم ليګ مې ځلى پر ځاى کړي، دوى د يوالي بلنه وکړه باچاخان پخپله خو هغوى ونه منله،

او د نوور سياسي ګوندونو مشرانو ګډ يو ګونډ په نامه د (نېپ/ نشنل عوامي پارټۍ) په کال 1956م کې را جوړ کړ نو باچا خان د خداى خزمتګار نوم بيا را ژوندى کړ چې زه او زما ملګري په کې د خداى خدمتګار ګوند په توګه ضم کېږو او په کې ضم / ګډ کړل شو، او بيا خو نو تر اوسه سياسي بلنډرز روان دي، او روان دي پسې روان دي،

..... و په دا منځ کې د سوهېلي /جنوبي پښتونخوا د خان شهيد اودل سمد خان اڅکزي بابا د کره پښتون افغان ملتپال هېوادپال ملي غورځنګ او ګوند، سازمان د کال 1931ن ملګرتيا کې د دوى ورسره جفاړې، او بيا د خان شهيد بابا د کال 1938م لومړني کره سياسي  پښتون بلوڅ کامونو ملتپال ګوند ( انجمن وطن ګوند) سره د دوى ناوړه چلند او بې وفايانې،

او داسې د 21م جون د بنو په جرګه کې او پس د باچا خان ناوړه چلند او لورى بدلول، او پښتانه پرېښودل او کراچۍ ته جناح ته تلل،

..او  ډاکټر خان صاحب په شرارتونو و خان شهيد بابا ته ستونزې جوړول او نيول او سزاګانې ورکول، او ملګرتیا په اور پسې،

او بيا خان شهيد بابا په کال 1954م کې له جېل را وتلو پس ( ورور پښتون ) ګوند جوړول، چنوم يې هم دا خوښ کړى وو په دې، چې يو خوا ته به بلوڅو ورسره بېوفايي کوله، او بلخوا يې دا موخه وه چې کوندې باچان هغوى په دې نوم او د دې په مانا او سياسي موخت پوى شي چې ( ورور پښتون) و څه ته وايي، خو دوى ورورولي ورسره ونه کړه، او نه يې څه غوږ په ونغوږولو نه يې څه غوږ په وټکولو، د ملګرتيا پر ځاى به يې اپوټا ستونزې ورته جوړولې، که څه هم په لومړي ځل خان شهيد بابا بابا خان ته ډېر درناوى ورکړ تر مرګ پورې، او په لومړي ځل يې باچاخان ته د جنوبي پښتونخوا سياسي دوره ورکړه، پر خلکو پر پشتون بلوڅ اولس يې وګرزولو،

او بيا چې خان شهيد بابا شمالي پېښور ته راغلى باچاخان سره پر خلکو وګرزېد، نو خلکو خان شهيد سمد خان د يو دروند لوستي او ډېر لوى ځيرک ملتپال سياسي په توګه وپېږند او خلکو په لومړي ځل داسې يو ځيرک تاريخ پوهه او يو وژنري سياستوال وليد،

.... چى بيا به کله هغه دلته راغلو نو ورسره به بل چا ملګرتيا ته زړه نه ښه کولو،

نو يو قاضي عطاﺀ الله خان، ماسټر کريم، فضل رحيم ساقي، ولى محمد توپان، همېش ګل خليل، او د وزيرستان ملک مدامين خان مسود، او په ورستېو کې دا ځينو د بشپړې ملګرتيا باور ورکړى وو،

همېش ګل خليل صاحب او يو بل ليکوال اروا ښاد اياز داودزى خو يې په بشپړه توګه سياسي ملګري شوي وو، او دا ټول ډېر زيات ترې اغېزمن وو،،

... او بيا په کال 1956م کې خان شهيد بابا د خپل ګوند (ورور  پښتون) سره په (نېپ/نشنل عوامي ګوند) کې ورسره يو ځاى شو، خو خان شهيد پر له پسې د ايوب خان په مارشلاﺀکې په زندان کې وساتل شو، نهه کاله، خو دوى او دا د نوورو کامونو د سياسي مشرانو پشمول د خان شهيد بابا په زندان خپه نه وو، او د هغه د را خلاسېدو يې څه هلې ځلې نه دي کړې، او هغه په کال 1968م کې را خوشى کېږي، او دوى يې هر کلي ته هم نه دي ورغلي ماسېوا د خپلو ملګرو او بيا پر هغه شپه پر 29م مي کال 1968م د خان شهيد بابا پر ملګرو په شپه کې مارشل لاﺀ يې حکومت ترز کوي او ظريف خان مندوخېل په شهادت ورسوي، او ګڼ شمېر نوور ملګري ژوبل کوي، او خان په کال 1971م.. 71م مې بېل ګوند پښتونخوا نشنل ګوند جوړوي، او ورپسې په ډووم ډسمبر کال 1973م کې شهادت رسول کېږي،

..........

.... او هم داسې د پښتنو يو بل کره د پښتونستان د ازادۍ د غورځنګ نشر حاجي مرزا علي خان وزير (فقير اېپي) سره د دوى لخوا ملګرتيا څه ناوړه چلند شوى دى،

او دا بل د پښتنو تر ټولو سخت دريځ کره سياسي وسلوال غورځنګ وو، چې مشري يې فقير اېپي کوله، او له سوهېلي پښتونخوا يې د خان شهيد بابا دو د هغه ملګرو په هر ډول مرسته کړې ده، ان چي محمد ايوب خان اڅکزى يې ورته ځانګړى کړى وو،

او هغه بيا د سوهېلي پښتونستان څانګې مشر هم وټاکل شو،

نو دلته زموږ دې سياسي مبارزې، وسلوالې مبارزې، سماجي اصلاحي مبارزې تاريخ ته ژوره کتنه ته اړتیا ده، او جاج يط اخستل پکار دي، او برتله کول دي، او چې نه يې پکار ده، او بيا يې د ګټو او تاوانونو پرتلنه کول دي، او بيا د تاوانونو لامل لټول او پلټل دي،

داسې به موږ وکولاى شو، چې د هغوى تېروتنړ، غړلېدنو، بلنډرزو، ادرک وکړو، او د بيا تکرار کولو به يې ډډه وکړو، تر څو بشپړې ازادۍ ته رسو،

او زموږ لوى ملي مرام سيالي، سياست، شعور، پوهه، اصلاح، خوشالي، وداني، سوکالي، خپلواکي، ازادي، له امو تر مارګلې يو بشپړ لوى ملي احمد شاهي آزاد سرلوړى وياړلى لرغونى پخوانى افغانستان دى،..........! مننه، په درناوي 

............................................... ليک:-(تورزن اوغان

.... .... نېټه 52م د جنورۍ کال 2021م،

-
بېرته شاته