(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کرکټ او اضغرافغان

[01.Jun.2021 - 15:55]

د افغانستان کرکټ بورډ اصغر افغان د ملي لوبډلې له کپتانۍ لېرې کړ او پر ځای یې حشمت الله شهیدي کپتان کړ. د ښاغلي افغان د لېرې کېدو علت له زمبابوې سره د ټست یوې لوبې کې د هغه «غلطې پرېکړې» بلل شوي چې افغانستان لوبه وبایلله. د بورډ اعلامیه وايي چې دوی په دې اړه تحقیقات کړي او دا نتیجه یې ترلاسه کړې ده.

 

مترقبه پرېکړه

د اصغر افغان د لېرې کېدو خبرې له څه وخته راهېسې روانې وې،‌ خو پر زمبابوې د ټست لوبې له بایللو وروسته دا مسئله ډېره جدي شوه

د اصغر افغان په کپتانۍ او په ځینو پرېکړو باندې له ډېر وخت راهېسې د ملي لوبډلې د ځینو لوبغاړو، غوراوي د کمېټې د ځینو غړو او مینه والو انتقادونه وو او ګمان کېده چې هغه به له کپتانۍ څخه لېرې کیږيپر اصغر افغان یو انتقاد دا و چې هغه په لوبډله کې د خپلې خوښې لوبغاړي لوبوي او نویو استعدادونو ته ډېر پام نکوي او د خپلې خوښې پرېکړې کوي. تر ټولو غټ انتقاد پرې له زمبابوې سره په اول ټست کې وشو چې لوبدلې ته ځینې ځوان لوبغاړي معرفي شوي وو خو ونه ځلېدل. د پړې ګوته ښاغلي افغان ته ونیول شوه چې هلته یې پچه ګټلې وه او باید یې اول بېټېنګ نه وای کړی، دویمه خبره په کې دا وه چې ځوان لوبغاړي یې تر ځان مخکې لوبې ته وویستل، خپله وروسته لوبې ته راغی، دتېزو بالرانو لپاره مساعد پچ کې یې یوازې یو تېز بالر  په لوبډله کې اخیستی و او افغانستان وبایلله. البته، اصغر افغان له رسنیو سره دا انتقادونه رد کړي‌ دي او ویلي دي‌ چې دی تل هڅه کوي‌ځوان لوبغاړي‌لوبډله کې راولي او پرېکړې د ټیم په ګټه کوي.

له زمبابوې سره د لوبې تر بایللو وروسته کرکټ بورډ په دې اړه تحقیق او پلټنه وکړه. په دغو تحقیقاتو کې له اصغر افغان، د لوبډلې له سر روزونکي، ځینو لوبغاړو او نورو دخیلو کسانو سره خبرې شوي دي. زه خبر یم چې مستقیمآ او غیر مستقیمآ اصغر افغان ته هم تر غوږ تېر شوي وو،‌ چې که استعفا وکړي،‌ ښه به وي. خو هغه لکه چې دا خبره جدينه وه ګڼلې، او دا دی پرېکړه نن اعلان شوه.

 

دا د کپتان بدلولو ښه وخت و؟

د کرکټ‌ بورډ له اعلامیې او له تحقیقاتو ښکاري چې د ادارې او اصغر افغان ترمنځ باور ختم شوی او زیانمن شوی. په یوې ادارې کې چې د مشرانو او رهبرانو ترمنځ باور او اعتماد ختم شي او «د خپلسریو مسائیل» پیدا شي، مقتدرې ادارې هغه مشران ژر بدلوي چې غټ اهداف زیانمن نشيپه سیاست کې او حکومتولۍ کې دا معمول دی. د اصغر افغان او کرکټ بورډ ترمنځ مسئله کې اعتبار ختم شوی و.

له دې وراخوا،  افغانستان د ۲۰۲۳ یوې ورځینو لوبو نړیوال جام ته لوبډله تیاروي او جوړوي. خو تر دغه جام مخکې هم نړیوال جام ته د ورتلو رقابتي لوبې هم لري. شل اوریزو نړیوال جام هم را روان دی. که افغانستان ۲۰۲۳ ته ځان اماده کوي، نو شاید همدا یې وخت و چې کپتان بدل کړي ځکه چې تر هغه وخت پورې به دا ځوان کپتان ښې تجربې ترلاسه کړي. افغانستان باید هغه جام ته له اوس نه د انتقال بهیر پیل کړي. په اصغر افغان باندې یو انتقاد دا هم و چې په یوې ورځنیو لوبو کې هاغسې چې په کار دی ځلېدلی او لوبېدلی نشي

پاکستان، بنګله دېش،‌ سريلانکا او جنوبي افریقا وار د مخه د ۲۰۲۳ کال لپاره په ټیم کې د انتقال بهیر پیل کړی، کپتانان او ځینې لوبغاړي یې بدل رابدل کړي‌ دي. ښه ده چې افغانستان هم ۲۰۲۳ ته له ځوان کپتان او لوبغاړو سره ولاړ شي. افغانستان شاید د نوي‌ کپتان په مشرۍ کې یو شمېر لوبې وبایلې،‌ خو هغه به ډېرې قیمتي تجربې ترلاسه کړي. د لوی ټورنمنټ په درشل کې لوبې بایلل ښه وي. دغو خبرو ته په کتو، شاید بورډ فکر کړی وي‌ چې همدا د کپتان د بدلولو ښه فرصت دی

 

اندېښنې او د حل لارې یې 

افغانستان له پاکستان سره سیریز لري، نړیوال جام په مخکې لرو او د ۲۰۲۳ یوې ورځنیو لوبو ته د ورتګ رقابتي سیالۍ هم شتهشاید یوه اندېښنه دا وي‌ چې د نوې کپتان سره به په دغو مهمو سیالیو کې د لوبډلې جوړښت او مورال کمزوری شي،‌هاغسې چې په نړیوال جام کې د ګلبدین نایب په کپتانۍ کې وشول

دا اندېښنه هغه وخت د ډېرې اندېښنې وړ بلل کېدای شي، چې کرکټ بورډ کمزوری موقف خپل کړي، په لوبډله کې دننه ځینې لوبغاړي‌ د خپلو شخصي اهدافو لپاره مخالفتونه وکړي او بورډ یې کنټرول نشي کړای او پرېکړه د عقدو په اساس وي

زما معلومات دا دي چې په دې پرېکړې کې، د کرکټ بورډ عمومي مشر، اجرايي مشر، د بورډ غړي، ډاریکټر، د غوراوي کمېټې سلاکاران او ټول اړوند مسئولین دخیل دي. بنآ، له اداري پلوه ښايي دا پرېکړه ونه ننګول شي. په لوبډله کې دننه هم داسې لوبغاړي نشته چې بې دلیله د بورډ د پرېکړې مخالفت وکړي، ځکه چې دلته د ملي ګټو او شخصي ګټو مسئله ده او بورډ وايي چې په ټولو لوبغاړو به د ډسپلین اصول پلي کوي.

د کرکټ بورډ عمومي مشر د کپتان د بدلېدو صلاحیت لري، هغه له نړیوال جام څخه وروسته ګلبدین نایب لېرې کړ، راشد خان کپتان کړ او راشد خان یې لېرې کړ اصغر یې کپتان کړ او دا دی اصغر یې هم لېرې کړ او حشمت الله شیهدي یې کپتان کړ. بنآ، په دغې پرېکړې کې دا ټول اړخونه سنجول شوي او اروزل شوي دي.‌

څوکۍ دایمي‌نه وي او باید ټول دغې پرېکړې ته درناوی وکړي او د نړیوال جام تجربه تکرار نشي. موږ ولیدل چې د نړیوال جام کې د کپتان د بدلېدو له پرېکړې سره مخالف لوبغاړي هم د خلکو له پامه بد واېسېدل او افغانستان هم لوی تاوان وګاله

 

نوی کپتان

حشمت الله شهیدي د افغانستان د ملي لوبډلې مهم لوبغاړی دی او یوازینی لوبغاړی دی چې په ټست لوبو کې غبرګې سلیزې لريپه تېر نړیوال جام کې یې د افغانستان لپاره ډېرې منډې هم کړې وې. په داخلي لوبو کې یې کپتاني کړې ده او د کپتانۍ تجربه هم لري او د رهبرۍ صلاحیت هم لري. د لوبډلو کپتانان د خپلو لوبغاړو لپاره ښه بېلګې او مثالونه وي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله داسې لوبډله ده چې ځینې مهم نړیوال ستوري لري او د هغوی رول، دنده،‌ صلاحیت او مسئولیت معلوم دي. بنآ، که کپتان هر څوک وي،‌ دا لوبغاړي به مهم لوبغاړي وي او د وطن لپاره به لوبېږي.‌ مهمه خبره دا ده چې دا کپتان ته صلاحیت ورکړل شي، وخت ورکړل شي او نوی کپتان نوي ځوانان او ښه استعدادونه راولي او ټول د وطن لپاره ورسره ودریږي.

 

خدای په اماني

تېرځل چې اصغر افغان له کپتانۍ څخه لېرې شو، خبر ورکړل شوی نه و. خو دا ځل مستقیمآ او غیر مستقیمآ ورته ویل شوي وو. د دې لپاره چې د افغانستان لپاره د هغه د کپتانۍ خدمت ته هم درناوی وشي، په کار ده چې په یو لړ رسمي مراسمو کې هغه ته مخه ښه وویل شي او نوی کپتان ته ښه راغلاست. موږ باید په ښه شکل د مسولیت انتقال دود کړو. په دې هیله چې د حشمت شهیدي پل افغانستان ته ښي شي. د افغانستان د کرکټ د یو مینه وال په توګه، زه د اصغر افغان د ټولو لوبو او لاس ته راوړنو درناوی کوم، احترام ورته لرم او ښه ژوند ورته غواړم.

 

#افغانستان

#کرکټ

#تاریخ

#تجربه

لیک او شننه: جعفر هاند

-
بېرته شاته