(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څارنوال محمد نعیم

[02.Jun.2021 - 13:40]

اِناللهِ وَانا الیهِ رَاجِعٌون
زما کاکا ، د اروا ښاد وکیل عبدالجلیل ملنګ او ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري  کشر ورور  او زمونږ د کورنۍ مشر څارنوال محمدنعیم خان  یوسفزی د ورپیښې ناروغۍ له امله  لدې  فاني نړۍ  څخه نن په 19.05.2021 نېټه  د تل لپاره سترګې پټې کړې. 
ارواښاد محمدنعیم خان یوسفزي  د څارنوالۍ له دندې سربیره د ښوونکي په توګه هم  د هېواد په پوهنیز ډګر کښې په پوره اخلاص او سپېڅلتېا  دنده   ترسره کړې وه او ډېر شاګردان یې روزلي دي.
د ارواښاد جنازه به نن  دمازیګر په 4:00 بجو دکونړ ولایت دخاص کونړ په ولسوالۍ  دتنر په کلي کښې  په خپله پلرنۍ هدیره کښې خاورو ته سپارل کېږي.
داچې د کرونا وبا له امله   نړیوال روان حالت د ځورېدلو افغانانو په ژوند هم مخامخ اغیز لري، نو له همدې کبله  په جرمني کښې یې فاتحه نه اخستل کیږي.  هېله ده ، چې په خپلو دوعاګانو سره دخدای بخښلي روح ښاد کړئ
درنښت 
نصیر ستوری

-
بېرته شاته