(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتانه

[02.Jun.2021 - 14:10]

پښتانه/ لیک : شاهین بونیری

ناخبره پښتانه :  په پاکستان کې د اوسیدونکو لویه برخه هغه ده چې د پښتونخوا په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي . دا خلک خپله کرکرونده کوي ، په وطن دننه او بهر محنت مزدوري کوي او خپله ګزاره يي روانه کړیده. دا خلک زیات تره د کلي کلویغۍ په معاملو کې بوخت وي ، غم ښادي کوي ، تربورولي او دښمني کوي ، مونځونه کوي ، تبلیغ له ځي ـــــــ تر ډیره حده د دوي د ګیرچاپیره روانو حالاتو او واقعاتو نه بې خبره وي. خپلې لانجې يي دومره ډیرې وي چې د قامي معاملو او چیلنجونو هوارولو ته وخت نه لري.  
ګنګس پښتانه: دا هغه پښتانه دي چې ډیر ؛ پاکستنآیز؛ Pakistanize شوې دی. په دې کې داسې هم دي چې سکولونه کالجونه يي ویلي دي او د مطالعه پاکستان د جعلي کیسو په اثر کې دي ـــــــ ځني بیا داسې دي چې د مذهبي او سیاسي ګوندونو لکه جمات اسلامي ، جمیعت علما اسلام ، مسلم لیګ او تحریک انصاف مرستیال دي ــــ دوي ته په وزیرستان ، سوات ، باجوړ ، خیبر او کرمه کې روان ظلمونه نه ښکاري خو د کشمیر ، یمن او فلسطین لپاره احتجاج او جلسو جلوسونو ته هر وخت اماده وي ـــــ دوي ځان ښه مسلمانان او پاکستانیان ګڼي او د اسلام اباد او لاهور د وداني لپاره د پیښور او میران شاه په ورانیدو هیڅ اعتراض نه لري. دوي د جهادي تنظیمونو کماندانان محب وطن او غازیان او شهیدان ګڼي خو کوم خلک چې د خپلې خاورې او اولس د حق لپاره اواز وچتوي هغه ورته غداران او د هندوستان ایجنټان ښکاري.   
 نیم بیدار پښتانه :    دا د پښتنو د ابادۍ هغه برخه ده چې یا خو د بیلا بیلو ملت پاله ګوندونو سره مرستیال پاتې شوي دي او یا يي د زده کړو نه وروستو دا پوهه تر لاسه کړیده چې د اسلام او پاکستان په نوم د پښتنو حقونه خوړل کیږي او باید ددې ظلمونو مخه اونیول شي. په دوي کې ځنې بیا داسې دي چې د ملت پاله ګوندونو د کار او پالیسیو نه هم خفه دي او په ملت پاله ګوندونو کې د اصلاحاتو خبره کوي. په دوي کې ډیر د پاکستان د ریاست په حدونو دننه خپل حقونو غواړي . 
ورک پښتانه :    دا هغه لکهونه پښتانه دي چې د رزق په لټون کې د پاکستان په لوي ښار کراچۍ ، عربي هیوادونو ، ملایشیا ، امریکا او یورپ کې ژوند کوي. ددغه هیوادونو اب و هوا او کلتور په دوي خپل اغیز پریښې دی ـــــــ دا یو اچار دی په دې کې د وطن د پښتنو هر قسم شته. دوي کې ډیر د قامي ستونځو د هواري په ځآي د خپلو ستونځو د هواري په غم کې دي. اوس په کې ځینو سوشل میډیا ته مخه کړیده چرته چې دوي د خپلو بار بي کیو پارټیانو تصویرونه شریکوي ، د هندوستان خلاف ویډیوګانې جوړوي ، او بدې ردې وايي خو چې په رخصت پاکستان ته لاړ شي نو خپلو کلیو او کورونو ته هم نه شي تلې او په لاره شل ځایه تالاشي ورکوي.  
 بابوګان پښتانه:    دا د پښتنو هغه لږه برخه ده چې د پوهنتون سبقونه يي ویلي دي ، او بیا د پاکستان په ریاستي نظام کې په بیلا بیلو چوکو ناست دي. د دوي ۹۵ فیصده د پاکستان نه ډیر د پاکستان د ریاستي پالیسۍ وفادار دي ، خپل مراعات اخلي او خپل ژوند تیروي. دا هغه افسرشاهي ده چې بنیاد يي برطانیه ایښې دی ، دوي د اولس د خدمت نه ډیر د ځان او ریاست په خدمت یقین لري. دوي د پاکستان د پوځي او اولسي افسرشاهۍ یوه مهمه برخه ده خو د خپلو خلکو د حقونو لپاره د دوي کار او زیار د 
نیشت برابر دی.     
لیک: شاهین بونیری
[کچه پښتون، نیمچه پښتون، سوچه پښتون]

-
بېرته شاته