(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له ځانه جوړ شوي

[02.Jun.2021 - 14:16]

مصنوعي ېا له خپل ځانه جوړ کړي خوبونه:
مصنوعي ېا جوړ کړي خوبونه هغه خوبونو ته وایي، چې چا لیدلي نه وي او د ېوې موخې ( هدف)  لپاره چا خیالي جوړ کړي وي. ددې خوبونو ېوه بېلګه د جنرال رحمت الله ساپي د  "قدرت نمونې" په کتاب کښې راغلې ده.
جنرال رحمت الله ساپی لیکي: مرحوم مولوي صیب طاوس خان چې د شبقدر په کمپ کښې اوسېده، له اقتصادي ستونزو یې ډېر شکایت وکړ. مونږ څو ملګرو ورته وویل، چې حضرت صیب ته خوب ووینه، مرسته به درسره وکړي. مولوي طاوس خان حضرت صیب ته وویل چې تاسې مې خوب کښې لیدلي یاست. حضرت صبغت الله مجددي صیب ورته وویل چې خوب دې په مجلس کښې ووایه له ډوډۍ نه وروسته.
له ډوډۍ نه وروسته مجلس جوړ شو او مجددي صیب تر ټولو مخکې وویل، چې مولوي صیب خوب لیدلی دی، توجه وکړئ، چې خپل خوب ووایي. طاوس خان وویل: ورېځ وه، باران وو، توپان شو،  ټپه تیاره شوه ، سترګه په سترګه نه ښکارېدل، ګورم چې قبلې خوا نه رڼایي شوه، ورېځې سپینې شوې، ګورم چې جګه غونډۍ ده او یو سړی د غونډۍ په سر پر اس سپور ښکاري، ښه رڼایي شوه. اس وو، لکه د افسانو براق،  مجددي صیب له اس نه کوز شواو په ډنډ اوبو ودرېده او خپل لستوڼي یې پورته کړل، ما د اس جلب ته لاس کړ،  چې اس ونېسم چې چیرته لاړ نه شي. مجددي صیب وویل، چې اس بلدي دی، چېرته نه ځي. مجددي صیب دغه ګنده اوبه په خپلو مبارکو لاسونو لرې واچولې او د ډنډ ځای له چټلو او ګنده اوبو پاک شو. دخوب په تعبیر شروع وشوه، ېو وویل چې اس اقبال دی او اقبال له مجددی صیب سره بلد دی، همېشه به دده سره اوسي. بل کس وویل، چې دغه ګنده ډنډ روسیان او کمونستان وو، چې حضرت صیب ایسته واچول او خدای به افغانستان د حضرت صیب په لاس ازاد کړي.
وکیل صیب اسدالله خان وویل چې خوب او تعبیر درست دی، حقیقت لري  او شک پکې نه شته، خو دا یو شی مالوم نه شو، چې مجددي صیب دغه ګنده اوبه د پاکستان په لور واچولې او که دماسکو په لور؟
پدې خبره ځبني په خندا شول، په نتېجه کښې حضرت صیب مولوي طاوس خان ته معاش وټاکه او د وکیل اسدالله خان معاش یې قطع کړ.
(سرچېنه: پښتانه د ولس پېژندنې له نظره ۱۶۶مخ)

-
بېرته شاته