(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ستوري مجله

[02.Jun.2021 - 14:28]

د "ستوري مجلې" څوارلسمه ګڼه چاپ شوه.12.03.2021
جرېدې، رسالې، مجلې، رسنۍ (میډیا) او ورځپاڼې دقام او ولس د موخو او اندونو څرګندونه او  استازولي کوي،  ولس د یو بل د اندونو خبروي او  د یو ملت پر ویښتېا کښې کره رول لوبوي ، دیوې ټولنې د چلاندو ( فعالو) او هڅاندو وګړو  وړتېا ولس ته په ډاګه کوي.  
  د قام/ ملت د پوهانو، ادېبانو، لیکوالانو، شاعرانو، سیاستوالو، اند او سوچ  د ولس سره شریکوي، تر څو ولس ددوۍ له پوهې ګټه واخلي.
  دا چې مجلې اخبارونه او جرېدې/رسالې د کولتور په وده او پرمختېا کښې کره رول لوبوي نو که د یوې ټولنې قام ېا ملت  هر  وګړي که  وغواړي  په خپلواکه (ازادانه) توګه، خپل سړیتوب (شخصیت ) ته وده ورکولی شي او په ټولنه کښې وړ ځای ته ځان رسولی شي. په همدې موخه د خاص کونړ ادبي او کولتوري ټولنې  د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري په نوم د "ستوري مجلې" بنسټ کېښود اوڅوارلسمه ګڼه یې د چاپ په ګاڼه سنبال شوه.
د "ستوري مجلې" اداره د خپل  ټاټوبي ، د پوهانو ، لیکوالانو، سیاستوالو، ادیبانو او شاعرانو اولوستونکو څخه هيله کوي، چې خپلې ليکنې "ستوري مجلې" ته راولېږي، ترڅو راتلونکې ګڼې چاپ او ستاسې لاسونو ته ژر درورسېږي.
په درنښت
په ګران هېواد کښې د تلپاتې سولې، ورورولۍ او امن  په هیله  

عرفان الله کوټوال
مسئول مدیر
 د تنر کلی ـ طلائي بانډه د خاص کونړ ولسوالي د کونړ ولایت / افغانستان
 ټیلیفون 772931465-0093
Watsapp: +93 74 929 7432
E-mail: [email protected]

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

-
بېرته شاته