(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شمشاد سره د ضیاالحق امرخیل

[02.Jun.2021 - 14:31]

د ننګرهار والي ښاغلي ضياء الحق امرخېل له شمشاد تلوېزیون سره د مرکې غټ غټ ټکي:
۱- هغه مطرحې څېرې چې ننګرهار کې دي، زموږ سره ډير همکار دي، تراوسه یې زما کارونو کې لاسوهنه نه ده کړې، خو طبعي ده چې که په یو ځل ۱۵ ولسوالان لیرې کوې، نو حتما دومره کسان لري چې خواله رسنیو کې تبلیغات وکړي.

۲- موږ هدفي وژونکو ډلو ځپلو، نیولو او وژلو ته پلان جوړ کړی چې تطبیق په حال کې دی.
د هدفي وژونکو ډله دومره لویه نه ده چې ښار کې فعالیت کوي، دا کسان چې هدفي وژنې کوي، ، له بل ځای نه دي راغلي د همدې ختیځو ولایتونو دي.

۳- موږ له ولسونو سره ولسوالیو کې ولیدل، ښه پایله یې ورکړه، ښار کې مو هم لیدنې پيل کړي دي چې د خلکو همکاري راجلب کړو.
تیره ورځ هم یوې دیني مدرسې ته ورغلی وم، ورسره مې خبرې وکړې، د همکاریو غوښتنه مې وکړه.

۴- ما خلکو سره ژمنه کړې چې د پيښو عاملین به پيدا کوو، دوه اوونۍ کېږي زما ټول تمرکز په امنیت دی. 
نن ما درې ساعته د ملي امنیت ریاست کې تیر کړي او بحث مو کړی چې د وروستیو بریدونو عاملین پيدا کړو.

 ۵- ما له ملي امنیت ریاست سره خبرې کړي چې که کوم کارمند کارونه موثر نه وي، له دندې دې لیرې شي او پر ځای دې بل کس وګمارل شي.
موږ ښه همغږي لرو او امنیتي ادارو ډاډ راکړی چې نیمګرتیاوې به له منځه وړي او وضعیت د بهبود لپاره چټک ګامونه اخلي.

۶- جلال اباد ښار کې اجرتي قاتلین هم شته، موږ یوه ډله ونیوله چې یو قتل یې کړی و او هر کس ته یې شل ـ شل زره افغانۍ رسیدلې وې.
د ننګرهار ناامني سیاسي اړخ دومره نه لري، مافیايي لري.

۷- دوه درې اوونۍ وخت به ونیسي چې د جلال اباد امنیت یو ځل بیا د پخوا په څېر ارام شي.
موږ جدي کار کو چې ټولو برخو کې وضعیت سم کړو.

۸- زموږ ترمنځ ، ملي اردو، پولیس، ملي امنیت ترمنځ همغږي په لوړه کچه شته، ټیټه برخه کې ځینې نیمګړتیاوې شته چې د حل ډاډ یې راکړل شوی دی.

۹- ننګرهار کې اوس د افغان ځواکونو له لوري د عملیاتو پر مهال د ملکي تلفاتو کچه صفر ته راغلې ده، موږ په دې برخه کې جدي کار وکړ چې نباید عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوړي.
کله چې عملیاتو کې کوم شکمن کس نیول شوی، بیرته په ښه برخورد خوشې شوی دی.

۱۰- د پېښې پر مهال په حکومت فشار راوړل د داعش او ترهګرو لاسته راوړنه ده، په ټوله نړۍ کې ترهګر او ترهګریزه کړنه غندل کیږي، هیله مند یم چې انتحار، انفجار او هدفي وژنې وغندل شي.

۱۱- ولسونه حق لري چې له ناامنیو شکایت وکړي، اعتراض وکړي، په همدې خاطر یې ټاکنو کې ګډون کړی او زموږ مسوولیت دی چې دې وضعیت ته بدلون ورکړو.

۱۲- د دندو تفکیک باید وشي، نه زه ټولې ګمارنې کووم، نه ټول خلک منفک کووم، زما دنده د همغږي ده، کله چې د استخباراتو او امنیت بحث کیږي ملي امنیت ریاست او امنیه قومنداني مسوولیت لري.
نو د هرې برخې مسوولیت باید پر والي وا نه چول شي.

۱۳- تورخم کې د خلکو تګ راتګ د اسانتیا لپاره مو هم له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي چې تګ راتګ په اوونۍ کې اوه ورځې شي، د سهار له شپږ بجو پيل او د شپې تر دولس بجو دوام وکړي.
موږ به خپل خوا ته د پاسپورټ د دخولي او خروجي برخې کارمندان هم زیات کړو.

۱۴- تورخم کې موږ د خلکو لپاره د اسانتیاوو رامنځ ته کولو تر څنګ هلته د فساد مخنیوي هڅې پيل کړی، امنیتي کمرې نصب کوو، ځینې برخو ته پراختیا ورکوو.

-
بېرته شاته