(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ماشومانو روزنه

[04.Jun.2021 - 23:46]

 

د ماشومانو روزنه

لیک: سید عبیدالله نادر

ماشومان د لاسه څخه ونیسئ ،او قدم په قدم یي د معرفت د دنیا په لور روان کړئ .د دوی د ذهنونو څخه د انسان وژنۍ ریکارد پاک کړئ ،د دوی په ورکوټي زړونو کې ،د همدا اوس څخه د معرفت شمعي روښانه کړئ ،دوی په علم او پوهه کې هغه مدارجو ته ورسوئ ،چې د نن ورځي د بشری ټولني تمه ده . او د عصر او زمان په علومونو باندی یی سمبال کړی ،د دوی د زړونواو ذهنونو په پاکه نړۍ کې ،دمهر ،محبت او وفا ګلونه وکرئ . دوی د جنګ د فاجعو او د کینو له بدبختیو څخه وزغورئ . د دوی بشری عواطف او احساسات داسي وروزئ ، چې په ټولنه کې دټولو دردمنو،غمجنواو کړیدلو انسانانود پاره په کار شي ،او صبا ورځي د بشر ریښتني غمخوارانو سره ،د جهل او نادانۍ د له مینځه وړلو له پاره ،په یوه سنګر کې اوږه په اوږه وجنګیږي .او زمونږ قام ته دا ویاړ په برخه شي ،چې په دي نا مساعده حالاتو کې ،مونږ خپل بچیان داسي وروزل ،ځکه زمونږ د بچیانو په واړه ذهنونو لا تر اوسه د توپونو،ټانکونو،جهازونو، او مخربه سلاحګانو درزهاری لا  پاتي دی . د دوی شوق او ذوق د ټوپک لور ته زیات دی.او دا د روسانو او دکرملن د زمامدارانو تحفه ده ،چې په دي شلمه پیړۍ کې یي ، زمونږ دي سوله دوسته ملت ته ور وبخښله ،او دا په آخور کې لوی شوی زمامداران او د مدنیت نه لیري وحشیانو،او ځناورو داسي یوه تحفه راوړه ،چې د پیړۍ د شأن سره سمون نه خوري . روسانو په خپلو دي ناقصو نظریاتو ،او بی تدبیره کارونو،ډیر تاوانونه خپل ځان ته هم واړول ،او خپل ملک یي هم دړی وړی کړو ،چې ټوله نړۍ یي ننداره وکړه ،مونږ ته په کار ده ،چې د مینونو د ایستلو تر څنګه هغه ماینونه چې زمونږ د ماشومانو په ذهنونو کې ښځ دي ،هغه هم وکاږو ،ځکه هغه ماینونه که د افغانانو پښي او لاسونه قطع کوي ،یا افغانان له مینځه وړي ،دا د ذهنونو ماینونه ټول عالم بشریت ته مضر دي

-
بېرته شاته