(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ولي باغ

[08.Jun.2021 - 13:57]

ولي باغ لوی سیاسي او جمهوري مکتب دی 

بینظیر بهټو شهید 

د تحریک طالبان  په حکله  په قامي اسمبلۍ کې عبدالولي خان  په خپل تقریر کې ووېیل چې: تاسو خو  طالبان جوړ کړل  ټریننګونه ورته ورکوﺉ  او ټوپکې بارود ورته ورکوﺉ او د جهاد په نوم مو د فساد بازار ګرم کړی دی ، خو سبا به په تاسو کې څوک ضمانت ورکړي چې د آفغان فساد په ختمیدو سره به دا خلک ستاسو خبره ومني او آسلحہ به وغورځوي او د جنګ جګړو او انساني وژنو  نه به لاس په سر شي؟

 

د دې په ځواب کې محترمه بینظیر بهټو صاحبہ پورته شوه او عبدالولي خان  ته ګویا شوه.

"ولی خان! دا خلک زموږ د  بچو په شان دي چې موږ کلہ هم وغواړو  دوی به جنګ ختموي او آسلحہ به موږ ته حوالہ کوي"

ولي خان په ځواب کې ووېیل....

" بچیہ: دا خلک (طالبان) د پاکستان د فوځ په رنګ منظم نه دي چې ستا په یوه اشاره باندی په بنگال کې 90000 فوځیانو آسلحہ وغورځولہ او سلامي شول ، بلکہ دا غیرمنظم خلک به بیا لکہ د بی مهاره اوښانو ګرځي او سنبهالول به يې بیا ګران وي......"

د  عبدالولي خان  په دې خبره آؤریدو سره په اسمبلۍ کې ناست د جماعت اسلامي قاضي حسین احمدصاحب سره لمبہ(آگ بگولہ) شو ، او وې وېیل: ولي خان تا مونږ ته د بنګال پیغور راکړو!

ولي خان ورته وېیل,,,

"مولوي صاب! دا پیغور نه دی دا د تاریخ برخہ ده ، ته داسې وکہ چې دا د  تاریخ نه وباسہ نو زه به بیا د دې نوم په خلہ وانه خلم"

کہ چېري په سیاسي ماضۍ نظر واچوو نو د PPP او  ANP  په شروع کې تعلقات ډېر خراب وو  او  ذولفقار علي بهٹو خو  سره د ولي خان د ANP  کارکنان جیلونو ته اچولي وو او ډېر ظلمونه يې کړي دي ، او داسې کہ چېري د بینظیر بهٹو صاحبہ سیاسي ژوند ته وګورو نو هغې ته هم د "طالبانو د مور" خطاب مېلاؤ ؤ ، او داسې د  ولي خان او ANP سره يې اختلافات روان وو.

بیا داسې وخت راغی چې محترمہ بینظیر بهٹو ته پوه راغلہ او د  غیرجمهوري قوتونو په خلاف يې ملا وتړلہ نو د ولي باغ  دوره يې وکړه او ولي خان ته يې ووېیل چې په ماضۍ کې څه شوي د هغې بخښنہ غواړم  او ته يې هېر کړه ، اوس زموږ سره ملګرتیا وکړه.....

ولي خان په ځواب کې ووېیل....

"We can not forget but forgive"

کلہ چې محترمہ د ولي باغ نه رخصت شوه نو آخباري نماینده ګانو ته يې ووېیل چې ,, ولي باغ د سیاست او جمهوریت لویه درسگاه ده ، زه دلتہ ذدکړی ته راځمه ,,

                               نو بیا

نو بیا کلہ چې محترمې د  غیرجمهوري قوتونو  په خلاف د جمهوریت دپاره  غږ پورتہ کړو نو  په دغه جګړه کې د ,,خپلو بچو,, د لاسہ شهیده کړی شوه...

او بیا د محترمی بینظیر بهټو نه وروستو  د آصف علي  زرداري صیب د ANP سره سیاسي تعلق  د PPP او ANP ژوره نالګي او بدخواهي په مینه او دوستۍ بدلہ کړه ، او د دې  دوستۍ لہ آملہ په آتلسم آېیني بدلون  په وطن کې د 1973 د یو متفقہ آېین وران کړی شوی مخ يې  په خپل روغ  حال کړه , او غیرجمهوري طاقتونو ته يې په جمهوري پارلیمان د چپاؤنو لارې بند کړې.

 

خداوند تعالیٰ دې وکړي چې ټول قام ژور غور و فکر وکړي او د تاریخ نه ذدکړه وکړي او  د قام و ملت دپاره د سوکالۍ زیری شي. مننه 

(بختور شاه)

.............................................

پيرنګيان بيخي دويښي مور زامن دي 

ياره زه خو وايم ، پر حوصله ، زغم ، پوهه، عفوه او ګذشت يې افرين شه 

دپښتنودتيز رګ ورمعلوم دى او داسي ټينګ يې نيولى دى چې والله که يې باد اوباران ، سيلاب او توپان ، زلزله او لړزه تري خلاص کړي 

انګريزان چې څوک کاپير کړي والله چې تندى په سجدو وسولوي که بيا مسلمان شي 

او چې څوک مسلمان کړي نو دتاريخ پر ستيج يې لکه دباميانو بت داسي ودروي او دانور مسلمانان ورته القاب ورکوي 

لکه قايد اعظم ، قايد امت ، اتا ترک ، شيخ الحديث وغيره وغيره 

جناح پونجا سچه کاپير وو هيڅوک يې دلمانځه اوداسه او مسجد ته دتګ او سجدي کولو ثبوت نه شي وړاندي کولاى 

خو انګريزانو دقايد امت اسلامي لقب ورکړ قايد اعظم يې تري جوړ کړ 

خو باچاخان فقير عاجزه او الله ته تسليم مسلمان وو فتوا يې ورکړه چې عبدالغفار خان  سرخ پوشه دى 

 قام پرسته دى قام پرستي کفر ده تراوسه لا دپاکستان په مدرسو کې باچاخان ته کاپير ويل کيږي 

نو ايما دکليمي وروڼو 

په افغانستان کې دحرم دمسجد ، داقصى دمسجد او دديوبند دمدرسي فتواوي کار نه ورکوي 

دپيرنګي ددارالافتا ادرس پيدا کړئ فتوا تري واخلئ بس جګړه ځي او امن راځي او په هماغه ورځ افغانستان داسلام سنګر دى او په افغانستان کې دهر مسلمان مرګ قتل عمد دى بس نو بيا مزي کوئ

کاني

 

 

 

 

 

-
بېرته شاته