(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پالوان

[08.Jun.2021 - 14:11]

 پهلوان "خاکه "

                ليک :سېد مامون الرشيد هوتی 

يو پهلوان د برټرنډرسل ډېر مداح وو  چې ورسره ملاؤ شو ورته وائي ما خو وې چې ته به لکه زما دنګ برغ ئې ته خو  بيخي چيت پيت اوچ تيلے ئې، رسل ورته وې د انسان مشکل هم دا دے چې په يو وخت کښې به يو کار کوي يا به وجود جوړوي يا دماغ نو ما دماغ جوړ کړي دي خوزمونږ  پهلوان د دماغو سره وجود هم جوړ کړے دے د هغې وجه ښکاره  ده  که يو خوا د پرائمرۍ د وخت نه به خپل پلار سره  په بګټ ګنج بازار کښې خپل د کتابونو دکان کښې ناست وو خوراکونه به ئې کول نو د مردان د اسلحې پيرمحمدخان مارکيټ کښې د ؛؛چائنه فرينډ شپ د کتابونو د دکان نه به ئې په پيسو کتابونه هم اخستل لوستل د هاغه وخت د مردان ټولو نابغه عظيمو ليکوالو اصغر لالا قمر راهي صيب پير ګوهر صيب شيرعلي باچا سره به هم ناست وو،د شاعرۍ شروعات ئې د هاغه وخت نه کړې دے، په نولس سوه اتيايم کښې د ؛؛پښتو نوې ادبي ټولنې ؛؛ باني غړے پاتې شوے دے خو لکه د انجمن ستائش باهمي ئې چرې ځان له ځان له ټولے جوړ کړے نه دے چې څلور کوټې او پينځه ملکانان، د بجلو په محکمه کښې نوکر دے خو د نورو افسرانو په شان؛؛واپډا؛؛ئې په بډه کړې نه ده، په ځوانه ځوانۍ کښې چې  هاغه اسلام آباد ته مسافر شوے دے تروسه هلته لکه د کاڼي په خپل ځائ دروند پروت دے په حواله د خداے بخلي خيبر آفريدي صيب

دا چې په ځاے باندې پراته دي کاڼي

طاقته پوھ شوے چې درانه دي کاڼي

هلته ئې هم  د؛؛پښتو ادبي سوسائټي اسلام آباد؛؛په نوم  د خپلو ملګرو سره د يو تنظيم بنياد ايښے دے چې لکه د وطني نظام سم برګ بروګ دے ځکه چې ملک اسلامي دے خو قوانين او تعليم ئې انګريزي دے،که قومي ژبه ئې اردو ده نو ترانه ئې فارسي ده د اوسيدونکو خواهشات ئې يورپي دي،دغه شان د تنظيم  پښتو لفظ د پښتو شو خو ادبي تورے د عربۍ دے  سوسائټي د انګريزۍ ټکے دے چې د عربۍ د اسم مذکر ؛؛معاشره؛؛نه اخستے شوے دے اسلام  هم عربي اسم مذکر دے چې د مسلمانانو دين دے او تابعداري کول ئې معنا ده  لفظ آبا هم عربي دے چې د آباد په معنا دے خو د آبا نه چې آباد شوے دے فارسي ترې جوړ شوے دے خو د دې هر څه باوجود پهلوان پښتون دے په پښتو رنګ دے،په هاغه وخت کښې په دغه ښار کښې چا په خوشحال بابا او رحمان بابا څه کؤل  هغه وخت  کښې سيمينار راجوړل مقالې مرتب کولو کښې ئې  مرکزي کردار لوبولے دے،د خپلو کتابونو نومونه ئې لکه د لاطينۍ ژبې اووږده اووږده نه دي ايښي چې د لفظونو جلوس ښکاري خو دا غلطي ترې شوې ده چې په خپل کتاب ؛؛د وفا مينې ښکلا په لور؛؛ باندې ئې  که د يوې پيغلې جينۍ او ځوان هلک تصوير ورکړے وے لکه د امريکې وزير خارجه هنري کسنجر چې د امريکې او يورپ په تعلقاتو ؛؛نبهانے کا بکهيړا؛؛کتاب (دي ټربلډ پارټنرشپ) ليکلے وو چې زلمي کهول ټول لاس په لاس اخستے وو هغوي  وې که دا؛؛ ميرج ګائيډ؛؛دے او يا که  ئې ورله لکه د اپندرناتھ اشک د کتاب ؛؛ بينګن کا پودا؛؛ د باتينګر بوټے  نوم اېښے وو چې د هغه وخت د زراعتو د محکمې افسر ټول په ټوله اخستے وو هغه وې که دا ئې د باتينګړ په بوټي تحقيق کړے دے نو پهلوان به ډېره ګټه کړے وه خو هغه د ګټې په ورځ پيدا نه دے ولې دا کار ئې د کمال کړے دے چې لکه د ډاکټر سليم اختر د کتاب؛؛ اردو ادب کي مختصرترين تاريخ؛؛ ئې ورله نوم نه دې ايښے ځکه چې کله هغه خپل يو دوست ته ډالۍ کؤو ورسره ئې ورته دا هم اووې چې دې ايډيشن کښې مې ورسره نورې اضافې هم کړي دي،دوست ورته اووې چې سليم صيب اول خو دې کتاب له نوم غلط ايښے دے په دې چې دا اردو ادب دے تاريخ نه دے لا د پاسه دې پرې مختصر  نه نو مختصرترين هم ليکلي دي او دا هم وائې چې نورې اضافې پکښې هم شامل دي  بيا مختصر خو پريږده مختصرترين څنګه شو؟آسماءالرجال يو ځان له علم دے چې نومونه د حسن لطيف ترجماني کوي خو د يوې معاشرې د آدابو  شائستګۍ او عملي تمدن رهنمائي هم کوي  ځکه خو د پهلوان د ښيرازه ذهن اندازه د دې نه لګي چې  د شعري مجموعې نوم ئې ؛؛ د بېديا سپرلے ؛؛ ايښے دے او د لبنان د جبران د شاعر ځوي خليل جبران  په دې مطمئين دے چې شاعر شاعر وي نو په خوشې بېديا کښې هم خپل مئينان پيدا کوي که انسانان نه وي نو مارغان خو چرته تلي نه دي لکه څنګه چې د ايران شاعره  نادره خپل شعر کښې بلبل ته مخاطب ده؛؛ اے بلبله که چرې تا سره خپل چغار(کوم چې ستا په مرۍ کښې سندرې دي)ختم شي نو ته د خپلې نادره  د کلام نه فرياد اخله دا به ستا چغار وي،حافظ شيرازي د خپل دې غزل نه ؛؛دوش وقت سحر از غصه  نجاتم دا دند

دا ندر آن ظلمت شب آب حياتم دا دند

مشهور شوے وو هغه زمانه کـښې لکه د پهلوان  کشر وو نو مشرانو به وې چې دا ورله بل څوک ليکي خو پهلوان خپل ليکي هسې خو پهلوان نه دے،د ډاکټر بنين د کتاب؛؛ منزل په منزل؛؛ باره کښې ډاکټر جانسن وئيلي وو چې دا داسې کتاب دے چې د هر چا خوښيږي دغه تاثر د پهلوان د تخليق هم دے،د ھالينډ يو نالوستے شاعر آنتون وان لاؤن هک  له به د شاعر په حيث سفيران وزيران شاعران سياسي ليډران راتلل پهلوان له هم راځي او دې ورله هم ځي ځکه چې مينه په رابطو ټينګه ساتي،د اتلسمې صدۍ د ليکوالانو په شان پهلوان هم د خپلو کتابونو په شا پاڼه په څو کرښو کښې د ليک نجوړ ورکړي وي،پهلوان يو عاجز طبعته انسان دے لکه د انګلستان د بادشاه جارج اول او د فرانس د بادشاه لوئي چهار دهم ئې په خلقو کښې د ځان اوچت حسابولو په غرض شپږ شپږ اينچه دنګو جوړو کړو بووټانو کښې نه ګرځي  او نه لکه هغوي اووږدې اووږدې تورۍ ڼوپۍ په سروي چې ګني مونږ ته هم ګوته نيوۍ شي.د خپل خوي په سوب هردلعزيز دے،  فرانز نيوي مين  به  د دامو نتسکيو په باب له وې  چې دا سړے څوک دے چې هر ځاے ئې نوم په احترام اخستلے کيږي،پهلوان ته  دغه شان د خدمت په عوض  حاصل دے ،که د  امريکې د هوريشيو ايلجر د کتاب ؛؛شکسته حال ډک (چې لوک قصې دي ) او د فرانس د جوليس ورن په ناول  لوستو  که خلق مالدار شوي وو نو د پهلوان په خورو ورو ليکونو هم ډېر مشهور شوي دي لکه چې تورې ميرو وهي او نوم د آدم کيږي، د  مارګلې نه تر کابله، چې کله هم تلې راغلې دے نو لکه د صابر شاه ئې ؛؛چې درومې څه به مونې؛؛ خو ده هيڅ  موندې نه دي ولې داسې نه هيريدونکي يادونه ئې هلته   پريښي دي لکه څنګه چې  د بنګال ليکوال رابندرناتھ ټيکور چې په اتم نومبر نولس سوه شپږويشتم روس ته تلې وو هلته ئې د ،بالاتوون، د تالاب په غاړه يو بوټے نال کړے وو (هغه بوټے اوس لويه ګووره ميوه داره ؤنه ده) ورسره ئې دا نظم ليکلے وو؛؛زه چې کله په دې زمکه موجود نه يم زما دا نال کړے بوټے به د دې خاؤرې سپرلي ته تازه پانړې ورکوي په لاره تلوونکي مسافر به د دې په ګوور سيوري دمې ته کيني ميوې به ئې خوري آؤ دا به وائي چې دې خاؤرې سره يو شاعر مينه کړې وه،پهلوان د ژوند ټولې حادثې په تخليق کښې سل په سل رقم کړي دي چې د وولس دړد ئې د سينې نه پورته شوے دے په کاغذ ئې د لفظونو په شکل خور کړے دے د کتابونو پاټې ئۍ د ژوند رنګونه دي چې واړه لوے ئې يو شان خوښوي ځکه چې د حالاتو غرغنډې ئې پخپل زړه زغملي دي او زړونه د ټولو انسانانو په سينو کښې يو شان وي،آفاقي سوچ لري په نړۍ کښې د امن طلبګار دے،په کال نولس سوه اته پنځوسم کښې چې د ويټ نام انقلابي صدر هو چي منه هندوستان ته راغلے وو نوموړې ليکواله امرتاپريتم ئې په تندي ښکل کړې وه او دا تاريخي  لفظونه ئې  ورته وئيلي وو؛؛مونږ دواړه د دنيا د غلطو قيمتونو سره جنګيږو زه توره په لاس او ته قلم په لاس؛؛پهلوان هم خپل قلم نه د تورې کار اخلي خو دمې له ئې ورکړے نه دے ،د هنګري شاعر وهار بيلا وائي ؛؛چې کله يو حمله کؤونکے د زمکې په يوه خطه قدم کيږدي نو د کتابونو په المارو زلزل راشي آؤ چې کله يو شاعر د زمکې په يوه خطه قدم کيږدي نو المارۍ د کتابونو نه ډکې شي؛؛پهلوان په مسافرۍ کښۍ  هم دغه خزانه غني ساتلې ده،د حضرت علي رض قول دے چې هر هغه څوک ډېر معتبر دے چې په چا کښې زيات احساس وي،پهلوان په دې معيار پوره دے او لکه د فرانسيسي ليکوال پيري بائيل وائي چې د ريښتياؤ معيار  عقل دے  او  د طاقت استعمال خونکاري ده،پهلوان هر څاے په حق ټينک ولاړ دے ،روسي انقلابي ولاديمر الچ اليانوف لينن خپل نمائنده ملګري ؛؛ايل وي کيمينيف؛ ته يو خط کښې ليکلي وو چې ما کله ؛؛ مارکسيټ اور حکومت؛؛ کتاب چاپ  کوو زما  نه ډېر نزدې ملګري تختيدلي وو منم د پليخانوف او کاټسکي چې ترآخره ماسره کلک ولاړ وو دغه شان د سينټر دلاورخان صيب په چويال مردان کښې  د پهلوان د کتاب؛؛د ژوند رنګونه؛؛ د مخکتنې په عظيم الشانه دستوره کښۍ د ياداشت په توګه امتيازاحمدعابد صيب  هم دا وئيلي وو چې زما د خپل کتاب ؛؛ تږي نظر؛؛ په مردان کميونټي کونسل هال کښې په کال نولس سوه اته اتيايم کښې 

مخکتنه وه ټولو شاعرانو واک آؤټ کړے وو خو منم د پهلوان او رشيد چې ماسره ناست پاتي شوي وو،په پهلوان کښې څلور داسې خبرې داسې دي  چې دوه پکښې ښې او دوه ناښې دي اول دا چې قبر او ګره نه ګوري خو بس دعا به ورته کوي که څوک داستان ماستان پيژني که نا يا ئې پيژني چرته په عمر کښې په خطا يې  هم شپږ اته افسانې ليکلې وي نو ده سره د  فکشنسټ رائيټر سند  تيار پروت وي لکه د  واده د زلمي د سهرې ئې د ډاډګيرنې په خاطر ورحواله کړي وي خو پهلوان سره به د دې خبرې سپينولو  د پاره دويم پهلوان کتل غواړي  هغه د ژروبۍ ارواښاد عارف خټک صيب هم  نشته چې دا خبره ئې ورسره سپينه کړې و خو ځه په دې ښه دے چې  لکه د  نټشے نه دے چې پيدا په جرمني کښې او مدحې د يورپ وائي خپل وطنوال ئې دي ،، ،دويمه خبره دا ده چې لفظونه داسې يو څو استعمالوي چې ځنے شاعران به پرې هم نه پوهيږي لکه د لابريا په هيله او سر مې پرې نه خلاصيږي،عبيدالله درويش دراني صيب د کوئټې په شاعرانو کښې ئې شاعري عام فهمه او مشهوره  ده  په دې چې يوسفزۍ لهجه استعمالوي متل هم دے چې د يوسفزو ژبه کتابي ژبه ده،خوشحال خان خټک په تيراه کښې څه موده مفرور وو په يو غزل کښې ئې مقطع ده

د خوشحال وېنا بغير مضمونه نه وي

هسې نه چې په مزاقو کښې ئې شمورے

شمورے د علاقائي لهجې بولي په صورت کښې وئيلي شي خو چې ليک ته راځي بيا به شمارې يا شميرې وي

دريمه خبره پکښې ده ښه ده چې د خوراک په پينډه کښې ورسره څوک ملګرے  شي  نو لکه د يوې خوږمنې مور دې مارې هر څه نورو ته مخې مخې ته کوي او وائي هله شابه ځان مړوئ تاسو څه وخوړل تاسو خو هلکان ئې ماته نه ګورئ؟ څلورمه خبره  ئې دا ده چې په تقريب کښې دې مل وي او د کرسو په ځاے کټونه وي که د ګڼې   ګوڼې د وجې  په يو کټ کښې دواړو اړخو ته شپږ کسان ناست وي خو چې پهلوان ايله يو ځل دوه اوخوزي  راوخوزي نو باقي څلور به ارلغ پاسيدلي وي،پهلوان سره چې په محفلونو کښې څوک نومولود هم ملګري شوي دي په وولس کښې ئې ځلولي دي که په هغې کښې ئې روستو څوک  حريف هم جوړ شوے دے نو لار ئې ورکړې ده،د برطانيې ليکوال وزيراعظم چرچل چې د پارليمنټ يو وزير ئې حريف شوے  وو،باران شوے وو د سړک سره په فټ پاتھ هم اوبه ورختلې وې چې د يو تن د تلو مقدار اوچ ځاے پکښې وو اتقاقي چرچل له په هاغه ځاے خپل حريف مخ په مخ ورغے ،حريف  ئې اووې چې زه خو خر له لار نه ورکؤم،چرچل په اوبو کښې خپې کيخودې لار ئې ورکړه  او  وې وئيل ما هميشه خرو له لاره ورکړې ده،پهلوان د انسانيت سره مينه کوي خو که يو انسان ځناؤر سره هم مينه کړې ده هغه ئې هم د نظم په ژبه؛؛ د ډنګرو سوداګره؛؛ په نوم ياد کړے دے، ډېر ئے د ادب په الف ب پوهه کړي دے چې بيا ئې سترګې بدلې کړي دي نو لکه د شيخ سعدي رح په حکايت ئې عمل کړے دے،يو بادشاه سره پهلوان وو شاګردان ئې هم وو يو شاګرد ته ئې د نورو په  نسبت زياته توجو ورکوله  هغه شاګرد بادشاه ته اووې چې استاذ بوډا شوے دے ما ترې ھر چل زده کړې دے  زه ځوان هم يم زه به دربار پهلوان شم دې چهټي کړئ بادشاه د مقابلې ورځ خوښه کړه استاذ شاګرد چې مخامخ شو په ړومبي داؤ استاذ شاګرد دې زمکې له شا تخته راخلاص کړو شاګرد په شکايت شو چې ما سره استاذ درغلي کړې ده دا  داؤ ئې راته خودلے نه وو استاذ  پهلوان وې چې دا مې هم درته خودلے وو نو نن به زه ستا د خندا وم خلق خپل محسن سره داسې سلوک نه کوي خو دا ياد لره چې غوښه وسوزي نو د پيتئ نه ښه وي،پهلوان ډېر برداشتي دے خپله کورودانې ئے د شوګر سخته بيماره ده خو هغه ترې هر وخت د هوا په ټټو سور تر لرې برې په ادبي محفلونو پسې په يوه خپه ګرځي چې لا محفل پکښې د سحرے وي بيا سره د خپل بيګه د ماښام نه حاضر وي خو دا ښه ده چې چرته ورته د ژوند ملګرې دا نه دي وئيلي چې دم راباندې واچوه، عربي مصنف خالدفوزي وائي چې زما زوجه محترمه هم دغسې ناجوړه وه ماته ئې وې دم راباندې واچوه نو ما پرې دا آئت دم کړو؛؛فانکحوا ما طآب من النساء مثني و ثلث و ربع؛؛ترجمه،بس ته د خپلې خوښې دوه يا درې يا څلورو ښځو سره واده کولے شے؛؛خالدفوزي وائي چې د دې آيت آوريدل وو  چې زوجه محترمه مې يا ملاسته وه او يا نيغه کيناستله نه دړد وو  نه بيماري وه،خو پهلوان داسې هم نه شي کولے ځکه چې  په زړه ډېر نرے دے،

نوم خو ورله والدينو ښکلے ايښے دے چې عربۍ اسم مذکر اقبال دے چې په معنوي لحاظ د زمانې سره موافق چليږي،حسين هم عربي اسم مذکر دے چې د حسن تصغير دے ولې دويمه خوبي د لفظ حسن دا ده چې د حضرت علي رض د کشر ځوي سره ئې نسبت دے نو د اهل بيتو ډېر خيال ساتي خو تخلص ئې داسې دے  چې فکرونه،پريشاني،د شعراؤ کلام،اشعار،که دا فکري وے نو نورعلي نور به وو ځکه چې شاعر دے ذهن ئې فکر سره تړلے دے،

د لندن د جيمز قصاب ځوے  ناول نګار ډينئيل ډيفو؛؛رابنسن کروسو؛؛ ناول ليکلے دے چې ملاح(ماڼګي) د رابنسن کروسو په نوم  ئې پکښې کردار لوبولے دے چې اته ويشت کاله ئې په يوه جزيره کښې تير کړي وو چې د هغه په وجه اوس هغه جزيره نا بلکې د رابنسن کروسو په نوم ياديږي خو اقبال حسين افکار صيب پوره اته ديرش سپرلي د خپل ژوند د مارګلې په لمن تير کړل د دغه ځاے د خلقو که زړونه ښه وي که بد خو ضرور به ئې يادوي ځکه چې سموئيل جانسن يو  لغت ليکلے وو  د هغه په حق کښې ټامس کارلائل وئيلي وو چې سموئيل د دې لغت نه سيوا يو لفظ  هم سېوا  ليکلے نه وے نو څوک ئې  هم د تاريخ بهر کولے نه شي،اقبال حسين افکار صيب خو ډېر تخليقات دي تاريخ به ئې د يو عالي دماغه هستۍ په حيث دنيا ته ورښائي .

7,جون 2021 هوتي  مردان

-
بېرته شاته