(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دلوې لالا خر

[08.Jun.2021 - 14:13]

د لوی لالا خر څنګه ورک سو؟/ طنز

ليک: عبدالنافع همت

سهار لا د لمر سترګه د مخامخ غره له شا څخه نه وه راښکاره سوې چي په کوڅه کي شور پورته سو. په دې وخت کي لوی لالا کالي تبديلول چي غالمغال يې واورېد، له ډېري وارخطايي څخه يې پام نه سو چي پرتوګ يې چپه اغوستي دی، دوې پښې يې خپلي وې او دوې يې نوري پور کړې او په يوه سا له کوره ووت، ګوري چې د مسجد مخ ته کليوال راټول سوي او د تور ښادي لاسونه ورښکلوي. تور ښادي پنځه لس کلن ځوان و چي اووه کاله مخکي يې د حاجي کرم پر خره جنسي تېری کړی و، خو څرنګه چي د دې صحنې شاهد ډېر درواغ ويله، نو چا دا خبره و نه منله. تور ښادي له شرمه کلي پرېښود او په کلي کي يې اوازه واچوله چي په لاهور کي د لوی پير مريد دی، په کال کي به يو وار کلي ته راغی، اوږدې تسبيح به يې په غاړه وې او له چا سره به يې خبري نه کولې، بس يوازي به يې خوله ښوروله، خلکو به ويل چي ذکر کوي. لوی لالا لومړی نه پوهېده چي څه خبره ده، وروسته يو چا ورته وويل چي تور ښادي ته (پير چوکا بکواس) برخه ورکړې او زموږ په ولايت کي يې خپل خليفه ټاکلی دی. لوی لالا د خلکو په ګڼه ګوڼه کي په ټېلو ځان تور ښادي ته ورورساوه او لاسونه يې ورښکل کړل

ماښام مهال د لوی لالا خر ناببره ورک سو، لکه ځمکه چي چاودلې او خر په ننوتلی وي. توري ځمکي يې ورپسي سپيني کړې، خو خر يې و نه موند. سبا چې شپه پخه سوه، د کاکوجان د باغ خوا ته د ډوول اواز واورېدل سو، لوی لالا ته اندېښنه ورولوېده  ژر له کوره راووت، ګوري چي په کوڅه کي ډله ډله کليوال تېرېږي او د خليفه صاحب د ذکر خبره کوي، په دې وخت کي د لوی لالا ګاونډی حاجي سپين اکا هم له کوره راووت، ويل خليفه صاحب د کاکو جان په باغ کي ذکر شروع کړی او ټول کليوال ورغلي دي.

 لوی لالا که څه هم د تصوف له خاص مکتب او پير سره اړه نه درلوده، خو پيران يې ډېر خوښ ول، بس هغه و چي لکه تازي په منډه يې ځان د کاکو جان باغ ته ورساوه. د دې لپاره چي ځان ژر تور ښادي ته ور ورسوي، نو لکه غل باغ ته پر دېوال ورواوښت، څو ګامه چي ولاړ، نو پښه يې له يوه تور شي سره ولګېده، سمدلاسه ودرېد، له جېب څخه يې برقي څراغ راوکيښ او ويې لګاوه، په دې وخت کي يې د خپل خره بې رنجو توري سترګي او کاږه ښکلي باڼوګان وپېژندل، ډېره يې خوا بده سوه، خو نه پوهېده چي خر يې په کومه ګناه او چا صحرايي محاکمه کړی او سر يې ځني پرې کړی دی. د خپل خره سر يې همدلته پرېښود او دی تور ښادي ته ورغی. ګوري چي د باغ په پای کي د تورو وڅکو (مميزو) پر ډاګ يو ځوان ډوول وهي، تور ښادي نارې ورته کوي او څو څڼورو ځوانانو آتڼ اچولی دی. تور ښادي دا ناره کوله چي لوی لالا ور ورسېد:

يو پيره لنډ کوه مزلونه

بل درپسې دي مريدان ببر سرونه.

لوی لالا په نيولو ګامونو د نورو کليوالو په قطار کي ارام کښېناست، سر يې پر زنګنو کښېښود او د آتڼ نارو ته يې غوږ ونيو، يوه شېبه وروسته حاجي اکرم هم راغی، ښادي چي ورته وکتل، نو ډوول يې بس کړ، ويل بس ده نور ذکر به بله شپه وکړو، بيا سهار لمونځونو ته نه سو راپورته کېدلای. لوی لالا که څه هم پر خرې باندي يې د تور ښادي له خوا د جنسي تېري خبره زړه ته نه لوېده، خو دا چي تازه يې د خپل تور سترګي خره پرې کړی سر ليدلی و، نو د حاجي اکرم غټه سپينه خره يې سترګو ته جګه ودرېده.  

 درې ورځي وروسته جانو لالا تور ښادي ته خپله لور (چمکلۍوروبخښله او يوه اوونۍ وروسته يې واده کړه. د تور ښادي ملګري به د ورځي له خوا لکه اسمان څکالي (شب پره کان) پټ ول او د شپې به د کاکوجان په باغ کي سره راټولېدل، ذکر معلوم و، يوه ځوان ډوول واهه، تور ښادي نارې کولې او ځوانانو به آتڼ ورته کاوه. څو ورځي وروسته د سالار اکا غوا ورکه سوه او په سبا د اسلم خان آس په سپينه ورځ تری تم سو

يوه شپه لوی لالا په کوڅه کي د يو چا د پښو د منډو ترپی او سوڼهاری واورېد، هغه و چي لڅي پښې خنجر په لاس له کوره راووت، ګوري چي لاټک تور ښادي تر ګرېوان نيولی او په ټيټ اواز ښکنځل ورته کوي. (( تورمخې غلا په موږ کوې او خورې يې يوازي ته)). لوی لالا چي دا خبري واورېدې، نو ورنژدې سو او په ارامه يې وپوښتل: لاټکه څه خبره ده، له خليفه صاحب سره دي پر څه شي جنجال دی؟ لاټک په درد وويل: لوی لا لا مه رانژدې کېږه، دا خليفه نه دی، سور غل دی، ستا خر هم ده حلال کړ او له څرمني څخه يې ډوول جوړ کړ. په دې وخت کي د کوڅې په بل سر کي د اسلم خان غږ واورېدل سو، ويل هلکانو څوک ياست څه خبره ده؟ لاټک چي د اسلم خان غږ واورېد، نو تور ښادي يې تر ګرېوان نيولی روان کړ او په کوڅه کي بيرته چوپتيا خپره سوه. په دې وخت کي د لوی لالا سترګو ته د خپل خره بې رنجو توري سترګي او ښکلي کاږه باڼوګان ودرېدل چي سر يې په وينو لړلی د کاکوجان په باغ کي پروت و

سبا سهار چي خلک مسجد ته راغلل ګوري چي مسجد ته مخامخ د بې دانه توت په ښاخ کي د تور ښادي ډوول راځوړند دی، کليوالو ويل چي تور ښادي د شپې په تياره کي کډه بار کړې او يوه نامعلومه ځای ته کډه سوی دی. له دې سره سم تصوفي حلقه هم ړنګه او ذکر پاته سو، خو تر دې وروسته په کلي کي بيا غلا و نه سوه، دغه ډول د ښځينه خرو عزت او  نارينه خرو ژوند هم خوندي سو. اوس د ټولو کليوالو زړه ته ولوېده چي د تور ښادي له خوا د حاجي اکرم پر خره جنسي تېری رښتيا و او په غلاوو کي هم د تور ښادي لاس و. اوس چي هر وخت لوی لالا له راډيو څخه د صحرايي محکمې خبر واوري، نو خپل خر يې سترګو ته ودرېږي او سمدلاسه د لعنت په ډول نسوار توف کړي، خو اوس يې نه په خوله، نه په ژبه او نه په غاښونو کي پخوانی زور پاته دی، نسوار يې ليري واټن نه سي ويشتلای، لکه ناکامه توغندۍ په ږيره کي راولېږي.

-
بېرته شاته