(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نوی پارلماني

[15.Jun.2021 - 15:10]

ځلاند یوسفزی، مشال راډیو ژورنالست: تیرو ورځو کښې ستاسې ملګرو د پارلماني ګوند اعلان وکړ. دهغې په سر د غورځنګ د ملګرو تر منځ اختلاف خبرونه شته.

منظور پشتین: یو هغه ګوندونه وي، چې هغه له مخکښې نه جوړ وي او دهغې غړي تاته راځي او بل هغه و، چې ستا د ملګرو نه جوړېږي. دې کښې توپیر ( فرق) وي. ملاتړ خو زمونږ ټول پښتون قام  کوي.پ ټ اېم چې د منظم کېدلو مخ ته روان شو، د غړېتوب عمل شروع شو او دهغې لپاره خپله موده  (ټاېم فرېم) وي ، هغه لا نه وه پوره شوی . کومو کسانو چې  د پارټۍ د جوړولو اعلان کړی دی، هغه د پ ټ اېم په مشوره نه دی شوی د تحریک نه تګ ېا د تحریک نه یوه برخه راسایډ ته کول او د هغې نه ګوند جوړل ، تر دغه حده زمونږ خیال نه وو. د پښتون ژغورنې غورځنګ یو کړنلاره/ تګلاره ( ائینلري په هغه کښې لیکلي دي، چې د بل ګوند غړی(ممبرد پ ټ اېم غړی کیدای شي ، خو د د پ ټ اېم هېڅ عهده دار نه شي کېدای. ټول پښتانه د پ ټ اېم غړي کېدای شي.  

#ReleasePTMActivists

#ReleaseAliWazir

#JaniKhelSitInForPeace

#LongLiveResistance

-
بېرته شاته