(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خبر کره والی

[15.Jun.2021 - 15:11]

د خبر کره والی

لیک: احمدشاه اعظمي

د ټولنيزو رسنيو پرتله پر رسمي رسنيو ځکه خلک زيات باور کوي چې هلته اصول مراعت کېږي او يو فيلټر يا چاڼ او ايډيټوريل کنټرول موجود وي چې کره او کوټ سره بېل کړي. هلته د ټولنيزو يا خواله رسنيو په څېر هر کس پر خپل سر هر شی نشي خپرولای. خدای مکړه، که کله يو څوک مړ شي نو له اصولو سره سم لومړی بايد د هغه له نيژدې خپلوانو سره تماس ونيول شي لکه پلار، مور، خاوند، مېرمن، ورور، خور، زوی يا لور او داسې نور. په دوهمه درجه کې که يو کس په روغتون کې مړ شوی وي نو بايد د روغتون له چارواکو يا ډاکټرانو سره تماس ونيول شي..... وروسته د حکومتي چارواکو اعلان معتبر ګڼل کېږي. په څلورمه درجه کې دولتي رسنۍ د باور وړ وي او زياتره خبريالان د هغوی په حواله خبر خپروي.......خو د پښتو د نامتو سندرغاړي عبدالله مقري په خبر کې د لومړۍ او دوهمې سرچينې پر ځای درېيمه او څلورمه سرچينه وکارول شول...که څه هم دغه وروستۍ دواړې سرچينې هم د قدر او باور وړ وي، خو دا ځل د دوی تېروتنې يا ناسم خبر نورې رسنۍ هم له پوښتنو سره مخامخ کړې. لنډه دا چې د هر خبر خپرولو پر وخت بايد سرچينه يا مرجع وکارول شي ځکه چې دا د خبريال مسوليت دی. خو تر ټولو مهمه دا ده چې د خبر له کره والي وروسته د هغه خپرول، که څه هم په لږ ځنډ سره وي،  په بيړه د خبر تر خپرولو مهم دی.

-
بېرته شاته