(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځلک یو نظر

[15.Jun.2021 - 15:13]

ځلک يو نظر

لیک: طیب الله خان

د ښاغلي شاکر اورکزي کتاب ,,ځلک,, مې په لاسو کښې دی, ددې کتاب د تر لاسه کېدو او د ډاک د نظام د خرابو يوه ځانله قيصه هم دې سره تړلې ده خو هغه بل وخت ته پرېږدم

په کتاب کښې لومړی د مشر قېصر افريدي ښکلی علمي ليک دی, ورپسې  ښاغلي جاوېد احساس صېب د شاکر په شخصيت او شاعرۍ تفصيلي ليک کړی دی او زما په اند پوره پوره حق ئې ادا کړې دی, ورپسې په کتاب د ښاغلي سميع الدين ارمان صېب ليک چاپ دی, دې ليک د ډېرې حېرانۍ او څو سوالونو سره مخ کړم, لومړۍ حېراني خو دا وه چې پښتانه (ماشا الله) دومره شو چې داسې کلک تنقيد هم زغملې شي او د شاکر د ادبي ديانت هم قائل شوم چې دا ليک ئې په خپل کتاب کښې چاپ کړې دی.

ارمان صېب په خپل ليک کښې د شاکر هڅو ته ,,خپاړې,, وئيلي دي او د هغه ټوله شاعري ئې بيخي رد کړې ده, په دغه لړ کښې زۀ د ارمان صېب سره څه لږ اختلاف لرم چې دلته ئې عرض کوم.

لومړی خو دا چې څنګه د حسن څه ټاکلی معيار نه شي کېدې دا په نظر پورې اړه لري هم دغسې چې شعر وي نو هغه هم څوک پوره نه شي رد کولې ځکه چې شعر هم په ذوق پورې اړه لري, د چا يو شعر خوښيږي د چا بل, يو شعر يو سړي ته ډېر عاميانه ښکاره شي او بل سړی هم په هغه شعر په واوا او ټوپونو سر شي, دا د دغه دواړه کسانو د ذوق په معيار پورې اړه لري.

په دې ليک کښې وړاندې ارمان صېب يو شعر راخېستې دی,

د وخت د نقادانو نفسيات راته معلوم دي

خو نه کوم شاکره! په لفظونو اذيت

او دا شعر ئې د نقاد نه خپله وېره او رويه د پټولو هڅه ګرځولې ده, خو زما په اند دلته شاعر بيخي په خوږ ځائی ګوته ايښي ده, هغه داسې چې د ډېر وخت نه په پښتو ادب کښې د تنقيد په نوم کوم ريشخند روان دی او د څو خود ساخته دانشورانو او نقادانو کومه رويه مخې ته راغلې ده لکه د ډلو ټپلو په بنياد فېصلې, د خود ساخته او انګا بنګا مثالونو په زور د يو شاعر يا د هغه شاعري بيخي رد کول او خپلې فېصلې ته حرف آخر وئيل, زۀ به ددې خبرې د وضاحت د پاره يو څو خبرې ددې کتاب نه اخوا ذکر کړم چې د شعر او تنقيد او په خصوصي توګه د غزل خوشحال بابا مونږ ته کوم چوکاټ ايښی دی چې ورپسې زمونږ ټول کلاسيک په دغه چوکاټ کښې دننه دی او کوم معيار ئې چې ټاکلی دی زما په اند تر ننه هېڅوک دغه معيار ته نه دی رسېدلی, د تنقيد دا معيار هم ځکه سر بالا دی چې خوشحال بابا خپله ډېر لوئي شاعر دی.

يوه خبره دا هم ده چې د بده مرغه زمونږ زيات تره نقادان خپله شاعران نه دي او د ذوق يا د علم څښتن که هر څومره علامه شي خو په شعر د يو  فطري شاعر هومره نه پوهيږي, دا هغه پوهه ده چې شاعر د ځان سره په خپوړو کښې راوړي وي, دغه پوهه او دا هنر د رب ورکړه وي دا د يو کتاب نه هم نه زده کيږي.

د دغه سختۍ او ريشخند دا رويه دومره عام شوې ده چې د نوي نسل د زيات تره شاعرانو په شعرونو کښې ځائی په ځائی بريښي لکه د معين خټک يو شعر دی,

ستا اصول او ايمان دواړه د مار پښې دي

ستا چې خوښ دی هغه لوړ شاعر نقاده

په لفظونو د اذيت دا رويه نن سبا په نثر کښې هم بر څېره شوې ده چې د لغاتو نه ګران ګران تورې راغونډ کړه او داسې نثر وليکه چې څوک پرې بغېر د لغاتو نه, نه پوهيږي نو بس ستا علميت مستند دی حمزه بابا هسې وئيلي وو چې,, ستا به کمال د غزل دا وي چې ساده کړی ژبه.

يوه رويه دا هم رامنځته شوې ده چې څه دغه قسمه دانشوران غزل ته متعصب وائي او علت ئې دا بيانوي چې دې چاربېته وغېره متاثره کړي دي نو دا نقادان او دانشوران دلته بيا د خوشحال بابا ټاکلی معيار د پښو لاندې کوي (د خوشحال بابا ټاکلی معيار ځکه يادوم چې د انګا بنګا د خلکو تله مونږ په پوره توګه ځکه نه شو منلی چې چا سره غزل نشته نو د هغو پېمانه داسې ده لکه د لوهار د اوسپنو  په تله سرۀ زر تلل) سوال دا دی چې خوشحال بابا کله چاربېته ليکلی, په کلاسيک کښې څومره چاربېتې دي؟ چاربېته ډېره وروستو د اولسي ادب په صورت کښې په ليک کښې راغلی ده او څه ناڅه ځان ئې ځائی کړې دی, د زميندارو په ژبه به ئې ووائيم چې چرته يوه ډېره څوره وره ونه دنګه ولاړه وي نو واړه بوتې ترې لاندې ضرور متاثره کيږي هم دغسې د غزل مثال د دنګې ونې دې, يو سوال دا هم دی چې غزل د چاربيتې نه دوه سوه کاله وړاندې هم موجود وو نو متعصب څنګه شو او د چاربېتې لاره ئې څنګه ونيوله؟ دا خو داسې وئيلې شو چې غزل دومره زوره ور دی چې ددۀ په موجودګۍ کښې چاربېتې او يا داسې نورو صنفونو ځان شته نه کړې شو, خبره بيا هم دې ځائی له راځي چې غزل داسې صنف دی چې غېر شاعر سړی ئی نه شي ليکلی نو داسې خلک چې د غزل د تخليق زور نه لري د خپل زړۀ تعصب د غزل په غاړه کوي, غزل ته متعصب وئيل سمه نه ده دا وئيلې شو چې غزل زوره ور دی ځکه ئې لاندې نور شيان وخوړل يوه ټپه ده چې ورته ټينګه ده د هغې علت هم دا دی چې ټپه هم ځان ته څه وائي او زور لري, هسې ماته دا سوال هم پېدا کيږي چې چا ته يو ښه غزل په لاس ورشي نو هغه په نورو شيانو څه کوي؟

د شاکر شعر کښې د ژوند بلها رنګونه شتون لري, غزل ئې د غزل په چوکاټ پوره دی, په شعر کښې ئې د مينې روايتي انداز هم په نظر راځي او افاقي حقيقتونه هم په کښې څرک وهي لکه,

دا د حق کاروان چې څومره منتشر دی

د باطل لښکر هم دومره متحد دی

د خپل ټاټوبي سره د دائمي مينې جذبه هم په کښې ځائی په ځائی پرېمانه په نظر راځې او په خپله خاوره خواره د جبر او وحشت ماتم هم په کښې ليدل شي,

کشمير او فلسطين خو دې ياد کړي بلها ډېر دي

د خپلې پښتونخوا سندرې ووايه شاعره

هر څو که ددې شعر سره دا اختلاف هم کېدې شي چې ظلم چې هر چرته وي غندنه ئې پکار ده خو بيا هم د پښتو متل,, لومړی ځان دی بيا جهان,, سره سم دی, په دغه لړ کښې دا شعرونه هم د پام وړ دي,

چې څوک د خپلې خاورې په نوم مړۀ دي او ګمنام دي

د داسې شهيدانو چې لږ شمار وکړي څوک شته,

داسې کور نه وينم چې هلته به ژړا نه کيږي

زۀ به په چا چا مرثيه ليکم د زړۀ په وينو

د خپل پښتني احساس او کلکې عقيدې څرکونه ئې هم ځائی په ځائی په شعرونو کښې په نظر راځي,

ستا زندګي په مفکورو او مفروضو ولاړه

او زۀ منونکی د قران يمه بدل خو نه يم

زما په تن کښې محبت لکه د وينې ګرځي

له نفرتونو ګرېزان يمه بدل خو نه يم

د شاکر اورکزي شعر د ستائلو بلها جوازونه لري خو خبره رانه نوره اوږديږي په دغه شعرونو خبره رالنډوم چې.

دغه زما د محبت نوی انداز به منی

مينه په جار کومه بيا هم بدنام شوې نه يم

شاکره! زه ضرورتونه د ژوند پېژنمه

شکر دی زۀ د خواهشونو غلام شوې نه يم.

 

طيب الله خان

۱۳ جون ۲۰۲۱

اسلام اباد

-
بېرته شاته