(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جرمني کښې

[15.Jun.2021 - 15:20]

په جرمني کې د استوګنې اجازې (قبولۍ) ډولونه

۱- د استوګنې قانون د ۲۵مې مادې لومړي بند له مخې د پنا حق (Asylberechtigung)

د اساسي قانون د ۱۶مې الف مادې پر بنسټ او د استوګنې قانون د ۲۵مې مادې لومړي بند له مخې هغو کسانو ته چې په خپل هېواد کې د دولت يا د دولت اړوند سازمانونو له لوري له سياسي ځورونې سره مخ شوی وي؛ په جرمني کې د پنا حق ورکول کيږي. سياسي ځور هغه ځور ته وايي چې يو کس د هغه د نژاد، دين، مليت، سياسي نظريې يا ځانګړې ډلې سره د غړيتوب له کبله له ګواښ سره مخ شي. په ياد مو وي چې دا حق يوازې هغه وخت ورکول کيږي چې څوک جرمني ته د دريم خوندي هېواد له لارې رانه شي. دا چې د جرمني په چارچاپېر کې ټول اروپايي هېوادونه (دريم خوندي هېوادونه) دي؛ يوازې هغه کسان د دې پنا مستحق ګڼل کيږي چې جرمني ته مخامخ د الوتکې په وسيله راشي.

که د چا د پنا غوښتنه ومنل شي؛ د دريو کالو لپاره د استوګنې اجازه ورکول کيږي. که په خپل وطن کې يې حالت ښه نه شي؛ دا اجازه به د دريو نورو کالو لپاره تمديد شي. که څوک ځينې د ژبې د زده‌کړې او کار په شان ځينې ځانګړي شرايط پوره کړي؛ کولای شي درې کاله وروسته کولای شي د استوګنې د دايمي اجازې (unbefristete Aufenthaltserlaubnis يا Niederlassungserlaubnis) غوښتنه وکړي.

منل شوو پنا غوښتونکو ته د (کډوالۍ د سفر سند) GFK-pass  چې شين پاسپورت هم بلل کيږي، ورکول کيږي. تاسې کولای شئ دا پاسپورت بهر ته د سفر لپاره وکاروئ. البته په ياد مو وي چې خپل وطن ته د سفر اجازه نه لرئ او که دا کار وکړئ؛ ښايي د استوګنې د اجازې سند له لاسه ورکړئ.

 

هغه کسان چې د پنا مستحق ګڼل کيږي، لاندې حقونه لري:

 

·      دا کسان کولای شي خپل واړه ماشومان يا مېرمن جرمني ته راولي. د واده نه لرونکي کم‌عمره کسان خپل مور او پلار هم جرمني ته راغوښتلای شي.

 

·      د کار اجازه لري. که دنده ونه لري؛ کولای شي د بېکارۍ ټولنيزه مرسته (Arbeitslosengeld II) ترلاسه کړئ. جاب‌سنټر له دوی سره د کار په موندلو کې مرسته کوي.

 

·      د ماشومانو پیسې (Kindergeld) او د ميندو او پلرونو پیسې (Elterngeld) ترلاسه کوي.

 

·      د يوځای‌کېدنې يا انټګراڅيون په کورسونو کې د ګډون حق لري.

 

·      د ښوونځيو اوسبيلډونګ، دوه‌ګوني اوسبيلډونګ او يا لوړو زده‌کړو ترسره کولو حق لري.

 

هغه کسانو ته چې له جرمني بهر يې جنګي جنايتونه يا داسې غيرسياسي جرمونه کړي وي چې د ملګرو ملتونو اصول تر پښو لاندې کوي؛ ښايي پنا ورنه کړل شي. دا خبره د هغو کسانو په اړه هم صدق کوي چې د غيرسياسي جرمونو له کبله په زندان محکوم شوي دي او د جرمني يا عامه امنيت لپاره ګواښ وګڼل شي.

نور بيا...

..........

 

د کورنيو پنا غوښتنه

هغه کسان چې په جرمني کې د پناغوښتونکي، مهاجر يا پناغوښتونکي په توګه له پېژندل کېدو او يا له فرعي خونديتوب ترلاسه کولو وروسته د خپلې کورنۍ غړي جرمني ته راولي؛ کولای شي بيا وروسته د دوی لپاره د کورنۍ پناغوښتنه وکړي. د دې پناغوښتنې مانا دا ده چې ستاسې د کورنۍ غړي هم بايد ستاسې په شان د استوګنې اجازه او نور اړوند حقونه ترلاسه کړي.

کورنۍ پنا غوښتنه څه ګټې او زيانونه لري؟

کورنۍ پناغوښتنه د ځينو زيانونو تر څنګ ډېرې ګټې هم لري: له ګټو يې يوه دا ده چې له کورنۍ پناغوښتنې وروسته ستاسې د کورنۍ غړي هم د استوګنې هماغه اجازه او نور اړوند حقونه ترلاسه کوي؛ کوم چې تاسې يې لرئ. د بېلګې په ډول ستاسې د کورنۍ غړي هم د پنا له قبلېدو وروسته د کورنۍ د نورو غړو راوستلو حق ترلاسه کوي. نو که څوک د کم‌عمره بې‌سرپرسته کډوال په توګه خپل مور او پلار جرمني ته راولي؛ پلار او مور يې بيا له کورنۍ پنا غوښتنې او قبلېدو وروسته کولای شي خپل نور واړه اولادونه هم جرمني ته راوغواړي.

يوه بله ګټه دا ده چې له کورنۍ پنا غوښتنې وروسته د کورنۍ غړي کولای شي خپلواک ژوند غوره کړي. د بېلګې په ډول که د ژوند ملګري ونه غواړي یو له بل سره واوسي؛ د کورنۍ پنا له مثبت ځواب وروسته کولای شي بېل ژوند وکړي.

کورنۍ پناغوښتنه ځينې زيانونه هم لري: د بېلګې په ډول که څوک له کورنۍ پناغوښتنې وروسته د کډوال يا مهاجر په توګه وپېژندل شي؛ بيا خپل وطن ته د تګ حق له لاسه ورکوي. د دې تر څنګ د کورنۍ پناغوښتنې په چوکاټ کې ستاسې خپله قبولي هم يو ځل بيا ارزول کيږي او که په وطن کې مو حالات په بنسټيز ډول بدل شوي وي؛ ښايي‌ د استوګنې اجازه مو لغوه شي.

 

که د خپل ځان او د کورنۍ د نورو غړو لپاره د کورنۍ پناغوښتنې له اړينتوب ډاډه نه ياست؛ ښه به وي چې له يوه وکيل سره مشوره وکړئ او يا په خپل شاوخوا کې يوه مشورتي مرکز ته ورشي. د پروازول پر وېبسایټ په خپل شاخوا کې يو مشورتي مرکز موندلای شئ. همدا شان پر www.rechtsberaterkonferenz.de وېبسایټ د مهاجرو او پناغوښتنې متخصص وکیلان موندلای شئ.

................

د استوګنې قانون د ۲۵ ب مادې له مخې که څوک په جرمني کې د ډېر وخت لپاره پاته شوي وي او په ټولنه کې ښه ادغام شوي وي، کولای شي د استوګنې عادي اجازه ترلاسه کړي.

د دې کار لپاره بايد لاندې شرطونه پوره شي:

·       د استوګنې قانون د ۶۰ الف مادې له مخې ډولډونګ ولري.

·       اړوند کس بايد لږ تر لږه ۸ کاله په دوامدار ډول په جرمني کې پاته شوی وي او په دې موده کې يې د استوګنې لنډمهاله اجازه (Aufethaltsgestattung)، يا د زغمل شوې استوګنې اجازه (Duldung) او يا دې ته ورته بله قانوني اجازه درلودلې وي. که څوک واړه بچيان ولري؛ په جرمني کې له شپږ کاله پرله‌پسې اوسېدو وروسته د استوګنې عادي اجازه ترلاسه کولای شي. يادونه: که له تېرو دېرشو مياشتو مو کاري ډولډونګ (Beschäftigungsduldung) درلودلی وي؛ د دې شرط پوره کول اړين نه دي.

·       د جرمني ژبې A2 سند. دا کسان بايد د ښوونځي، حرفوي زده‌کړو او پوهنتون د فراغت د سندونو په شان ځينې ثبوتونه وړاندې کړي چې وښيي دوی په جرمني ژبه پوهيږي.

·       که څوک بچيان ولري؛ بايد په منظم ډول ښوونځي ته ولاړ شي.

·       د خپل ژوند لګښتونه په خپله ورکړای شي. د اصولو له مخې دا کسان بايد دولتي مرسته ترلاسه نه کړي. البته د بهرنيانو چارو اداره (Ausländerbehörde) ښايي هغه وخت په دې شرط سترګې پټې کړي چې پوه شي تاسې په راتلونکي کې دنده ترلاسه کولای او خپل لګښتونه پوره کولای شئ.

·       د لېبرال دموکرات اساسي قانون په اړه مالومات ولري او په لومړنيو اساساتو يې وپوهيږي. ډېر کډوال په دې اړه د لوري موندنې په کورس (Orientierungskurs) کې مالومات ترلاسه کوي؛ کوم چې د انټګراڅيون کورس برخه دی. البته تاسې کولای شئ یوازې د (Leben in Deutschland) ازموينه ورکړئ. که د جرمني د يوه ښوونځي د فراغت سند ترلاسه کوئ، دې ازموينې ته اړتيا نشته.

·       اړوند کس بايد د خپل ډيپورټ په مخنيوي کې لاس ونه لري او په نه همکارۍ تورن نه وي.

·       بايد جرم او جنايت یې نه وي ترسره کړی.

·       بايد پاسپورت ولري او يا داسې سند ولري چې، دا روښانه کړي چې د پاسپورت ترلاسه کولو هڅه ېې کړې ده خو بريالی شوی نه دی.

 

................

 

 

په جرمني کې د واده قانوني عمر څومره دی؟

 

هر هغه مدني يا مذهبي واده چې د يوه اړخ عمر پکې له ۱۸ کالو ټيټ وي؛ د ماشومانو واده بلل کيږي. د جرمني د قانون له مخې د ۲۰۱۷ کال له جولای راهيسې يو څوک يوازې هغه وخت واده کولای شي چې عمر يې اتلس کاله يا لوړ وي. له جرمني بهر هم د ماشومانو د واده په اړه قوانين سخت شوي دي. که له جرمني بهر په اصلي هېواد کې د واده پر مهال له دواړو د يوه عمر يې ۱۶ کاله يا له هغه ټيټ ثبت شوی وي؛ په جرمني کې په اتومات ډول دا اړيکه فسخ کيږي. د ۱۶ او ۱۸ کالو تر منځ ثبت شوی واده هم د قضايي مقاماتو له لوري باطليږي خو په ځينو سختو حالاتو کې استثنا شته.

 

د احصائيو له مخې تر اوسه په جرمني کې د ماشومانو ۱٬۴۵۷ ودونه ثبت شوي دي. له دې ډلې په ۱٬۱۵۲ قضيو کې نجلۍ د ټيټ عمر لرونکې ده. د دې شمېرو له مخې په ټوليز ډول ځوانې نجونې د ماشومانو د ودونو قربانيانې دي.

 

د ماشومانو په ودونو د پاسه په زور ودونه هم يوه ستره ستونزه ده. که چېرې يو واده د دواړو کسانو له جوړې، لږ تر لږه د يوه له خوښې پرته وشي؛ په زور واده بلل کيږي. دا ډول واده له هغو ودونو (arranged marriage) سره توپير لري چې د نجلۍ او هلک د کورنيو يا واده د ادارو په منځګړيتوب تر سره کيږي خو نجلۍ او هلک دواړه چوپ پاته کيږي. د ۲۰۱۵ کال له فبرورۍ راهيسې د زور ودونه په جرمني کې د اجبار جدي قضيه ګڼل کيږي (د جنايي کوډ د ۲۴۰ مادې له مخې) او عاملينو ته يې شديده سزا ورکول کيږي.

 

جرمني ته د مېرمنې يا خاوند راوستل يوازې هغه وخت ممکن دي چې واده په زور نه وي ترسره شوی. که د دواړو کسانو تر منځ دعمر توپير زيات وي او يا چارواکي شک وکړي چې دوی يو بل ښه نه سره پېژني؛ نو دا قضيه به په ځانګړي ډول وڅېړل شي.

 

که تاسې د ماشومانو د واده يا جبري واده قرباني ياست او يا له دې ګواښ سره مخ ياست؛ کولای شئ د جبري واده د مخنيوي ادارې شمېرې (۰۸۰۰۰۶۶۷۸۸۸) ته هر وخت د مرستې لپاره زنګ ووهئ. دوی ستاسې ټليفونونو ته هره دوشنبه تر پنجشنبه د سهار له ۹ بيا د مازديګر تر۴ بجو او د جمعې په ورځ د ۹ څخه تر يوې بجې پورې زنګ وهلای شئ. دې ادراو ته پر ([email protected]) پته برېښناليک هم لېږلای شئ. د دې ادارو د مرستې شمېره (او ۰۸۰۰۰۱۱۶۰۱۶) بيا شپه او ورځ ستاسې ټليفونونو ته په څو ژبو ځواب ورکوي.

..................

 

 

آيا په جرمني کې زما مسلک تخصصي دی؟

 ‌‌که څوک د خپل هېواد د پوهنتون يا ښوونځي د فراغت سندونه ولري؛ کولای شي په جرمني کې يې رسمي کړي. د رسمي کولو په پروسه کې به ستاسې سندونه په جرمني کې له ورته سندونو سره پرتله شي او که معادل وګڼل شي نو هماغه شان رسميت به ومومي. په بله وينا، د مسلکي سندونو د رسمي کولو مانا ارزونه ده او که پايله مثبت وه؛ ستاسې سندونه به تاييد شي او په جرمني کې به له اړوند سند سره معادل وبلل شي. په دې ډول به تاسې په جرمني کې د کار لپاره ډېر چانسونه ولرئ.

د بهرنيو سندونو ټول درلودونکي په جرمني کې د خپلو سندونو رسمي کولو حق لري. په دې برخه کې ستاسې د استوګنې د اجازې حالت او تابعيت هېڅ رول نه لري.

ډېر وخت ستاسې د فراغت سندونو رسمي کولو ته اړتيا نشته خو د ځينو دندو لپاره د خپلو تحصيلي سندونو رسمي کولو ته اړتيا لرئ. د بېلګې په ډول ډاکټران، وکيلان، نرسان او انجينيران بايد خپل سندونه رسمي کړي. دې ډول دندو ته تخصصي دندې يا تنظيم شوې دندې (reglementierte Berufe) وايي. که غواړئ په تخصصي دندو کې کار وکړئ؛ بايد د خپل فراغت سندونه رسمي کړئ.

که غواړئ په تخصصي صنايعو او مسلکونو (zulassungspflichtigen Handwerk) کې ازاد کار وکړئ؛ بايد د خپلو زده‌کړو د فراغت سند رسمي کړئ. د دې ډول کارونو يو لست پر (https://www.gesetze-im-internet.de/hwo/anlage_a.html) موندلای شئ.

 که دنده مو تخصصي يا تنظيم شوې نه وي؛ اړتيا نشته چې د زده‌کړو سندونه مو رسمي کړئ. البته له رسمي کولو سره يې د جرمني د کار په بازار کې د دندې موندلو چانس لوړيږي.

 پر (https://ec.europa.eu/.../tools.../regprof/index.cfm...) وېبسایټ په انګليسي ژبه کتلای شئ چې د فراغت سند يا د کار څانګه مو په تنظيم شوو دندو کې راځي او که نه.

يادونه: که غواړئ جرمني ته د کار موندلو لپاره په ويزه راشئ او يا مو دلته کار موندلی وي او په ويزه راتلل غواړئ؛ بايد خپل تحصيلي سندونه مو مخکې له مخکې رسمي کړي وي.

نور مالومات په کومنټ کې موندلای شئ.

..............

 

 

آيا د کورنۍ د غړو راوستلو په اړه پوښتنې لرئ او يا په دې برخه کې ستونزه لرئ؟ 

د IOM کارکوونکي په دې اړه ستاسې مرسته کولای شي. د دې ادارې له کارکوونکو سره په (۰۱۵۱۱۷۶۶۰۴۴۲) شمېره يا ([email protected]) برېښناليک اړيکه نيولای شئ. دوی په انګليسي او جرمني ژبو خبرې کوي او په وړيا ډول مرسته کوي. البته د ټليفوني اړيکې لګښت بايد خپله ورکړئ. همدا شان ستاسې ستاسې د کورنۍ غړي کولای شي په نورو هېوادونو کې هم د IOM د کورني ملاتړ له مرکزونو سره په اړيکه کې شي. د دې تر څنګ د جرمني سور صليب هم د کورنۍ د غړو يوځای کېدلو په اړه مشورې ورکوي. د دې ادارې کارکوونکي په جرمني، انګليسي او عربي ژبو خبرې کوي. له دوی سره په (۰۴۰۴۳۲۰۲۱۷۶، ۰۴۰۴۳۲۰۲۲۲۱ او ۰۴۰۴۳۲۰۲۲۰۲) شمېرو او ([email protected]) برېښناليک اړيکه نيولای شئ.

..............

 

که څوک غواړي خپله کوژده کړې مېرمن يا مېړه جرمني ته راولي نو بايد لاندې شرطونه پوره کړي:

 

په جرمني کې اړوند کس بايد لاندې ځانګړنې ولري:

 

1. بايد په جرمني کې د اوسېدو اجازه ولري.

2. عمر يې له ۱۸ کالو لوړ وي.

3. کار وکړي؛ خپل او د ژوند د ملګرې / ملګري لپاره د استوګنې ځای ولري او د ژوند لګښتونه يې ورکړای شي.

4. جرمني ژبه يې زده وي.

 

په وطن کې اړوند کس بايد لاندې ځانګړنې ولري:

 

1. عمر يې له ۱۸ کالو لوړ وي.

2. يو څه جرمني ژبه يې زده وي (که څوک دلته د اروپايي ټولنې شين کارت ولري او يا يې په وطن کې د ژوند ملګرې / ملګری د پوهنتون د فراغت سند رسمي سند ولري؛ د ژبې زده‌‌کړې ته اړتيا نشته).

که پورته ياد شوي شرطونه پوره شوي‌ وي نو اړوند کس کولای شي د جرمني له سفارت يا کنسولګريو څخه د ويزا ترلاسه کولو لپاره وخت واخلي

په کابل کې د جرمني سفارت د ويزو څانګه اسلام‌آباد، استانبول، ډهلي او دوبۍ ته لېږدول شوې ده او په دې ښارونو کې د جرمني له سفارت يا کنسولګريو سره اړيکه نيولای او وخت اخستلای شئ. البته د اوږدمهاله ويزو يا د کورنۍ د غړو سره د يوځای کېدلو د ويزو غوښتنه يوازې په ډهلي او اسلام آباد کې کيږي خو د شنګن ويزا غوښتنه په نورو يادو شوو ښارونو کې هم کېدای شي

له وخت اخستلو مخکې او يا له هغه سره سم بايد لاندې سندونه تيار شي او د ملاقات په ورځ له ځان سره يووړل شي:

 

په کابل کې د جرمني سفارت پر وېبسایټ د لاندې سندونو د غوښتلو يادونه شوې ده:

 

ټول سندونه درې او ځينې دوه کاپيانې

- د هر پاسپورت درې کاپيانې 

- د هر کس لپاره په جرمني يا انګليسي ژبه درې ډک شوي غوښتنليکونه. دا غوښتنليکونه د جرمني سفارت پر وېبسایټ موندلای شئ.

- د پاسپورت سايز درې دانې عکسونه (35x45).

- په جرمني او اوطن کې د دواړو کسانو اصلي تذکره او د هغې انګليسي يا جرمني ترجمه (د هر مخ درې کاپيانې).

- نکاح خط له انګليسي يا جرمني ترجمې سره (د هر يوه درې کاپيانې). که چا په واده کې ستاسې وکالت کړی وي؛ د هغه د دکالت‌خط او تاييدليک هم ضرور دی. البته د هر سند درې کاپيانې.

- ۳- که په جرمني کې واده کول غواړئ؛ د افغانستان له محکمو څخه يو مجرد خط او په انګليسي يا جرمني ژبه د هغه ترجمه. همدا شان په جرمني کې د شتندس امت يا بورګرامت له خوا د واده يو تاييد چې (Bescheinigung über die Anmeldung der Eheschließung) ورته وايي. د دې سندونو درې کاپيانې په کار دي.

- که څوک نوی واده کوي نو مېړه يا ښځه يې بايد A1 سند واخلي. دا سند په ډهلي کې له ګويته انستيتيوت نه اخستل کېدای شي او له نورو سندونو سره يې درې کاپيانې بايد سفارت ته يووړل شي

- ۳ . په جرمني کې د مقابل کس پاسپورت، اوسوايس او مېلډبیشاینیګونګ چې له ۶ مياشتو زوړ نه وي. د دې سندونو هم درې کاپيانې په کار دي

- که منل شوي کډوال د کورنۍ غړي راغواړي نو بايد د خپلې پناغوښتنې د ځواب او د بهرنيانو چارو ادارې يا سفارت ته د پر وخت خبرداري د سندونو دوې کاپيانې هم له دې سندونو سره يوځای کړي.

10- د ويزا فيس چې د لويانو لپاره ۷۵ ډالر او د ماشومانو لپاره ۳۷٬۵ ډالره دی.  

11- د سندونو د اعتبار په اړه، په انګليسي ژبه د ډک شوي پوښتنليک دوې کاپيانې. دا پوښتنليک د سفارت پر وېبسایټ موندلای شئ

12- د سندونو د تاييد فيس چې اوس شاوخوا ۳۳۰ يورو په ډهلي کې او ۹۰زره کالدارې په اسلام‌آباد کې دی

 

د يادونې وړ ده چې که له پورته سندونو کوم څه کم وي؛ ښايي د ويزا غوښتنه مو رد شي. د دې تر څنګ ښايي سفارت د ځينو نورو سندونو غوښتنه هم وکړي. که هر څه سم وي؛ ستاسې غوښتنه به ومنل شي او په څو مياشتو کې به ويزا درکړل شي.

...............

 

څوک د انټګراڅيون کورس ترسره کولو اجازه لري؟

د انټګراڅيون د کورس اجازه د هر کس د استوګنې له اجازې سره اړه لري:

 

د استوګنې اجازې درلودونکي يا قبول شوي کسان: په عمومي ډول ټول هغه کسان چې په جرمني کې له يوه کال راهيسې اوسيږي او د کار اجازه ولري؛ د کورنۍ د غړو سره د يوځای کېدو په ويزه راغلي؛ د پناغوښتونکي يا کډوال په توګه منل شوي‌ وي او يا يې فرعي خونديتوب يې ترلاسه کړی وي؛ کولای شي په انټګراڅيون کورس کې ګډون وکړي. له دې ډلې ماشومان، نوي ځوانان، هغه ځوانان چې ښوونځي ته ځي او هغه کسان چې په جرمني ژبه خبرې کولای شي؛ مستثنا دي. د استوګنې قانون د ۲۵مې مادې پينځم بند له مخې د استوګنې اجازې ترلاسه کوونکي هم کولای شي د انټګراڅيون کورس پيلولو غوښتنه وکړي. ن

 

د لنډمهاله کار ت  يا (Aufenthaltsgestattung) لرونکي: که لا مو هم د پنا اړه وروستۍ پرېکړه نه وي شوې او د پناغوښتنې پروسه مو روانه وي؛ په انټګراڅيون کورسونو کې مو ګډون له اصلي هېواد يا وطن سره اړه لري:

 

·      هغه کسان چې د ښه راتلونکي (guter Bleibeperspektive) په نوم له هېوادونو راغلي وي؛ کولای شي د انټګراڅيون په کورسونو کې ګډون وکړي. اوس مهال دا هېوادونه سوريه او اريتريا دي.

 

·      که څوک د خوندي هېوادونو له ډلې له کوم هېواد څخه راغلي وي؛ په انټګراڅيون کورس کې د ګډون اجازه نه لري. دا هېوادونه عبارت دي له: البانیا، بوسنياهرزګوينا، ګانا، کوسوو، شمالي مقدونيا، مونتينيګرو، سينيګال، سوماليا او سربيا.

 

·      د نورو هېوادونو هغه اوسېدونکي چې د ۲۰۱۹ کال د جولای مياشتې له ۳۱مې نېټې وروسته جرمني ته راغلي دي او د کار له ادارې سره د کار لټوونکو په توګه ثبت شوي دي او يا کار يا اوسبيلډونګ ترسره کوي؛ له درې مياشتو وروسته کولای شي په انټګراڅيون کورس کې ګډون وکړي. د دې کار لپاره بايد اړونده ادارې ته غوښتنه وړاندې کړي.

 

ډولډونګ لرونکي: د قانون له مخې ډولډونګ لرونکي د انټګراڅيون کورس ترسره کولو اجازه نه لري. البته يوه استثنا شته: هغه کسان چې د استوګنې قانون د ۶۰ الف مادې د دوهم او درېيم بند له مخې يو ځانګړی ډولډونګ يا (Ermessensduldung) ترلاسه کوي؛ د انټګراڅيون کورس ترسره کولو اجازه لري. د اوسبیلډونګ لپاره ډولډونګ (Ausbildungsduldung) او د کار لپاره ډولډونګ (Beschäftigungsduldung) د (Ermessensduldung) برخه دي. د دې کورس پيلولو لپاره بايد بمف (BAMF) ته غوښتنه ولېږئ.

.................

 

د جرمني اساسي قانون (Das Grundgesetz) نوميږي. په دې قانون کې د هېوادوالو د ګډ ژوند لپاره چوکاټونه او مادې ځای پر ځای شوې دي. په جرمني کې بايد بل قانون له اساسي قانون سره په مخالفت يا تناقض کې نه وي. د بېلګې په توګه د پناغوښتنې يا سزا قوانين نبايد له اساسي قانون سره ټکر ولري. اساسي قانون تر ټولو مهم قانون ګڼل کيږي او پر نورو ټولو قوانينو د‌ پاسه دی.

 

د جرمني اساسي قانون له ۱۴۶ برخو جوړ دی. هره برخه د مادې (Artikel) په نوم ياديږي. لومړۍ ۱۹ مادې بنسټيز حقونه (Grundrechte) جوړوي. بنسټيز حقونه، د دولت او خلکو تر منځ تر ټولو مهم حقونه دي. دا حقونه خلک د دولت له لوري له استبداد، بې‌عدالتۍ او زورزياتي څخه ساتي. د دې حقونو يوه برخه په جرمني کې د چا د استوګنې د ډول یا سند په پام کې نيولو پرته، د هر چا لپاره ده. دا برخه بشري حقونه (Menschenrechte) هم بلل کيږي. د بنسټيزو حقونه بله برخه بيا يوازې د هغه چا لپاره ده چې د جرمني تابعيت ولري. دې برخې ته مدني حقونه يا (Bürgerrechte) وايي.

 

اساسي قانون په ۱۹۴۹ کال کې په لويديځ جرمني کې تصويب شو او په ۱۹۹۰ کال کې د ختيځ او لويديځ جرمني له یوځای کېدلو وروسته په ټول هېواد کې پلی کيږي. د ۱۹۳۳ او ۱۹۴۵ کالونو تر منځ د جرمني ملي ټولنيزې ديکتاتورۍ د ډېرو خلکو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي وو؛ له همدې کبله په اساسي قانون کې داسې مادې ځای پر ځای شوې دي چې د دې ډول شرايطو د بيا رامنځته کېدو مخنيوی کوي. له همدې کبله بنسټيز حقونه په اساسي قانون کې مهم رول لري.

 

د اساسي قانون فدرالي محکمه د اساسي قانون له پلي کېدلو څارنه کوي. دولت نه شي کولای په اسانۍ هغه تعديل کړي.

.............

 

که د چا بچيان قبولي يا د استوګنې اجازه لري، مور او پلار يې هم د دوی په وسيله د استوګنې اجازه اخيستلای شي؟

 

که ماشوم مو د استوګنې اجازه ولري، تاسې هم کولای شئ د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. البته دا خبره د هر چا په اړه توپير کوي. دا چې تاسې مو د بچيانو په وسيله د استوګنې اجازه ترلاسه کولای شئ او که نه؛ ښه به وي چې په اړه يې له يوه وکيل يا مشورتي مرکز سره مشوره وکړئپه خپل شاوخوا کې د يوې مشورتي ادارې موندلو لپاره (proasyl.de) او د وکيل موندلو لپاره (rechtsberaterkonferenz.de) وېبسایټونو ته ورشئ.

 

د ماشوم په وسيله د استوګنې اجازې ترلاسه کولو اساسي شرط د ماشوم سرپرستي او پالنه ده. د دې تر څنګ، د پلار په توګه مو بايد پلارولي (Vaterschaft) په رسميت يېژندل شوې وي او د ګډې سرپرستۍ (gemeinsame Sorgerechtserklärung) لاسليک شوی سند ولرئ. د ګډې سرپرستۍ په دې سند کې څرګنده شوې وي چې تاسې د ژوند له بل ملګري يا ملګرې سره په ګډه د ماشوم سرپرستي پر غاړه لرئ. هر څوک چې د سرپرستۍ حق ولري؛ د ماشوم د پاللو مسؤول دی. دا کس پرېکړه کولای شي چې ماشوم يې کوم وړکتون يا ښوونځي ته ولاړ شي؛ له چا سره وګرځي او چېرته واوسي. که د ماشوم مور او پلار په رسمي ډول واده سره کړی وي؛ په اتومات ډول د ماشوم د سرپرستۍ حق ترلاسه کوي. که چا رسمي واده نه وي کړی؛ مور په يوازې ځان د پاللو حق ترلاسه کوي. که څوک غواړي په ګډه د ماشوم پالل پر غاړه واخلي؛ مور او پلار دواړه بايد د خپلې سيمې د ماشومانو په اداره يا يوګندامت کې د (Sorgerechtserklärung) په نوم سند وړاندې کړي. د خپلې سيمې تر ټولو نږدې يوګندامت پر (jugendaemter.de) وېبسایټ موندلای شئ.

...........

 

د شخصي کاروبار لپاره چېرته بايد ځان ثبت کړم؟

د سوداګرۍ او صنایعو خونه (Industrie- und Handelskammer (IHK) bzw. Handwerkskammer (HWK))

 

په ځينو څانګو کې له ځانګړو زده‌کړو يا اوسبیلډونګ ترسره کولو پرته شخصي يا خپلواک کاروبار پیلولای شئ. د بېلګې په ډول که څوک غواړئ د کرايي موټرو کاروبار پیل کړئ؛ له مسلکي زده‌کړو پرته کولای شي. په ډېرو نورو څانګو کې بيا د کاروبارو پیلولو لپاره ځانګړو سندونو ته اړتيا ده. له دې ډلې د بېلګې په ډول رستوارنت چلوونکي چې د رستورانت درلودلو امتياز (Gaststättenkonzession)، د کېترېنګ يا خوړو رسولو شرکتونه چې له ميکروبي کېدلو د خونديتوب تر قانونو لاندې لارښود او يا ټکسي چلوونکي چې د مسافرو لېږدلو جواز ته اړتيا لري؛ يادونه کولای شو. د لاسي کارونو ترسره کوونکي (لکه بنا، ډوډی پخوونکی، قصاب، مستري، سلمان او نجار) په عمومي ډول د کار پیلولو ل‍پاره يوه تخصصي سند ته اړتيا لري. دا چې تاسې هم د کاروبار پیلولو لپاره جواز يا سندونو ته اړتيا لرئ که نه، په خپله سيمه کې د سوداګرۍ او صنايعو له خونې (IHK) يا د سوداګرۍ له ادارې (Gewerbeamt) پوښتنه کولای شئ. که غواړئ د لاسي صنايعو کومه څانګه پرانيزئ؛ بايد په خپله سيمه کې د لاسي صنايعو د خونې (Handwerkskammer) له يوې څانګې سره په اړيکه کې شئ. دا اداره به وګوري چې تاسې اړين سندونه لرئ که نه. پر (anerkennung-in-deutschland.de) وېبسایټ کتلای شئ چې په خپل وطن کې ترلاسه شوي سندونه مو په جرمني کې د کارولو وړ دي او که نه.

 

د سوداګرۍ اداره (Gewerbamt)

 

د سوداګرۍ يا کاروبار پیلولو لپاره بايد خپل شرکت يا کاروباري څانګه په سوداګرۍ اداره کې ثبت کړئ. دا چې کومه اداره ستاسې مسؤوله ده؛ کولای شئ پر (Behördenwegweiser) وېبسایټ يې وګورئ. هلته په چپ لوري کې (Gewerbamt) وليکئ او په ښۍ خوا کې د خپلې سيمې پوستي کوډ وليکئ. هلته يو وخت يا ترمين واخلئ او له ځان سره لاندې سندونه يوسئ:

 

-        پاسپورت، اوسوایس او د هغه سند چې ښيي تاسې د خپلواک کار (Selbständiger) اجازه لرئ.

 

-        که اړتيا وي؛ د بهرنيانو چارو له ادارې څخه د کار ځانګړې اجازه.

 

-        د سوداګرۍ د مرکز ثبت (Gewerbezentralregister) يا (Führungszeugnis) په نوم سندونه.

 

-        که څوک د لاسي صنعت ماهر وي؛ د دې مهارت سند (Handwerkskarte).

 

دا به غوره وي چې د خپلې سیمې د سوداګرۍ ادارې پر وېبسایټ د اړينو سندونو په اړه ځان مخکې له مخکې وپوهوئ. په دې اداره کې د تجارت ثبتولو لپاره ۵۰ يورو غوښتنل کيږي. د لګښتونو او ثبت په اړه نور جزئيات د دې ادارې پر وېبسایت موندلای شئ.

 

 

 

له ثبت وروسته د سوداګرۍ يا تجارت اداره د ماليې ادارې، د صنايعو اتحاديې (Berufsgenossenschaft) او که اړتيا وي د سيمې محکمې په شان ټولو مسؤولو ادارو ته ستاسې د تجارت په اړه خبر ورکوي. دا دارې به ورسته ستاسې سره د ليک له لارې اړيکه ونيسي او د ځينو فورمو د ډکولو او ځينې سندونو ورکولو غوښتنه به وکړي. البته که نه غواړئ منتظر شئ؛ د سوداګرۍ په اداره کې له ثبت وروسته په خپله دې ادارو ته ورشئ او يا د ليک په وسيله خبر ورکړئ.

 

د ماليې اداره (Finanzamt)

 

د ماليې اداره به تاسې ته د ماليې ټولولو پوښتنليک (Fragebogen zur steuerlichen Erfassung) وليږي. دا پوښتنليک بايد په غور او دقيق ډول ډک کړئ او بېرته يې دوی ته ولېږئ. د دې پوښتنليک د ډکولو پر مهال کولای شئ د کوچنيو کاروبارونو چوکاټ (Kleinunternehmerregelung) غوره کړئ او د حسابدارۍ يو موډل خوښ کړئ. پر دې مهال د ماليې له يوه مشاور څخه هم مرسته غوښتلای شئ. البته دا مشوره به لګښت ولري. د دې تر څنګ پر (www.fuer-gruender.de) او (dstv.de) هم د ډکولو لپاره انلاين مرسته ترلاسه کولای شئ.

 

 دا پوښتنليک د ماليې له ادارې څخه په خپله اخستلای شئ. له ډکولو وروسته يې کولای شئ د ماليې ادارې ته يې د پوسټ له لارې ولېږئ. په دې ډول ډېر وخت سپمولای شئ. د خپلې سيمې د ماليې ادره پر (Behördenwegweiser) وېبسایټ موندلای شئ. هلته په چپ لوري کې (Gewerbamt) وليکئ او په ښۍ خوا کې د خپلې سوداګرۍ د سيمې پوستي کوډ وليکئ. د پوښتنليک له ډکولو او لېږلو وروسته د ماليې ادارې تاسې ته د ماليې يوه ځانګړې شمېره (Steuernummer) درکوي.

 

د پوښتنليک ډکولو لپاره د ماليې د پېژند نومرې (Steueridentifikationsnummer (IdNr.)) ته هم اړتيا ده. دا نومره هر چا ته په جرمني کې له لومړي ځل ثبتېدلو وروسته راځي او د ټول ژوند لپاره معتبره ده. همدا شان هغه ماشومان چې په جرمني کې نړۍ ته راځي؛ په اتومات ډول دا نومره ترلاسه کوي. که خپله نومره مو ورکه کړې وي؛ کولای شئ د ماليو له فدرالي مرکزې ادارې څخه يې د بيا ترلاسه کولو غوښتنه وکړئ. البته دا غوښتنه په انلاين ډول هم کولای شئ

 

د تجارت د ثبت اداره (Handelsregisterbuch)

 

که څوک يو سوداګريز کاروبار پیلوي؛ بايد خپل دا کار د سوداګرۍ پر ادارې سربېره د تجارت د ثبت په اداره کې هم ثبت کړي. د دې کار لپاره تاسې د يوه نوتار مرستې ته اړتيا لرئ. په خپل شاوخوا کې د يوه نوتار موندلو لپاره د (notar.de) وېبسایټ ته ورشئ.

 

د سوداګرۍ او صنايعو خونه (Industrie- und Handelskammer (IHK)) يا د لاسي صنايعو خونه (Handwerkskammer (HWK)) کې جبري ثبت

 

د کاروبار يا تجارت پیلوونکي بايد ځانونه په پورته يادو شوو خونو کې هم ثبت کړي. په دې ادارو کې ستاسې د غړيتوب فيس، په کال کې ستاسې د پانګې له دوران سره اړه لري. په خپله سيمه کې د سوداګرۍ او صنايعو خونې دفتر د همدې ادراې پر وېبسایټ موندلای شئ. د لاسي صنايعو خونې د يوې څانګې موندلو لپاره د همدې خونې وېبسایټ (handwerkskammer.de) ته ورشئ.

 

يادونه: په ياد مو وي چې د ټولو اداري کارونو لپاره ښه ډېر وخت په پام کې ونيسئ. دا ځکه چې په جرمني کې اداري کارونه ډېر وخت نيسي او د اداري کارونو په جزئياتو له پوهېدلو پرته مو چارې له خنډ سره مخ کيږي. همدا شان ښه ده چې ښه وختي له مشورتي ادارو سره وګورئ او مرسته ترې وغواړئ.

سرچينه: هنډبوک جرمني

.............

 

د کاري ډولډونګ يا بېشېفتيګونګزډولډونګ ترلاسه کولو شرطونه!

که څوک لاندې شرطونه پوره کړي؛ کولای شي کاري ډولډونګ ترلاسه کړي:

-   بايد د ۲۰۱۸ کال د اګست مياشتې له لومړۍ نېټې مخکې جرمني ته راغلی وي.  

لږ تر لږه له ۱۲ مياشتو راهيسې ډولډونګ ولري. په ياد مو وي چې د استوګنې قانون د ۶۰ ب مادې له مخې (نه پېژندل شوو کسانو ډولډونګ) په دې برخه کې نه منل کيږي.

-       لږ تر لږه له اتلس مياشتو راهيسې يې هره اونۍ ۳۵ ساعته د ټولنيزې بيمې ورکوونکی کار کړی وي. يوازې مور يا يوازې پلار ته د دې ساعتونو شمېر ۲۰ دی.

-       له تېرو ۱۲ مياشتو راهيسې يې له جاب‌سنټر يا سوسيال څخه مرسته نه وي اخيستې.

-       تر A2 کچې پورې يې جرمني ژبه زده وي.

-       جرمني ته د ۲۰۱۸ کال د اګست مياشتې له لومړۍ نېټې وړاندې راغلی وي.

-       خپله (او د ژوند ملګرې/ملګری) يې د تذکرې،‌ پاسپورت يا لایسنس په شان د هويت د ثابتېدو سند ولري. يا هم ثابته کړي چې د سند ترلاسه کولو هڅه يې کړې ده خو توانېدلي نه دي.

-       که خپله (يا يې د ژوند ملګری/ملګرې) په انټګراڅيون کورس کې ګډون کړی وي؛ بايد هغه يې په برياليتوب پای ته رسولی وي.

-       که د ښوونځي په عمر ماشومان ولري؛ بايد هغوی ښوونځي ته ولاړ شي.

-       په خپله (يا يې د ژوند ملګری/ملګرې يا بچيان) يې کوم جرم نه وي کړی.

  •       خپله (د ژوند ملګری/ملګرې) يې له ترهګريزو او توندلارو بنسټونو سره تړاو ونه لري.
  • ............

 

جرمني د ټولنيزو بيمو يو ډېر ښه سيستم لري. د دې سيستم له مخې ټول کسان د بېکارۍ، ناروغۍ، پالنې ته د اړتیا، په کار کې د پېښو يا حادثو او په لوړ عمر کې د مفلسۍ د ګواښونو پر وړاندې بيمه کيږي

د جرمني د بيمې سيستم له پينځو ستنو جوړ شوی دی:

-       روغتيايي بيمه (Krankenversicherung): روغتيايي بيمه د ناروغۍ او امېدوارۍ پر مهال د درملنې لګښت پر غاړه لري

-       د اوږدمهاله پالنې بيمه (Pflegeversicherung): دا بيمه د هغو کسانو د پالنې او ساتنې لګښتونه پر غاړه اخلي چې د اوږدې مودې لپاره پالنې ته اړتيا ولري

-       د پېښو بيمه (Unfallversicherung): دا بيمه د هغو پېښو لګښتونه ورکوي چې د کار پر مهال پېښيږي. همدا شان که څوک د کار له کبله ناروغ شي؛ دا بيمه يې لګښتونه پرې کوي

-       د بېکارۍ بيمه (Arbeitslosenversicherung): دا بيمه د هغو کسانو د ژوند لګښتونه پرې کوي چې بېکاره کيږي او پیسې ونه لري.

-       د تقاعد بيمه (Rentenversicherung): د تقاعد بيمه هغه مهال ستاسې د ژوند لګښتونه درکوي چې د ډېر عمر يا ناروغۍ له کبله نور د کار جوګه نه وئ

د تقاعد، پېښو، پالنې او بېکارۍ لپاره تاسې د خپل کار د ادارې له لوري په اتومات ډول بيمه کېږئ. په دې برخه کې ټاکنه نشته. البته په روغتيايي بيمو کې د دولتي او خصوصي بيمو تر منځ يوه ټاکلای شئ.

................

 

 

 

 

 

 

په المان کښې په شخصي او لږ مصرف تحصیل:

لیک: محمد عاصم مایار

لکه څرنګه چې د بورسونو تعداد کم دی او ځینې دوستان په اقتصادی لحاظ دا وړتیا لري چې په بهر کښې په شخصي مصرف لوړې زده کړي وکړي نو ومې پتیله چې د شخصي مصارفو له لارې د لوړو زده کړو ښه او ارزانه فرصتونه درسره شریک کړم. دا به تاسو سره مرسته وکړي چې په قانوني توګه اروپایي هیوادونو کښې زده کړې او تګ را تګ وکړئ.

 

په المان کښې معمولا پوهنتونونه فیس نه اخلي ( بعضې شخصي او د Baden Württemberg ایالت پوهنتونونه یې بیا اخلي، تاسې کولای شئ ډیر نور پوهنتونونه انتخاب کړئ) نو په همدې اساس په المان کښې تحصیل ډیر ارزانه دی. تاسو مکلف یاست د خپل ځان مصارف تامین کړی او په پوهنتون کښې تر داخلې اخیستلو وروسته المان ته د زده کړو لپاره لاړ شئ. پروسه داسې ده چې :

 

۱. باید د خوښې رشته او پوهنتون د انترنت له لارې په خپله پیدا کړئ

۲. د داخلې اخیستلو شرایط یې ولولئ او د غوښتنلیک ورکولو وخت یې معلوم کړی، تر څو په همغه مشخص وخت کښې ورته د خپل غوښتنلیک اسناد ولیږئ

۳. د داخلې په وخت کښې اسناد عموما په انلاین سیستمونو له لارې جمع کیږي، او ځینې پوهنتونونه بیا اصلی غوښتنلیک ( امضا شوې فورمې) هم درڅخه غواړی چې تاسې کولای شئ د پوست له لارې یې ورته واستوئ

۴. انتظار وباسئ تر څو ستاسې د داخلې سرنوشت معلوم شي. تاسو کولای شئ په څو پوهنتونونو کښې خپل اسناد جمع کړی او پس له ځوابه تصمیم ونیسئ په کوم یوه کښې زده کړې وکړئ

۵. تر ځواب اخیستلو وروسته، به تاسو د بانک سره د ایمیل په زریعه اړیکه ونیسئ او د اکونت جوړولو فورمې به له ډک کولو وروسته د پوست له لارې وراستوئ. له یو دوه هفتو وروسته به ستاسو اکونت جوړ شي او د ایمیل له لارې به بانک تاسو ته احول درکړي. تاسې بیا د یو کال پیسې (8000 یورو) به له عزیزی بانک څخه ورته ترانسفر کړئ. د دغو پیسو سند به سفارت ته د پوهنتون د داخلې له اسنادو سره د ویزې لپاره تحویل کړئ چې مطمین شي، تاسو د‌ځان مصارف تامین کولای شي

۶. له دې وروسته پروسه نژدې بشپړه ده او تاسې به د المان له سفارت څخه ویزه تر لاسه کړئ. د ویزې لپاره فکر کوم سفارت ستاسو څخه د الماني ژبې د کورس د ثبت نام سند هم غواړي چې تاسې کولای شي هغه په کابل کښې د ګویټه انستیتوت څخه تر لاسه کړي. که چیرې ستاسو ویزه رد شوه بیا به بانک ته بله فورمه ډکوي او اصلی به یې د پوست له لارې ورته رالیږئ تر څو بیرته خپلې پیسې تر لاسه کړئ.

۷.‌ دا پیسې ستاسو خپلې دي، یوازې تاسې دومره حق لري چې د میاشتې تر 800 سوه پورې ترې د ځان د مصرف لپاره واخلي. نورې د پوهنتون له خوا بلاک کیږي

۷. د دوهم کال لپاره هم باید تاسې په بانک کښې 8000 یورو ولرئ. تر څو ستاسو ویزه تمدید شي او تاسې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړئ. تاسو کولای شئ د درس په جریان کښې کار هم وکړئ تر څو د بل کال مصارف مو په خپله پوره کړئ.

 

د دې لپاره چې ستاسو شک لیرې شئ، درته ویلی شم چې زما خپل دوه - دری ملګري په همدې ډول په المان کښې زده کړې کوي. او نورو هم خپل غوښتنلیکونه پوهنتونونو ته استولي دي. . د زده کړو تر څنګ کار هم کوي او د مصرف څخه اضافه پیسې بیرته کورته لیږي. راڅخه غوښتنه یې وکړه چې د ډیرو مسجونو او پوښتنو لپاره یې دلته نوم ذکر نکړم که نه له ستاسو سره مې معرفي کول. نو که تاسې هم لږ زحمت وباسئ کولای شئ په همدې توګه په المان کې لوړې زده کړې وکړئ.

ڼوټ: دا معلومات تاسو د منبع  Mohammad Assem Mayar  په ذکر کولو سره کاپی کولای شئ.

د دې لپاره چې پروسه تاسو ته اسانه شي ، په راتلونکي کښې به هغه قانوني ارګانونه در وپیژنم چې تاسو سره په دې برخه کښې د لږ فیس په اخیستلو مرسته کوي. د یادولو وړ ده چې ډیری پوهنتونونه اوس د همغه ارګانونو څخه محصلین مني او ځینې یې بیا شخصي هم غوښتنلیکونه مني.

ستاسو د بریالیتوبونو په هیله.

-
بېرته شاته