(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پښتو لنډیو کښې

[04.Jul.2021 - 10:07]

په پښتو لنډیو کې رامداد خان د ژوند او مرګ یو څرک لیدل کېږي. خو لږو خلک د ده په اړه معلومات لري.

وارد رامداد د پګړۍ تیر شو

نور مومندان دې پګړۍ نه په سروینه

رامداد خان مہمند د درګۍ (مالاکنډ) په کوپر کې دهری چندکلي اوسیدونکی و. د پلار نوم يې څرګند نه دی خو مور يې د راڼیزو ( یوسفزو) قام نه وه.

رامداد دي دا ځلي خداي جوړ کړي

د هري چن خور يې سنډا حلاله وينه

راڼیزی په سوات او سمه کې پراته دي چې د مالاکنډ چاپېره کلیو نه به د اشنغر ښیرازو زمکو ته کرکروندې لپاره ورتلل. رامداد خان زمکه وال خو د نورو په پرتله يې د خپلو کروند ګرو سره انصاف کاو. یو وخت ده په سخاکوټ او غنی ډیرۍ کې هم زمکې واخیستې خو د راڼیزو دا کار خوښ نه شو او څو خانانو د ده خلاف پخپلو کې لاسونه یو کړل. د درګۍ پیرانو او خرکي والو د ده په وینو لاسونو رنګولو ته مټې راونغښتې.

دوی څو قاتلان په هغه لاره پټ کینول چې رامداد خان به پرې د ښکار لپاره، د خپل ورور غزن سره تیریدو. ښایی په بیدیا کې یو جنګ وشو چې رامداد خان پکې ووژل شو.

پاس په اسمان راشه رامداده

د کلي لارې راڼیزو نیولې دینه

موريې تودې ډوډۍ سړی کړې.

رامداد د زرکو ښکار ته تللی رابه شينه.

په دغه جنګ کې غزن په خپل اس ژوندی ووتلو خو وړاندې ورته نور کسان پټ ناست وو.

غزنه اسپه دې ړنده شه

څومره په تېښته دې خپل مرګ ته رسوینه

غزن چې جنګ کړي شړۍ لنګ کړي

رامداد چې جنګ کړي شال په ولو واچوینه

اخوا په کلي کې د رامداد خان د ویشتلو سره دا اوازه هم خپره شوه چې دی د حملې نه ژوندی وتښتیدو.

د غرو لمنې پسې ګورئ

رامداد د تیښتې سړی نۀ دی مړبه وینه

 

د رامداد د مرګ د خبر پخلی وشو نو نو په کلي ویر ګډ شو.

د رامداد خان د مرګ اواز شو

پاس په اسمان کې زاڼو وران کړل قطارونه

خوريی مخ سر په وهلو شين کړو

چي د رامداد د مرګ آواز يې واوريدنه

 

داسې روایت دی چې د رامداد مړی د یو لوی چینار لاندی په ګولیو سوری وموندل شو.

د خونړی چينار د لاندی

رامداد سلګۍ کړی خور يې څڼي شوکوينه

مور يې کوڅه په کوڅه گرځي.

 

د رامداد غم لېونۍ کړې وير کوينه

چې رامداد خان دې پرې وژلو

ټوپکه مات شې د اهنګر په سندانونه

رامداد دې دا ځلي خدای جوړ کړي

که دوباره په وطن جنګ و مړ دې شینه

رامداده خړې جامې وکړه

کوپرته راشه راڼیزۍ دې یادوینه

د ملاکنډ بازاره وران شې

تاکې خرڅیږي د رامداد د کور شالونه

مور یې بلۍ پۀ بلۍ ګرځي

رامداده زویه میلمانه راغلي دینه

میاندي دي داسي زامن راؤړي

لکه رامداد چي رانړيزي راوړي وونه

رامداده څيري ګريوان راشه

په کوپر راشه جينکي دي یاده وينه

کټ يې په لوړه غونډۍ کيږدئ

وړي وړي خان خيلي سترماتوينه

 

د رامداد خان قبر په هریچند کې وو چې اوس پرې د ښوونځي ودانۍ جوړه ده.

رامداد خو نشته یاد يې شته دی

ټول راڼیزي په رامداد خان فخرکوینه

 

صفیه حلیم

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پښې کۀ مې ستړې شوې جذبو منزل ته لار لږه ده 

زه چې بائېنلۍ حوصلو منزل تــــــــه لار لــــــــږه ده 

 

زړه به پخپله د شپې اوچوي سپين سبا به راشي 

اې زمـــا اوښـــــکو پــــــــښتنو منزل ته لار لږه ده 

 

د حق اذان ته اوس غــــوږ کيږدۍ همسفر ملګرو 

ستم زپلو ليونو منــــــــــزل تـــــــــــــــه لارلــــږه ده 

 

تاسو پراتۀ به ئېۍ ترڅو په خــــــــزانــــو د وطن 

اې ښامارانو غلچکو منــــــــزل ته لار لــــــــږه ده 

 

ارماني وايي دې خواږه خـــــواږه پروا نشته دې 

حساب به کيږي د ترخو منـــــــــــزل تــه لار لږه ده

(محمد اسلام ارماني)

 

 

 

 

 

 

 

 

««««««  د ملي وحدت ستر امام. »»»

ستا کمې به پوره نه  شي   تر  قيامت

تاتره    وې    تاتره    د    ننګ.   غيرت

د قلم نه دې قربان سوچ نه لوګې شم

ستر عاشق  وې  د افغان  ملي وحدت

لوڅې پښې دې مزلونه  په اغزو  کړل

په تکل  وې  پښتون  قام له  د  راحت

د بچو  نه  درته  ګرانه  پښتونخوا  وه

تر مرګي دې پرې او ونه کړو مصلحت

ته اميد  وې  د  سهار.   د     رنړا ګانو

د سبا ستوری نه  لوړ  وې  په  عظمت

تر   ابده    به    ياديږې     تر      ابده

په خلوص   وفاايثار    او.    محبت

د شعرونو  نه دې داسې  محسوسېږي

خبردار   وې  په   انجام  د خپل ملت

تا به ویل ستاسو بقا په کلک  تړون ده

جدا نه شې د  يو  بل په  هیڅقیمت

د ډالرو په تيارو   کې  رانه  روک   شو

د سبا.   ستوری     ځلانده.    نصيحت

لږ راستون شه لږ راستون شه کبیر جانه

لر و بر  درته   يو    شان.   يو    ملامت

د آمو  نه    تر    جهلم   اورونه  بل  دي

پښتانه  پراته په   وينو    کې   لت پت

اوښکې وچې د خيبر او  هندوکش  کړه

کړه په ګوته  پښتون   قام   ته حقيقت

کفن      وشلوه.    راپاسه.    کيبر جانه

د پرون نه دې   نن   زيات  دې  ضرورت

د نفاق اورونه  مړه   د   پښتونخوا  کړه

پريښته  شه   لر   و   بر   کې  د  رحمت

د   قلم. خاوندان.     ډير     دي.   دراني

کبير ستوري ستر  امام   وو   د   وحدت

شبيردراني

-
بېرته شاته