(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سناتور

[09.Jul.2021 - 13:32]

سناتور عثمان کاکړ 

شهید محمد عثمان کاکړ د سردار عبدالقیوم خان سرګړي کاکړ زوی چې په کال ( 21.06.1961)  د محکومې پښتونخوا په مسلم باغ کې وزېږېده. لومړنۍ زده کړې یې په مسلم باغ کې تر سره کړې  او په کال ( 1981)  د پنجاب د بهاولپور ښار اړوند په ټیکنیکل کالج کې داخله واخیسته او د نوموړي کالج درې کلنه دوره یې په بریالیتوب سره تر سره کړه د بهاولپور د کالج تر فراغت وروسته یې بیا لا نورو لوړو زده کړو ته مخه کړه او د کویټې په سائنس کالج ( 1983-1984)  کې یې ( بي ' ایس ' سي ) وکړه.

ویل کیږي چې په همدغه کال او همدغه دوره کې یې د محصلینو د کالج په قومي غورځنګ " تنظیم " کې غړیتوب تر لاسه کړ او سیاسي قومي مبارزه یې د هغو محرومیتونو پر ضد پیل کړه چې د بهاولپور په پنجابي کالج کې ورسره مخامخ شوی و.

دغه ځوان پښتون زلمی لا د سټوډینډ ارګانیزیشن فعال غړی و چې د جنرال ضیاءالحق پوځي دولت د ملي او سیاسي ګوندونو په کړنو او فعالیت بندیز ولګاوه او د همدې بندیز په ترڅ کې د پښتونخوا عوامي ګوند د جنرال ضیاءالحق ددغه غیرې جمهوري او ناروا عمل پر وړاندې لاریون وکړ خو پوځیانو په لاریون کوونکو برید وکړ  او اته تنه لاریون کوونکي یې شهیدان کړل.

تر دغه برید وروسته د عثمان کاکړ مبارزه نوره هم د ظلم او ظالم نظام پر وړاندې ګړندۍ او غښتلې شوه او په کال (1978)  کې چې کله د پښتونخوا د عوامي ګوند کانګره جوړه شوه نو شهید عثمان خان کاکړ په کې د محصلینو د تنظیم د لومړي سکرټر په توګه وټاکل شو.

شهید عثمان خان کاکړ د سیاسي فعالیت تر څنګ خپلې زده کړې هم کولې او د کوټې د قانون له ( لا کالجکالج څخه یې د وکالت د ( ایل ' ایل ' بيډیګري هم تر لاسه کړه او همدا ډول یې د وکالت سره سم د بلوچستان له پوهنتون نه په ریاضیاتو کې هم د ماسټرۍ دیپلوم نر لاسه کړ.

 د همدې کال ( 1978 مپه ترڅ کې د ګوند صوبايي غونډه په ګلستان کې وشوه او ښاغلی عثمان خان کاکړ د صوبایي سیکرټر وټاکل شو.

په کال ( ۲۰۰۶ مکې د ګوند بله کانګره د کوئټې د ایوب سټیډیم په احاطه کې وشوه نو ښاغلی عثمان خان کاکړ د نوموړي ګوند صوبایي مشر یا صدر وټاکل شو د ( 2013 مد کانګرې وروسته د مرکزي سکرټریت سره سره بیا هم صوبایي مشر وټاکل شو.

تر پورتنیو کلنو وروسته یعنې له ( 2015 نه تر 2021 مپورې بیا د پاکستان په مرکز اسلام برباد کې یې د یوه پښتون سناتور په توګه ښه په نره او زړورتیا د پښتون او افغان ولس په ننګه او ملاتړ له ویاړه ډکه سناتوري او د خپل محکوم ولس نماینده ګي وکړه.

د همدې کال د مارچ پر لسمه نېټه ( 10.03.2021)  چې کله د دوبي رخصتي پیل کېده ښاغلي عثمان کاکړ په ټولو سناتورانو او د پاکستان په دولت غږ وکړ چې د څارګرې او جلادې ادارې ( لی ' لیس ' ایله خوا ورته نېغ په نېغه د مرګ او ترور ګواښونه شوي دي او اعلان یې وکړ چې که سر ته یې هر ډول تاوان راپېښ شو نو قاتلان یې واردمخه لا معلوم دي او د پاکستان د استخباراتو اداره ده

د ()  پر اولسمه نېټه یې  پر کور ( کويټه) په داسې وخت کې برید وشو،  چې ښاغلی عثمان د خپلې یوې کوچنۍ دولس کلنې لور سره یواځې په کور کې و او نور د کور غړي یې په چکر د مسلم باغ کښې خپل بل کور ته تللي وو.

په ۲۰۲۱/۶/۱۷ مه نېټه ېوه ډله  پټ مخي  جلادان ماښام ته نږدې څه کم اوه بجې پر کور ورننوتل څو تنو په غیږ کې ټینګ ونیوه او نورو پر سر د تومانچو پر اسپنیزو کونداغونو تر هغې وواهه چې بې هوښه شو او  پر ځمکه پرېوت پټ مخي جلادان چې ښه ډاډه زړه د کاکړ صیب له کوره ووتل

کاکړ صیب د کورنۍ غړو  او د ګوند ملګرو د عبدالمناف په نوم یوه روغتون ته یوړ شېبه وروسته ته یې د ډاکتر نجیب په نوم بل روغتون ته یوړ او بیا یې د سیټي په نوم بل روغتون ته یوړ دوه ورځې وروسته یې کراچۍ ته یوړ او د اغاخان په روغتون کې یې بستر کړ.د 2021کال دجون په یویشتمه د غرمې پر دولس نیمو بجو یې سا ورکړه.

ارواښاد شهید عثمان خان درې زامن او همدا یوه لور لري د ګوند او د کورنۍ د غړو د وینا پر بنسټ په پام کې نیول شوې ده چې د جون پر ۲۳ د چهارشنبې په ورځ به په مسلم باغ کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

 

  ډېره کی  پښتنو/ افغانانو په ټولنیزه رسنۍ هیله لري چې دغه ویاړل په کندهار کې خاورو ته وسپارل شي. Sanator Usman Khan Kakar

-
بېرته شاته