(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مقري

[09.Jul.2021 - 13:35]

دعبدالله مقري ژوند لیک:

لیک:میرخان مقری
د هیواد حماسي شاعر، لیکوال هنرمند عبدالله مقری د مولوی عبدالوهاب زوی د ۱۳۳۲ هجري لمریز کال د غويي( ثور) میاشتې ۲۸ د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په کوچال کلي کې په یوه دینداره کورنۍ کې دې دنیا ته سترګې وغړولې

لومړنۍ زده کړې یې په دیني برخه کې د خپلې سیمې اړوند مدرسه کې ترسره، وروسته بیا د منځنیو زده کړو په موخه کندهار ولایت ته ولاړ او د منځنیو زده کړو تر بشپړولو وروسته په کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت کې یې رسمي دنده پیل کړه

ارواښاد عبدالله مقري د هغې لیونی مینې له وجې چې له خپل هیواد او خلکو سره لرله د رسمي دندې ترڅنګ حماسي شعرونه هم لیکل، ددې لپاره چې د هغه شعرونه حماسي و او په شعرونو کې یې د وخت ناخوالې، د خلکو او هیواد درد بیان شوی و، نو د وخت د سیاسي حالاتو او ناخوالو له وجې هیڅ یو سندرغاړی دې ته حاضر نشو څو د هغه شعرونه د سندرو په بڼه ووایي، او ارواښاد یې دې ته اړ کړ څو خپل حماسي شعرونه او ترانې د ښې اغیزې په پار په خپل آواز ووايي، چې  لومړی ځل یې د افغانستان په ملي راډیو ټلویزیون کې د سندرو په بڼه د خپلو لیکل شوو شعرونه ثبت پیل کړ او تر دې دمه یې څه باندې ۱۴۰ غږیزو او ویډیويي سندرو څخه زیاتې ثبت او د افغانستان له ملي راډیو ټلویزیون څخه خپرې شوي چې له دغو حماسي سندرو څخه یوه هغه چې د افغانانو پر ژبه ده ( دا د آزادۍ خاوره) سندره ده

په هیواد کې د ۷۰ لسیزې کورنیو جګړو د نورو افغانانو په شان ارواښاد عبدالله مقری هم کډوالۍ ته مجبور کړ چې لومړی کوزې پښتونخوا او بیا  متحده عربي اماراتو ته ولاړ. د کډوالی په وخت کی یې شاوخوا ۱۲۰ کسېټونه ثبت کړل چې د خپلې هیوادنۍ مینې تنده به یې ورباندې ماتوله. عبدالله مقري د ژوند، هیواد او افغان ولس ناخوالۍ، د کډوالۍ ژوند او نورې ترخې شیبې د شعر په ژبه او خپلو سندرو کې ویلي او هغه یې د خپل دردمند زړه د دردونو کمولو او د ملت د راویښولو او یووالي یوه وسیله بیان کړې

ددې ترڅنګ نوموړي په خپلو سندرو کې د افغانانو د ویښولو او خوځښت په پار داسې چیغې زمزمه کړي چې کولای شي د هغوی لپاره یو لوری وټاکي

مرحوم عبدالله مقری د هیوادنۍ مینې له وجې په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې بیرته هیواد ته راستون شو، ځکه هغه افغانستان لیلی او ځان یې د هغه مجنون باله

له ارواښاد عبدالله مقري څخه هیواد ته له فرهنګي او معنوي میراث پرته دوه لوړنې او پینځه زامن پاتې دي چې یو زوی يې میرخان مقری د موسیقي په ډګر د خپل اروښاد پلار د پاتې آرمانونو د پوره کولو لپاره کار کوي.

 

د هیواد نوموتی حماسي شاعراو هنرمند عبدالله مقری د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي (جوزا) میاشتې په ۳۰ نیټه په کابل کې د ورپیښې ناروغۍ له کبله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې 

کړې

روح یې ښاد، په ګور یې نور او یادونه یې تل پاتې»

-
بېرته شاته