(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اویغور څوک دي

[13.Jul.2021 - 10:21]

او یغورڅو ک دي ؟

لیک: ډاکتر لطېف ېاد

اویغور ترک توکمه ( ترک نژاده ) خلک دي چې دچین دسینګ کیانګ ( شین جیانګ ) په ایالت کې اوسیږي چې ختیځ تر کستان هم ورته وایي . دشین جیانګ د ایا لت مرکز داورومچي ښار دی اورومچي به اویغوري ژبه څړځای یا  هغه ځای ته ویل کیږي  چې شنه واښه  ولري   .

یو زیات شمیر اویغوردشین جیا نګ  ایالت دکاشغر ، ختن ، تورفان ، کارامي، بینینګ او شیهزي سیمو کې هم استوګنه لري. پرشین جیانګ  سربیره یو شمیر اویغور په قزاقستان ، قرغیزستان ، روسیې ،اوکراین . سعودي عر بستان  او دمنځني ایشیا په هیوادونوکې هم میشته دي او ځیني نوریې لویدیزو هیوادونو ته هم کډوال شوي دي . مشهور تاریخپوه رشید الدین فضل الله ( ۱۲۴۷-۱۳۱۸) زیږدیز /میلادي  په خپل کتاب جا مع االتواریخ کې  داویغورانو په اړوندلیکي  چې داویغورویي ( کلمه )په ترکي  ژبه  کې  دپیوستون او مرستې په معنا دی.

په تاریخي کتابو نو کې راغلي دي چې دترکانو مشهور خان اغوزخان نهه زامن درلودل چې او لاده یې داویغورپه نامه سره یادیږي

په اسلامي دایرة المعارف کې داغوز په اړوند راغلي دي .غز عربی ویی دی چې دترکانو اوغز قبیلوته ویل کیږي  او داهغه ستر قوم و چې په شپږمې میلادي پیړۍ کې یې  هغه قبایل چې په چین کې اوسیدل ترتورې بحیرې پورې دیوې امپراتورۍ په توګه رامینځ ته او یو مو ټی کړل. ، دغه قوم دبیلابیلو قبیلو نه جوړشوی وو چې له یو بله سره یې قبیلوۍ اختلافونه درلودل اوددغه قوم بیلابیلې طایفې په لاندې دول وې: اغوز، اویرات، آرلاد، جلایر، تاتار، قنقرات، قیات، کرائیت، او مغول.

اویغوران لرغونی تاریخ لري او دوی ادعا کوي چې ددوی تاریخ څلوزره کلن دی

پر اویغورانو دتاریخ په اوږدو کې اعرابو، چنګیزخان  مغول او چینایانوبریدونه کړي دي. اعراب دسعد ابن ابی وقاص په مشرۍ پر چین باندې دبریدونو په لړ کې ددوی سیمه فتحه کړې وه او په چنګیزیانو کې کبلی خان پر دوی برلاسی تر لاسه کړ. دچین دمنچو امپراتورۍ په ۱۸۸۴ زیږدیز/ میلادي کال چیني تر کستان سیمه  تر خپلې ولکې لاندې راو ستله

داویغورانو ژبه اویغوري ده او په عربي لیکدود ( رسم الخط ) لیکله کیږي او  دترکي ، فارسي او عربي  ژ بې  ویونه  پکې  لیدلی شو

یووخت زه ډیر ه موده  پخوا داوزبکستان هیواد ته په یوه علمي سفر تللی وم او د ازبکستان علومو اکا ډمۍ په میلمستون کې او سیدلم. دلته دشین جیانګ دپوهنتون یو استاد  چې په خټه اویغور  و هم د اوز بکستان دعلومو اکا ډمۍ  په بلنه راغلی و . دده نوم عبد الشکور توردي و .ده ماته دیرش یا دوه دیرش کلونه وړاندې داویغور دخلکو په وړاندې دچین دحکومت دمظالمو کیسې وکړې او ډیر سخت ویریده .ماته به یې ویل زما دا کیسې بل چاته ونکړې . دی ډیر میلمه پالونکي انسان و ، ما او ده به یو ځای دسهار چای او ناشتا په ګډه سره جوړوله او ده ددشین جیانګ نه دځانه سره ډیره وچه میوه لکه غوزان ، کشمش  اوبادام راوړي وو او ماته به یې دچایوسره یوځای ایښودل.   ښایی هغه استاد چې په هغه وخت کې سپین ږیری و مړ شوی به وي که مړوي الله دې وبخښي

په اویغورانو کې  دملي ګرایی او مذهب پالنې جذبه پیاوړې ده. دوی ترکانو ته  زیات درناوی لري او پردې ویاړي چې ددو ی توکم  او نژاد سره شریک اوګډ دی

اویغوران په مجموع کې دښه چلند خاوندان دي که څه هم غریب ساتل شوي دي ، دغالیو اوبدلو صنعت پکې وده کړې ده. ددوی مجموعي شمیر دولس ملیونه تنه ښودل شوی دی.

په  اوسني وخت کې دچین حکومت پر دوی ډیر بندیزونه لګولي دي  اودوی ته یې  ځانګړي پنډغالي او کمپونه جوړ کړي دي .ویل کیږي چې همدا اوس  ددوی یو ملیونه تنه په پنډ غالو کې بندیان  ديدچین حکومت له دوی نه ویره لري چې  ددوی  سخت دریځي  او بیلتون پالنه به دچین رژیم ته ګواښونه ورپیښ کړي .   

-
بېرته شاته