(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ټایسن

[13.Jul.2021 - 10:27]

نیل ډیګراس ټایسن وايي. ساینسي کشفیات د دین له نظره له درې مرحلو تیریږي. اوله مرحله کې دین ورسره سخت مخالفت ښيي. دوهمه مرحله کې بیا وايي چې دین ورسره اختلاف نلري. په دریمه مرحله کې بیا وايي چې زمونږ دین خو دا خبره له شروع کوله. ځینې وخت ددې مرحلو مینځ کې ډیر نسلونه او ډیر وخت تیریږي. زاړه یې په هماغه زړه عقیده مړه شي او نوي یې بیا نوې شیان مني.

مثلاً تر دا څو لسیزو مخکې اسلامي دیني عالمان پدې موافق وو چې ځمکه فرش ده. خو نن یې یو زیات شمیر قران داسې تفسیروي کومسې چې ناسا وايي. یعنې ۱۳۰۰ کاله ځمکه فرش وه خو ۱۴۰۰م کال کې ځمکه کروي ته ورته شوه. داتیرو ۱۳۰۰ کالو کې چې څومره تفسیرونه شوي ځمکه پکې فرش ښودل شوې خو نویو کې اوس کروي ډوله ښودل کیږي. په بله معنا ۱۳۰۰ کاله مسلمان عالمان پدې عقیده وو چې ځمکه فرش ده. همدغسې ایولوشن هم ورو ورو دینو ته ورننوځي. په غرب کې مې ډیر مسلمانان ولیدل چې په جینیټیکس او نورو بیالوژیکي علومو کې تحقیق کوي او وايي چې ایولوشن یو داسې حقیقت دی لکه ۲+۲=۴. ملایان یې ځکه نه مني چې پدې علم کې یې زده کړه او تحقیق نه دی کړی. څو لسیزې وروسته به قران داسې تفسیر شي چې ایولوشن به هم په یو شکل ومني. د هغه وخت دیني عالمان به بیا وايي چې ایولوشن خو ۱۴۰۰ کاله مخکې خدای په قران کې ذکر کړی. لکه نن چې د ځمکې د کرویتوب په معنا ایتونه ترجمه کوي هغه وخت به بیا د ایولوشن په معنا ایتونه ترجمه کوي. بیا به وايي چې قران کې دا ټکۍ لیکل شوی او د دې ټکي معنا دا شی ده او دا شی په عربي کې ایولوشن ته وايي. لکه نن چې ځینې زاړه دیني عالمان ځمکه لا هم فرش ګڼي دغسې به سبا هم ځینې زاړه ډیني عالمان ایولوشن نه مني

د اسلام او عیسویت یو فرق دا دی چې عیسویان د خپل کتاب توري بدلوي تر څو له نني عصر سره یې برابر کړي ولې مسلمانان بیا د خپل کتاب تفسیرونه بدلوي تر څو له نني عصر سره یې برابر کړي. خو نتیجه د دواړو یوه ده. دواړه د خپلو خدایانو خبرې بدلوي. که د قران د نن تفسیر د ۸۰۰ کاله مخکې له تفسیر سره مقایسه شي نو ډیر فرق به پکې ولیدل شي بالخصوص د ساینس او پيښو ته د توجیهاتو په اړه. مثلاً د لمر د ډوبیدو په اړه ټول زاړه تفسیرونه وايي چې د خټو په چینه کې ډوبیده خو نوي تفسیرونه د ساینس په مټ بیا دا بل ډول تفسیروي. یا مثلاً هغه وخت وینځې ساتل یوه عادي خبره وه ځکه نو په هغو دیني متنو کې به د پیغمبر او اصحابانو د وینځو په اړه ډیر څه ووینئ. خو نن چې وینځې ساتل یو غیرانساني کار ګڼل کیږي د نن تفسیرو کې به پدې موضوع کې کم معلومات ووینئ او یا به هم ددغو وینځو ساتلو توجیهات پکې وګورئ

وروسته له قرانه د اسلام صحیح کتابونه بخاري او مسلم دي. تاسې هغه ولولئ او بیا یې له نویو تفسیرو سره مقایسه کړئ چې څومره توپیر سره لري. په بخاري کې داسې حدیثونه هم شته چې یو نورمال انسان به یې هیڅکله هم ونه مني مثلاً یو ځای کې وايي چې لمر هر ماښام د الله د تخت د سیوري لاندې په سجده کیږي او زاري کوي تر څو سبا د بیرته راختو اجازه وکړي. که محمد خبر وای چې ځمکه کروي شکله ده او د لمر شاوخوا تاویږي نو هیڅکله به یې هم داسې خبره نه کوله.

لنډه دا چې اسلام داسې دین نه دی چې د انتقاد یا ورسره د مخالفت یا ردولو څه پکې نه وي. برعکس ډیر داسې شیان شته چې یو شمیر خلک یې ورسره نه مني. اوس که تاسې دغه خلک تهدیدوئ او ضرر ور رسوئ نو دا مشکل په تاسې کې دی او هر نورمال انسان به مو په ضد غږ اوچتوي. په یاد لرئ چې دین سره مو تر هغه څوک مشکل نلري تر څو چې تاسې پرې نور ونه ځوروئ او نه یې په هر څه کې ننباسئ.

لیس الجمال بالثیاب تزیننا ان الجمال جمال العلم والادب

لیس الیتیم الذی قد مات والدہ بل الیتیم یتیم العلم والحسب

ددې عربی بیت پښتو ژباړه:

ښـایست په جامو نه دی چې انسان پر ې  ځـان ښـایسته کړي ،بیشکه اصل ښـایست د علم او ادب ښـایست دی.

یتیم هغه نه دی چی پلار یې مړ وي،بلکې یتیم هغه دی چې د علم او ادب نه شاته پاتې وي .

 

دامیر حبیب الله خان په اړوند ویل کیږی چې شپږشلې ( ۱۲۰)میرمنې یې درلودلې ، غازي امان الله خان خو په خپل مرګ په ایټالیی کې وفات شوی و.

-
بېرته شاته