(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دهېواد سیلوګانې

[13.Jul.2021 - 10:29]

دهیواد د  سیلوګانو شالید !

لیک: محمد نواب ویساند

وړمه ورځ  مې  په فسبوک کې د کابل د سیلو د کمپلکس انځور تر سترګو شو . د یوې لمړنۍ اړتیا په توګه  د ډوډۍ ارزښت  ته په کتو مې غوره وګنله ، چې د هیواد دسیلو ګانو اړوند څانګو ( الواتور ، ژرندو  ، ډوډۍ  پخلنځیو )   شالید اوهم  د ناخالص محصولاتوله مخې  د خوراکي صنایع په جوړښت  کې  دسیلوګانو ، د  ټولې صنایع په جوړښت کې د خوراکي صنایع  او په پای کې  د ملي اقتصاد په  اډانه   کې د ټولې صنایع  سلنه   تاسو سره شریک کړم  .  د ۱۳۶۳  ل کال  شمېرو پربنسټ  د ملي اقتصاد په  جوړښت  کې  دناخالصومحصولاتو له  مخې  د هیواد   صنایع ۲۱،۵۹ سلنه جوړوله   او د ټولې  صنایع  په جوړښت  کې د خوراکي  صنایع   ونډه  ۱۸،۶۵ سلنې ته رسیدله ، خود خوراکي  صنایع  په جوړښت کې  د سیلوګانو  ونډه  یواځې   ۱۳،۵ سلنه  کېدله  . د سیلوګانو کمپلکس  د درې اساسي برخو ( الواتورــ ژرندو او د ډوډۍ پخولو څانګو ) څخه متشکل  وي

ـــ    په شپېتمو لمریزو کلونو کې په ټول هیواد کې د ۲۵۱،۸ زړه ټنه غلودانود ساتلو ظرفیت  شتون  درلود ، چې  یواځې  ۵۱،۸ په سلو کې غلې  دانې  ( غنمد سیلوګانو اړوند عصري الواتورو او  هم   په هرات  ولایت کې ساتل کېدلې .

  ـــ  د اوړو تولیدونکو پنځه  لویوفابریکو  د وخت د سپکو اوخوراکي صنایع وزارت  په چوکاټ  کې  کار کاوه ، چې   دوه  ژرندې  د کابل  سیلو کمبینات  اړوند ،  په مزارشریف ، قندهار اوپلخمري کې یوې یوې  د اوړو  فابریکو فعالیت  درلود . په ټولیز ډول دغه فابریکو په یوه شپه اوورځ کې ۶۴۰  ټنه اوړه تولیدولای شول .

ـــ   د کابل ښار د سیلو کومبینات په  ۱۳۳۳ــ ۱۳۳۶  ل کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد په  تخنیکي ــ اقتصادي مرسته  جوړ  شو،  د هیواد  په کچه  یو د ډیرو عصري فابریکو څخه  شمېرل کېدل ، چې په  ورپسې کلونوکې  یې د ریکونسترکشن په ترڅ کې  د تولیداتوکچه  لا پراختیا وموندله . د ډوډۍ او  قنادي موادو د تولیدولو ظرفیت یې په یوه شپه او ورځ کې ۷۲ ټنه ته ورسید . پدغه فابریکه کې چې څه دپاسه ۲۰ــ۲۴ ډوله ډوډۍ او کولچې  تولیدېدلې  ، د ۵۰ زره ټنه په ظرفیت الواتور او په ۲۴ ساعتونو کې د ۴۰۰ ټنه په ظرفیت د اوړو د تولیدلو دوه  عصري  ژرندې  یې هم درلودلې  . 

ددې تر څنګ  ، پدې فابریکه کې په یوه شپه اوورځ  کې د ۱ ــ  ۱،۵   ټنه  د مالګې  تصفیه او چاڼ ، دروژې ( خمیره)، د اوړوګډولو، د لمدو  اوړو بېلولو او د  ډوډۍ  پخولو ،سړولو اولیږدولو څانګې درلودلې   . 

د کومبینات په دننه کې د نیمکاره او پخو موادو د لېږد  لپاره  د کراچیو لوی پارک او همدا ډول د ترمیم او ولډنګ او داسې نورو  څانګو هم شتون درلود  . 

د نوموړې  فابرېکې د ۷۰ ــ ۸۰ په سلو کې  تولیدات   وسله وال  پوځ ،   دولتي ادارو ، ښوونځیو ، روغتونونواو د داسې نورو ادارو  او پلورنځیو  ته  ورکول کېدل   .  

په  ۱۳۶۳ ل کال کې د مزارشریف د ښار د سیلو فابریکه  ، چې د ۲۵ ټنه ډوډۍ پخولو ورځني ظرفیت  یې درلود  په کار پیل وکړ . ددې فابرېکې  اړوند  ژرندې   ورځنی تولیدي ظرفیت ۶۰  ټنه  ا وړه  ود ۱۳۴۴ ــ ۱۳۶۴  ل کال  د کابل سیلو کمپلکس کې او په دوو ورستیو کلونو کې د د بلخ د سیلو په فابریکه کې په ټولیز ډول په منځنۍ توګه   ۸۸،۸  فیصده ډوډۍ د عادي  ا وړو  او ۷،۶ فیصده سپینه ډوډۍ  ،  ۳،۶ فیصده  نور ډول ډول    قنادي محصولات ( کلچې ، روت ،  کیک  اوداسې  نورد لمړۍ درجې  اوړو  څخه  ترلاسه  کېدل  .

خوله بده مرغه  نوموړې  فابرېکې په تېره بیا د کابل ښار  د سیلو کمبینات ، چې د اقتصادي پلوه یې خورا زیات ارزښت درلود  د کورني جګړو له  امله  زیانمن  او له کاره  وغورځول شو  .  که چېرې دا او دې ته ورته  نورې  فابرېکې له سره  ورغول شي . هم به مو د صنایع سکتور وده موندلي  وي ،  هم  به مو د اومو موادو تولیدونکي  لپاره  مارکېټ برابر شوی وي   او هم  به  د وزګارتیا د کچې   ټیټولو او د نرخونو د کنټرولو سره ستره  مرسته شوي وای

د ډوډۍ  د لګښت  څومره والی د هیوادونو د اقتصادي  پرمختیا پورې  نېغ  په نېغه تړلی دی ، په پرمختللي هیوادونو کې دنورو خوراکي توکو د تنوع   له  امله  د ډوډۍ لګښت  کم  دی . خو په ټوله کې د ډوډۍ لګښت  د ۳۰۰ ــ ۳۵۰ ــ ۵۰۰ او آن  تر ۶۰۰  ګرام  پورې  په  هره ورځ  کې د سړي سر لګښت جوړويپه افغانستان کې د اقتصاد د ټيټې کچې له امله   ډوډۍ د وګړو اصلي خوراک ګڼل کیږی ، خو په خواشینۍ سره اوس مهال  ډېرو هیوادوالو  ته  په  مړه  ګېډه و چه   ډوډۍ  هم  نه  رسیږي   . د یوې سرچینې په حواله  ، یو سړی  د ژوند په اوږدو کې په منځنۍ توګه   ۷۰۰۰  کیلوګرام  ډوډۍ مصرفوي

ددې لپاره چې کروندګرو ته  د غلو دانو ډاډمن  بازار پیداشوی وي  ، اړینه ده ، دولتي  ، مختلط  یا خصوصي  سکټور  په اتو لویو ښارونو کې  د اوس لپاره  د حد اقل یو پر پنځمه برخه د هیوادوالو او رسمي ادارو د ډوډۍ اړتیاوې د فابریکوي  صنایع  په کاراچولو سره  تآمین  کړي .په دې کار سره به دنورو ښېګڼو تر څنګ د ونو او بوټو د پرېکولو د مخنیوي له لارې د چاپيریال ساتنې سره هم مرسته شوي وي .

-
بېرته شاته