(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غني خان پښتون

[13.Jul.2021 - 10:44]

(( غني خان د خپل دور نابغه شخصيت او پښتون صوفي))

د پښتو ادبي سوسايټۍ اسلام آباد د ننۍ دستوره د اکادمي ادبيات پاکستان اسلام آباد په رايټر هاوس کښې صدارت سيد محمود احمد , مشر ميلمه پير عبدالقيوم مسود (نقشبندي ) اعزازي ميلمه دافغان سفارت اسلام آباد کلتورآتاشي ښاغلى حضرت ولي هوتک ووـ نظامت ليکونکي اقبال حسين افکار ترسره کړه هم هغه د قرآن پاک د سوره عصر د تلاوت نه غونډه شروع کړه د غونډې په ړومبي پړاٶ کښې مشر ميلمه محترم عبدالقيوم مسود (نقشبندي ) په تصوف او د تصوف رموز د قرآن پاک او حديث پاک په رڼا کښې بيان کړل په دې لړ کښې محترم عبدالقيوم نقشبندي د پير روښان ـ رحمان بابا ـ خوشحال خان خټک ـ امير حمزه خان شينواري او غني خان ـ علامه اقبال او نورو کلاسيکي شاعرانو شعرونه د خپل علمي بحث په دلالت کښې راوړل محترم عبدالقيوم نقشبندي وويل چې غني خان د خپل دور ډير نابغه شخصيت وه خو متاسفانه د هغه په فکر فلسفه هغه هومره کار نه دې شوى ـ زما د علم پوهې مطابق لوې ولي وو ـ غني خان د صوفيانه اصطلاحات روايتي نه دي بلکې د خپلو صوفيانه فکر د اظهار دپاره روايات جوړ کړي دي عبدالقيوم نقشبندي زياته کړه چې غني خان ډير په جرآت ډيره په ساده پښتو ژبه په ځانګړي او منفرد اسلوب کښې بيان کړي دي چې خوږلت هم لري او زړه راښکونکي هم دي د يو تپوس په جواب کښې عبدالقيوم نقشبندي وويل چې انسان د شريعت د باطني پاکۍ په لاره سميږي او روحاني کيف مومي په دې موقع محترم مشتاق الرحمان شفق او محترم آياز خان مندوخيل اوناظم سبزعلي خان سرتور د غني خان د شعرونو په حواله په بحث کښې برخه واغسته اووې ويل چې غني خان د رسا پارسا فکر لوې پښتون فلسفي شاعر وو ـ د غونډې مشر سيد محمود احمد وويل چې د محترم عبدالقيوم نقشبندي د علمي بيان نه روستو نه ښايي چې څه ووايم ولى چې دداسې شخصيتونو خبرې عام خبرې نه وي زه ډير خوشحاله شوم چې پير عبدالقيوم نقشبندي صيب دلته راغلو د غني د شاعرۍ په حواله دومره ګټورې علمي خبرې وکړې سيد محمود احمد تصوف مونږ ته د خداې د مخلوق سره د مينې درس راکوي هم دا لاره مينې او آمن لاره ده ـ په دويم پړاٶ کښې د پښتو ژبې د ياد محقق اديب او شاعر ډاکټر اقبال نسيم او دښاغلي آياز خان مندوخيل د پلار د م،ر،شفق د خوريي په وفات د غم رازۍ قرار دادونه وړاندې شو او فاتحه د خداې بخښلو دپاره ولوستې شوه ـ دغه رنګ د ليکونکي اقبال حسين افکار د کورودانې شاعر ملګري کامران شاه کامران د روغې سټې دپاره فاتحه ولوستې شوه اعزازي ميلمه د افغان سفارت اسلام آباد کلتور آتاشي ښاغلي حضرت ولي هوتک د پښتو ادبي سوسايټۍ د ملګرو ادبي کلتوري هسې وستايلې هغه وويل چې د ادب او کلتور د انسانانو ترمينځ مينې ورورګولۍ له وده ورکوي حضرت ولي هوتک زياته کړه چې پاکستان افغانستان دوه اسلامي ګاونډي وروڼه ملکونه دي د مذهب سره زمونږ کلتورونه او زړونه يو دي هغه په شاعرانو اديبانو زوړ راوړو چې د ادب د لارې د آمن سولې دپاره کار وکړئ ښاغلي حضرت ولي هوتک وويل چې ډير زر به مونږ ستاسې دپاره په سفارت ادبي دستوره راجوړه کړو په دې موقع د سوسايټۍ ملګرو د آغلې کلثوم زيب او آغلې نورين شمع او ساجده تنها د کتابونو د مخ کتنې دستوره " درې ميرمنې پنځه کتابونه " تر عنوان لاندې کولو منظوري ورکړه په آخير کښې مشاعره وشوه چې ورکښې ښاغلي عبدالحميد زاهد ـ سيد رحمان ساهد ـ  داود بخت مندوخيل ـ افتخار مومند ـ احسان الله محسني ـ احساس خټک ـ غلام حسين محب ـ سبز علي خان سرتور ـ رحيم خان مجروح ـ وقار علي شاه درياب ـ اقبال حسين افکار ـ مشتاق الرحمان شفق خپل خپل کلامونه واورول له دې سره په اجلاس کښې محترم شوکت حيات خان ـ محترم امتياز شاه ـ محترم آياز خان مندوخيل ـ محب الله خان مندوخيل ـ محترم الياس خان آف بټل ـ پروفيسر ډاکټر انعام ـ عبدالمتين خان او نور ګڼ شمير سپيځلو پښتانه شريک وو غونډه د ماسخوتن په نهه بجې وپايده

په درناوي : اقبال حسين افکار

-
بېرته شاته