(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ولسمشر

[18.Jul.2021 - 18:39]

په (مرکزي او سویلي آسیا: سیمه ایز اتصال؛ ستونزې او فرصتونه) نړیوال کنفرانس کې د جمهور رئیس غني وینا/ ژباړه : میراحمد ېاد

جمعه، د جولايي ۱۶مه، ۲۰۲۱ازبکستان، دوشنبه 

بسم الله الرحمن الرحیم

جمهور رئیس میرضیایف، لومړی وزیر عمران خان، ښاغلی بورېل، بېلابېلو وزیرانو، د نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو مشرانو، اغلو، ښاغلو او ملګرو، 

د اتصال په زیاتره قاموسونو کې داسې تعریفېږي: (اتصال هغه وسیله ده چې په مرسته یې انفرادي ترمینلونه، کمپيوټرونه، موبایلونه او محلي شبکې له نړیولې شبکې سره وصل کېږي.) ډيجيټلایزیشن، مصنوعي ځيرکتیا، د وسایلو انټرنېټ او د څلورم صنعتي انقلاب ټکنالوجۍ هغه تسریع کوونکي عوامل دي چې (له امله یې) ښايي ۲۰۳۰ کال د ۲۰۲۱ په پرتله ډېر زیات بدل کړي. نړې (په دې لور) ډېره چټکه روانه ده

 لومړي، دویم او درېیم هر یو صنعتي نقلاب د سیمې، نړۍ او دولتونو ترمنځ د فضا، وخت او د قدرت د اړیکو ژور بدلوونکي وو. یو لوی توپير دا دی چې یورو-اسیا قاره د دې تسریع کوونکو عواملو په مرکزي بستر بدله شوې او دغه عوامل د یورو-اسیا قاره له یوه جغرافیايي مفهوم نه، په قاره يی اقتصاد بدلوي چې دا د ۲۱مې پېړۍ یو د پام وړ بدلون دی. دا روښانه ده چې د کوېډ-۱۹ ویروس د راوړلو بدلونونو له امله به زموږ د ټولو په ژوند کې د سیمو او دولتونو اغېز لوړېږي

اتصال زرګونه کاله د انسانانو ترمنځ اړیکو او د کلتورونو او تمدنونو ترمنځ هغه رامنځته شوې شبکې ته ویل کېده. د دې شبکې په مرسته خلکو له نورو سره په همکارۍ او تقابل کې د خپل هویت د پرتلې لپاره نښې رامنځته کولې. دا چې لومړي او دویم صنعتي انقلاب د نړۍ د ډېرې برخې تسخیرولو لپاره وسایل رامنځته کړي وو، نو په دې خاطر کلتورونه هم د تقابل ډګرونه شول. د ګډ پرمختګ امکان له څلورم صنعتي انقلاب سره رامنځته شوی او دا هغه سرعت رامنځته کولای شي چې اړتیا ورته لیدل کېږي، خو که چېرې زموږ سیمه په راتلونکې لسیزه کې دغه رامنځته شوی فرصت ضایع کړي، نو (زموږ او پرمختللو هیوادونو ترمنځ) شته واټن به لا ډېر زیات شي

نو دغه وخت په همدې خاطر، دې ته د ورته نورو وختونو په څېر د فرصتونو، خطرونو، تلاطمونو او ګواښونو یو ترکیب دی. له افغانستانه د متحده ایالاتو او ناټو د ځواکونو له وتلو وروسته چې د سیمې هیوادونه له دې فرصتونو او ننګونو سره ډول چلند کوي، دا چلند د سیمه ایزې همکارۍ یا تقابل پر لیدلوري ژور اغېز کولای شي

د جولايي له ۸مې تر ۱۵مې پورې زما یوه کاري اونۍ موږ ته د فرصتونو او ننګونو یوه کړکۍ را پرانیزي. دغه کړکۍ، په کابل او ولایاتو کې له ښځینه او نارینه هیوادوالو سره زما د کتنو او ملاقاتونو له امله پيدا شوه. فرصتونه په دې ډول خلاصه کولای شوو

1. زموږ د متحده ایالاتو او ناټو شریکانو (له افغانستان تر وتلو وروسته) ډېر زیات وسایل پرېښي، د همکارۍ او ملاتړ قوي ژمنې یې کړي او (موږ سره) د راتلونکي لپاره د اړیکو نوی فصل پرانیزي. ښاغلی بوریل (د دې لپاره) له تاسې مننه کوم. د باګرام هوایي ډګر ته زه د دې میاشتې په نهمه نېټه لاړم، یوازې د دې میدان ارزښت تر ۳ میلیارده ډالرو اټکل کېږي. دا په تېرو لسو کلونو کې د نړۍ یو ډېر بوخت هوايي ډګر و. موږ پلان لرو چې باګرام او نور نظامي هوایي ډګرونه، د سوداګرۍ او اتصال پر مرکز بدل کړو. په سویل کې د خوست او په شمال کې د مزارشریف په پررونقه ښارونو کې چې ما د سفرونو پر وخت خپلو خلکو پانګونې لیدلي، دا خلکو ته د باعزته ژوند زمینه برابروي. زموږ خلکو خپلې ټولې شتمنۍ ځان د فقر ختمولو او د باعزته ژوند جوړولو لپاره په کار اچولې دي

2. د دولت په توګه موږ د کورنیو اصلاحاتو او سیمه ایزې همکارۍ په مرسته د سولې، ثبات او هوساینې یوه روښانه لیدلوري ته ژمن یوو. زموږ کورنيو اصلاحاتو کې د حکومت له ډيجیټل کولو نیولې، پر بودیجې او عوایدو بیاکتنې، د پراختیایي پروژو تطبیق او اوبو لګولو د سیستم تر رغولو پورې ډېر موارد راځي. زه خوښ یم چې د همدې میاشتې په ۱۰مه نېټه مې، د خوست په نوي پرانیستل شوي هوايي ډګر کې د خپلو ۱۶۱ هغو هیوادوالو هرکلی و چې له متحده ایالاتو په مستقیم پرواز کې راغلل. دا زما یوه ارمان و چې پوره شو. زه د جمهور رئيس میرضیایف د سیمه ایزو پروژو له بشپړ وړاندیز سره همنظره یم

3. د دولت او ملت په توګه، له طالبانو سره د شخړې یوه سیاسي حل ته رسېدل، زموږ ملي لومړیتوب دی. د یوه مستقل، متحد، ولسواک، سوله ایز او متصل افغانستان هدف د سیمې او نړۍ په کچه منل شوی دی. موږ (د سولې لپاره) واضح نقشه لرو، خصوصاً له فارن افیرز سره زما په مرکه کې (وړاندې شوې ده). په دې نقشه کې د سولې اعمار، سوله کول، د سولې حکومت جوړول او د ولس په اراده د سولې ټينګښت دی، معنی دا چې زما د ځای ناستي لپاره به ټاکنې کېږي چې د هیواد زعامت ترلاسه کړي. موږ همدارنګه د افغانستان د دایمي بې‌طرفۍ ساتلو لپاره اجماع رامنځته کوو او په دې برخه کې ستاسې ملاتړ غواړو

4. زموږ د طبیعي شتمنیو (له کانونو، نفتو او ګازو نیولې تر د تجدید وړ حرارتي، اوبو، لمریزې او بادي انرژۍ) لپاره قانوني چاپېریال قانوني چاپېریال رامنځته شوی دی. موږ په میګاواټونو نه، بلکې په ګیګاواټونو انرژۍ غږېږو. موږ د جولايي په ۸مه نېټه، د کانونو د قراردانونو یوه لړۍ اعلان کړله او د همدې میاشت په ۱۰مه مو تر سلو ډېرو رغنیزو قراردادونو تدارکاتي پروسه نهايي کړه

5. د افغانستان اسلامي جمهوریت د مشروع او د اساسي قانون پر بنسټ ولاړ حکومت په توګه او همدارنګه د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه قوي ولسي ملاتړ لري. د ټکنالوجۍ په برکت مې په ټول هیواد کې، هر ساعت له والیانو او امنیتي او دفاعی مسوولینو سره خبرې کړي چې په خپلو ځواکونو او د مصارفو په کمولو او موثریت تمرکز وکړو. دا خوښۍ ځای دی چې زموږ د ځواکونو په صفوفو کې د دواطلبانه جلب و جذب کچه لوړه ده

ګواښونه ځان څنګه را څرګندوي؟ 

1. په داسې حال کې چې د کوېډ-۱۹ وبا زموږ ژوند ګواښي او وچکالۍ مو معیشت له ګواښ سره مخ کړی، طالبانو هم په ټول هیواد کې د ویجاړونکو بریدونو څپه را پيل کړې ده. دوی (طالبانو) له متحده ایالاتو سره د سیاسي حل لارې خپلولو د ژمنې پرخلاف چې په لړ کې یې د نړیوالې ټولنې او لویې جرګې په غوښتنه ۵۰۰۰ بندیان آزاد شول، دوی له هغو بندیانو د دې بریدونو د لښکر په توګه کار واخیست. له ۵۰ ډېر لوی قاچاقبران چې د نړیوالې ټولنې په غوښتنه آزاد شول، هغوی دغو بریدونو ته مالي ملاتړ برابروي

2. د عامه شتمنیو تخریب؛ د ۲۶۰ ودانیو ویجاړول او په سیستماتیک ډول یې نښه له منځه وړل د هغوی (طالبانو) د تخریب ښکاره نښه ده. موټربمونه، د سرک غاړې ماینونه، هدفي وژنې، د ټولنې د رهبرۍ په کچه د ښځو ترور او د جنګي اسیرانو بې محکمې خپله سره اعدام د دوی موخې جوړوي. د هغوی (طالبانو) دې اقداماتو سلګونه زره خلک ښارونو او امن ولایاتونو ته، تللو ته اړباسي. طالبان یوازې تسلیمي غواړي

3. استخباراتي اټکلونه ښيي چې په تېره یوه میاشت کې له پاکستانه ۱۰ زره جهادي جنګیالي له پاکستانه راغلي دي او همدارنګه د پولو پورې ترهګریزو سازمانونو له لوري د دوی ملاتړ ښيي. د معتبرو نړیوالو سازمانونو څارونکي پر دې نظر توافق لري چې طالبانو له ترهګرو سازمانونو سره د خپلو اړیکو د پرې کولو لپاره هېڅ نه دي کړي

4. هغوی (طالبانو) د خپل سیاسي دفتر د اعلامیي خلاف چې په کې یې ویلي وو په ښارونو او د ولایاتو په مرکزونو به بریدونه نه کوی؛ خپل بریدونه زیات کړل او هڅه کوي چې ښارونه په لوږې او قحطۍ کې ډوب کړي

5. د لومړي وزیر عمران خان او د دوی د جنرالانو د هغه اطمینان خلاف چې ویل یې د طالبانو له لوري د افغانستان اشغال د پاکستان په ګټه نه دی او پر طالبانو د نفوذ د قوت په مرسته یې د خبرو اترو مېز ته راوړي؛ خو کومې شبکې او سازمانونه چې د طالبانو ملاتړ کوي، په ښکاره ډول د افغانستان د شتمنیو او د افغانانو د وړتیاو د تخریب هرکلی او ستاینه کوي

دا وضعیت د افغانستان ولس، دولت او زموږ سیمه ایزو شریکانو ته په څه معنی دی؟ 

موږ د افغانستان ولس او حکومت په اوسني حالت بشپړ تمرکز لرو او ژمن یو چې د ملت او دولت په حیث خپله بقا تأمین کړو. د خدای (ج) په اراده او د وطندوستۍ پر قوي حس په اتکا سره، دا باور لرو چې ننګونې په فرصت بدلولای شوو. موږ پر خپلو ځواکونو او د مصارفو د کمولو او موثریت د تمرکز پر اساس طالبانو او د هغوی ملاتړو سره تر هغه وخته مقابلې ته چمتو یوو چې هغوی درک کړي او پوه شي چې سیاسي حل لاره یوازینۍ لاره ده

له الجزایرو، عراق، لبنان، سوریې، یمن او نورو هیوادونو اخیستو سبقونو ته په کتو، په دې هیلو یوو چې یوې مطلقې جګړې ته د ورتللو مخه ونیسو. په همدې خاطر پر طالبانو غږ کوو چې له دولت سره یوځای شي او اوسنۍ جګړې او ویجاړونکو بریدونو ته د پای ټکی کېږدي. همدارنګه له پاکستانه هم غواړو چې د خپل نفوذ او فشار نه سولې کولو او د دښمنۍ د ختمولو لپاره کار واخلي

طالبانو سره د توپير ښودلو لپاره به موږ په دولت جوړونه، مارکېټ جوړونه او د سولې په اعمار کې خپل اصلاحات ګړندي کړو. موږ نړیوالو بشردوستانه قوانینو ته ژمن یوو او خپل ملي غبرګون به د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر رهبرۍ لاندې بسیج کړو. د ننني کنفرانس له موضوع سره سم به موږ هم په سافټویر او هم په هارډویر بڼه اړیکو کې پر سیمه ایز اتصال او همدارنګه د هغه پر حاکمیت اجماع رامنځته کولو لپاره هلې ځلې چټکې کړو چې د سیمه ایز اتصال د پروژو او برنامو د چټک ډيزاین او تطبیق لپاره اړین دي

موږ له سیمې غواړو چې استعجالیت درک کړي. اخیستل شوي سبقونه ډېر واضح دي: له سیمه ایزې اجماع او ملاتړ پرته سوله نه راځي. هیله ده چې افغانستان ته د اسیا د بالقوه څلورلارې له لیدلوري وګورئ، چې موږ زرګونه کاله د تمدنونو، کلتورونو، توکو، مفکورو او خلکو د لېږد مرکز په توګه پاتې شوي یوو

موږ له تاسې خواخوږي نه غواړو، بلکې ستاسې په خپلو هیوادونو کې د ثبات او سوکالۍ په راتګ او له موږ سره د ګډو ګټو لپاره په میکانیزم کې ستاسې د خپلو ګټو تعریف غواړو. د سیمه ایز اتصال منل او د ګړنګ له غاړې د طالبانو او د هغوی د ملاتړو د راستنولو لپاره د سیاسي لارې ملاتړ، د ټولو په ګټه دی

جنګ ته د افغانستان ورتګ، شدید تلاطم ته د سیمې د وړلو په معنی دی، نو د سیمه ایزې ګټې له لیدلوري باید پاکستان په فوري او منسجم شکل همکاري وکړي

د افغانستان ولس ماته دا ویاړ راکړی چې د هغوی خدمتګار ووسم. هغوی په دې تمه ده چې زه یې په ویاړ او منطق استازولي وکړم. دا هغه ویاړلی ولس دی چې تل یې د له منځه تللو او نږدې فاجعې راتللو په اړه د استعماګرو مقاماتو، جنرالانو او مفکرینو اټکل ناسم ثابت کړی دی

اجازه راکړه چې یوه خبره په واضح ډول وکړم: سره د دې چې زموږ ولس او دولت زما په رهبرۍ سولې ته ژمن دي، خو زموږ ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه زموږ د خاورې او ولس د دفاع سپېڅلې دندې ته دوام ورکوي... ځکه د آبادۍ ونه بالاخره د وطنپرسانو په وینو پايي

مننه

16.07.2021

-
بېرته شاته