(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هغه ورځ چې امیرکبیر..

[24.Jul.2021 - 22:50]

هغه ورځ چې امیر کبیر وژړل

لیک: سید عبیدالله نادر

د فیسبوک د ملګرو څخه اخیستنه او په پښتو  کې یې ژباړه د ملایانو د پاره د پند او عبرت او د عصری علم او فن د هڅونۍ احساس ورکول

...............

۱۶۸ کاله د مخه لمړنۍ واکسیوناسیون د امیر کبیر په فرمان پیل شو ، یو څو ورځي وروسته یې امیر کبیر ته خبر ورکړلو ،چې د ایران دیني علماوو یعنی ملایانو په هیواد کې داسي پرو پاګنډه خپره کړي ده ، چې د واکسین د وهلو یا اخیستلو په ذریعه پیریان د انسان په وینه کې ننوځي ، امیر کبیر حکم وکړو چې، هر څوک واکسین نه کوي ، باید پنځه تومانه جریمه ورکړي ،خو د ملایانو د خبرو اثر په خلکو کې ډیر زیات وو ، هغوي چې پیسي درلودلي او بډایان ول ،هغوي پنځه تومانه ورکړل ،او د واکسین د اخیستلو څخه یې ځانونه معاف کړل ،هغوي چې هیڅ نه درلودل په کورو کې پټیدل ، وروسته د یوه مودې نه څو تنه یې د امیر کبیر محضر ته راوستل ،چې د هغوي ماشومان د واکسین نه اخیستلو له وجهي د چیچک په مرض اخته او بیا مړه شوي وو ، امیر کبیر د حاضرینو به مخکي په ژړا پیل وکړ ، مرزا آقا خان په ورو امیر کبیر ته نژدی شو او وي ویل : چې د دوي بچیان خو د دوي د خپلي نادانۍ په وجهی مړه شوي ،امیر کبیر وویل : د دوی د نادانۍ مسوول هم مونږه یو ، که مونږ په پوره اندازې سره مکتبونه جوړ کړي وای ،نو ملایانو به خپل د ټګی او مکر څادر ټول کړی وای ، په ریښتیا چې د ملتونو د پرویتو او غورځیدو او وروسته پاتي کیدو دوران هغه وخت پیل شو ،چې د سالم تفکر ځای (تقلید)،او د کوښښ او تلاش ځای( دعا )،او د لوړو آرزوګانو د تصوراتو ځای( قناعت) او د رسیدلو او پرمختګ د ارادۍ ځای (قسمت) ونیو

-
بېرته شاته