(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په اخر وخت کښې

[24.Jul.2021 - 23:05]

 قال رسول الله : يَأْتِي فِي آخِرِ الزَّمَانِ قَوْمٌ:

په اخیر وخت کې به یو ډله یا قوم راشي :

 

د پیغمبر ص د ارشاداتو په رڼا کې خوارج به د لاندې ځانګړتیاوو درلودونکي وي

۱ - حُدَثَاءُ الأَسْنَان.

 

۱ کم عمره او تنکي ځوانان به وي

۲ - سُفَهَاءُ الأَحْلاَمِ .

 

بې حکمته او نادان به وي

 

۳ - يَقُولُونَ مِنْ خَيْرِ قَوْلِ البَرِيَّةِ .

بهترین احادیث او اقوال به نقلوي

۴ - يَقْرَءُونَ الْقُرْآنَ لَا يُجَاوِزُ حَنَاجِرَهُم.

 

قران شریف به لولي پداسې حال کې چې له مرۍ نه به یې نه ښکته کیږي

۵ - يَقْتُلُونَ أَهْلَ الإِسْلاَمِ .

 

اهل الاسلام (مسلمانان به وژني

۶ - وَيَدَعُونَ أَهْلَ الأَوْثَان.

بت پرستان او مشرکین به پریږدي (فقط او فقط د مسلمان امت سره به دښمني پالي

۷ - يَخْرُجُونَ عَلَى حِينِ فُرْقَةٍ مِنَ النَّاس.

 

د مسلمانانو د اختلاف په حال کې راڅرګندیږي او د مسلمانانو تر منځ اختلاف ته لمن وهي

۸ - تَحْقِرُونَ صَلاَتَكُمْ مَعَ صَلاَتِهِمْ وَصِيَامَكُمْ مَعَ صِيَامِهِمْ وَعَمَلَكُمْ مَعَ عَمَلِهم .

 

ستاسو لمونځ، روژه او اعمال د خپلو لمونځونو، روژو او اعمالو په وړاندې سپک ګڼي

۹ - يَتَعَمَّقُونَ فِي الدِّينِ حَتَّى يَخْرُجُوا مِنْه.

 په جزیاتو او مسایلو تر هغې کچې بحث او سختي کوي چې پدې کار سره ځانونه له دین څخه اوباسي.  

 

۱۰يَخْرُجُونَ عَلَى خَيْرِ فِرْقَةٍ مِنَ النَّاسِ.

 

همیشه به د بهترینو خلکو سره په جنجال او بحث اخته وي

۱۱ - يَدْعُونَ إِلَى كِتَابِ اللَّهِ وَلَيْسُوا مِنْهُ فِى شَىْءٍ .

 

شعار به یې د الله ج کتاب وي مګر د هغه څخه به زیاته فاصله لري

۱۲- انْطَلَقُوا إِلَى آيَاتٍ نَزَلَتْ فِي الكُفَّارِ، فَجَعَلُوهَا عَلَى المُؤْمِنِينَ .

 

کوم ایات چې د کفارو په حق کې نازل شوی وي په مسلمانانو به یې تطبیقوي

۱۳- كُلَّمَا خَرَجَ قَرْنٌ قُطِعَ أَكْثَرَ مِنْ عِشْرِينَ مَرَّة.

 

هر ځل به په قوت سره راڅرګندیږي او بېرته به کمزوري کیږي  چې شل وارې به دا کار دوام پیدا کوي.  

۱۴- يَقْبِضُ العِلْمَ بِقَبْضِ العُلَمَاءِ، حَتَّى إِذَا لَمْ يُبْقِ عَالِمًا اتَّخَذَ النَّاسُ رُءُوسًا جُهَّالًا .

 

اکثریت به علم له ځان څخه زده کوي او د هیڅ عالم څخه یې نه زده کوي او مشران به یې جاهلان وي

۱۵- فَسُئِلُوا فَأَفْتَوْا بِغَيْرِ عِلْمٍ فَضَلُّوا وَأَضَلُّوا.

 

کله که وپوښتل شي بغیر د علم او پوهې  څخه به فتوې ورکوي خپله ګمراه (بې لارې) دي او نور هم ګمراه کوي

۱۶- يُحَدِّثُونَكُمْ مَا لَمْ تَسْمَعُوا أَنْتُمْ، وَلَا آبَاؤُكُم.

 

هغه خبرې به په ژبه راوړي چې هیڅ وخت تاسو او ستاسو پلرونو نه وي اورېدلي

 

{{رواه البخاری ((ش۳۳۴۴و ۱۰۰و۳۶۱۰و۳۶۱۱و۵۰۵۸و جلد۹ص۱۶)).

/مسلم (ج۲ص۷۴۱ج۱ص۱۲.

/ابن ابی عاصم السنة ش۹۳۰.

/ابوداود ش۴۷۶۵.

/ابن ماجه ش ۱۷۴.

-
بېرته شاته