(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

درې لنډې لیکنې

[28.Jul.2021 - 10:44]

سید عبیدالله نادر

محسن داوړ پاکستان ته !

که طالبان هوښیاردي ، نو خپل حکومت ورته وروسپارئ ،د پښتون ژغورنۍ مخکښ غړی د طالبانو په اړه د پاکستانی چارواکو وروستیو څرګندونو ته په غبر ګون کې وییلي :چې که طالبان په رښتیا هم هوښیار او ځیرک دي ، نو پاکستان دي ورته د خپل حکومت واک وروسپاري ،څه موده وړاندی د پاکستان بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو یو شمیر رسنیو سره په خبرو کې طالبان هوښیار خلک یاد کړي ،او ویلي دي چې دغه ډله تر پخوا ډیر ښه شوي ،

بل ځای په خپل فیسبوک پاڼه کې محسن داوړ لیکلي : ترهګر طالبان د پاکستان په بیلو بیلو ښارونوپه ګډون کویټي کې په آزادانه توګه ګرځي ،دا ډول تکبر د دولت د رضایت نه پرته امکان نه لري ،د افغانانو او زرګونو زمونږ وژونکي ،په ښکاره ملاټړ کیږي ،موږ به د دا ډول ځان وژني په شان سیاستونو مخالفت ته دوام ورکړو ،

بیا محسن داوړ په نهم د جولای ۲۰۲۱ روان کال په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي ،زه له ډیری مودې راهیسی وایم، چې زمونږ  د بهرنیو چارو وزیر د خپل هیواد لږ خو د طالبانو ډیر وزیر ښکاري ،هغه ډله چې له ترهګرۍ بربادۍ پرته بل څه نه لري ، شاه محمود قریشي د هغو ډلو هرکلی کوی ، چې زمونږ د پیژندنۍ او تاریځ ورکولو ته یې مټي رانغښتي ،خو بر عکس د نوموړي له خولي مو هیڅکله د افغانستان منتخب دولت په هکله مثبته خبره نه ده اوریدلي و،

بل ځای میا افتخار حسین په خپله وینا کې چې بار بار په فیسبوکونو او میډیا کې خپره شوي، او ډیرو خلکو لیدلي ، پاکستان ریاست ته په خطاب کې وییلي : (چې اشرف غني منتخب سړی دي د هغه سره سلاح مشوره او خبري وکړئ ،ته طالبانو سره خبری کوی ،ته طالبان مظبوتوی ، ته جنګ مار مظبوتوی ، ته دهشت ګرد مظبوتوې ، دا ستا کومه ناوړه پالیسي ده ،)

د پښتوژغورنۍ غورځنګ او د پاکستان د ولسي جرګی غړی محسن داوړ وايي : پاکستان یو ځل بیا هغه تیر وتنې تکراروي ،چې د پاکستان تیر او اوسني پوځي مشران پرې پشیمانه دي ،نوموړي زیاته کړي، یو ځل بیا په افغانستان کې هغه تخم کرل کیدل غواړي ،چې پیداوار یې همدلته ریبل کیږي ،داوړ پاکستان حکومت ته په خطاب کې وییلي :مخکي له دې چې ناوخته شي ،د افغانانو وینه بهیدنه باید ودروئ ،

 ..............................................

سید عبیدالله نادر

 

د حکمت نظاره

ډیر ځله به په کوچنیوالي کښي ،چې د خپلو مشرانو تر شا روان وو ،نو د هغوي عادت داسي وو ،چې په لارې کې به یی کوم کاغذ تر سترګو شو ،یا په لارې کې به پروت وو ،هغه به یی په دي نامه چې ګوندی د خدای (ج) یا پیغمبرانو نومونه په کې نه وي ، او د خپو لاندی نه شي ، هغه به یي اوچت کړ او د لارویانو د خپو نه به یی لیري چیرته کېښوده ،څرنګه چې دا عادت راته د خپلو مشرانو نه په میراث پاتي وو ،نو د هجرت په دوران یا په کلنو کې د پیښاور د ټاون د نهر تر غاړه روان وم ،تر مخه می یوه شلیدلي پاڼه چې د ماشوانو د مجلي څخه شلیدلی پرته وه ، ما هم په دي نامه چې د خدای یا رسول نوم پرې نه وي لیکلی ،نو د خپو لاندی نشي نو دا څیرلی پانه می چې د رنګین کمان د مجلی وه اوچته کړه ، چې کاته می دوه څلوریځي ، او یو نعت شریف په کې وو چې دوه څلوریځي یوه یی د حب وطن او بله یی د خدای تعالی په ثنا او صفت کې وه ،دا دوه شعرونه زما وو ،او نعت شریف د بل چا وو ،

نو ماته دا د حکمت نظاره او د پند څخه ډکه خاطره وه ، ځکه د حیرانتیا خبره دا ده چې ګوندی انسان دي یوه پاڼه د ځمکي څخه اوچته کړي ، او هغه دي د خپله د شاعر خپل شعر وي ،دا ۱۳۷۹کال او زما د هجرت شلم کال وو ،چې د دي پاڼي یوه څلوریځه چې د خدای ج په ثنا کې وه ،او د حضرت سعدی صاحب د یو شعر نه په الهام اخیستو سره می وییلي هغه دا ده .

هرورقی د ګلشــن کې ستـا حکمت دی

د بلبلو په ثـــنا کې ، ستــا صـــفت دی

په نظر د عـبرت بین ،په دي چمن کې

هره پاڼه یــــي ، دیوان د مــعرفت دی

.............................................

سید عبید الله نادر

تابلو

د یو کلیوالي ښوونځي چې ودانی یي ډیره زړه وه . د ودانی چار چاپیره دیوالونه

ځینی ځایونه یي سوری وو . د ښوونځي به انګړ کی ماشو مان لوبیدل او خپله د

تفریح موده یي تیروله. د ښوونځی ددیواله څخه بهر څو تنه ماشو مانو چې د تعلیم

څخه محروم وو . خپل د خځلو بو جی ګانی یي پر ځمکه ایښی وي . او د دیواله د

سوری څخه یي دننه د ښوونځي زده کونکو بچیانو ته په ډیر حسرت او آرمان سره

کتل ،چي کاشکی دوی هم په ښوونځي کې وای او ددي ماشو مانو سره یي یو ځای

زده کړه کړی وای او یو ځای لوبیدلای ، او روښانه راتلونکی یي درلودلای.ددي دیواله

د سوری نه څو تنه ما شومانو خپل سرونه داسی وردننه کړي وو چې د یو انځور ګر

یا نقاش دپاره یي ډیره په زړه پوری او د معنی نه ډکه تابلو جوړه کړي وه .

 

 ......

-
بېرته شاته