(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ټایپولوژي

[05.Apr.2022 - 17:01]

لیک: ضیاالاسلام شیراني

ټایپولوژۍ/ ټایپولوژي اصلاً د ډولونو یا کټګوریو پر بنسټ په مختلفو برخو کې د بېلابېلو پدیدو مطالعه، تحلیل او یا هم طبقه‌بندۍ ته ویل کېږي، یا هم د یو څه د ډولونو د ګډو ځانګړنو له مخې سیستماتیکې طبقه‌بندۍ ته ټايپولوژي وايي. 

د ژبې ټایپولوژي (language Typology) د ژبپوهنې يوه حوزه ده، چې د ژبپوهنې په بحث کې هم د طبقه‌بندۍ چاره ترسره کوي؛ دا طبقه‌بندي په اوس مهال کې د مختلفو ژبو ترمنځ د ګډو ټکو د موندلو په واسطه ترسره کېږي. 

په تاريخي ژبپوهنه کې د ژبو ډلبندي د خپلوۍ له مخې وي. د کومو ژبو ترمنځ چې فونيمکي، مورفولوژيکي، وييز او ګرامري همرنګي موجوده وي، د يوې مورينې اولاد ګڼل کېږي او په تاريخې تحول کې يې ورته‌والى ليدل کېږي؛ خو ټايپولوژي په اوسمهال کې د ژبو ترمنځ ګډ ټکي مومي. د دې ګډو ټکو لپاره اړينه نه ده، چې دواړه د يوې مورينې لوڼه وي. د دوو بېلو کورنيو ژبې هم د وييزو او ګرامري مشترکاتو له مخې په يوه کټګورۍ کې راځي. 

مثلا: پښتو د هندو اروپايي او عربي د سامي کورنۍ ژبه ده؛ خو ښايي ترمنځ يې په ځينو برخو کې مشترکات وي، چې Typology يې په يوه ډلبندۍ کې راولي.  

د نړۍ د مختلفو ژبنیو کورنیو د ژبو ترمنځ د ګډو ټکو د موندلو لپاره ټایپولوژي (Typology) لاندې معيارونه کاروي:

1. د فاعل؛ فعل او مفعول د ترتیب په پام کې نیولو سره د ژبو پرتله او ډلبندي؛

2. د عدد او معدود د ترتیب په پام کې نیولو سره د ژبو پرتله او ډلبندي؛

3. د صفت او موصوف د ترتیب په پام کې نیولو سره د ژبو پرتله او ډلبندي؛

4. د مضاف او مضاف الیه د ترتیب په پام کې نیولو سره د ژبو پرتله او ډلبندي؛

5. فعل د زمانو د شمېر ترمنځ د ورته والي په پام کې نیولو سره د ژبو پرتله او ډلبندي؛

6. د سربلونو او نومونو د کارونې د څرنګوالي په پام کې نیولو سره د ژبو پرتله او ډلبندي؛

7. د فعل د ګردان او نه ګردان په پام کې نیولو سره د ژبو پرتله او ډلبندي؛

 فاعل، مفعول او فعل په ترتيب سره مثلا: پښتو او چاپاني (فاعل+ مفعول+ فعل) ژبې دي، چې په دې بنسټ پښتو او چاپاني په يوه ډلبندۍ کې راځي. یا هم د صفت او موصوف په ترتیب فارسي‌دري او عربي (موصوف +  صفت) ژبې دي، چې دواړه په یوه ډلبندۍ کې راځي.

 ټایپولوژي د معاصرې ژبپوهنې یوه نوې موضوع ده، چې د نړۍ د زرګونه ژبو د طبقه بندۍ لپاره یې ځینې لارې چارې واضح کړې دي. دا چې Typology د ژبو ترمنځ مشترکات مومي او له مخې یې د مختلفو ژبنیو کورنیو ژبې له کومې ارثي اړیکې پرته په یوه ډله کې راولي، دا د ویونکو لپاره د یوې ژبې پربنسټ د بلې ژبې پوهاوی اسانوي.

05.04.2022

-
بېرته شاته