(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوه کوره

[05.Apr.2022 - 17:17]

لـــنډه کـــيسه ، دوه کـــوره  

                 لیک: روزي خــان اېــثار

غـاټــول چي کله غرمه له کاره راغلي ، کور يې نعرې کړې 

موره  و موره چيري يې؟

له دالانه يې خور ورا غږ کړ چي ادې د خان صاب کره تللې ده هلته د خان د زوي وا ده  ؤ نن

غاټــول هم خوشحال سو په منډه له کوره ؤ وتلی په يوه لهزه کي د خان تر ګيټ ورسېدی 

چي د خان کره په ګيټ ور دننه سو د کلا پر چاپېريال يې نظر ولګيدلو 

چي و يې کتل د خان په کور کي د اينجونو عجبه لباسونه کړيدي 

ځيني اينجوني په تور سر اتڼ کوي او ځينې هلته په موبائلونو کشې انځورانو اخلي  خو غاټول دغه اتڼ نه و ليدلی تر اوسه 

ځينې اينجوني هلته خوراک کوي د چيشو په پيالو کي غاټول ورته حيران سو 

ځيني اينجوني په موبايلو کي

 د يوې بلې ويډيو ګاني جوړوي  

غاټول لا هم دغه سي حيران ؤ چي دمور غږ يې واو ريدلو 

زويه رازه زو کورته 

غاټو، موري وږی يم 

مور،

 زويه رازه په تيلۍ کي مي بوړ را اخستی دی نو بې وخورې 

غاټــول ، 

موري دلې مړۍ نه خورو؟

مــور، يا يا دلې مونږ چيري پريږدي زويه 

غاټــول او مور په لاري را روان سو 

غاټول له خپلي موره پښتنه وکړله 

مــوري، د دوي ورا څنګه بدله وه زمونږ له ورا ځخه 

دا اينجوني دي وليدې دوي څنګه اتڼ کولو؟  

دوي کمي بدلي ويلي؟  دوي څنګه کالي په غاړه ؤ !

مــور، 

زويه تا نن څو درختي ماتي کړې څو روپۍ د وګټلې؟

غــاټـــول ، 

موره ډيري درختي مي ماتي کړې  خو دکړ ديانو مځکه کلکه ده سمه ماته نه پکي کيږي 

خان صاب ته يوار وايو چي لږ يې اوبه کړي که نيم بيا روزانه نه پکشې کيږي 

مــور،

 زويه ته لږ تېز کار کوه چي څو روپۍ زياتي وګټې نو به را روان کال ستا د سکول فيس هم په ادا کو او لرګي به هم په اخلو 

غاټول ،

 موري د دوي اينجونو څنګه خوراک کولو دا څه ؤ؟

مـــور ، 

زويه هغه مالداره خلګ دي ، د هغو لوڼي مړۍ نه خورو ، هغه شدې ؤ کيلې سره خوري ، او نور له بازاره پاخه خواړه را وړي 

د هغو خوراک ، لباس ، اتڼ او د ورا طريقه له مونږ جلا ده 

غاټول،

ولي دوي پښتانه نه دي؟

مـــور ، 

زويه سرمايه دا نه ګوري چي دوي څوک دي

هغه دکلي په دود نه زي هغه خپل دود دستور لري 

دوي دکلي ونرخ ته نه ګوري ، کلی د دوي و ترخ ته اړ دی د دوي خپل رواج دی 

د دوي اينجونه چي پر ويسار او موبائلونو کشې کم لباس ويني هغه کوي 

دوي زمونږ دغريبانو رنګه نه دي 

غــاټـــول ، 

موره،

 ماته يو ورځ په اسکول کشې استاد ويل چي دغريبانو او خانانو د خوراک او څښاک رسم زله بېل وي 

هغه ويل په دنيا کي چي ټول غريبان دي دا سره خپل دي 

او چي ټول سرمايداره دي دا سره خپل دي 

نو ځکه دخان صاب دکور ښځي د ويسار دخلګو دسرمايداره خلګو رنګه لباس او خوراک کوي

مــور، هو زويه زمونږ او د دوي څه پله اړه شي که څه هم د يوه وطن او ژبي خلګ يو خو بيا هم ډېر تو پير لرو د ژوند په هر کار کشې په سړه ساه يې دغه غاړه ؤ ويله 

       خدای خو ندی بلوچ خان 

       پر مونږ به هم وکي باران 

غاټــول، 

موره مونږ باران څه کوو زمونږ خو هسې هم مځکه نسته 

هابل وار چي باران وشو ستا ياد دي زمونږ کوټه ګړده څه څېدله نو ته بيا څله دباران خواست کوې ؟

باران خو دخدای پاک رحمت دی خو خدای پاک کيدای شي چي زمونږ دغريبانو په جونګړو نه وي خبر يا به نه ور شکاره کيږي ولي چي دخانانو د دې دوني جګو بنګلو مخ ته نو زمونږ خړ کورونه چيرته ښکاري 

 خو د پيسو سوال وکه ، چي بيا نوې کلا جوړه کړو چي نه تو يږي

مـــور، 

غاټول زويه زه هم هغه باران يادوم کم چي ته غواړې، خو زمونږ ژوند په هغه باران هم نه سميږي ولي چي زمونږ هر څه قبظه شوي دي نو چي اسباب نه وي نو به څنګه ژوند بدل شي 

غــاټــول ،

موره ته وار وکه چي زه لوي شم زبه پدا وطن کشې انقلاب را ولم د ټولو خورانو او مظلومانو ژوند به هم داسي برابر شي لکه د دوي غه ، زه به له تعليم سره سره شعوري کار کوم د خوارانو خلګو په فکرونو کشې به سوچونو پيدا کوم بيا به يو لوي لښکر جوړوم بيا ټول خلګ له غربته خلاص شي ، مونږ ته خپل استاد په مکتب کشې کله کله د انقلاب خبري کوي هغه ډيري خوند کوي

-
بېرته شاته