(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو نوی کال

[05.Apr.2022 - 17:24]

دپښتنو نوی کال        
لیک: عالمزېب خلیل / انګلینډ

زمونږ د پښتنو نوی کال د اوړي په سر راځي، چې د غنمو لو وشي.

درمن به تيار شوه ، چې زميندار د دري ښاخۍ الوځلې، نو اکثر به ويل خدايه شوکر، چې کال دي نوی کړو. په درمن کې  به دغوايانو چپې ګرځيدلې.

چې درمن به د غنمو تيار شو، نو د کلي لوې واړو،  ماشومانو، اوستا کارانو اود هر چا به خپله برخه وه 

اوړی به راوان وو، نو بيا به  دمېلو لپاره د غرونو يخ ځاي ته ډلې ډلې روان وو. اکثر به خلک پير بابا ته ، پير ادې سوات بونير او كاكا صيب ته تلل 

او دغلته به لس اته شپې دېره  وو. ناستی به یې کولې، د ځان سره به یې وريژي ، غوړي، غوښه اود خوراک څښاک څيزونه اخستي وو او د نوي کال خوشالۍ  به په يخ ځای کې کولې . په دغه ميلو يا ميله كې به د ځان سره د کلیګي هنرمندان هم بوتللي وو. ټنګ ټکور به هم کولو 

په پير بابا کې به هم جنډا [بیرغ] ختلي او خلکو به د راتلونکي کال د نيک مرغۍ  دعاګانې غوښتلې، 

څوک به ډلې ډلې تيراه ته تلل. د نري بابا زيارت ته، هلته به هم د نوي کال جنډا ختلي ، سندرې او ټنګ ټکور به وو.

. خو مذهبي لا نجو او شخړو زمونږ نوی  کال هم د خاورو سره خاورې کړ.

لږ وړاندې روستو والی دي.    جشن نوروز يا سخي بابا عروس کي جنډا ختل، هغه د سپرلی ورځی دي

او مونږ دلته د اُوړي په سر دغه کال لمانځلی دی

د غنمو درمن سمبالښت ډېر ګران کار وو او دغه غله يا غنمو ته د خلكو سترګې وې.، ځکه درمن ته به په شپو او ورځو د ټول کور يا د کلي د خلکو سترګې وې، نومونږ د اُورې په سر لمانځلی دې.زمونږ کال دې

صرف فارسی وانانو يا ًًد سيمي ميشته يی زمونږ نه وړاندې لمانځی او مونږ ته درې  مياشتی روستو لمانځلی دی

Alam Zeb Khalil

...........................................

اسلامي کال      (لیک : فواد لامع

عربو د اسلام تر مخه لا د مياشتو حساب په سپوږمۍ نیوه، خو د کلونو شمار یې نه ساته؛ لکه موږ چې د هفتې د ورځو نومونه لرو، خو د هفتو شمار نه ساتو.

د اول ځل دپاره د حضرت عمر په زمانه کې چې دولت لوی شو او اداري بیروکراسي راپیدا شوه، نو ضرورت پيښ شو چې پوره تقویم وکارول شي. څه موده یې میلادي تقویم کاراوه، مګر بیا یې سلا وکړه چې ځان ته تقویم جوړ کړي.

بیا په دې نه سلا کېدل چې اول کال د کوم راهېسې حساب شي. د بحثونو بعد فیصله وشوه چې هجرت دې اول کال حساب شي.

دا قمري تقویم همداسې روان و کارېده تر څو چې بیا هم مسلمان دولتونه یې نقیصې ته متوجه شول. قمري میاشتې د روژې او حج دپاره مهمې وې، مګر نور د اداري، مالیاتي، دنیادارۍ دپاره یې کار نه ورکاوه او نقصانونه یې ‌‌‌‌‌‌ډېر و.

د سلجوقیانو په زمانه کې مشهوره منجم او ریاضي دان حکیم عمر خیام ته دنده وسپارل شوه چې یو ګټور او اساسي تقویم جوړ کړي. هغه په خپل خاص نبوغ سره تقویم جلالي جوړ کړ چې اساس یې د سپوږمۍ په دورو نه بلکې د شمس یا لمر په شاوخوا د ځمکې د څرخېدو پر اساس جوړ و.

د تقویم جلالي لویه ښېګڼه دا ده چې شروع یې د نوروز په ورځ ده، یعنې ځمکه پر هغه ځای رسېږي چې شپه و ورځ برابره شي. بل ځل د میزان په اوله شپه و ورځ برابریږي. د عمر خیام تقویم مبدا د هجري قمري ٤٧١ كال و. وروسته د تقويم جلالي په لږ بدلولو، چې مبدا یې هجرت وټاکل شوه، هجري شمسي تقویم جوړ شو. دا تقویم هم اسلامي دی، ځکه مبدا یې اسلامي بنیاد لري، او هم دنیوي او دولت دارۍ کارونو ته مناسب دی ځکه معیاد یې ثابت دی او د قمري میاشتو غوندې بې ثباتي په کې نشته. د فصلونو، مالیاتو، د مکتبونو د پيل، د قرضو، بانکدارۍ، او هرڅه نورو چارو وخت په کې ثابت مالوم دی.

روژه کله په ژمي کې وي، کله په اوړي کې.

-
بېرته شاته