(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کرکې ختمې کړئ

[11.Apr.2022 - 12:00]

 

که چې د افغانستان او پاکستان ترمنځه اړيکې خرابيږي، نو د دواړو غاړو پښتانه   يو بل ته ګواښ کوي او د يو بل سپکاوې  کوي. ددې وجه د پښتنو تقسيم دې، جغرافيه ده. تاسو چرته وليدل چې پارسيوان او پنجابي يو بل ته ګواښ کړې وي?

هغوي درباندې خکومت کوي او تاسو لکه د چرګانو جنګوي.

ستاسو مجبورۍ ښکاره دي که تاسو خپل منځ کې غلې پاتې شوئ نو دا به مو غټه توره وي.

د لرپښتنو د پاکستان نصاب وئيلې دې 

او د بر پښتنو د افغانستان نصاب وئيلې دې. همداسې په اقتصادي کچه  دلر خلک محکومه پاتې شوې دې او هر شي لپاره لاهور او کراچۍ ته منډه وهي.

همداسې د ننګرهار ،کونړ ،خوست ، پکتيا اوکندهار خلک کابل، مزار او هرات ته تجارتونو له ځي، کارونو له ځي، تعليم له ځي، نو په اقتصادي کچه هم دواړه اړخه د غيرو پښتنو موتاذ دي.

د لر پښتانه پنجابي سره اردو کې خبرې کوي د بر پښتانه تاجک سره فارسي وايي

څوک په اکثريت کې مخکوم څوک په اقليت کې.

نو اول خو دا ليونتوب د سره  ښکته کړۍ فکر وکړئ، چې کومه لوبه درسره شوې او کيږي دلتهخو لا نه د تذکرو اعلان شوې دې، نه څوک په ‌‌‌‌‌‌ډيورنډ بغير د ويزې تګ کولې شي نه پارليمان کې چوکۍ لري نه اساسي قانون کې يو  جمله شتې، نه پالسي شتې. نو هوا کې لګيا يايي.

د اولسونو ترمنځه پيوستون اقتصاد،  فرهنګ او تګ راتګ ته اسانتياوې پيدا کړئ، خلک رانژدې کړئ،  کرکې ختمې کړئ او د پنجابي په لوبه ځان پوهه کړۍ.

ايمل ګدون

-
بېرته شاته