(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملتپال دې

[12.Apr.2022 - 13:54]

 ملتپاله او ريښتوني دې بیدار اوسي.

دپښتون ژغورنې غورځنګ ( د) دناکاميابه کولو لپاره ښه په زور او شور د بېلابېلو لورو (سمتونو) نه کار شورو کړی شوی دی. هغه نورخو لا پرېږده، خپلو پښتنو ورپسې تورې او چړې راخستې دي او خپې ورته رېبي ( کټ کوې). 

که يو سړي سره څه دنده ( عهدهده، نو په پی ټی ايم کښې دی او که دنده ترينه په څه وجه واخستی شوه، نو بيا په پی ټی ايم کښې نه دی..

که د پښتو، پښتونولۍ، قام او ولس  لپاره څوک کار کول غواړې او پښتون ته ژوندون غواړي،  نو پی ټی ايم يو غښتلی، بهترين  مرکز او پليټ  فارم دی .

په اوسني وخت  او حالاتو کښې دپ ټ اېم په موجودېت کښې  نورې   ټولنې،  ګوندونه، ډلې او ټپلې جوړول  چې په  هرنوم وي او په  بل نوم فعالیت کوې، هغوئ پښتانه ټوټه ټوټه کوي او هر څوک چه دا کړنه (عمل) کوې هغه د پښتون قام، ولس او خاورې  سره خيانت کوي. دغه شان ځان خوښي او خود غرضه خلک به هېڅکله خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي او مختورن به پاتي وي.

Jalil Khan Vorstand Mitglieder der PSDP

(جلیل خان

 پ اېس ډې پې دمشرانو جرګې غړی)

28.08.2019

-
بېرته شاته