(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو ټپې

[12.Apr.2022 - 15:34]

داده ګودر غاړه راواخله      لکه زخمی هيلۍ په ډبکې ناسته يمه

داسري منګولی نرۍ غاړه   لکه کو تره په مکيز ګودر ته ځينه

دځان عزت كه چېرې غواړې           مدام كوه دنوروخلكوعزتونه

ددې ګودر غاړې ته ګوره    نری لوګی دی پېغلې زړونه وريتوينه

ددې نه لا وړوکی ښه وم     د جنکو سره به يو ځای ګرځېدمه

دريغه چې زه دياركفن واى  چې په لحدكې ترې چاپېره وای مینه

دګودر خواکې وني کيږده     چې شا ليلا منګۍ په سیوری ډکو ينه

دګودر زر اجازت راکړه     ما ته کو څه کې جنکی ولاړی دينه

دګودر غاړه به ښا يسته کړی            ورله روان شول د بلبلو کاروانونه

دګودر غاړه پری ښايسته دهڅا نګه دی خدای شامدام روغه لر ينه

دګودر غاړه دي اغزي کړه  په سترګو ړوند شی بخملی پڼي لرمه

دګودر غاړه ورته نيسم       زما جانان پردی لار تللی رابه شينه

دګودر غاړه ورته نيسه       دجنلۍ خوی دمر غاوی دی رابه شينه

دګودر غاړه ورته نيسه       ليلا دجنو ميره ده مخکې دربه شينه

دګودر غاړهيې ناغه کړه     زلمو په غاړهکړه دصبر تاويزونه

دګودر هر بو ټی دارو دی    چې پری لګيږی د نجو نکو پلونه

دګودر هر بو ټی داروده      چې لګيدلی پری د پيغلو پلونه

دګودر هر بوټی تازه دی      هرمازد يګر پری جو نې سترګي لګو ينه

دګودر هر بوټی دارودی      جونی پری هره ورځلاسونه لګو ينه

دګودر هر مازد يګری ښه وې          چې جونې ټولی ماز د يګر سيل له راځينه

دمازد يګر اوبوله مه ځه      په ګودر زانګی دکوډګرو تاويزونه

دمينې دغه نښانې دي          ديوۀ زړګي نه بل ته لاره تللي وينه

دونيا د يار له سره ځار کړهدونيا به تل وي ياران کله کله وينه

دې پورې کلي کې مين شوم  ملک يې څوک دی ننواتې ورليږمه

ډولۍ يې ودروه غمازه        چې اخيري ديدن يې وکړم بيا دې ځينه

ډيوه رڼا کړه خوله مې واخله            سبا به وايې چې ما خوب ليدلی ونه

ډيوې مې بلې په مزار کړه   چيرته وختونو کې د مينې يار دې ومه

را پسې مه غپيږه سپيه        ستا د مېرمنې په سلا راغلی يمه

راځه چې دواړه ټال کې کېنو            ټال به بهانه کړو سينې مينځ به جنګوونه

راځه چې دواړه سره يو شوزما ستا څوک دي چې مونږ پخلا کوينه

راځه چې دواړه وطن پرېږدو           وروستۍ خبرې به سپين ږيري جوړوينه

راشه اينه دسمال دې واخله   نه دي ياري كړم نه دې نښې ګرځومه

راشه په زړه مې ګوتې کېده  چې عاشقي مې درمعلومه شي مينه

راشه په زړه مې ګوتې کېده  ياره په تا دي که په ما دي ډېر غمونه

راشه په سترګو کې مې خوب شه       زه شوگيرو د بېلتانه وهلی يمه

راشه زما په څنګ کې کېنه  چې درته ووايم د سوي زړه حالونه

راشه زما په څنګ کې کېنه  که تمباکو غواړې خولګۍ به درکومه

راشه زما په څنګ کې کېنه  که ته شرميږې لاس به زه درواچومه

راکړی ګل دې بېرته واخله   زه د هجران په سفر ځم مړاوی به شينه

رامعلوميږي يار مې بايلود   د بېلتانه په جوارګرو واوښتمه

رب دې په مخ ږيره ښکاره کړه        چې د غرور کنډول دې دړې وړې شينه

رب دې زما کړه خپله ياره   ما ستا په سر باندې اخيستي تُهمتونه

رنگ به مې ولې نه توريږيما يې د غېږې لونګين خوړلي دينه

رنگ به مې ولې نه ژيړيږي            په ما يې کړي د زعفرانو تاويزونه

رنګ به مې ولې نه ژړيږيچې مې اشنا د ماشومانو خوی کوينه

رنګ مې په تاپسې ژيړيږيکم عقله مور مې د زېړي دارو کوينه

ريبار مې ډېر ګړندی راغی  چې مرور اشنا به څه ويلي وينه

ريباره خدای دې سزا درکړي           لېږلی ما وې بند دې ځان ته وتاړنه

ريباره ښه سوچ پکې وکړه  جانان ښايسته دی که خدای زه لېونۍ کړمه

زړگيه صبر شه مه ژاړه     تل به اشنا په سفر نه وي رابه شينه

زړګي ته ډيرې پلمې اوکړم  ديارسرې شونډې په پلمونه هيروينه

زړګيه پام چې مئين نه شې   اوس معشوقې په زړه داغونه لګوينه

زړګيه ځان ورته تکړه کړه  اشنادسپين مخ نه نقاب پورته کوينه

زړګيه خدای خبرکه روغ شې           د کږو وريځوپه خنجرخورې ګوزارونه

زړګيه دا دې زما حال کړ    د يار کوڅه کې د ديدن غواړم خيرونه

زړګيه صبر دې په خدای شه            په هغه ګل چې نازيدې د بل چا شونه

زړګيه صبر دې په خدای شه            جانان په غټو خلکو ځان حسابوينه

زړګيه صبر شوې که نه شوې          که صبر نه يې له ګړنګ دې غور ځومه

زړګيه صبر شه مه ژاړه     څوک چې سرې شونډې ښکلوي رنځور به وينه

زړګيه صبرشه مه ژاړه      ستاپه ژړااشنادنازخنداکوينه

زړګيه مه يې رانه غواړه     د جانان کلي نه پرون را غلی ېمه

زړګيه مينه پکې نشته         نن واړه ښکلي د لباس خندا کوينه

زړګيه هلته پاتې کيږې        چې په سيخونو دې ټومبي په اور دې ږدينه

زړګی زماروغ ليونی شو    اوس رانه غواړي دپردۍ څنګل خوبونه

زړګی مې تاسره بندي دی    د خدای لپاره بندي ښه ساته مينه

زړګی مې ټول پرهرپرهردی            دياردزلفوپه تاروبه يې ګنډمه

زړګی مې نشته چيرته ورک دی       زيری به ورکړم که جانان موندلی وينه

زړه په مثال دسوداګردى     چې چېرته خوښ شي هلته واړوي بارونه

زړه خو مې يو و چې تا يوړو           کدو خو نه دی چې به ونيسي ګلونه

زړه مې په توپو نه نړيږي   ستا په وړو خبرو دړې وړې شينه

زړه مې په تورو غرو مين دی          د تورو غرو مزل کوم ژړا راځينه

زړه مې په شنو سترګو مين شو         د شنو جنډو زيارت ته ځم چې رضا شينه

زړه مې د خولې په وينا نه دی          که نصيحت ورته سبا بېګاه کومه

زړه مې د سترګو ګيله من دی           چې ديدن ته کړې زه عبس غم تېرومه

زړه مې دورانې کلا برج دی            د غم چيچڼي پکې خالې جوړوينه

زړه مې دې ستا په غيږ کې وچوي     چې دچرمو کميس دې رکګ په وينو شينه

زړه مې ماشوم دی نه پوهيږي          په نيمه لار کې رانه غواړي ديدنونه

زړه مې نري درزونه وکړ   لکه ديوال چې زلزلې وهلی وينه

زلفی يې بیيا پر مخ خوری کړی        د ماز د يګر ګودر له څی ځان سنګارو ينه

زما پرې هسې نوم بدنام شود ليلا سرې شونډې پېزوان خوړلي دينه

زما په تشه خندا مسته         که خوله مې درکړه لېونی به شې مينه

زما په ټول محفل سلام دی   دا مې کلام دی چې اشنا د ټولو يمه

زما په دې وطن کې څوک دي           جانانه ستا سترگو ته شپې سبا کومه

زما په سترگو کې دې گل شي           که زه به يې ستا په مينه بل ته غړومه

زما په سر دې منګی مات کړ            اوس به بخيلې مور ته څه بانه کومه

زما په مخ لاړې راتو کړئ  که مې د ننګ ګولۍ په شا خوړلي وينه

زما جانان د کوچو سپين دید پيرنګي سره نوکر دی تور به شينه

زما جانان ګل د پروتې        نرۍ يې ګوتې ميرزايي راته کوينه

زما جانان ګل د خاټول دی   عالم پرې ټول دی ماله ځای نه راکوينه

زما د ځايه نصيب کم دی     چې په کتاب د سکندر ګورم فالونه

زما د حاله خبرداره           پروردګاره زما واوره فريادونه

زما د زړه په سر يې ليکه    هېر به مې نشي که مې خاورې شي هډونه

زما د زړه توتي کم عقله      ته په تنکو څانګو کېنې ماتې به شينه

زما د زړه ناچاره رنځه      نه دې دارو شته نه دې حال ويلی شمه

زما د لرې وطن ياره          رب دې سپوږمۍ کړه چې دې وکړم ديدونه

زما د مينې کور دې وران کړو          غمازه ما درسره څه بد کړي وونه

زما د وينو رنگ دې ورکړ  د سور سالو دې هر ځای کيږي صفتونه

زما د يار داسې خندا ده       د سلو کالو مرور پخلا کوينه

زما دې ځوانه ځواني اور کړه          په تا دې اور شي د همزولو مجلسونه

زما دې څه وکړل چې لاړېنری نری زړګی به ستا راپسې چوينه

زما دې زېړی شي ستا دې تبه          په طبيبانو به جوړه گرځو مينه

زما لاليه لېونيه     ته لېونی شوې زه دې هم لېونۍ کړمه

زما نه پاتې شوې وطنه       لکه مرغۍ په بوټو شپې درته کومه

زما همزولي ملايان شول     زه د جانان مينې د علمه وويستمه

زماسپېرۀ قسمت ته ګوره     خلك شاهان شول زه كچكول په غاړه يمه

زموږ د کلي نجونه مړي دييا وخت خراب دی چې ګودر له نه راځينه

زه به شړۍ له ځانه تاو کړمدا ستا جوړه به له بخملو جوړومه

زه به نوکره ورله بوځمه     خو شينګو دې تنور نه لمبه کوينه

زه په عاشق سړي پوهېږم   د دروازې په ځنځير ځان مشغولوينه

زه په عاشق سړي پوهېږم   يا يې رنګ زېړ وي يا يې شونډې وچې وينه

زه په ګلونو اموخته وم        پردی وطن دی څڼې تشې ګرځومه

زه چې دا سور سالو په سر کړم        د کلي نجونې په سيالۍ راسره ځينه

زه چې سهر د خوبه پاڅم    د کليمې سره دې سمه يادومه

زه چې سهر له خوبه پاڅم   اول سلام د کبرجن اشنا کومه

زه چې ماشوم ومه پاچا وم   اوس چې زلمی شوم د غمو ټيکه دار شومه

زه دې قربان تر هغه چا شم  چې د پښتون قام د راتلونکې غم کوينه

زه لېونو سره خوشال يم      زما يې خوښ دي دا شلېدلي ګرېوانونه

ژوند کې يې غم ليدلی نه و    چې شوه مينه ډېر يې وليدل غمونه

ژوندون خوغټه سرمايه ده   ټول هوښياران يې په غزت كې تيروينه

سبا به لوړ چنار ته خيږم     باد به پوښتم چې يار مې څه ويلی دينه

سبا مې ستا په تهمت وژني   غولی جارو کړه چې په شړ مې وينې ځينه

سپوږميه سر وهه راخېژه    يار مې د ګلو لو کوي ګوتې ريبينه

سپوږمۍ به ډېره شي حيرانه            چې شين خالۍ زلفې په شا راواړوينه

سپوږمۍ په غره راپورته کېږه          که مساپر په سيند ګډېږي غرق به شينه

سپوږمۍ راوخته رنا شوه    په سپين مړوند باندې مې ونه کړل خوبونه

سپوږمۍ سلام به درته وکړمجانان مې مه رسوا کوه ماته راځينه

ستا به ګيله له ما نه کيږي    ماته ګېلې له بېلتانه ولاړې دينه

ستا په بڼو مې زړه زخمي شو           د زړه په وينو به دې شونډې رنګومه

ستا په تُهمت مې جامې رنګ شوې     اوس به رنګ شوې جامې چېرته زړومه

ستا په جفا مې پروا نشته     ما ژړوي د رقيبانو پېغورونه

ستا خو به تمه د ديدن شي    په ما پرتې دي تورې خاورې امبارونه

ستا خو په يو تُهمت رنګ زېړ شو     زه د تُهمت رسۍ په غاړه کې ګرځومه

ستا د ګيلاس پشان غړۍ ده  زما شړۍ ده ستا به کله خوښه شينه

ستا لوپټه زما کفن شه         چې تور لحد کې دې ونه کړم ارمانونه

ستادښايست دوران به تېرشي            جانانه مه كوه په ماباندې ظلمونه

سترگو مې زړه ته نقصان پېښ کړ     اوس به ی د باز پشان تړلې ګرځومه

سترگې په چل غړوه ياره    دونيا هوښياره ده رسوا نشو مينه

سترگې خو تا ورکړې خدايهکنجک باڼه يې په زرګر جوړ کړي دينه

سترگې دا ستا سترگې زما دي           ما درته کله د يارۍ ويلي دينه

سترگې دې تورې په رنجو کړه         شونډو له رنگ د دنداسې ورکړه مينه

سترگې دې تورې کړه راووځه         سوداگر گرځي غټې سترگې خوښوينه

سترګو دې بيا ناغې پيدا کړې            دناغه دارو سترګو څوک طاقت لرينه

سترګه وهل مې درنه زده کړل          اوس راته ښايه د بڼو اشارتونه

سترګي خو تا  ورکړې خدايه            کنجک باڼه يې په زرګر جوړ کړي دينه

سترګي دي ډکي تو مانچي دي           چې د ګودره را ختم ودی ويشتمه

سترګې به هر چا تورولی    په ټول مهالت کې همدا زه په ګوته شومه

سترګې په چل غړوه ياره    اوړكي بازان دي غټې سترګې خوښوينه

سترګې ديدن وکړي مړې شي           شونډو د غم نه وچ پتري نيولي وينه

سترګې دې تورې کړه راووځه         د تورو سترگو سوداگر راغلي دينه

سترګې دې ولې واړولې      د سترګو جنګ د بڼو لاندې خوند کوينه

سترګې مې اوباسئ لايق يم   چې بې وفا ته غړېدې مين يې کړمه

سترګې نرۍ تورې مزه کا   دا ګډې وډې سترګې ډمې توروينه

سترګی هوسۍ صراحی غاړه           بيا دګودر په لاره مسته ياره له ځمه

سر په تېشه وهل اسان دي   فرهاده ګران دي د يارۍ سوي داغونه

سر لاندې غټه تيګه کېده      پردی وطن دی پکې نشته بالښتونه

سلام زما په ځان منظور کړه            د مسافرو سلام کله کله وينه

سورت ياسين راباندې وايه   په ما خولې د زنکدن راغلي دينه

سورت ياسين راباندې وايه   چې مي سختۍ د زنکدن اسانې شه

شال يې په سر اوږی په غاړه           ګودر ته لاړه عاشقان ر نځورو ينه

شاه دګودر له لوری راغله    لکه پا چا ورته پيري ولاړی دينه

شاه دګودره روانيږه           زما نړ يږی د زړګی پا خه برجونه

شاه دګودره روانيږه           لکه د بڼ مر غۍ وړه شنه يې خالونه

شو ماز د يګر ګودر له لاړهپه اردلۍ کې سيهلۍ ورسره ځينه

شو ماز د يګر ګودر له لاړهلکه هو سۍ په لاره اخلی قد مو نه

شو مازد يګر ځان يې سنبال کړو      خپلو همزلو سره کوز ګودر له ځينه

شونډې به يې ولې پستې نه وې          چې د پېزوان سوری پرې اوړی ژمی وينه

شونډې به يې ولې پستې نه وې          مور يې د زېړې غوا غوړي ورکړې دينه

شونډې شربت کړه ماته يې راکړه      زه د هجران په سفر ځم تږی به شمه

ښه ده چې ته له خيره راغلې            کنه ما کند کچکول تړه درپسې تلمه

ښه ده چې ستا له لورې وشوه           چې ملامته درته زه نه شوم مينه

ښه ده چې سترګې دې وړې دي         که چېرې غټې وای خوړلی به دې ومه

ښه ده چې شونډې مې اور نه اخلې     د زړه د سره مې لمبې خولې له راځينه

ښه دی چې ستا د يارۍ خلاص شوم   د شرم باز به مې په ولو ګرځونه

طالبه خدای که به ملا شې    په کتاب پروت يې يادوې شينکي خالونه

طبيبه لاس مې څله ګورې    زه خو اشنا د زړه په سر ويشلی يمه

عاشق سړی له رنګه تور وي           سوی په اور وي معشوقې رټلی وينه

عاشق کم عقل دی چې ژاړي            باران په تيګو باندې څه اثر کوينه

عاشقي لال بېلتون ښامار دی            څوک چې د لال تمه کوي ښامار به يې خورينه

عاشقي لويه پاچاهي ده        چې معشوقه يې په طرف ولاړه وينه

عاشقي مه کوئ عالمه         بس کړه چې زما په ځوانۍ اور ولګېدنه

عاشقي وای جدايي نه وای    خدايه په در کې به دې څه کم شوي وونه

عالمه څنګه ترې توبه کړم   ما پرې اخيستي دي د کلي تهمتونه

عالمه يو تر بل ځاريږئ      ما د مجلس ياران ليدل چې خاورې شونه

عالمه يو له بل ځاريږئ       مرګ راپسې دی نيمه خوا به پاتې شونه

عزرايل هسې ځان بدنام کړ  زه د جانان مينې پخوا وژلی يمه

عطر مې پورې په کفن کړه  په تار د زلفو دې ليلا ورکړه ټکونه

عمر چې تېر شي اشنا هېر شي         ستا دې قسم وي چې ما هېر نکړې مينه

عمر دی ډير شه خپله ياره   زما د زړه ستنی په تا ولاړی د ينه

غرور په حسن ناداني ده      حسن د ژمي مازديګر دی تېر به شينه

غل خو په توره شپه کې غلا کړي      تا رانه زړه په رڼا ورځ وتښتوونه

غم دې دا ستا نه وفادار دی   ته کله کله غم دې تل راسره وينه

غم دې راځي زه پرې خوشحال يم     بې غمه خدای دې عاشق تل په غم کې وينه

غم کې پيدا په غم کې لوی شوم          په غم مين په غم به تور لحد ته ځمه

فقيره کبر پکې مکړه          چې ليلا خاورې درکوي تړه پنډونه

قبر مې څنګ کې ورته جوړ کړئ     چې مرور جانان په ګور کې پخلا کړمه

قبر مې لوڅ کړه حال مې ګوره         په خُمارو سترګو مې پرېوتل ګردونه

قرضدار مې نه يې چې پټ ګرځې      زه خو دې بس د ښکلي مخ ديدن کومه

قسم په خدای باور پرې وکړه            د تش ديدن پسې دې اوښکې تويومه

قسمته خدای لپاره ويښ شه  څوک تر قيامته پورې نه کوي خوبونه

کابل ته مه وايه چې وران شې           کابل کې شته دی پښتانه ببر برېتونه

کاغذ ليکلی ترېنه واخلئ      د ننۍ زمانې يار دی ټګ به وينه

کاغذه داسي وخت کې ورشهچې دماښام په ډوډی ناست وې وژاړينه

کاغذه لاړ شه په هوا شه      اول ترې ځار شه بيا پرې وايه سلامونه

کاغذه لاړ شه په هوا شه      په عاشقانو باندې وايه سلامونه

کاغذه والوزه شاهين شه      له خنداشين شه بيا پری وايه سلامونه

کټ د بلۍ سوري ته راوړه   مياشت د بادرو ده لېونی به شې مينه

کفن مې کلک وګنډه مورې   د ځوانۍ ټول عُمر پدې کې تېرومه

کله دې غم راباندې بار شي  کله دې مينه په درندو کاڼو تلمه

كوڅه كې اودريږه شيرينې   په ماذيګركې به ضرورهلته درځمه

كوڅه كې بياليلاولاړه         دخوار مين ديدن ته سترګې غړوينه

كوڅه كې ژاړي په سلګوشوه            دچاتصويرته سپينې اوښكې تويه وينه

كوڅه كې ښكته پورته مه ځه            څوك به خبرشي اورسوابه شومينه

کور يې په کلي کې معلوم دی            د بام په سر يې کشمالي کرلي دينه

که  ته مې روغ لېونی نه کړې           بيا مې د بنګو پيالۍ مه بوله مينه

که په ميوند کې شهيد نه شوې           خدايږو لاليکه بې ننګۍ ته دې ساتينه

که تور اوربل مې ميراتيږيپه وطن جنګ دی جانان نه منع کومه

که ته ر يښتيا پر ما مين يې  د ګودر غاړه اجاره واخله مينه

که ته مې روغ لېونی نه کړې            د خومارو سترگو به اوباسم سيخونه

كه ځان په سلورنګوجوړكړې           چې مرګ دوبولي په تابه ګوته ږدينه

که څوک باچا د زمانې شي  د جانان مينه به يې کوڅو کې ګرځوينه

که د ځوانۍ دوران مې تېر شي          دومره به پاتې شي چې تا پرې ځورومه

که د دولت ناچاري نه وای   ما به جانان په تول د سرو اخيستی ونه

که د زلمو نه پوره نشوه      ګرانه وطنه جنکۍ به دې ګټينه

که د يدن کړی ګودر ته راشه            زه به منګۍ په لپو ورو،ورو ډکومه

که ديدن غواړې راته ګوره   زه به ډوډۍ په تناره وځنډومه

که ديدن کړي تلوار راوکړه  کور کې څوک نشته زه يوازې ناسته يمه

که دې خندلي راته نه وای    غريب سړی وم خپل ژوندون به مې کوونۀ

که دی زما ديدن ياد يږی      د ګودر غاړه اجاره واخله مينه

که زړه ته سل تسلي ورکړمسترګو ليدلی جانان کله هېروينه

که ستا نه سل ځله توبه کړم  په ما مين زړه مې توبې نه قبلوينه

که سږنی اوړی خدای وکړي            ماته جانان د سور پېزوان ويلي دينه

که سلام غواړې خط به درشي          که ديدن غواړې خدای ته پورته کړه لاسونه

که لېونی يې زما خوښ يې   خلک ياري د لېونو سره کوينه

که مرور شې ځان به خوار کړې       جنکۍ کله مرور پخلا کوينه

که مساپر شي بيا به راشې   د تورو خاورو مساپر کله راځينه

که ملامت يم ما دې مړ کړيچې بې ګناه يم سر مې ولې غوڅوينه

که مور او پلار دې خدای رضا کړل  د ماما ګانو به دې زنې ونيسمه

که مې نصيب د بدو نه وای  په شين چمن به مې منګی نه ماتېدنه

گلاب د اصله شهزاده دی     رامبېل چامبېل يې نوکران نيولي دينه

گلونه ډير درسره راوړه      زه د اوربل دپاسه چتر جوړومه

گوتې قلم ته په ژړا شوې     ليک به باقي وي موږ به تورې خاورې يونه

گودر ته ځم راپسې راشه     ما په منګي کې پراټې راوړي دينه

گودر ته دواړه خويندې راغلې           مشره ويشل کړي کشه غشي ورکوينه

گوره ښېرې به درته وكړم   نوره مې مه اخله دخوږ زړه ازارونه

گيلې به ډېرې ورته وکړم     که مې يو ځل د سور پالنګ ملګری شينه

ګل مې د لاسه اوبو دروړ ه  په غم شر يکه لا ليه نيسه ګودرونه

ګودر پاچا منګی وزير دی   وزیر هميشه د خپل پاچا سلام کو ينه

ګودر په سر مې قبر جوړ کړه          چې مات منګی جنکۍ زما په قبر ږد ينه

ګودر په سر مې قبر جوړ کړی         چې مات منګی پيغلی زما په قبر وينه

ګودر ته ځم را پسی را شه   يوه شيبه به دی په شه زړه وو ينمه

ګودر ته ځم راپسی راشه     زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه

ګودر ته ځم راپسی راشه     وخت مازد يګردی چې پری وکړو د يدنونه

ګودر ته ځی په مخه راغلې  ګيبی ګيبی پرتو ګ دی لاره نه راکو ينه

ګودر ته دواړه خو يندي راغلی          يوه يې ويشتل کا بله يې غشي ټو لو ينه

ګودر د غدونو څه کم نه دی  پکې پښيږی شنی پاخی کټه بازونه

ګودر دی عمر له اباد وې     مازد يګري پکې وی اخترونه

ګودر دی عمر له ودان وې   په دی بهانه د حانان وکړم د يدنونه

ګودر شو ګرم مازد يګر دیليلا همزولو سره قينج مکيز کو ينه

ګودر کې سری لمبی شوی پورته       د چا د زړه په دنيا اور ولګيد نه

ګودر له ځم چې اوبه راوړم  په سرو منګلو به يې جانان له ورکومه

ګودر له ځم چې مانګی مات کړم        سپو ږمۍ زړه شوه اوس تیاره کې ياره ځمه

ګودر له ځمه خو شحا ليږم   چې مې جانان کر لې لاره کې سره ګلونه

ګودر له ځمه را پسی را شهما په منګې کې پراټي را وړی د ينه

ګودر له ځی او پښو ته ګوري           پاچاهی لارکې د خيال مه ږده قد مونه

ګودر له غبرګې خو يندی راغلی        ګو له ماری د خمارو ستر ګو کو ينه

ګودرته ځم راپسی راشه      زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه

ګودرته څی ناوخته کيږی    د خيال کاته کوی په اور يې ستی کړ مه

ګودرته راغلی برابره         يا خو لګۍ راکړه يا منګی در ماتو مه

ګودرکې هره ورځ اختر وېرنګ رنګ پکې وی د خو بانو محلسونه

ګودرکې هره ورځ اختر وېمنګي په سر ورله راځی جو نی سيلونه

ګودره بخت دی غلبه دی      د پيغلو جنو سيل کوی حيران دی کړمه

ګودره ټول درته لو ګی شم   په سور سالو کې ليلا ستا خواله را ځينه

ګور له ځم را پسی راشه     منګي مې دوه دي نری ملا مې ما تو ينه

لاړم د خپل وطنه لاړم        بې وفا يار راباندې ډېر کبر کوونه

لكه كابل دافغان حق دى       داسې مې حق دي دجانان زلفوسرونه

لمونځ چې قضا شي بيا ادا شي          نه ادا کيږي قضا شوي ديدنونه

له مانه ولې ګيله من يې        کم عقله ياره د پردو اختيار کې يمه

ما په ګودر د جنو ښخ کړی  ګو ندې ملا له پر ما کيږدی قد مو نه

ما خو د ليرې نه صحي کړې            نور دې په تورو زلفو مه وهه لاسونه

ما د کوچي د عمره ځار کړې           د سبايي اور يې بليږي دوی ترې ځينه

ما د کونړ د سيند نه ځار کړي           زما جانان به پکې مخ مينځلی وينه

ما د ګودر په غاړه خښ کړئ            چې جنکۍ مې مات بنګړي په قبر ږدينه

ما د نصيب نه تېښته وکړه   نصيب زما د لارې مل راسره ځينه

ما دګودر په غاړه ښخ کړی  چې جنکۍ مې مات بنګړی په قبر ږد ينه

ما دې ټوپۍ په سر ګڼله       د جنکو په وار پيدا ورکه دې کړمه

ما زد يګر تل لری خاونده    چې ماز د يګر په ګودر وشی د يدنونه

ما سره سم ګودر له لاړ شه  منګي مې دوه دی نری ملا مې ما تو ينه

ما سره سمه سيالي مه کړه   ما د لنډيو سيپارې ويلي دينه

ما له مې وړی زړگی راکړهزه وم نادانه په يارۍ نه پوهېدمه

ما له وړوکي ريبار ځار کړې           چې يوه خبره دوه ځلې راته کوينه

ما ويل يوازې زما يار يې    د اختر ټال يې هر سړی دې زنګوينه

ما وې د غمه به دې مړ شم   قسم دی ياره بې نېټې نشته مرګونه

ما يارانه کله کوله  سرتور ولاړ وې له ښېرو دې وېرېدمه

ما يې د ورور د سترګو ځار کړې      ده به د خور سترګو ته ډېر کتلي وينه

ما يې د ورور د سترګور ځار کړې    دا د ورور سترګي يې د خور په شانته دينه

ماته دې دومره ديدن بس دیچې په کوڅه کې پښه نيولی شې مينه

ماته رباب په لاس کې راکړئ           چې زه ده خپلې ځوانۍ وير پکې کومه

مازديگر چېرته وې چې نه وې         خورې ورې زلفې په بام ولاړه ومه

مازديګر پيغلی ښی اغلی      منګي په ولو دګودر غاړی له ځينه

مازديګر لمونځ دې قبول مشه            ديدن دې پرېښود د ايمان کوې سوالونه

مازديګر لمونځ رانه قضا شو            نوی مين وم په دیدن نه مړيدمه

مازديګری دی سوال قبليږيخلکو زما په حق کې پورته کړئ لاسونه

مازديګری دی ښېرې مکړه  ستا به عادت وي ما به ورک له ملکه کړينه

مبارکي راکړئ عالمه         چې پرې مين وم ترې چاپېر مې کړل لاسونه

مبارکي راکړئ عالمه         د تهمتونو سره يار قبوله کړمه

مبارکي راکړئ عالمه         نادانه زه نادان مې يار ورسېدنه

مخ په قبله مې د يار کور دیلمونځ مې بانه کړ د اشنا ديدن کومه

مخې ته راغله راته ژاړي    د لونګين نه يې ځونډي ورک شوي دينه

مرګيه دومره صبر وکړه     يو مې ځواني ده بل مې ډېر دي ارمانونه

مرګی په تنګه کوڅه راغی   ما وېل سلام هغه وېل کور دې ورانومه

مړ مې د يار په کوڅه يوسئچې د نجلۍ د دادا يخ شي اندامونه

مساپري په بې غمي کړه      زه پښتنه يم په نامه دې ناسته يمه

مساپري دې ډېره وکړه       راځه راځه روزي به خدای رارسوينه

مساپري سخته خواري ده    باران به اوري څوک به ځای نه ورکوينه

مسافر ته شوې خواره زه شوم          خواره دې مور شه چې سفر ته دې ليږينه

مسافر مه وژنئ عالمه         چېرته به يې خويندې د دين په تمه وينه

مسافري دې روزي مه شه   زه دې په سپينه خولې ويده پرې ايښې ومه

مسافرۍ خوړليه ياره         پيزار اوباسه چې دې تلې ښکلومه

مسافرۍ خوړلی راغلی       قربان قربان دې د زړو جامونه شمه

مسافرۍ مې زړه نری کړ    چې تش وطن رايادوم ژړا راځينه

مسافرۍ نه ستړی مشې       اول خوله درکړم که دې جېب ولټومه

مسلماني په چاكې نشته        مرور ګرځم څوك مې نه پخولاكوينه

ملنګه دوه ګټې دې وکړې     يو دې خير ټول کړو بل دې وکړل ديدنونه

منگيه بخت ته دې حيران يم  اول دې ښکل کړي بيا دې غېږ ته خېږوينه

منګي کې موری اوبه نه شتهخ           زه د اوبو لپاره کوز ګودر له ځمه

منګي يې ټول په ډنډ غو په کړل         د شيطا نۍ منګی په لپو ډکو ينه

منګي يې ټول په ډنډ غوپه کړم          د شيطانۍ منګی په لپو ډکوينه

منګی به تخرګ ګودر له ځمه           دغه يو ځای دی چې بری کيږی د يدنونه

مور يې د کلي شومړې غواړي          لور يې په سپينه روپۍ خوله نه ورکوينه

مور يې د کلي شومړې غواړي          لور يې د لارې مېلمانه راستنوينه

مور يې ماڼو ورته لوګی کړې           زيارت له تلې چا به يې مخ ليدلی وينه

مورې توپک کمربند راکړه  په ما مينه نجلۍ بل ته ورکوينه

مورې د مخه دې شرمېږم    ماله کوژدن چا کره وکړه زوړ دې کړمه

مورې کوچيانو ته مې ورکړه           چې تور پېکی مې د هلبند شمال وهينه

مورې کوچيانو ته مې ورکړه           کنډک کنډک مستې به خورم غټه به شمه

مورې لنډۍ توپك مې راكړهپه مامينه جينۍ بل ته وركوينه

مورې لنډۍ توره مې راکړه  په دين غزا ده زه خپل ځان شهيدومه

مين زړګي ته مې سلام دی   چې تمامي عمر په صبر تېرومه

مينه په تګ راتګ زياتيږي  مونږ کره مه راځه چې زړه دې صبر شينه

مينه په تلو راتلو زياتيږي    کله راځه کله به زه درځم مينه

مينه د مينې پيدا کيږي         په مينه مينه دې کتل مين دې کړمه

مينه د مينې پيدا کيږي         په مينه مينه دې کتل مين دې کړمه

مينه دروغو زړونوكاردى    زموږه زړونه غريبۍ وژلي دينه

مينه کې هر څه هر څه کيږي           په تا يوه خبره راغله هېر دې کړمه

مينې دې داسې لېونی کړم     په لاره ځم خپل او پردي نه پېژنمه

نارې وهم نارې مې نه اورې            هله به يې واورې چې زه تورې خاورې شمه

نجلۍ په سر دې منګی مات شه          چې په سرکو شونډو دې راشي سېلابونه

نجلۍ د بام په سر کږه شوه   ورسره کوږ شومهد پانډه ولوېدمه

نجلۍ کږه شوه ماته نشته     د کونډې لور ده مور غوړي ورکړې دينه

نجلۍ که ټوکی د بخمل دی    يار يې نيستمن دی په ژړا له ملکه ځينه

نجلۍ وړه د يارۍ نه ده       کم عقله مور يې ورته سترګې توروينه

نجلۍ ولاړه په لمانځه ده      پېرزو مې نشي تور پيکی په خاورو ږدينه

نری نری لوګی ترې خيږي  د چا په نوې يارۍ اور ولګېدنه

نړۍ مريح ته رسيدلې         موږلاتراوسه وړوپه خروباندې بارونه

نښې دې ډېرې ما سره دي   نښې دې څه کړم چې دې سترګې نه وينمه

نصيب مې خپل دی رارسيږي           مورې زما په نصيب مه کوه جنګونه

نصيبه وسوزې ايره شي     تنديه مات شې تاکې څه ليکلي دينه

نن خو مې ډير ياديږې ياره  خدای دې ناڅاپه چيرته راوله مينه

نن د ګودر په لاره مه ځه     ليلا ولاړه ده په زړه ويشتل کوينه

نن مې د قبر خواله راشه      مبارکي د نوي کور راکړه مينه

نه به انځر د ورځې ګل شي  نه به زما زړگی د غمه خالي شينه

نه دې د ځان نه دې د بل کړم            د دادا کور کې دې زړه کړمه ظالمه

وايم چې داسې ځای ته لاړ وای         چې ستا دې ډېرو ناکردو ته وګورمه

وخت د ځوانې مې نيمه خوا شو         يار بې وفا شو ارمانې به ګودر له ځمه

ودرېدی نشمه غورزيږم      تاو کړي غشي مې د غم خوړلي دينه

ودې ويشتم پورته دې نه کړم            خلک ويشتلی مرغۍ ژر پورته کوينه

وربل يې پوړې پوړې راغیبخت د هغه دی چې يې پولې ورانوينه

ورشه د يار خبر دې واخله  چې بې ديدنه دې ساته لېونه شونه

ورکه د کور کلي ياري شه   د زنې سر مې دېوالو وسولاونه

وطن به ستا لپاره پرېږدم     چې ستا د حسن دوران تېر شي رابه شمه

وطن د مور او پلاره خوږ دی           جانانه درې واړه پرېږدم تا سره ځمه

وطن مې تن ،تن مې وطن دي            دتن په وينويې ساتم ترڅوچې يمه

وطن مې ستا له غمه پرېښودخلکو ته وايم چې نيسۍ اخيستی يمه

ولاړه اوسه چې دې وينمه    چا دې صفت راته کوو راغلی يمه

ولې دې سر په زنګنو کړ     ما په ځوانانو کې خوښ کړې يې مينه

ولې دې مخ زما نه پټ کړ    اشنا غماز درته دروغ ويلي دينه

ولی به زه ور پسی نه مر م  اوږی په غاړه ما زد يګر ګودر له ځينه

هر کله راشې د يار غمه      که سل مې نور وي تا به پاس په تندي وړمه

هر مازد يګردی لوی اختر دی          ګودره ! ځکه دی صفت هر ځای کو مه

هغه دې هېر دي که دې ياد دي          چې د کړکۍ شمال په دواړو لګېدنه

هغه ساعت به کله راشی      چې د اشنا سره به بر ګودر له ځمه

يا خو زما په زړه تياره ده   يا خو په ټوله دونيا پرېوتل ګردونه

يا خو زما نصيب خراب دیيا خو به ټولې يارانې دغسې وينه

يار مې په اوم کې زه اتم کېيو کال به پاتې شم چې دواړه يو ځای شونه

يار مې په شنو سترګو مين دی          زه به دا تورې سترګې چېرته بدلومه

يار مې هندو زه مسلمان يم   د يار لپاره درمسال جارو کومه

ياره زموږكلي ته راشه       يوڅه په جيب كې ستالپاره ګرځومه

ياري په تور او په سپين نه ده           دا معشوقې خو غنمرنګې خوند کوينه

ياري په تور او په سپين نه ده           زړه چې مين شي تور او سپين نه پېژنينه

ياري خو تا پرې کړه کمبخته            که ما پرې کړې وای ژړلي به دې وونه

ياري خو تا کړه ما خو نکړه            اوس يې چې لنډه پرې کوې ژړا راځينه

ياري د دنګې نجلۍ خوند کړي          د پلو لاندې سړی غلی تېروينه

ياري د زور خبره نه ده      که زړه دې نه وي بيا دې نه مجبورومه

ياري د شنې لښتې ګوزار دی            چې چا خوړلی رنګ يې ځای ته نه راځينه

ياري دې ټوله د ټګۍ وه      ښه شو چې زر دې په مطلب ورسېدمه

ياري دې نه کوم ډاريږم       د لرې لرې نندراې به دې کومه

ياري دې نه وه خوب ليدل وڅو چې مې سترګې غړولې سبا شونه

يم خړ پښتون خړ مې ژوندون دی      خړو جامو کې به فردوس جنت له ځمه

يو اخيري مصره دې داوي   اخر يې مه کړې د ځوانانو مجلسونه

يو ځلې بيا په دې لار راشه  په پخوانو قدمو دې پرېوتل ګردونه

يو ځلې راغلی خوله مي ورکړه         لار يې صحي کړه په غضب ککړه شومه

يو خو دې غونډه منډه خوله ده           بل دې خبرې په کنډه تللي دينه

يو دې غريب پيدا کړم خدايهبل دې مين په کبرجنې نجلۍ کړمه

يو زخم نه دی چې به جوړ شي         هزار زخمونه مې په زړه دي مړ به شمه

يو ګوټ اوبه منګی نه راکړهد وصال تږی يم اوبه بهانه کومه

يو وارې ټينگه غېږه راکړه  بيا دې دا دا له توره ورکړه چې راځينه

يوازې خدای به پرې خبر وي           د خندا ډکه خوله به چيرته ناسته وينه

يوازې ژوند مې په کار نه دی           چې اشنا لاړو زه به تور لحد ته ځمه

څنګه دروالوزم جانانه                          زما وزرې بېلتانه سېزلي دينه

آ ماشومتوب راياد کړه ياره                         چې ستا په ترخګ کې به له مور نه پټېدمه

زما د يار وربل يې وران که                   سيلۍ په لاره د ړندو په شانتې ځينه

ليلی زړه شوه سور يې کم شو                     له منګو پرېوته کوزې راډکوينه

چې ما او تا سره جدا يوو                           په اور دې وسوزي د دواړ قسمتونه

 

-
بېرته شاته