(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ملنګ جان په مړینه

[12.Apr.2022 - 15:52]

دملنګ جان پر مړینې دشهید  داودخان دخپګان او خواشینۍ پیغام

------------------------

د ملي شاعر ملنګ جان په ناڅاپي مړینې ډیر سخت خواشینی شوم. دغه دردمن او هیواد پالونکی شاعر مې له ډیرو کلونو راهیسې پیژانده او دهغه دلوړو احساساتو نه چې دګران هیواد اود افغانانو دسوکالۍ په اړوند یې درلودل پوره خبروم.

دده مړینه په رښتیا هم چې  هیواد ته ستر زیان دی.که څه هم دی اوس زموږ په منځ کې نشته ، خو دده افکار او آ ندونه چې دقام دویښولو لپاره وو دده نوم  به تل ژوندی وساتي .

په دې بشپړ باورلرم چې دافغانانو بچیان به خپل دغه ملي شاعر هیرنکړي . لوی خدای دې ارواښاد ملنګ جان وبخښي . زه دارواښاد ملنګ جان کورنۍ ، خپلوانو او دوستانو ته تسلیت او ډآډګیرنه ورکوم.

Mohammad Daoud Khan: President Afghanistan

د۱۳۳۶ زیږدیز کال دلړم دمیاشتې لسمه نېټه (د ۱۹۵۷ زیږدیز کال داکتوبر دمیاشتې یو دیرشمه)

-
بېرته شاته