(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تالېبانو

[12.Apr.2022 - 16:12]

په افغانی ټولنه کښې د نویو  واقعیتونو او پېښو  منځ ته راتګ ددې نښه نښانه ده، چې زاړه  اړېکي او مناسبات بیرته مخ ته راتللی نه شي او زمونږ افغانانو څخه نوی اند  (فکر) او د زاړه تړلي (انحصاري) اند پرېښودل غواړي او هره هغه پرېکړه او کړنه، چې د پښتني کولتور د ارزښتونو  سره په ټکر کښې وي، هېڅ ریښتېني پښتون/ افغان ته د منلو وړ نه ده. 

د15.08.2021 راپدېخوا تالېبان په ټول افغانستان واکمن شوي، نو پکار ده، چې د ولس غوښتنې ومني، د یویشتمې پېړۍ د غوښتنو او پرمختګونو  سره سم  د نړیوالې ټولنې او زبرځواکونو سره دوه اړخیزه اړېکې جوړې او د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره دې بې له ځنډه  ګام پورته کړي.

که تالېبانو دا تارېخي موقع او فرصت له لاسه ورکړ، نو په  په هیواد کې دننه او د هیواده بهرمیشت هیوادوالو او نړیوالو له خوا به پرې   زور( فشار) ډېر شي . 

دا  ددې مانا لري،چې  طالبان ېو ځل بېا د کمر سر ته ځانونه پخپله برابروي او کندې ته به ځانونه پخپله ګذاروي.

 داخبره ټولو ته جوته ده ، چې تالېبان نژادي پښتانه دي او یا ډېره کی (اکثریت) یې نژادي پښتانه دي، خو سیاسي پښتانه نه دي، نوددوۍ هره نادوده سبا خلک په مونږ پورې تړلی شي او دا ځکه چې د پښتنو ضد او مخالفې ډلي او خلک به بیا دا دلیل راوړي،چې تالېبان پښتانه ؤ، چې ددې مسئلې او موضوع پاکول (صفائې) بیا ډیره ګرانه ده.

(محمد شیرین ګردیوال د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر مرستیال) 

-
بېرته شاته