(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښه ده ښه ده

[12.Apr.2022 - 17:15]

لیک : ادریس غروال

دلته خو چې زموږ ملایان پر ممبر کښېنی نو دحضرت محمد ص دا حدیث ډېر وایي" الدنیا سجن المومن وجنته الکافر" زه ددې حدیث دراوي او دسیاق وسباق په اړه نور کره معلومات نه لرم، چې دابه په مشهورو صحیحو احادیثو کې راځي، او که دروایت تسلسل به یي کمزوری، او ضعیف وي؟خو یوې خبرې ته مې له ډېر وخته پام اوښتی ،چې کله هم زموږ له دې جنتي او مسلمانې خاورې څوک اروپا او غرب ته ورسېږي نو بیا شکرونه وباسي،او چې دکافرو پر خاوره " دځینو په اصطلاح" پښه کېږدي نو له خوشالۍ په جامو کې نه ځايږي  د " الحمدالله" په ویلو راسر شي،او دلته په جنتي؟وطن کې یې کورنۍ په کور وکلي کې پر خلکو خیراتونه ويشی،نو اوس زه هم په دوه لارۍ کې ولاړ یم چې که زموږ.وطن رښتیا هم جنت وي نو بیا ترې خلک ولې په تېښته دي او که دوزخ وي نو بیا خو داروبا او امریکا جنتونو ته دځوانانو دتګ خبره دشکرونو په ویستلو او دنذرانو پر ورکولو ارزي،که دادنیا دمومن لپاره زندان وي نو بیا ولې زموږ دمقدس جهاد درهبرانو او ددین دپتنګانو بچي داروپا،امریکا او لندن په واټونو چکرې وهي او په دې دنیا دجنت په باغونو کې ګرځی او که دادنیا یوازې او یوازې داخرت لپاره کرونده وي او انسان په هرځاي او هروطن کې داخرت لپاره توښه برابروی شي نو یا خپل وطن او یا بل وطن،عبدالرحمن بابا هم وایې "

ښه ده ښه ده دادنیا

چې توښه ده دعقبا

خو دلته یو عجیبه شان پراډاکس دی، د هم دې مولویانو صاحبانو،جهادي رهبرانو،قوماندانانو،تبلیغیانو ،صوفیانو او شیخانو بچي،ورونه،ورېرې او وریرونه دخپل مسلمان او مومن وطن زندان کې شپو ته زړه نه ښه کوی او دهغو سرو کافرو جنتي وطن ته په مڼډو دي، تازه به تازه زما یوکلیوال ځوان له دې زندان نه دجنت باغچې ته رسېدلی او دلوي خداي ج دربارته ته یي دشکرانې په پار " الحمدالله" ډالۍ کړې ده!

که فکري اختناق موجود وي،دخلکو ژبې تړل شوې وي،دولږې بلا خوله وازه نېولې وي،بې عدالتي اوج ته رسېدلې وي،او د پیسو او واسطو ګمارنې وي،نو شک یې مه ګڼه چې زما ددې تنکي کلیوال زلمي غوندې به زرګونه ځوانان او نیمزالي ددې زندان له دروازو ځانونه وباسي!

یاهو

-
بېرته شاته