(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اسحاق ع

[14.Apr.2022 - 15:03]

اسحق زوی د ابراهيم او د سارا ؤ

د ده زېږد له معجزو څخه کبرا ؤ

خليل کله شل بالا چي سل کلن ؤ

حمد ويونکی په ګرېوان کي چي اوبلن ؤ

کله وه چي لو سارا نيوي کلنه

د اسحق په زيري سوه هله ښادمنه

اسحق پلار ته لوی خادم فرمانبردار ؤ

نيک بنده دی د خپل رب او تابعدار ؤ

د اسحق عمر چي زيات وخت د نکاح سو

د رفقا سره واده دی په جناح سو

زوی يې عيص پر اسحق ګران ؤ چي ؤ مشر

پر مور ګران ؤ يعقوب زوی چي يې ؤ کشر

اسحق زوړ چي سو په سترګو هم کمزور سو

دی عاجز سو نژدې مرګ ته چي لا نور سو

اسحق وويل و عيص ته چي يې موړ کړي

عيص د ښکار په غوښو خوښ خپل بابا زوړ کړي

عيص عاجل و ښکار ته ووت په تلوار سو

دی د پلار دعا غوښتونکی اميدوار سو

په دې وخت کي يعقوب راغلی و خپل پلار ته

غوښه راوړه ده د پلار و دروند دربادر ته

اسحق وخوړه غذا او دعا خوان سو

دی و رب ته حمد ويونکی ثنا خوان سو

و يعقوب ته يې دعا وکړه چي زیات سي

په درجو کي دی تر نورو خلکو زیات سي

هم يې رزق هم يې اولاد بابرکت وي

د بريا سره يې مل هر حرکت وي

عيص چي راغلی د غذا سره و کور ته

پلار يې کړې وه دعا و کشر ورور ته

په غوسه هله هغه سو پر ورور باندي

پلار چي مړ سي زه تا وژنم په زور باندي

مور رفقا هله يعقوب ته په بيان سوه

دا پرېشانه وېرېدونکې ښه عيان سوه

ويل ولاړ سه زما د ورور سره دېره سه

په حران کي يې مالونو ته پيره سه

لور يې وغواړه ته زوم هم زما د ورور سه

هم ساتونکی يې د مال او هم د کور سه

چي سَړَه د عيص غوسه سوه بيا راستون سه

ته ملګری د خپل ورور په پېوستون سه

يعقوب ومنل خبره او روان سو

دی پر لورې د حران مل د کاروان سو

په خوب وليدې ملکې يوه شپه چي

ځينه ايښې يې آسمان ته وي سيده چي

په دې خوب کي پس الله دی مخاطب کړي

چي به زيات د ده اولاد ښه په ترتيب کړي

بله دا چي دغه مځکه به عطا کړي

ښه هغه له نعمتونو آراستا کړي

ويښېدو وروسته يې واخيسته ډبره

د خوب ځای يې نښاني کړ په کمبره

که دی ورسيږي کور ته سلامت بيا

نذر ومانه پر ځان ده علامت بيا

د صخره پر غونډۍ جوړ به بيت الله کړي

پر دې سيمه به کور جوړ د پاک الله کړي

يعقوب ولاړی په حران کي خپل ماما ته

لابان نوم ؤ د هغه و کار فرما ته

د لابان لوڼي وې دوې ليا يې مشره

يعقوب وغوښته له دوی راحيل وه کشره

لابان وويل اووه کاله په کار سه

و څاريو ته زما شپون ته پر څړ لار سه

يعقوب شپون سو د ماما او زحمت کښ سو

اووه کاله دی په کار او خواري کښ سو

د واده په سهار پوه سو چي ليا ده

د يعقوب ناوې چي مشره په حيا ده

يعقوب وويل ماما ته دا ده مشره

ژمنه دا وه راکوې به ماته کشره

لابان وويل چي دا د دوی دستور دی

مشري مخکي د کشرۍ نکاح فتور دی

هغه وويل اووه کاله په کار سه

و څارويو ته بيا شپون ته پر څړلار سه

يعقوب شپون سو د ماما بيا زحمت کښ سو

دی اووه کاله بيا نور هم خواري کښ سو

هله ورکړله ماما دويمه لور هم

چي څښتنه وه پر مخ د ښکلي نور هم

اجازه وه د دې کار په شريعت کي

هغه وخت وه دا عادي په جميعت کي

يو سړی چي پر يو وخت دوې په نکاح کړي

په دوو خوېندو پر يو وخت ژوند خپل جناح کړي

له ليا څخه څلور زامن پيدا سول

روبيل شمعون لاوي او بيا يهودا سول

خو راحيل چي نه درلودل اولادونه

مينځه خپله يې يعقوب ته کړه دادونه

بلهه نوم ؤ د دې مينځي په سيالي سوه

د دان مور او بيا دا مور د نفتالي سوه

ليا هم هله زلفی ور په نکاح کړه

خپله مينځه يې يعقوب ته ور جناح کړه

له زلفی څخه پيدا دوه زامنان سول

اول جاد او بيا اشير يې فرزندان سول

شپږم زوی يې زابلون دينا يې لور سوه

د ليا اووه اولاده په مرور سوه

له دعا وروسته عطا ورته مالک کړ

و راحيل ته لومړی زوی عطا خالق کړ

د دې زوی نوم يې يوسف ښايسته جميل ؤ

دی صديق بنده د رب رحيم جليل ؤ

په حران کي دوه ويشت تېر سول چي کالونه

رب يعقوب ته ول ورکړي زيات مالونه

دا ؤ راغله پر ده وحی چي دی ستون سي

د نيکه سيمي ته دی په پېوستون سي

دا ؤ جوړ يعقوب کاروان د آل اولاد کړ

بيا تکل هغه پر لور د خپل بلاد کړ

خو يعقوب د خپل ورور عيص څخه په ډار ؤ

فتنه نه يې خوښېده چي ډېر بد کار ؤ

يوه شپه يوې ملکې امتحان کړ

پهلواني کي يې معلوم د ده ايمان کړ

دا چي ماته کړه ملکه ده په زور کي

اسرائيل لقب يې خپل کړ په دې لور کي

اسرائيل ځکه دوهم نوم د يعقوب سو

ټول بيا نسل يې و دې نوم ته منصوب سو

عيص ته ولېږل يعقوب بيا احوالونه

تحفې ښکلي د ليدو هم سوالونه

عيص يې ورور په لاري وکړل ديدنونه

ده بيان هغه ته کړل ټول داستانونه

دوی په هيله د ديدن د بل فرصت سول

يو له بله دوی په مينه ښه رخصت سول

يروشلم سره نژدې دی مقيم سو

يعقوب وړ د ټولو خلکو د تعظیم سو

د صخره پر غونډۍ جوړ هغه اقدس کړ

په رباني امر يې جوړ بيت المقدس کړ

مړه راحيل سوه پر زېږون د دوهم زوی

د يعقوب له پاره غم ؤ دغه لوی

دوولسم دغه يې زوی بنيامين ؤ

کشر ورور ؤ د يوسف چي نازنين ؤ

اسرائيل سل او اووه څلوېښت کلن سو

د مرګي سره په مصر يې ملن سو

د پلار مور سره يو ځای په يو مکان کي

يعقوب ښخ سو د نيکه سره کنعان کي

 

احمدولي اڅکزی، Ahmad Wali Achakzai د ۲۰۱۸ کال د نوامبر ۲۱مه نېټه، بون

کتاب: پښتو قصص الانبيا، احمدولي اڅکزی، پښتو اکاډمي کوټه،۲۰۱۹

-
بېرته شاته