(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لفظونو جادوګر

[14.Apr.2022 - 17:30]

{ د‌لفظونو جادوګر شاعر رحمت شاه سائل فن او شخصيت }

 

د ياد شاعر اديب د پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد تکړه ملګري د ښاغلي حيات سواتي ترتيب او تدوين شوې کتاب " د لفظونو جادوګر شاعر رحمت شاه سائل فن او شخصيت په اعراف پرنټر پيښور کښې د چاپ په آخري مرحلو کښې دے. دا کتاب په دوه سوه څلريشت مخونو اړه ددې عصر د نومياله شاعرانو ، اديبانو ، محقيقينو نقادانو د محترم رحمت شاه سائل صاحب په ژوند ، فن او شخصيت بشپړه مقآلې شاملې او منظوم کلامونه شامل دي په کتاب سريزی پروفيسر ډاکټر محب وزير او ليکونکي اقبال حسين افکار ليکلې دي. د پښتو خاکې لوے استاد ښاغلي ګل محمد بيتاب صاحب په محترم رحمت شاه سائل صاحب ليکلې هغه خاکه چې له د څو تنو نه سربير بل چا نه ده لوستې هم ددې کتاب زينت جوړه شوې ده دغه رنګ د خويشکي ادب کور کښې د محترم رحمت شاه سائل صاحب سره د ملاقات په دستوره کښې  د نومياله دانشور محترم شوکت حيات خان په محترم سائل صاحب ليک ددې کتاب ښائست جوړ کړې شوې دے.

د ښاغلي حيات سواتي په دې شهکار تحقيقي کتاب فليپ ياد محقق، نقاد ، اديب او شاعر پروفيسر ډاکټر عبداللّه جان عابد ليکلې دے چې ددې کتاب د ټائټل سره يې له تاسو سره شريک کوم زه په دې موقعه ښاغلي ملګري حيات سواتي ته مبارکي وايم او د هغه دا هڅه د پښتو ادب دپاره ګټور ګام ګڼم

 

"د لفظونو جادوګر" د پښتو ژبې او ادب د يو ځوان او باهمته ليکوال محترم حيات سواتي تاليف دے، څوک چې يو ښه آرټسټ، شاعر، افسانه نګار او تکل نګار دے او تر يوې اوږدې مودې پورې د صحافت سره هم وابسته پاتې شوے دے ـ دا ځوان يو فعاله ادبي شخصيت، يو مينه ناک انسان او سپېځلے پښتون دے ـ په دې زيرِ نظر کتاب کښې، هغوي په ډېره سپېځلې مينه او خوارۍ د روان عصر د مقبول انقلابي او مترقي شاعر او سپېځلي اديب محترم رحمت شاه سائل په ژوند، فن او شخصيت باندې د عصر د بېلا بېلو ليکوالو، اديبانو او دانشورانو ليکونه راغونډ کړې دي، په دغو ليکوالو او دانشورانو کښې ځينې داسې هم دي چې تر يوې اوږدې مودې پورې ورته د محترم رحمت شاه سائل د رفاقت اعزاز هم حاصل دے ـ دا يوه داسې حواله ده چې ددې تاليف وقعت نور سېوا کوي ـ 

کۀ څۀ هم د مؤلف لاس هغو ټولو ادبي منابعو ته نۀ دې رسېدلے، په کومو کښې چې د محترم رحمت شاه سائل د ژوند، دروند ادبي شخصيت او فکر و فن په باب نورې درنې ادبي ليکنې او څېړنې خوندي وې ، خو ددې باوجود هم دا موجوده تاليف د "سائل شناسۍ" په حواله يو دروند ادبي ګام دے ـ بايد ټول پښتانۀ، ورته په درنه سترګه اوګوري ـ 

مونږ دپاره دا هم د ډېرې خوشحالۍ خبره ده ، چې ددې تاليف نه لږه موده وړاندې په افغانستان او پاکستان کښې د محترم رحمت شاه ساٸل د فکروفن په حواله درې مهم سندي کارونه سر ته اورسېدل ، چې پکښې د کابل پوهنتون نه د محترمه ياسمين وزيري سندي تحقيق "د رحمت شاه سائل د مخطوطاتو شننه"، دوېم د ګورنمنټ پوسټ ګرېجوېټ کالج درګۍ ملاکنډ نه د محترم وقار محمد څېړنيز کار "د رحمت شاه سائل د افسانو فني او فکري جاج" او درېم د علامه اقبال اوپن يونيورسټي نه د محترم راحت شاه سمندر تحقيقي کار "د رحمت شاه سائل د نظمونو عمراني مطالعه" شامل دي ـ په دغو کښې اولني دوه ذکر شوې کارونه په کتابي بڼه د چاپ د مرحلو نه تېر شوې دي ـ څلورم مهم کار د باچا خان پوهنتون نه د محترم رحمت شاه سائل د غزل ګوئۍ په استعاراتي نظام باندې د سکالر روئيدار سحر روان دے ، چې ډېر زر به تکميل ومومي ـ ورسره د کابل پوهنتون نه د محترمې نرګس بي بي کار "د رحمت شاه سائل په شاعرۍ کښې د انسان دوستۍ تصور" هم د تکميل په مرحله کښې دے ـ 

د محترم رحمت شاه سائل د ادبي خدمتونو د څېړنو او فکر و فن د شننو او سنجولو په دغه بهير کښې زۀ د حيات سواتي دغه تاليف "د لفظونو جادوګر" يوه غوره اضافه ګڼم ـ د زړۀ د تله ورته مبارکي وايم او هيله لرم چې دا تاليف به نه يواځې  په راروان وخت کښې د محترم رحمت شاه ساٸل د فکروفن د تفهيم په لړ کښې اسانۍ کړي ، بلکې د ريسرچ سکالرانو د پاره به د حوالې يو بنيادي کتاب هم ثابت شي ـ

 

په پښتنه مينه

 

پروفېسر عبدالله جان عابد 

د پاکستاني ژبو د څانګې چيٸرمين

علامه اقبال اوپن يونيورسټي ، اسلام آباد

-
بېرته شاته