(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پلچرخي کیسه

[25.Apr.2022 - 10:07]

 

د حفیظ الله امین د کورنۍ د غړو د پلچرخي د بندې خونې کیسه

د زندان شپې او ورځې وې. تېرېدې، ښې وې که بدې وې تېرېدې. رښتیا ووایم زندان کې یوازې شپې وی، ورځې نه وې. څلورویشت ساعته تیاره . که چېرې د پاسبانانو او د بلاک د قوماندان او یا هم د زندان د قوماندان خوی او مزاج سم وی نو بیا کېدای شی چې یو ساعت لمر ووینې، دا لوی غنیمت وی

، لمر دی ولید، یو څه شانته باهر ماحول دې هم ولید، یو څو نوې څېرې دې ولیدې، اوس نو دنیا بله شوه، ته بدل شوې، د سر هوا دې بدله شوه. ښه وشوه.

خو اوس د بلاک قوماندان، د زندان قوماندان او ستا د کوټې پاسبان هم درباندې پوه شول چې تا له دې چکره ګټه وکړه. اوس نو د اوږدې مودې له پاره به کوټه قولفی شې.په هفتو هفتو به د لمر مخ ونه وینې

زه نه پوهېږم چې انسان ولې داسې د حالاتو تاثیر لاندې راځی. د زندان ټول منسوبین ظالم وی

تا ته به د شخصی دښمن په سترګه ګوری

د زندان سربازان له ‌‌‌‌‌‌ډېرو لیرې ولایاتو څخه ول. ترکمن او ازبک ورونه ول

کورپه ګل، انه مراد، روز مراد, الله نظر، داسې جالب نومومنه ېې لرل. ما ته جالب ول. زه ماشوم وم او داسې نومونه مې اول وار اورېدل. یاره خو ‌‌‌‌‌‌ډېر ظالمان ول. په تېره دوی کې یو ېې روزمراد نومېده. دی ډېر بلا وه. سخت وهل به ېې راکول

زمونږ د کورنی زیات شمېر ماشومان د پلچرخی زندان کې بندیان ول. ماشومان خو هر چېرې ماشومان وی ، شیطانی کوی او ماشومتوب کوی. خو ‌‌‌‌‌‌ډېر به ېې وهلو

دا سربازان له هیڅ هم خبر نه وه. حفیظ الله امین ، انقلاب، شورویان ، داېې هیڅ نه پيژاندل. حتی په دې هم خبر نه ول چې د کوم ځای دی او په کوم هېواد کې ژوند کوی. په دری نه پوهېدل، پښتو خو لیرې خبره وه. پښتو اجازه هم نه وه. د زندان منسوبین په پښتو نه غږېدل او نورو ته ېې د ویلو اجازه هم نه ورکوله، ویلې به ېې چې د پښتو وخت تېر شو، دا د فاشستانو ژبه ده، دا د فاشست امین ژبه ده

په زندان کې یو کارملی وه، داسې ساده سړی نه وه، دو آتشه کارملی وه، د زندان سیاسی آمر وه. نه پوهېږم چې زندان کې سیاسی آمر په څه معنا، خو ده به ویلې چې سیاسی آمر یم.

نوم ېې رزاق عریف وه. فکر کوم اوس هالند کې اوسېږی. خو مطمین نه یم

خو خیر چې کیسه بلې خوا لاړه نه شی. دغه رزاق عریف به ویلې :

تاریخ حقانیت رفیق کارمل را ثابت کرد که رفقای شوروی وی را برګزیدند و به قدرت رساندند و امین را نابود ساختند

دی به په اونی کې دوه درې وارې زمونږ اتاق ته راته او ویلې به ېې چې زمونږ له لیدو نه په زندان کې انرژي اخلی او باور ېې په سویتیزم او انترناسیونالیزم لا پسې زورور کېږې چې د فاشست امین اولاد د زندان په حقارت او پنجرو کې وینی

زمونږ حالت لاپسې خرابېده. زما مورجانې چې مونږ ورته بوبو وایو د کارمل او نجیب په آدرس، نجیب هغه وخت د خاد ریس وه او د پلچرخی زندان هم د ده تر صلاحیت لاندې وه، یو درخواست ولیکه چې اولادونه مې بېسواده لویژی نو مونږ ته د لیک او لوست اجازه راکړی. یعنی د کتاب، قلم او کاغذ اجازه راکړی. څو میاشتې پس ېې ځواب راغی او د کارمل او نجیب له خوا په جلا جلا توګه. خو د دواړو متن تر ‌‌‌‌‌‌ډېره مشابه وه

هغوی لیکلی وه چې تاسې د فاشست امین اولاد یاست او تاسې به د ژوند تر آخرې ورځې زندان کې پاتې کېږی نو لیک او لوست د څه د پاره

دا هغه وخت وه چې روسانو په پوره قدرت په افغانستان کې حضور درلوده او کارملیانو داسې سوچ کاوه چې دوی شکست ناپذیره دی

زمونږ حالت تغییر نه مونده. عمر تېرېده  او د دې امکانات ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات وه چې ټول بیسواد لوی شو

زما دوه مشرو خویندو دا تصمیم ونیوه چې د ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډی د نه خوړلو اعتصاب وکړی او تر هغه ېې مات نه کړی چې مونږ ته د پایواز د راتلو او د کتاب، قلم او کاغذ د راوړو اجازه را نه کړل شی.

دې اعتصاب یوه میاشت دوام وکړ

اوس نو رزاق عریف د ورځې څو وارې راته. په لومړیو ورځو کې ېې ملن‌‌‌‌‌‌ډې وهلې او خندل به ېې. خو وروسته چې مساله جدی شوه او زما د خویندو حالت مخ په خرابېدو شه، اخطارونه به ېې راکول.

یو وار دی ، له نورو زیاتو منسوبینو سره او له حشمت کیهانی سره راغی. زه فکر کوم چې حشمت کیهانی هغه محال د خاد د سیاسی امورو ریس وه

عریف زیاد عصبانی شه او یا دا چې غوښته ېې ځان کیهانی ته ثابت کړی، نو ‌‌‌‌‌‌ډېر هیجانی او احساساتی برخورد ېې وکړ، حتی لاړې ېې له خولې بادېدې

په لاس کې ېې یوه ‌‌‌‌‌‌ډبره هم راوړې وه

مور مې چې مونږ ورته بوبو وایو په ‌‌‌‌‌‌ډېر میړانه او متانت د عریف د هر توهین او ښکنځلو ځواب ورکاوه

عریف چې نور په ځان پوه نه شو نو په دې ‌‌‌‌‌‌ډبره ېې زما په مور وار وکړ. د مور سر مې خوږ شو او وینې په توییدو شوې

هلته ېې دوه لورګانې د مرګ په بستر پرتې وې، دلته مونږ ماشومان ورته ولاړ وو، له سره ېې وینې بهېدې خو دا بیا هم غلې نه شوه او لیوانو سره په جنګېدو وه

هغه وخت مې مور ځوانه او ‌‌‌‌‌‌ډېره تکړه وه. د هرې پيښې مقابلې ته ولاړه وه، د زغم او تحمل نمونه او مثال وه

‌‌‌‌‌‌ډېر کلونه تېر شول. اوس مونږ هم مخ په زړښت یو

مور مې اوس زړه بی بی ده خو لا هم متینه او زړوره مور ده او یوازینی هیله ېې سوله په هېواد کې  ده.

 23.04.2020 (ببری امین)

-
بېرته شاته