(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زړور ګنډونکی

[23.May.2022 - 07:58]

زړور ګنډونکی / د ماشومانو لپاره کیسه

له الماني سرچېنو ژباړه: پوهاند رڼاګل اریوبزی

 

وايي چې داوړي په یوه تازه سهر یووړوکی ګنډونکئ دکار میز ته کیناست. دی خوشال و او په خپل ټول ځواک يې ګنډ نه کوله. لږ څه وروسته يې مچان په سر راټول شول. ده مچان له سره شړل، وهل اویوځل يې په یوه وار اوه مچان ووژل. دی خپل زور ته حیران پانې شو او له ځان سره يې وویل چېپه دې خوباید ټول خلک خبر شيولاړ او دځان له پاره يې یو کمر بند جوړ کړاو په غټو تورو يې په ولیکل چېپه یوه ګزار اوه

ګنډ ونکي کمر بند تر ملا وتړه او دخوړو له پاره د یو څه شیانو په لټه کې شو. پنیر يې پیدا کړ او هغه يې له ځان سره واخیست. دښار دروازې تر مخه يې یو الوتونکئ ولید چې دونې په څانګ بند پا تې دی، هغه يې هم د ځان سره واخیست. د ګنډونکي لار تر یوه غره تیریده او هلته په غره کې یوه لویه بلا ناسته وه او په ارامۍ يې شاو خوا ته کتل. ګنډونکئ په ښه نیت ورنږدې شو او ويې ویل چېسلام انډ يواله! غواړې چې د ما دلارې ملګرشي؟ لويې بلا ګنډونکي ته په سپکه سترګه وکتل او په ځواب کې يې ورته و ویل چېای ته پسته، رذ یله او بد بختهګنډونکې خواب ورکړ چېښه چې داسې وي نوبیايې کمر یند ور ښکاره کړ. لويې بلا چې کمربند ته وکتل په لیکلي و چېپه یوه ګزار اوهبلا په دې فکر کې شوه چې ګوندې دې واړه ګنډونکې اوه سړي په یوه ګزار وژلي دي او دهغه په وړاندې يې زړه ته یو څه ډار ور ننوت، خوسره له دې يې هم غوښتل چې یو څه يې وازمويي. دې یوه تیږه په لاس کې واخیسته اوداسې يې ټینګه کړه چې دتیږې نه اوبه وڅکیدې. بیايې ګنډوکې ته وویل چېاوس ستا وار دیګنډونکې وویل چېبس دومرهجیب ته يې لاس کړ، اوبلن پنیر يې راوایست او په لاس کې يې ترهغو تینګ کړ چې اوبه ترې وڅکیدې. بلا نه پوهیده چې اوس ځه ووايي، خو اخريې یوې تیږې ته لاس کړ او پورته هوا ته يې دورمه لرې وشړله چې په سترګو نه لیدل کیده. بیا يې ګندونکي ته وویل چېاوس نو د مرغابۍ په شان سړوکیه! ستا وار دیګنډونکې ورته وویل چېتیږه خو دې ښه لرې وشړله، خو بیرته په مځکه راولویده. زه به يې دومره لرې وشړم چې بیا هیڅ را ونه ګريجیب ته يئ لاس کړ،الو تونکئ يې را وایست او په هوا کې يې خوشې کړ. اولوتونکئ ولوت، هوا ته پورته شو، ولاړ او بیرته را ونه ګرځید. لويې بلا وویل چېهو! غورځول خو دې زده دي. اوس به وګورو چې کوم دروند شی هم پورته کولی او وړلی شې او که نهبیايې دا کوچني ګنډونکی د ځان سره د یوې غټې ونې په لور روان کړ چې په مځکه لوید لې او پرته وه. ور ته ويې ویل چېکه په رښتیا ډیر زور لرې، نوراځه چې دواړه په ګډه دا ونه د ځنګل نه وباسوګنډونکي په ځواب کې ورته وویل چېپه مینه! ته دونې تنه په اوږو کیږده، زه به يې څانګې اوشاخونه پورته کړم او په دې خو پوهیږې چې زما کار دستا د کار نه سخت دیلويې بلا د ونې تنه اوږو ته پورته کړه او وړوکی ګنډونکئ د ونې په یوه شاخ سپور شو. لويې بلا چې ترشا يې نه شو کتلی، هم يې ونه څکوله اوهم يې ګنډونکی چې دونې په څانګه ناستو. دې چې دا د روند بار تر یوه بریده په اوږو یوړ ستړې شوه، نور يې نه شو وړلی او ګنډونکې ته يې وویل چېواوره! زه مجبوره یم چې دا ونه له اوږو ښکته کړمکنډونکئ په بیړه دونې د څانګې نه راکوز شو او په دواړو لاسو يې دهغې څانګې ونیولې او داسې يې ښودل چې ګوندې دی هم ونه ور سره وړي او بلا ته يې وویل چېته څومره لویه بلا يې اوبیا هم دا یوه ونه نه شي وړلیلويې بلا چې داحال ولید ترې وډار شوه اوپه بیړه وتښتیده.

وروسته تر دې چې ډیر وګرځید او راوګرځید، دیوه شاهۍ قصر انګړ ته ورسید. هلته په یوه چمن کې پریوت او ویده شو. کله چې دی ویده و، له هرې خوا ډیر خلک ورته راتلل اوله هرې خوايې لیده اوکله يې چې په کمربند دا ټکې ولوستل چېاوه په یوه ګزار. » نو په دې فکر کې شول چېدا لکه چې یو ډېر ځوا کمن ښاغلی دینو ولاړل او پاچآ يې خبر کړ او ورته ويې ویل چې دا سړی دجنګ په وخت کې زموږ له پاره یوه لویه اوارزښتناکه مرسته کیدلی شي، نو ځکه يې باید په هیڅ صورت له لاسه ورنه کړو او په هر صورت چې وي له ځان سره يې وساتو. د خلکو دا مشوره د باد شا خوښه شوه او ګنډ ونکي ته يې امر وکړ چې د ده د پاچاهۍ په یوه ځنګل کې دوې لويې بلاګانې ژوند کوي اوډ یر زیانونه رسوي. که چيرې دی په دا دوو بلاګانو زور شي، نو خپله یوازنۍ لور به ده ته واده کړي او سر بیره پر دې به نیمه پاچاهي هم ورکړي. امر يې وکړ چې سل سپاره به په دې مقابله کې له ده سره مرسته کوي. ګنډون ګنکی راووت او کله چې د ځنګل لمنې ته ورسید، نو په ځنګل ورننوت، ښۍ او کيڼې خوا ته يې وکتل اوله یو څو شیبو وروسته يې ولیدل چې دواړه لويې بلاګانې د یوې ونې لاندې ویده پرتې دي اوخرا يې پورت کیږي. ګنډن ګنکې د واړه جیبونه له تیږو ډک کړل او په ونه وخوت.  کله چې د ونې منخ ته ورسید، نیغ په نیغه د په خوب ویده بلاګانو د پاسه په یوه شاخ کې تم شو او یوه تیږه يې د یوې بلا په سینه ور و غورځوله. دې بلا دابله بلا ټیله کړه او ورته ويې ویل چېولې مې وهې؟» دې بلې بلا ورته وویل چېته خوب ګورې. زه تا نه وهمدواړه بلا ګانې بیرته پریوتې او ویده شوې. داځل يې په بله ډ بره دا دوهمه بلا وویشته. دې دوهمې بلا لومړۍ بلا ته وویل چېدا څه کوې، ولې مې په تیږه ولې؟» لومړۍ بلا ورته وویل چې زه تا په تیږو نه ولمدواړو یو څو شیبې په خپلو منځو یوې بلې ته کنځلې وکړې، خو خوب په زور شو، ستر کې يې پټې شوې او بیا پریوتې. ګنډونکې خپله لوبه له سره پیل کړه. داځل يې د ډ برو په منځ کې تر ټولو غټه ډبره را واخیسته او لومړۍ لویه بلا يې په خپل ټول زور په سینه وویشته. لويې بلا چیغه کړه چېداخو پسته دښمني دهاو دلیونۍ په شان پورته شوه او خپله ملګرې يې  په خپل ټول زور دومره سخته ټیل وهله چې هغه په ونه ولګید له او و ریږدید له. دوهمه بلا راپورته شوه او لومړۍ بلايې په خپل ټول زور ټیله کړله. دواړه سره په غوسه شوې او سم جنګ جوړ شو. ترهغوی يې سره وهل جې د واړه له زوره ولویدې او په مځکه پریوتې. اوس نوقهرمان ګنډ ونکي پا چاته ورغی. د پاچا زړه که غوښتل اوکه يې نه غوښتلوخو مجبور و چې په وعده ود ریږي. لور اونیمه پاچا هي یې ورکړه. لوی اوښکلی واده جوړشو او وړوکی ګنډونکی پاچا شو.

-
بېرته شاته