(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

برتانیه کې د پښتو

[27.May.2022 - 13:04]

دبریتانیې په کتابتونونو 

کې  دپښتوخطي نسخو نوملړ 

لیک : ډاکتر لطیف یاد

دا دهغه کتاب نوم دي چې په (۱۹۶۵ زیږدیز) کال دبرټیش میوزیم لخوا چاپ شوی دی اولېکوالان یې ( James Fuller‌ Blumhardt) او (D.N MAckenzie)  دي .

دا کتاب په اصل کې دپښتو خطي نسخو هغه فهرست دی چې په برېتا نیې اودبریتانې پورې داړونده ټاپوګانو (جزایروپه کتابتونونو کې خوندي دي

دبریتا نیې ددغو کتابتونونو نومونه چې پکې پښتوخطي نسخې شته دي دادي

دبودلیان کتابتون، دبر یټیش میوزیم،دکیمبریج پوهنتون، انډیاآفیس،دجان ریلینډز کتابتون، دختېزو اوافریکایي مطالعاتو دښوونځي په کتابتون کې او د ټرینيټي کالج دوبلین په کتابتو ن  کې .

په دغو پښتو خطي نسخو کې چې دبریتانیې په کتابتونونو کې شته او شمېریې ( ۱۷۰ ) ته رسیږي (۶۹) یې دانډیا آفیس په کتابتون کې ، (۶۰ ) یې دجان ریلینډزپه کتابتون کې، (۱۰ ) یې دختېزو اوافریکایي مطالعاتو دښوونځي په کتابتون کې، (۸) یې  دکیمبریج پوهنتون په کتابتون کې ، (۵) یې دبودلیان په کتابتون کې ،(۲) یې دټرینیټي کالج  دوبلین په کتابتون کې او پاتې یې ددې کتاب تر لېکلو دمخه  فهرست شوي دي .

ددغو  پښتوخطي نسخو نومونه دادي

دیني نسخې

مخزن الاسلام ،کتاب بابوجان ، فواید السیرت ،دفتح شاه کلیات ، رشید البیان ، جنت الفردوس، نافع المسلمین ، حفظ الادب ، دپښتو دنوي عهدبایبل  (انجیل).

تاریخي کتابونه :  

تاریخ مرصع ،شا هنامه ، تواریخ حافظ رحمت خاني .

ژبپوهنه :

آمد نامه افغاني ،فارسي -پښتو لغات، کتاب خیالات زمان،ریاض المحبت،عجایب اللغت ، غنچه روح ، انګریزي -پښتو دیکشینري .

دېوانونه :  

دارزاني دېوان، دمخلص دیوان ، دمیزادېوان،دکریمداد دېوان ، دخوشحال خان دېوان،دهجري دېوان، دعبدالقادر خان دېوان،درحمان بابادېوان،دحمید بابادېوان، دکاظم خان شیدادیوان، دکامګار دېوان،دمحبت دېوان، دافریدي دېوان،داکبر دېوان،دامیرخان دېوان،دمعاذالله دیوان ،دابوالقاسم دیوان،دیوان ګلچین ،چمن بې نظېر، فضل نامه،

پښتو کیسې

یوسف اوزلیخا،آدم خان او درخانۍ ، ددلۍ او شهۍ کېسه ، نیرنګ عشق ،دشاه او ګداکېسه ، معراجنامه،دسیف الملوک کېسه،کیسه جمجمه، تولد نامه ،جنګنامه امامان ، معجزات ، قصیدّ ه  برده ،نورنامه   ،دبهرام او ګل اندامې کېسه ، دامیر حمزه داستان، عذرا او وامق ، غل او قاضي ،دفتح خان کېسه ، مناجات ، وفاتنامه ، دجمجمې کېسه ، علم خانه دا نش،ګلدسته، ګلستان، کتاب الزقوم ، روضات الامثال.

(ډاکټر لطیف  یاد )

-
بېرته شاته