(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو

[01.Jun.2022 - 08:35]

#پښتو_ورځ 29.May

پښتو ورځ دې ټولو ته مبارک وي

زه د پښتو نړې والې  ورځې په ویاړ  تر هر څه لومړی ښاغلي نورحمن لیوال صیب ته  او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې میشتو پښتنو ته  د زړه دتله مبارکي وایم

چې غوټې بسې وهې په لاس به درشي

چاویل چې په دریاب کې ګوهر نه شـــــتـه

 دادی نن په نړۍ کې ټول پشتانه د پښتو ورځ په بیلابیلو بڼو نمانځي    

نصیر ستوری

 

سیاسي واکمن که پښتانه شي، پښتو کاندي دسرکار ژبــه 

هم د ښـــــــوونــځـــي ، هم ددفــــتر، هـم د خـپل کار ژبـــه

 بـیا بـه پــوهــان او امـــیان حس کــړي ضرورت د پـــــــښتــو

 پـــښــتــو به شي بـیا د پـوهـنې ، تـجارت او د روزګار ژبـــــه

 

وائي اغیار چې د دوزخ ژبه ده

زه به جنت ته د پښتو سره ځم

(حمزه بابا)

*****

چې پښتو دوزخي بولي مخ ئې تور دی

په پښتون باندې حرام د دوزخ اور دی

دوزخي ئی په ویلو جنتي شي

د پښتو ژبې جنت کې کلی کور دی

(ډاکتر کبیر ستوری)

*****

ادم حوا سره پښتو ویله

خدای له موسا سره پښتو ویله

دخپل ائین د خپرید په خاطر

زردشت هرچاسره پښتو ویله

یوسف د مصر د عزیز ماڼۍ کې

له زلیخا سره پښتو ویله

کلونه پس چې له ځنګله راغی

خلکو بودا سره پښتو ویله

سزار د خپلې زمانې زبرځواک

کلوپاترا سره پښتو ویله

لکه چې ژبه د عشاقو وي دا

مجنون لیلا سره پښتو ویله

یوروپ کې لویه زویه تاته وایم

نیکه دې نیا سره پښتو ویله

دا پیژند پاڼه خپله مه ورک کوه

چې مور دې ما سره پښتو ویله

سرتیره څوک ؤ،چې په ماته ژبه

یوچا له تا سره پښتو ویله

(عبدالوهاب سرتیر)

 

 

دا ستا  در بۀ  په هزار  درمان  ورنۀ   کړم

دا نسته به دې په سود په زیان ورنۀ کړم

 

کۀ څوک راکاندي دنیا و عقبی دواړه

عاشقي به دې پۀ این و آن  ورنۀ  کړم

 

کۀ مې چېرې لاس د ستا په بوسه بر شو

دا  نعمت بۀ  د جنت  په خوان  ورنۀ  کړم

 

کۀ یو ځلې مې ستا زلفې په لاس کښېوځي

یو  وېښته بۀ  دې  په درست  جهان ورنۀ  کړم

 

څو ونه وینم ستا سترګې کۀ یې خدای کا

عزرائیل   لره  بۀ   هومره   ځان  ورنۀ   کړم

 

معشوقې  د عاشقانو  دین ایمان  دي

زۀ بۀ چا لره خپل دین ایمان ورنۀ کړم

 

ستا تر زلفو  پورې نورې زلفې څۀ دي

پۀ خاشاک بۀ د چمن ریحان ورنۀ کړم

 

پۀ رحمان د ستا د لبومی  حرام  دی

څو د خپلو وینو جام تاوان  ورنۀ کړم

 

عبدالرحمن بابا

د کلیات مخ ۸۴

 

ای خدایه!عقل راکه  - ای! خدایه پوهه را

زړګی  مضبوط  راکه  -  او   سینه   لویه  را

 

یار    بهادر  راکه   -  که  همت  نه  راکوې

غیرتي ورور راکه  -   که   غیرت نه راکوې

د    سکندر   بخت  را      -   د دارا خیال را

مټ      د   خالد   کې     -  توره   هلال  را

اسلام دې پرېږده ماته   -  ځار درنه شمه

زه به یې ګټمه! زه به ګټمه!

 

سترګې  د  نمر  راکه   -   رحم د ځان را

بیا  ټول  غمونه دې    -    ددې جهان را

ماته  یې  په  سر  که   -  ځار درنه شمه

زه به یې وړمه، زه به یې وړمه

 

د شپې  خیمه  کې   -   د عشق شراب را

پاک    مل  د     لارې   -   لکه       ګلاب   را

د سپوږمۍ نور راکه   -   لوبو    کولو     له

د  بوډۍ   ټال   راکه   -    جوټو    وهلو  له

جهان   دې    پرېږده   -    ځار   درنه  شمه

جنت به یې کړمه، جنت به یې کړمه

(غني خان)

 

 

 

د حمزه بابا  تصورات

 

راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې

راځه چې د وصال جوړه دنيا کړو په دنيا کې

 

د گل په خاموشۍ او د بلبلو په نوا کې

پيدا چې د خندا نور افشاني کړو په ژړا کې

 

تر هغه گورو يو بل ته چې ورک شو په يو بل کې

راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې

 

ډيوه د مشغولا شي زموږ بله چې ماښام شي

ماښام د ليلا لاس کې د شفق د ميو جام شي

 

بد ځان يې شي له پامه چې د ستورو په موږ پام شي

د مينو پټ پټانی وي د سترگو په ځنبل کې

 

راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې

منت دپاره پېغلې پلوشې که د لمر راشي

 

جولۍ که غوړولې راته گل په بستر راشي

هر څو که پرېشاني په لاس نسيم د سحر راشي

 

ستا سر دې وي زما او زما سر ستا په څنگل کې

راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې

 

چې جوړ کړو د سپوږمۍ د پلوشو ځنې ټالونه

جوټې چې نرمې نرمې راله راکړي نکهتونه

 

اغوستی مو د گل د رنگينۍ وي څادرونه

تر هغه وخته زانگو چې وخت ورک شي په زانگل کې

 

راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې

جذبې چې د پرېشانه غوندې مينې کړو راجمع

 

دوه شوي زړونه يو کړو ترې پيدا کړو يوه شمع

ساز واخلي پتنگان چې شي راټول د سوز په طمع

 

احساس چې فرق و نه کړای شي په سوال او سوزېدل کې

راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې

 

فضا د پسرلي چې گل ورينه خندا کاندي

ستا مسکې مسکې شونډې چې ورېښمينه خندا کاندي

 

زلمی چې د ارمان سحرجبينه خندا کاندي

پېری درته د شپې نايڼه ستوري په اوربل کې

 

راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې

راځه چې شو بهر د دغو شپو ورځو له جاله

 

پرواز په داسې حال وکړو چې ووځو له حاله

يو حال داسې پيدا کړو چې مو حال اوځي له خياله

 

بيا خيال يوه گړۍ کړو د وصال په سلاسل کې

راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې

 

وتلی اسوېلی مو چې ورېځ هلته د نور وي

هجران شړلې اوښکې مو چې څاڅکي د سرور وي

 

برېښنا مو د ښايست د تبسم د زړه په طور وي

احساس چې شي د خود او بې خودۍ په جار وتل کې

 

راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې

جهان مو يو جهان وي د جهان د حس نه لرې

 

مکان مو يو مکان د لامکان د حس نه لرې

تل دواړه يو حمزه يو د وجدان د حس نه لرې

 

ازل ابد چې دواړه شي فنا زموږ په تل کې

راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې

 

#حمزه حمزه شينواري

29.05.2022

-
بېرته شاته