(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مکې ته ولې

[01.Jun.2022 - 08:56]

مکې ته ولې دا نوم اخيستل کېږي؟

د مکې ښار د مدينې جنوب لويديځ خواته څلور سوه کيلو مټره فاصيله کې پروت دی. پخوا يو کوچنی کلی ؤ چې پۀ وړو غونډيو کې راګېر ؤ. د ابراهيم عليه السلام د کورنۍ د استوګن کېدلو وروسته چې دلته زمزم اوبۀ پيدا شوې، د جرهم قبيله هم د هاجرې پۀ اجازه استوګنه شوه. اسماعيل عليه السلام د مضاض د لور سره وادۀ وکړ او کرار کرار دا شړه دښته يو اباد کلی شو

مکه ورته ځکه وايي چې دا لفظ د کېناستلو پۀ مانا دی او دلته هم د ډېرو قوتونو زور اوبۀ شوی او ناست شوی دی، لکه تاريخ کې راځي، تبع خميري چې کعبه وليدله، نرم شو، ټوټه يې ترې تاو کړه او لۀ نړېدو يې عاجز شو. ابرهه اشرم د شپېتۀ زره فوج او لويو فيلانو سره د دې ښار هيڅ هم ونکړل. ذوالقرنين به پۀ عاجزۍ د دې کنډر طوافونه کول، عباسي او اموي خلفاوو به دلته سپڼ نشو وهلی، اوس هم باچاهان د عامو خلکو پۀ څېر دلته ازاد ګرځي

مکه د رش، ازدحام پۀ مانا هم ده. دلته به لۀ پخوا نه د حج پۀ موسم کې رش او ازدحام ډېر ؤ، ځکه يې مکه وبلله، تر دې قريشو به د ډېر رش او ساري ناروغيو د انتقال لۀ امله خپل ماشومان بانډو ته ترې لېږل

مکه د يو مرغۍ نوم هم دی، د دې ښار پۀ باغچو کې به کېناستله او عجيب اوازونه به يې کول. عربو به ويل، کله چې يو څوک د دې مرغۍ اواز واوري، حج يې بشپړ دی.

مکه د څټ ماتېدلو پۀ مانا هم ده، يانې کله چې څوک د دې حدود مات کړي او د دې د ويجاړېدو تکل وکړي، څټ يې ماتېږي، کبر يې ماتېږي. وليد بن مغيره چې کله د کعبې ابادي نوې کوله، د دې زوړ دېوال يې پداسې حال کې ونړاوۀ چې وېره پرې پرته وه او لاسونه يې لپه کړي ؤ، ربه مونږ د زياتي نېت نلرؤ

مکه د منځ پۀ مانا هم ده ځکه چې دا هم د نړۍ منځ، مغز او مرکز دی.

 

(سید اکرام سعیدي)

-
بېرته شاته