(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جرګه

[01.Jun.2022 - 09:21]

جرګه

لیک: ډاکتر یارمحمد تره کی   

 

دادی یو ځل بیا طالبان د خپلومشاورینو په لارښونه د ځان د مشروعیت لپاره د لویی جرګی د را غوښتلو خبر ورکړی دی

په رښتیا هم چی لویه جرګه د مشروعیت تر ټولو لنډه او ارزانه لار ه ده

خوراځي چی وګورو تر کومه حده د رژیمونو د مشروعیت لپاره جرګه او د لویی جرګی دود کارول شوی دی او آیا دا ځل به د جرګی راغوښټل د طالبانو لپاره د مشروعیت په معنی وی که نه؟

تر هر څه د مخه باید وویل شی چی د افغانستان په تاریخ کی د څو محدودوجرګو پرته نوری جرګی د مشروعیت ورکولولپاره د دی انستیتوت څخه د ناسمی ګټي اخیستنی یوه لویه تجربه ده

زما په شخصی انداز د کندهار د تاج ګذاری جرګه (۱۹۴۷جانتان لی) ، د ۱۹۲۰ کال  د جلال آباد جرګه ( دمریتوب لغو،د نظامنامی تصویب، د انسانی حقوقو تساوی) د ۱۹۲۲ کال د پغمان جرګه ( تر ټولو ډموکراتیکه جرګه)   او د ۱۹۵۵ کال د پاکستان د جوړیدو او د ډیورند د کرښي په رسمیت نه پیژندل تر ټولو مهمی او ریښتینی جرګی وی.  

د ۱۹۳۱ میلادی کال څخه را پدی خواه چی نادر خان د قدرت پر غدی کیناست د نقلی او دروغو جرګو لړی پیل شوه

۱۹۱۵و ۱۹۳۰،، ۱۹۲۲، ۱۹۲۴، ۱۹۴۱، ۱۹۵۵، ۱۹۶۴، ۱۹۷۶ .......، ۱۹۸۵، ۱۹۸۷و ۱۹۸۹، ۲۰۰۲، ۲۰۰۳، ۲۰۰۹، ۲۰۱۴، ۲۰۱۸و ۲۰۱۹  دا هغی جرګی دی چی پکی د مشرانو د مشروعیت او یا ددوی د پالیسی د تایید پریکړی شوی دی. په دی کی د ۱۹۷۸-۱۹۸۰خلقیانو جرګه جوړه نکړه بلکه د اساسی قانون د جوړولو کمیټه او د ټآکنو لپاره یی کار پیل کړ. ما ډير کلونه په دی فکر کاوو چی د خلقیانوحکومت ولی جرګه نکړه جوړه تر څو مشروعیت تر لاسه کړی. ډير کلونه ووتل او زه وروسته پوه شوم چی هغو د جرګی له لاری  دمشروعیت په ګټلو باور نه درلود. دوی پوهیدل چی د افغانستان د معاصرو جرګو غړی مخور دولتی چارواکی، د کلیو خانان، ملکان، د قدرت دلالان، د چارواکو اخښیان او خپلوان اود سترو کاروباریانو استازی او یا په خپله دوی دی. خلقیانو هسی هم په خان او ملک پسی را اخیستی وه نو ددوی راوستل لویی جرګی ته کوم لوی منطق نه درلودل. له بله پلوه د جرګی د جوړولو میکانیزم اصلا د ډموکراتیکو اصولو پر بنست نه وو ولاړ تر څو سم استازیتوب وشی. هغه سم میکانیم چی د امانیه دوری په وخت کی کارول کیدو هغه دنادر خان د څو جرګو په ترڅ کی له مینځه تللی وو

 په مخکی وختنوکی به جرګو ته خلک را غوښتل کیدل او نایب لحکومه او یا والی به خپل  شاوخواه غوړه مالان اود دسترخوان انډيوالان جرګوته ور پیژندل. خو د امریکی د تیری څخه وروسته او په تیره بیا د کمپیوټر او تکنالوژی په راتګ سره د جرګو د ګډون کوونکو داتابیس جوړشو. د جمهوری ریاست د چارو اداری کولای شوای په یوه میاشت کی لویه جرګه راوغواړی او د خپل داتابیس کسانو ته د الوتکی ټکټونه، د هوټل لګښت، لنګی او نغدی پیسی ورکړی. دوی ته هسی سرونه اوکسان پکار وو چی څوکی ډکی کړی او د غوښتنی په وخت کی لاسونه پورته کړی. د ۱۹۳۰ کال څخه د جرګوښه او غوره عنعنه د چارواکو په ولکه کی ولویدله او د مشروعیت د چاپولو په ماشین بدله شوه

د امریکا تر حمایی لاندی دولتونه د جرګو په کاروبار کی ډير تکړه وو. پیسی ډيری وی او دکلیو او بانډووږی تږی خلک د غوړی ګولی او د څو ورځو ښه باڼدار لپاره د هر څه لپاره تیار وو. یوه مسله چی ډيره روښانه ده هغه په جرګو کی مخورو، عالمو، او پوهو کسانو ته د ځای نه ورکولو مسله وه. ددی ډول شخصیتونو د مخنیوی لپاره پوره میکانیزم رغول شوی وو

د اوسنی جرګو د جوړیدومیکانیزم.  

- د چارواکوله خواه د اجندا ټاکل (مشورتی جرګهُ ، د مشروعیت جرګه، د اساسی قانون جرګه).

- د جرګو لپاره د خپلی خوښی استازو د پوره چاڼ میکانیزم. د جرګو مطلق اکثریت ګډون کوونکی په انتصابی او د مشرانو په انتصاب جرګی ته راځي.

- د جرګی د مشر اورییسه هیت ټاکل. دا هم د ولسمشر او یا د چارو د مسولینوله خوا ټاکل کیږی خو که ووټونه هم واچول شی نو پر همدغوکسانو به ووټ ورکول کیږی چی د چارواکو خوښ وی

- د جرګی د اجندا سره سم د دولت د غوښټنو تایید.

- د جرګی په حاشیه کی د مشرانو سره د ولایتی استازو لیدنه کتنه او د شخصی وعدوورکول

- په جرګه کی د ښه غذایی او معیشتی تنظیماتو کول چی د ولایتی او کلیوالی معیشت تر سطحی ډيره لوړه وی

په جرګوکی د جرګو ګډون کوونګو ته پیسی، لنګی او نور امتیازات ورکول.

- په جرګه کی د هغو استازو رټل چی د جرګی د اجندا او یا د مشرانو د موخومخالف او یا منتقدین وی. د مثال په توګه د جرګی څخه ایستل، د جرګی په تالار کی د هغو ډبول، د جرګی څخه وروسته د هغوی تعقیب او د کاره څخه ایستل، اوددوی نوم د دولت په تور لیست کی اچول

ددی لپاره چی زما فرضی ارزونه ثابته شی نو په ۲۰۱۹ کال کی می د غزنی ولایت د استازی په توګه په مشورتی جرګی کی ګډون وکړ. په دی جرګه کی څه د پاسه ۳۴۰۰ کسان راغلی وو. په دی جرګی کی تنظیمی مجاهدینو بایکوټ کړی وو او داسی جرګه ماران لکه حامد کرزی، محقق، ګیلانی، خلیلی او نورو کسانوګډون نه ووکړی. یوه سیاسی خلا رامینځ ته شوی وه نوځکه د روښان فکرو او ځوانانو لپاره د ګډون ښه فرصت جوړ شوی ووپه دی جرګه کی عبدالرب رسول سیاف د ډيرو امتیازاتو په اخیستلو سره بی د جرګی د رایو د جرګی د رییس په توګه انتصاب شو. د جرګی رییسه هیات هم د څو سیاسی دلالانو او د حکومت د مامورینو د لست سره سم جوړشو. خو هغه وخت چی د جرګی ځوانو غړو پر دی انتصاب انتقاد وکړ او دا یی غیر ډموکراتیکه وګڼله نو د جرګی کار د ماتی خوا ته روان شو. د سیاف فشار لوړ شو او آن د روغتون څخه امبولانس ورته راغی. د پردی تر شا لوی جر ګه ماران د ډوډي د میزونو تر شا د حکومت سره په معاملوبوخت وو. ددی جرګی پریکړه ډيره ساده وه او هغه دا چی د طالبانو د بندیانو د خلاصون پریکړه یی وکړه

ددی جرګی د لړی څخه ما ته داسی ښکاره شوه چی جرګه په دی شکل چی د افغانستان چارواکو عادت کړی دی یو غیر ډموکراتیکه لړی ده او په هیڅ صورت سره د نظام د مشروعیت معنی نه ورکوی

اوس به راشو دی ته چی طالبان څرنګه جرګه جوړوی؟ 

په اصل کی طالبان  ډموکراتیکی جرګی د عامه ټاکنوپر بنسټ ډموکراتیک انستیتوت ته باور نلری. خو څرنګه چی د نړی او د هیواد د خلکو تر فشارونو لاندی دی د لویو جرګه مارانو د توصیی او مشوری سره سم یی د جرګی د جوړولو تکل کړی دی. دلته باید وویل شی چی طالبان هغه داتابیس په لاس کی نلری چی حامد کرزی درلود. طالبان به د کلیو او بانډو ملایان او اخندان دی جرګی ته راولی. که څه هم چی د خان، ملک او دلال په پرتله ملا بیا هم لږ ښه دی خو دلته خبره په استازیتوب کی نه بلکه په پریکړو کی ده. په تیرو جرګو کی به د هیواد روښان فکره او په خبره پوه هیواد وال د یوه وړوکی اقلیت په توګه جرګو ته راتلل. دا به اکثرآ هغه کسان وو چی د جرګو څخه با ایستل کیدل یا جیل ته لیږل کیدل.خو داسی ښکاری چی دا واری به د طالبانو په جرګه کی دغه اقلیت هم حضورونلری

ددی جرګی تر ټولومهمی ځانګړټیاوی به کومی وی؟

. د جرګی استازی به په عمومی توګه د هیواد د ملایانواوطالبانود ټول څخه وی.

. د جرګی مطلق اکثریت به پشتانه وی او د نورو قومونو استازی به کم رنګه وی

. په دی جرګه کی به دښځو استازی نه وی او ددوی د غوښتنو ترجمانی به نه کیږی

. دغه جرګه به د طالبانو امارت ته قانونی بڼه ورکوی او نور به خلک ددوی حکومت ته ګوته نه نیسی

. په دی جرګه کی به د مخالفت اوانتقاد روحیه نه وی

. په دی جرګی کی به د هیواد څخه بهر د طالبانو خواخوږی هم ګډون کوی او د طالبانو په ویاندویانو به بدلیږی

ځینی بیا پوښتنه کوی چی د ټاکنو تجربه ناکامه وه او جرګه یوازینی لاره ده. بله لار نشته. تر هیڅ همدا هم ښه ده

هو د ټاکنو تجربه ډيره بریالی نه وه خو بیا هم یوه پروسه وه. نظام ټول په کړکیچ او فساد کی ډوب وو نو ټاکنیز سیستم هم ورسره ډوب وو. دا د ټاکنو کمښت نه وو چی سم وکیلان یی نه ټاکل. دا د نظام د عمومی پالیسی او سیاست پاتی وه.اوس هم که جرګه په هماغه میکانیزم جوړه شی همدغه نتیجه به ورکړی

آیا جرګه د عمومی ټاکنو بدیل کیدای شی؟ نه په هیڅ صورت نه. عموی ټاکنی د ډموکراتیکو بنسټونود جوړولو تر ټولو غوره شکل دی

آیا کیدای شی چی جرګه ډموکراتیکه او اصلی وی؟ هو. که د جرګی د تنظیم او را غوښټلو چاری سمی پرمخ ولاړی شی نو کیدای شی یوه ډموکراتیکه او انتخابی جرګه را مینځ ته شی

آیا څه ډول جرګه دی جوړه شی؟

تر هر څه دمخه باید په هیواد کی د سیاسی ګوندونو او جوړښتونو موجودیت په رسمیت وپیژندل شی. یوه مشروع جرګه باید دغه ځانګړتیاوی ولری:

. د جرګی د جوړولو چاری دی د حکومت نه په غیر کومه بله اداره پر مخ بوزی

. په جرګه کی دی د ۳۰ څخه تر ۵۰ سلنه د ګډون واګی سیاسی جوړښټونو ته ورکړل شی تر څو د هیواد د مختلفواقشارو غږ په جرګه کی منعکس شی

. په جرګه کی دی د غیر جهادی تنظیمونو د استازو راتګ ته ډیره توجه وشی ځکه دوی د امریکایی تیری څخه وروسته د سیاسی صحنی څخه ایستل شوی وو.

. په جرګه کی دی د وړوقومی اقلیتونولکه قرغز،ترکمن، بلوڅ، پشه یی اونورو ته معینه سهمیه ورکړل شی تر څو ددوی ښه استازیتوب وشی. ددوی استازی دی ددوی دخلکو په رایوو ټاکل شی. د فساد اودلالی مخه دی و نیوله شی

. په جرګه کی دی د ټولو رژیمونو د شهیدانو او معلولینو استازو ته اجازه ورکړله شی

. په جرګه کی دی د ۲۰ نه بیا تر ۲۵ سلنه د ښځينه و استازی ګډون وکړی.ددوی استازی دی د ولایت او ولسوالی پر سر د پوهنتنونو او مدنی ټولنوڅخه وټاکلی شی.  

. انتخابی حوزی دی د ولایتی حوزو څخه ولسوالی حوزو ته ولیږدولی شی

. د کابل حوزه دی په څلورویا ډيرروحوزو بدلی شی

. په بهر کی دی د افغانانو د ټول څخه ډموکراتیکی ټاکنی وشی او استازی دی دعوت شی. دا کار باید د هیواد سفارتونه وکړی. که سفارتونه فعال نه وی نو په بهر کی دی د یاسپورا یا افغانی ټولنو استازی په جرګه کی ګډون وکړی.

10. په جرګه کی دی د بډایوتجارانواو کاروباریانو د تاثیر مخه ونیوله شی. د پیسو او امتیازاتو د ویش مخه دی ونیوله شی

11. په جرګه کی دی د طالبانو چارواکی د خلکو سره جلا نه ګوری او دوی ته دی وعدی نه ورکوی

12. په جرګه کی دی د بهرنی هیوادونو استازو مخه ونیوله شی

د جرګی مهمی پریکړی:

که دا جرګه د پورتنیو اصولو پر بنست جوړه شی نو دغه مهمی پریکړی دی وکړی:

. د امریکی د تیری مثبت اومنفی تاثیرات دی و ارزوی

. د نوی نظام بنسټ او اصول دی تصویب کړی

. نوی اساسی قانون دی تصویب کړی

. د ملی روغی جوړی قانون دی تصویب کړی

. د راتلونکو ټاکنو میکانیزم دی تصویب کړی

. د دولت نوم، بیرغ او نښان دی تصویب کړی

 

آیا طالبان دداسی جرګی د جوړولو جرات او کفایت لری؟ که دداسی جرګی څخه وروسته بیا هم طالبان خلک په رسمیت و پیژنی ددوی مشروعیت باید ومنو

باید وویل شی چی تر ټولولوی مشروعیت د بشری قوانینو د ابتدایی اساساتو احترام دی چی مشروعیت ته لاره هواروی. د ایران دولت دادی څلویښت کاله د امر بالمعروف تر وزر لاندی چلیږی. خو تر اوسه یی په هیواد او نړی کی مشروعیت ندی تر لاسه کړی. دغه ستر او بډای هیواد دادی د وچی ډوډي د کوپون پروګرام پیل کړ. هغه هیواد چی نورو ته به یی پورونه ورکول او دنورو بنسټونه به یی رغول اوس یی خلک د نانوایانو تر مخ کتارولاړ دی. هر هغه وخت چی زمونږخویندی او میندی د نانوایانو تر مخ نه وی ناستی، هغه وخت چی زمونږځوانان د ښه ژوند لپاره د سرحدونو په ازغی لرونکو تارونو کی نه وی بند او د تیښتی په تکل کی نه وی هغه وخت د مشروعیت وخت دی.

د جرګی دښه دود څخه د مشروعیت لپاره کار مه اخلی. دا کار مخکی ډيرشوی دی

د ۱۴۰۱کال د غبرګولی ۳   ( د ۲۰۲۲ کال د می ۲۴)

یارمحمد خان تره کی

-
بېرته شاته