(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شاه شجاع

[01.Jun.2022 - 12:00]

شاه شجاع "شجاع الملک" د افغانستان په تاریخ کې یوه ناولې او کرغېړنه څېره!

 

د ګران افغانستان په تاریخ کې مونږ ډېرې خاینې څېرې لرو چې په کې یوه خاینه او ناولې څېره شاه شجاع هم دی ، چې د افغانستان په تاریخونو کې ورته شجاع الملک هم وایي ، دی د تېمورشاه زوی و چې د ۱۷۸۵ م کال د نوامبر د میاشتې په ۴ مه نېټه زېږېدلی و.

انګرېزانو دی په ۱۸۳۹ م کال کې د کابل د واکمنۍ پر ګدۍ کښېناوه.

شاه شجاع د ۱۸۳۹ م کال د اګست په اوومه نېټه د کابل ښار ته راغی ، د کابل ښاریان د خپل نوي واکمن نندارې ته د بامونو سرونو ته ور ختلي وو ، خو کله یې چې ولیدل چې د انګرېزانو سفیر مکناټن یې تر څنګ او تر شایې انګرېزی جنرال کین او د ده لښکرې دي نو ډېر ناهیلي او په غوسه شول.

شاه شجاع پر دغې وضعې وپوهېد ، خو د کابل بالاحصار ته لاړ او انګرېزانو هلته پر تخت کېناوه.

شاه شجاع د انګرېزانو د سلا او مشورو پرته هېڅ ډول ځواک او قدرت نه درلود ، د افغانستان ټولې چارې په عملي توګه د انګرېزانو په لاس کې وې او شاه شجاع تش په نامه بې واکه واکمن و ، هېڅ یوه افغان ته دا اجازه نه وه چې د انګرېزانو د اجازې پرته له ده سره وګوري ، د ده یو انګرېز ساتونکی پوځي افسر ډګروال دیني خو دومره بې ادبه انسان و چې د ده د اجازې پرته به د ده خونې (کوټې) ته ورته او که څه هم شاه شجاع ده ته د ده د بې ادبانه کړنو په وجه څو ، څو ځلې اخطارونه هم ورکړي وو نو هغه به شاه شجاع ته ویل چې ته څوک یې زه یوازې په هند کې د انګرېزانو د ګورنر جنرال اطاعت کوم.

همدا راز مخکې تر دې چې شاه شجاع د دویم ځل لپاره د افغانستان واکمن شي انګرېزانو دی مجبور کړ چې د دوئ او رنجیت سېنګ سره یو درې اړخیزه تړون (معاهده) لاسلیک کړي ، چې دغه درې اړخیزه اتلس ماده ایزه تړون د ۱۸۳۸ م کال د جون د میاشتې په ۲۶ مه نېټه د ده ، انګرېزانو او سېکانو تر مینځ په لاهور کې لاسلیک شو.

چې د دغه کرغېړن تړون په پایله کې افغانستان کشمیر ، اټک ، چج هزاره ، کالا باغ ، کیمبل پور ، پېښور ، اشنغر ، سوات ، کوهاټ ، هنګو ، منکیره ، ملتان ، ډېره غازي خان ، ډېره اسماعیل خان ، مېچنۍ ، عمرکوټ ، حاجی پور ، راج پور ، د خټکو سیمه ، خوشال ګړ او د یوسفزو سیمې له لاسه ورکړې.

همدا راز شاه شجاع د کوه نور تاریخي الماس هم رنجیت سېنګ ته ورکړ ، دغه الماس ابدالي احمد شاه بابا ته د نادرشاه افشار کورنۍ د هغه تر مړینې وروسته د سوغات په توګه ورکړی و ، شاه شجاع د کابل د خلکو د پاڅون له کبله د ۱۸۴۲ م کال د اپرېل د میاشتې په پنځمه نېټه د یوه تن له خوا چې شجاع الدوله نومیده ووژل شو.

ډاکټر عبدالطیف یاد

-----------

شاه شجاع چې په قدرت کې و افغانستان د انګرېزانو د لومړي یرغل تر ټولو بدې ورځې تجربه کولې.

مکناټن شاه شجاع ته وویل : امین الله خان لوګری ، شمس الدین خان ، عبدالله خان اڅکزی او... باید له افغانستان څخه هند ته تبعید شي.

یاد کسان شاه شجاع ته ورغلل او دلیل یې وغوښته چې ولې یې له خپلې خاورې د اېستلو تصمیم نیولی؟

شاه شجاع ورته وویل : دغه تصمیم زما نه دی ، مکناټن ستاسو د تبعید پرېکړه کړې ده ، هغو نومیالیو په ډېر جرئت وویل مونږ د مکناټن خبره نه منو ، هغه څوک دی چې مونږ له خپلې خاورې شړي؟

شاه شجاع وویل : زه د انګرېزانو په لاس کې یو زنداني غوندې یم ، هېڅ مې په وس کې نشته ، زه ستاسو سره یم خو دا خبره چاته مه کوئ!

اسدالله کمالزی

--------

شاه شجاع د عربي عالم ، د پښتو او دري ژبې شاعر هم و ، دا یې هم د پښتو شعر نمونه چې د سراج الاخبار ورځپاڼې د اووم کال پر اتمه ګڼه (د ۱۹۱۷ م کال د ډسمبر لومړۍ نېټه) کې خپور شوی دی :

 

تا ته نه وایم بلبله ، چې بڼ ، ګل ، بهار زما

بڼ ، ګل ، بهار یې ستا ، خـو ها ګلزار زما

 

که مست یمه بد مست یم ، عیب یې مه بوله زاهده

ظاهــــري اساس یې ستـــا ، مُل ها خوشګوار زمـــا

 

څه نازونه کړې زاهده ، په تسپو او په لمانځه دې

جنت ، حــــورې رضوان ستا ، او دیدار د یار زما

 

د محشر ورځې هیبت نه ، ډاروې مې څو واعظه

اندېښنې تَرَهې دې خپلې ٬ فضــــل د کردګار زما

 

د حق وَر ته تل ژړا ، فریاد کوي (شجاع الملک)

کبریایي دې خدایه خپله ، عجز و انکسار زمــــا

ډاکټر محمد داود جنبش

-
بېرته شاته