(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سویس ته

[01.Jun.2022 - 12:11]

سویس ته کډوالي

لیک: امیر یوسپزی

کله چې یو یو ماجر سویس ته د پناه په لپاره راشي، نو د دوي لپاره په سویس کې دننه ۵ یا ۶ غټ غټ کیمپونه وي د دوي لپاره اړینه وي چې هاغه کیمپونو ته ځان ورسوي او هغلته د پناه اخستلو درخاست ورکړي د درخاست په وخت دوي ګوتې ولګوي او د اروپا د قانون ماتحت د ټولې اروپا ډیټا بیس سسټم ته وخیژي که چرې د دې ماجر ګوتې په بل اروپائ هیواد کې موجود وې نو ایمیګریشن کولی شي چې د ډوبلین قانون تر لاندې یې هغه هیواد ته ډیپورټ کړي په کوم کې چې د دوي ګوتې موجود وي ، فرض کړه د دوي ګوتې (فنګر پرنټې) په بل هیواد کې نه وي نو د دوي د درخاست په اړه د سویس فیدرال ایمیګریشن فیصله کوي په دغه فیصله د ۳ دریو نه واخله د یو کال پورې وخت لګي .

 

د دوي فیصله د درخاست ورکونکي د ذاتي معاملاتو په رڼا کې وي فرض کړه یو ماجر حقیقي خطرات په خپل هیواد کې لري او د انټروۍ په وخت د هغې ثبوت ورکړي نو ایمیګریشن د هغې نه پس د دې کس په اړه قوی مالومات کوي چې ایا دا ثبوت ریښتونی دی او که نه دروغ ، فرض کړه په دې کې صداقت وي نو ایمیګریسن د ده د پناه درخاست د مختصر پناه ورکولو لپاره قبلوي او دوي ته د F په نامه ورقه ( پیپریا اسناد) ورکوي که چرې په کال دوه درې کې ددغې ماجر ذاتي معاملات په خپل هیواد کې راجوړ شو او یا هیواد ته امن راغی نو د قانون مطابق د ایمیګریشن سره دا حق وي چې دغه ماجر واپس ډیپورټ کړي هرڅو که هغه ۵ کاله ولې نه وي تیر کړي .

 

د پناه یا قبولۍ ورکولو لپاره یوه بله ورقه هم وي چې هغې ته B ویلی کیږي ددغې سټیټس د F نه اوچت وي د دې وخت د لسو کلونو پورې وي او پناه اخستونکي ته پکې بلها حقونه ورکولی کیږي ایمیګریشن دا ورقه هاغه افغانانو ته ورکوي چې یا په تیر نظام کې په لوړه چوکۍ پاتې شوی وي او یا جرنلسټ وي یا پرې مخکې بریدونه شوي وي او په هغې کې بچ پاتې شوې وي او د میډیا ریکارډ یې موجود وي دا ورقه د هر افغان لپاره نه وي بلکې د هاغه ماجر لپاره وي څوک چې حقیقي خطرات لري او د هغې د میډیا ثبوت لري .

 

کومو ماجرو ته چې F میلاو وي او هغوي د مختصر وخت لپاره وي نو د هغوي لپاره اړینه وي چې جرمني ،اطالوی یا فرانسوي ژبه زده کړي او قانوني کار پیدا کړي .

د پنځه کلونو د کار نه پس د له پکار وي چې د ایمیګریشن د سکولونو نه په دغه ژبو کې د یو کال ډیپلومه ولري او د هغې نه پس DELF ټیسټ ورکړي او هغه پاس کړي نو کولی شي چې د B ورقې لپاره درخاست ورکړي .

 

که چرې د ده د B ورقې درخاست قبول شو نو د ته اختیار وي چې په سویس کې پاتې شي خو که چرې ددغې ورقې نه پس بې روزګاره پاتې شو نو د سویس د اساسي قانون د لارې شپږ یا اوه کاله پس هم دغه سټیټس B د لاسه ورکولی شي .

 

او که کار یې جاري وي نو لس کاله پس کولی شي چې د سویټزر لینډ د ایمیګریشن نه د هغوي په قامي ژبه کې بل امتحان پاس کړي او د مستقل پاتې کیدلو درخاست ورکړي چې ورته C ورقه هم ویلی کیږي .

که چرې دغه ماجر په ټولنه کې ښه کریکټر ولري په جرمونو کې ککړ نه وي یا پرې د ریاستي ادارو پور پورې نه وي نو قوی امکان وي چې د ته C ورقه ورکړی شي .

د C ورقې ټوله پروسه د ۸ میاشتو نه واخله تر یو کال پورې وخت اخلي ، که چرې دغې ماجر ته C د دولت لخوا ورکړی شو نو دی کولی شي چې د سویس تابیعت تر لاسه کړي .

 

د تابیعت تر لاسه کولو لپاره قانون دا دی 

باید دغه ماجر لس کاله په هیواد کې دننه په B ورقه وخت تیر کړی وي 

که چرې د په F ورقه لس کاله تیر کړي وي نو هاغه به په ۵ کلونو حسابیږي .

د پناه د درخاست په وخت یانې د قبولۍ نه وړاندې که د شپږ کاله هم تیر کړي وو نو هاغه به نه حسابیږي .

په هیڅ جرم کې ککړ نه وي 

د هیواد په دریو رسمي ژبو کې په یوه ژبه په روانۍ پوهیږي 

اخري ۵ کلونه یې د دولت څخه سوشیال نه وي اخستی 

د سویس په تاریخ ،جغرافیه او سیاست کې یې د ایمیګریشن نه امتحان پاس وي .

 

او د دې سره سره دې یا فټبالر ، یا د هاکۍ او ټینس لوبغاړی هم وي که چرې دغه کس لوبغاړی نه وي نو باید چې په ګټار یا نورو هاغه شیانو تجربه ولري کوم چې د سویس په موسیقۍ کې پکار راځي او که دغه هم نه وي نو باید دی کس یا د سویس د ښونځي کالج پوهنتون ډیپلومه ، سرټیفکیټ ولري .

 

درخاست ورکونکی به لومړی لوکل کمیون ته ايپلائ کوی هغوي به یې انټروئ ته راغواړي که چرې هغې کې کامیاب شو نو دوي به یې تمام فایل فیدرال دولت ته لیږي او هغوي به پرې غور کوي .

 

په سویس کې د مستقل پاتې کیدلو لپاره اړینه ده چې دغه ماجر د ۱۵ کلونو پورې قانوني وخت تیر کړي ، ورسره تعلیم وکړي ، کار وکړي او د سویس په اړه علم ولري 

 

مننه او درنښت امید لرم هاغه ټول ملګري دا ولولي کوم چې د سویس خواهش لري .

امیر ایسپزی

.......

 

د اګست د میاشتې نه په دیخوا چې څومره افغانانو افغانستان پریښودلي د دغې خلګو اکثریت یا په ترکیه کې دی یا د مشرقی اروپا په هیوادونو کې دوي ماته وخت په وخت مسیجونه رالیږي چې موږه غواړو سویس ته درشو د هغې ځای د قانون او حالاتو په اړه مالومات راکړه .

(Amir Esapzai)

-
بېرته شاته