(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکتر یاد

[01.Jun.2022 - 12:33]

 

د ډاکتر لطیف باد لیکنې

----------

مندوخیل 

که چیرې دمندوخیلو دنسب شجره په غورسره تر څیړنې لاندې ونیسو نو جوته به شي چې دوی په غر غښتي پښتنو ورګډ يږي.

مندوخیل دژوب دوادۍ په ختیز و برخو کې دګومل اوکندر ددریابونو په ختیزه برخه کې دژوب دښار او دهغه ترشاو خواسیمو پورې پراته دي . دژوب سیند له هندو باغ ( اوسنی مسلم باغ) نه پیل اوشمال ختیزې خواته غزیدلی دی او دسرماغې تر څنګ دګومل د سیند سره یوځای شوی او دجنوب خواته یې مخه کړې ده .ویل کیږي چې دژوب دسیند اوبه دکر کیلې لپاره خوراګټورې اوبه دي چې له ځانه سره داسې مواد لري چې دکرنې لپاره ډیرښه او ګټوردي (۱) .

تاریخ حیات افغاني دژوب دسیند او دمندو خیلو پښتنودسیمو په اړوند داسې لیکي:

هغه ویاله چې دژوب له سینده بیله شوې ده نو میداني سیمو ته بهیږي چې هلته غنم او نورې غلې دانې کرلې کیږي .همداراز دغه میداني سیمه ښه څړ ځایونه لري او درمو او څارویو دپوولو او څرولو لپاره هم ترې کار اخیستل کیږي . ددغې ویالې په دواړو غاړو دمندو خیلو کلي پراته دي. دژوب دوادي شمالي برخه دسیوناداغ دجنوبي برخې دغرنیو سیمو سره پوله لري او دګومل ددرې جنوبي غره کې هغه ځای چې دژوب ، بورې او سلیمان غره په منځ کې پروت دی دبابړو او هریفال( هریپال) دښاخونو ځمکې دي. دژوب په ختیزه او سویلي برخه کې یوه شاړه او غیر آباده سیمه پرته ده چې دایسوټ او موسی خیلو ښاخونه پکې خپلې رمي څروي . دژوب سیمه حاصلخیزه او زیاتره دنهرونو په ذریعه خړوبیږي(۲).دژوب سیند( ۴۱۰) کیلو مټره اوږدوالی لري چې په کجوري کڅ کې دګومل له سیند سره یوځای کیږي.

دژوب وادي یوه تاریخي سیمه ده چې مشهور چینایی سیاح هیون تسنګ هم په دیارلسمې زیږدیزې پیړۍ کې له دې ځایه لیدنه کتنه کړې ده او په خپل یونلیک کې یې دژوب دتاریخي وادۍ یادونه کړې ده .همداراز دګورګاني امیر تیمور(مړ ۱۴۰۵ زیږدیز) لښکرې هم دلته راغلي دي او دژوب میړنیو پښتنو دژوب ددفاع اوساتنې لپاره ورسره جګړې کړي دي . ایرانی نادرشاه (۱۷۳۶-۱۷۴۷ زیږدیز)هم پردې سیمې یرغلونه کړي دي او ددې ځای پښتنو دایراني غلیمانو سره هم په نره جنګیدلي دي.

ددرانی احمد شاه بابا (۱۷۴۷-۱۷۷۲ زیږدیز)په وخت کې داسیمه دهغه په پاچاهی کې شامله وه او بیکر نیکه چې جو ګی زی پښتون و دیوه فرمان له مخې داحمد شاه بابا له خوا دژوب واکمن ټاکل شوی و(۳).

دژوب دیسټریکټ( ولسوالۍ) بنسټ په ۱۸۹۰ زیږدیز کال کې دانګریز رابرټ سنډیمن له خوا ایښودل شوی دي .دژوب لرغونی نوم هم اپوزي و، خو کله چې انګریزان په ۱۸۸۹ زیږیدیز کال دې سیمې ته راغلل ددغه ځای نوم یې بدل کړ او فورټ سنډیمن نوم یې پرې کیښود. په ژوب کې زیاتره مندوخیل ، کاکړ، شیرانی، ناصر ،داوي ، خوستي، لهون، ساپيان، بابړ او هریفال( هریپال) اوسیږي ، خو دمندو خیلو شمیر پکې تر نورو پښتنو زیات دی.

دمندو خیلو قبیله په لاندنیوښاخونو ویشلې شوې ده:

کاریزي ، ایرب زی،اپوزي ،سون خیل ،ممي زي او شیخان، خوپه مندو خیلو کې دکاریزي ښاخ ددغې قبیلې مشران پاتې شوي دي.په ژوب کې نن ورځ تقریبا پنځوس زره خلک استو ګنه لري.

مندوخیل سپین زړي ، سپیڅلي ،میلمه پال، دښو کړو وړو خاوندان او په پښتو او پښتونواله

ټینګ خلک دي .ددوی زیاتره دودونه او رواجونه کاکړو ته ورته دي .زیاتره خلک یې دکرنې او

مالدارۍ په چارو بوخت دي ، خوله نیکه مرغه نن ورځ پکې دعلم او پوهې سره تړلي کسان

هم پکې شته.

مندو خیلو دانګریزي تیري کوونکو پر خلاف له ویاړه ډکې مبار زې کړي دي او تاریخي شخصیتونه

یې په خپله غیږه کې روزلي دي چې کولای شو ددغې قبیلې دکاریزي دښاخ دسیدال خیلو له څانګې نه دلاندنیو تاریخي شخصیتونو نومونه و اخلو:

سیدرحمت، ظریف خان ، خانان، اختر خان ، اکرم خان ، شیرخان او ازمیر خان. په دغو پورتنیو تاریخي شخصیتونو کې یو هم غازي ازمیر خان و چې دمندوخیلو دسیدال خیلو څانګې ته منسوب و.نوموړی په ۱۸۹۳ زیږدیز کال کې داخترخان په کور کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې .د ازمیر خان پلار ته دخان لقب دافغانستان دهغه وخت د واکمن سرا ج الملة والدین امیر حبیب الله خان له خوا ورکړل شوی و. هغه وخت و چې ده په کابل کې دامیر حبیب الله خان سره ولیدل نو هغه ده ته یو جرمنی ټوپک هم دسوغات په توګه ورکړ او ده ته یې دخان خطاب وکړ.

سردار اختر خان بو زړور او بهادر انسان و. ده دانګریزي ښکیلاکګرو نه ژوره کرکه درلودله.دامیر حبیب الله خان تر مړینې وروسته هغه د غا زي امان الله خان دلیدلو لپاره کابل ته لاړ څو دامیر امان الله خان سره دانګریزانو پر خلاف مشورې وکړي ، خو دبیرته راتګ په وخت کې دمکاویر په سیمه کې دخپل آسه راولوید او وفات شو. دده داتلوالۍ کیسې نه یوازې په ژوب کې مشهورې وې ، بلکې دده داتلوالیو او میړنتوب دکیسو نه د افغانستان پښتونخوا پښتنۍ قومونه لکه سلیمان خیل ، خروټي ، مسید او وزیر هم خبر وو.

خان اختر خان اوپه تیره بیا دده زوی ازمیر خان دانګریزانو پر خلاف دویاړه ډکې مبارزې وکړې ، خوازمیر خان د۱۹۱۹ زیږدیز کال دسپتمبر دمیاشتې په نولسمه نیټه دخپلو نورودریو ورونو هریو ه شاه مرادخان ، وزیر خان او سردار خان په ګډون دانګریزانو سره په جګړه کې دشهادت جامونه وڅښل. همداراز ددوی سره په دغه جګړه کې دده دولس تنه نور خپلوان هم شهیدان شول.(۴)

همداراز دژوب دسیمې په چاکوند نومي سیمې کې دافغانانګریز په دریمه جګړه کې چې دافغانستان دخپلواکۍ داتل غازي امان الله خان په وخت کې وشوه دژوب ډیر شمیرنور پښتانه هم شهیدان شول چې قبرونه او ادیره یې اوس هم هلته شته دي.

په اوسني وخت کې دمندو خیلو دقبیلې مشهور کسان په لاندې ډول دي :

- سیاسی شخصیت او لیکوال ارواښادعبدالرحیم مندوخیل

- نقیب الله مندو خیل

- صالح محمد خان مندوخیل

- شیخ جعفر خان مندو خیل

- ملک شیخ محمد یار خان مندو خیل

- صوبدار خیل مندوخیل

- ډاکټر ایاز مندو خیل

-------------------------------------------

 

۱- ډاکټر لطیف یاد ، پښتنې قبیلې ،۲۵۶-۲۵۷مخونه. دپيښور چاپ .، ۲۰۰۷ کال.

۲- حیات افغاني، دمحمد حیات خان تالیف، داردونه پښتو ته ژباړه دلطیف یاد. ۲۶۱ مخ ، د پيښور چاپ ، ۲۰۰۷ زیږدیز کال.

۳- ویکیپیديا ، دژوب ډیسټریکټ ( ولسوالي)

۴- ګمنام مجاهد شهید وطن غازي ازمیر خان مندو خیل وشهید برادران، دمنورخان مندوخیل مقاله په اردوژبه

.............

((دریاخان مې دخچۍ ګوتې څلی دی

ایمل خان مې دپګړیه شملکی دی))

(ستر خوشال بابا)

ستر ملي اتل او دمغولو پرخلاف دخوشال بابا دمبارزو

ملګری دریاخان اپریدی :

دریا خان اپریدی دپښتنو هغه ستر او میړنی اتل دی چې دهند دمغولي واکمن اورنګزیب او دهغه دصوبه دارانو د ظلمونو او زورزیاتیو پر خلاف دستر خوشال دمبارز ې یو پیاوړی ملګری و.

که څه هم ددریاخان اپریدي دزیږیدودنیټې په اړوند کوم دقیق تاریخي سند نشته ، خو هغه څه چې دمغولو پر خلاف دده دکارنامو په اړوند موږ ترلاسه کولای شو هغه دوه مستند ې سرچینې دي چې یو یې دخوشال خټک داشعارو کلیات او بل هم دافضل خان خټک تاریخ مر صع دی .

دریاخان اپریدی دپیاو خان اپریدي زوی او په خټه جنډه خیل اپریدی دی. اپریدي په پښتنو کې دکرلاڼیو دټولنیز ګروپ او ډلې پورې اړه لري او زیاتره دخیبر په تاریخې درې، کوهاټ او تیرا کې میشته دي.او ملک دین خیل ، قنبر خیل ، کوکي خیل ، زخه خیل ، سه پای، کمر خیل ، اکا خیل او آدم خیل یې مهم ښاخونه دي

دریاخان اپریدی دتیراه دسیمي اپریدی پښتون و. دده کورنۍ ته په تیرا کې داپریدیو دقبیلې مشرتوب ورپه غاړه و او دپلار نیکه نه دخپلې قبیلې مشران تیر شوي دي. دده بل ورور تاتارخان اپریدی نو میده چې هغه هم دمغولو داستبداد او زورزیاتي پر خلاف دده سره اوږه په اوږه جنګیدلی دی او له ځانه یې میړانه ښودلې ده.

افضل خان خټک په خپل مشهور اثر تاریخ مر صع کې لیکي چې دریاخان یو باتور ملي مشر او دجرګو مرکو سړی او دخپلې قبیلې سردار او مشرواو دده کورنۍ په خپلې سیمې کې یوه پیژندل شوې کورنۍ وه.

هغه وخت چې خوشال خان خټک د هند دمغولي واکمن اورنګ زیب پر خلاف مبارزه پیل کړه نو دوه نامتو اتلانو دریاخان اپریدي او ایمل خان مومند دمغولو پر خلاف دخو شال دمبارزو تکړه ملګري وو. په دغه مبارزه کې داپریدیو ، شینوارو او مومندو پښتنو رول هم دستاینې وړ دی

دخیبر تاریخي جګړه۱۶۷۲ زیږدیز کال :

دمغولو پر خلاف مبارزه کې موږ لومړی ځل ددریاخان اپریدي نوم دخیبر په ستره تاریخي جګړه کې وینوکله چې داورنګزیب په وخت کې دمیر جمله زوی محمدامین په کابل کې د مغولو صوبه دارو. دمحمد امین خان دواکمنۍ په وخت کې یوځل دپښتنو ځينې مشران ددده دلیدلو لپاره جمرود ته تللي وو. محمد امین خان شراب څښل او دکونړ دسیمې مغولي پوځدار حسن بیګ هم دشرابو په نشه کې ډوب و، حسن بیګ دغو مشرانو ته سپک الفاظ وکارول او دغه مشران دحسین بیګ په دې خبره سخت خواشیني او خپه شول.

بل ځلې دساپیو پښتنو یوه ډله دحسین بیګ خان پوځي چهاوڼۍ ته نږدې تجارت او سوداګریز کارونه کول ، دحسن بیګ پوځیانو غوښتل چې ددغو ساپیانو کورنیو ته سپکاوي وکړي ، خو ساپیانو پښتنو په پوره میړانې دمغولو دغه پوځیان ووژل.حسین بیګ دساپیانو سره جګړه پیل کړه او پښتنو ساپیانو حسین بیګ ته ماتې ورکړه.په دغه وخت کې دمغولو صوبه دار محمد امین خان په پیښور کې و او دا ۱۶۷۲ زیږدیز/میلادي کال و.کله چې محمد امین خان خبرشو نو ددې پرځای چې خپل مغولي پوځدار ملامت کړي پښتانه یې ملامته کړل او ددوي پر خلاف یې په پوخي اقداماتو لاس پورې کړاوکله چې دخپلې کورنۍ سره دخپلو ۴۰ زره پوځو نو سره دکابل پر لوري رهي شو نو پښتانه چې شینواري ، اپریدي ، مومند ، ملاګوري اوشلماني هم پکې وواو شمیریې هم زیات نه وو دایمل خان او دریاخان په مشرۍ دخیبر په تاریخي دره او دشلمان او ملا ګوریو پښتنو په سیمو کې پرمغولي دښمن خونړي بریدونه وکړل چې دمغولو د پوځونو په زرګونو تنه ووژل شول او په دغه جګړه کې د محمد امین خان زوی میرزا عبدالله میرمن یې او اوښی یې میرزا سلطان کربلایی هم له مینځه لاړل او پښتانه دمغولو پوځونو دماتې په پایله کې بریالی او ډیرد غنیمت مالونه او ولجه په لاس ورغله او کله چې په ډیلي کې مغولي واکمن اورنګ زیب دمحمد امین خان او دمغولو دپوځ دماتې نه خبرشو نو دی یې سمدستي ډیلی ته وروغوښته

خوشال بابا په خپلې یوې قصیدې کې په دغې جګړې کې دمحمد امین خان دکورنۍ دبربادیدو او دمغولي پوځ د سترې ماتې انځور دشعر په ژبه داسې کښلی دی:

چې دانا ترنادان لا وژني بتر

مګر نه دی دا ژوندون څه معتبر 

چې مې فهم فکر وکړو باور وکړئ 

په داباغ کې ګل له خار دی برابر 

چې له کومو غرونو راغی چیرته درومي 

اباسیند لا په دې هیڅ نه دی خبر

دشلمان غرونه په دا کله خبر دي 

چې زرګونه په شلمان کې شو ډبر 

نه آسما ن ځینې خبر دی نه دا ځمکه 

چې عالم شو په طوفان زیر وزبر 

په یوه زمان کې څه قدرت ښکاره کا 

چې قادر دی توانا الله اکبر

مکافات دکوم ګناه دکوم شامت دی

چې ډبر دمیر جمله شو درست ټبر

اوبیا په دغې قصیده کې دپښتنو دسوبې ( فتحې ) یادونه په دې دول سره کوي :

نه په ډیر ده نه په لږد خدای په کړه ده 

لږلښکر په ډیر لښکر مومي ظفر

څه شینواري ، څه مومند ، څه اپریدي وو

چې یې مات کړو دصوبې واړه لښکر

داطوفان چې په مغولو باندې سازشو 

په کشتن ، په ولجو هیڅ مکړه نظر

که آسونه ، که پیلان که اسبابونه

په انبار انبار سپین زر وو یا سره زر

خوشال په خپلې یوې بلې رباعي کې دخیبر دتاریخي جګړې یادونه داسې کوي :

کال دغفج(۱) وخیبر کې هورې 

مغولې بندۍ شوې ، هم کونډې بورې 

مو مند ، شینواري ، څو اپریدي وو 

واړو وهلې دیادو تورې 

اویاداچې :

ایمل خان، دریاخان دواړه مرګ یې مه وای 

هیڅ تقصیر دواړو ونکړ وار په وار 

دخیبر دره یې سره کړله په وینو 

په کړپه یې هم روان کړ دندوکار

دمحمد امین خان نه وروسته دډيلي واکمن اورنګزیب مهابت خان دکابل ګورنر وټاکه هغه هم دپښتنو سره دښمني واخیسته اود مغولو سره دخوشال خان په وسله والو مبارزو کې دریا خان او دهغه ورور تاتار خان مرسته کوله . په هغو جګړو کې چې دمغولو پر خلاف دریاخان اپریدي دخوشال خان او ایمل مرسته کړې ده دلاندنیو جګړو نه نوم اخیستلی شو : دنوښار جګړه ، دکوهاټ جګړه ، دکړپې جګړه ،دخاپښ جګړه ، دتیراجګړه او نورې جګړې .باید زیاته کړو چې دکوهاټ به جګړه کې ددریاخان اپریدي ورور تاتارخان اپریدی هم ووژل شو.

دریاخاناپریدي هم هغه وخت ټبي شو کله چې مغولو پر تیراه برید وکړ،دریاخان له هغو سره په میړانه مقابله وکړه خو دی پکې ټپي شو او دخوست سیمې ته ولیږدول شو. دافضل خان دتاریح مرصع په حواله دریاخان ددغه ټپ په وجه په خوست کې وفات شو.

دخوشال بابا داشعارو نه داسې څرګندیږي چې دریاخان او ایمل خان دخوشال بابا نه دمخه وفات شوي دي ،تر خوشال بابا او دریاخان نه دمخه لومړی ایمل خان وفات شوی دی او ورپسې دریاخان .

همداراز خوشال بابا ددریاخان او ایمل خان دمړینې په اړوند خپله خواشیني داسې بیانوي

ایمل خان ، دریاخان دواړه په ښه رنګ تیر شول

ددواړو په فراق کې زما تل آه وماتم دی 

یا داچې :

ایمل خان او دریاخان دبینه لاړل 

اوس خو پاتې ومغول ته یو خوشال دی

لنډه داچې دریاخان اپریدي دمغولي استبداد او ظلم په وړاندې دخوشال بابا او ایمل خان مومند یو تکړه ملګري و او د مغولو پرخلاف دده دویاړه ډکې مبارزې دپښتنو دتاریخ ځلانده بابونه دي . اروادې یې ښاده وي !

=============================

ددې مقالې په لیکلو کې مې له لاندنیو سرچینو او منابعو نه ګټه اخیستې ده :

۱- تاریخ مرصع ، دافضل خان خټک ،پيښور ،۱۹۸۴ کال

۲- دخوشال بابا کلیات .

۳-خوشا ل خان خټک ، دارواښاد دوست محمد خان کامل مومند لیکنه ، پښتو ژباړه د ډاکټر لطیف یاد ، دپیښور چاپ .

۴-پشتني قبیلې ، دډاکټر لطیف یاد لیکنه ، دپيښور چاپ 

کال دغفج= ۱۰۸۳ لیږدیز/هجری یا ۱۶۷۲ زیږدیز /میلادي

...........

ملنګ جا ن دبهرنیو لیکوالا نو په لیکنوکې

------------------------------------------

ملنګ جان او دده شاعري نه یوازې دافغانستان او پښتونخوا په ادبي کړیو کې دشهرت نه برخمنه وه ،بلکې دغه ملي شاعر په نورو هیوادونو کې هم مشهور شوی و او دده پر اشعارو بهرنیو افغان پیژندونکو لیکوالو ډیرڅه لیکلي دي .په دغو لیکوالو کې دپخواني شوروي اتحاد ځینې لیکوالانو او پوهانو هم دملنګ جان په اړوند ډیر څه لیکلي دي چې دلته دځینو هغوروسي پوهانو نظرونه وړاندې کوم چې دملنګ جان په اړوند یې لیکلي دي :

لومړنی روسي پوهاند او دعلومو اکیډیمۍ دایشیايي ملتونو د انستیتیوت علمي کارکوونکی استاد نیکولای دوریانکوف دی، ده په ۱۹۶۲ زیږدیز کال کې په لیننګراد کې په یوه علمي کنفرانس کې خپله یوه مقاله واوروله چې عنوان یې و ( دپښتونستان مساله او افغاني شعرونه) چې دغه مقاله بیا دیوې کوچنۍ رسالې په بڼه چاپ شوی هم ده.

استاد نیکولای دوریانکوف د خپلې دغې علمي مقالې په یوې برخه کې دارواښاد ملنګ جان په اړوند داسې لیکلي دي :

(( پرته له مبالغې ویلی شو چې ملنګ جان دخپل اولس نه یو پورته شوی شاعر و او دافغانستان او پښتونخوا دپښتنو تر مینځ دزیات شهرت نه برخمن و.دده په شعرونو کې ملي اوټولنیز هدف نغښتی و. دده شعرونه چې پښتنو سندرغاړو زمزمه کړي دي دپښتونخوا پښتانه دمبارزې لپاره بلل))(۱)

همداراز دوه تنو نورو روسي عالمانو او دروسییې دعلومو اکیډیمۍ غړو میرمن ګراسیمووا او ښاغلي ګیرس( دافغانستان ادبیات ) په نامه یوکتاب لیکلی و او داکتاب په ۱۹۶۳ زیږدیز کال کې په مسکو کې چاپ شوی و.په دغه کتاب کې دملی شاعر ملنګ جان په اړوند داسې راغلي دي :

((کله چې موږ دملی شفاهي ادب په اړوند غږیږو نو دولسې شاعرانو په لړکې یوشاعر ملنګ جان و چې په ۱۹۵۷ زیږدیز کال کې مړشوی دی.که موږ دده شعرونه مطالعه کړو جوته به شي چې دملنګ جان په آثاروکې دفولکلوري لرغونو تحریري ادبیاتو عنعنه لیدله کیږي .له نیکه مرغه ملنګ جان دفولکلوري عنعنو او کلاسیکو تحریري اشعارو نه خبرو. دده په اشعارو کې دملي سندرو ځانګړتیا ، عنعنوي تشبیهات ، ولسي متلونه او کلاسیک سمبولونه لیدل کیږي )).(۲)

لنډه داچې ملنګ جان نه یوازې دهیواد په دننه کې دزیات شهرت نه برخمن و ، بلکې دافغانستان دسرحدونو او پولو نه اخوا په نورو هیوادونو کې هم پیژندل شوی شاعرو.

-------------------------

۱- دوریانکوف ، په افغاني شعرونو کې دپښتونستان مساله ، دزیري جریده ، ۱۳۴۶ لمریزکال ، ۱۷ ګڼه ، لومړی مخ .

۲- داستاد عبدالله بختاني مقاله ، دشلمې پیړۍ ملنګ ، کابل مجله ، ۱۳۳۶ کال ، دلړم میاشت ، اتمه ګڼه ، ۴۶ مخ.

...........

 

 

 

(ټوقه) sales skills

 

زما يو ملګري ته د هغه يو ملګري زنګ وروهلی وو او قصه يې ورته کړې وه چې چې مېلې ته راغلي يوو او د غټ اختر د قربانۍ د پاره مو څاوری اخستو ،يو ګډ مو خوښ شو د سودا په نيت مې د ګډ مالک سره خبره جوړوله ،خو مالک يې وييل چې ډېر په مينه مې ساتلی دی خرڅوم يې نه،خو داسې کار اوکړئ چې ما ته چرته دې مېله کښې خر واخلئ زما خر پکار دی .ما ته خر راکړئ او ګډ تاسو بوځئ ،نو مونږ د لږ لټون نه پس ډېر مزېدار خر پيدا کړو .د خر مالک سره مو سودا جوړه کړه او په لس زره مو خر واخستو ،او د ګډ د مالک په لوري مو را روان کړو .خو چې هغۀ ځای ته راغلوو نو د ګډ مالک نه وو ،يو خوا بل خوا مو ډېر اوکتل خو سړی غيب وو ،نو خر مو واپس د خر د مالک په لوري روان کړو ،څه ګورو چې نه ګورو د خر مالک هم غېب وو .خواري مو اوکړه خو د خر مالک مو پيدا نه کړو ،اوس نه کور ته تللی شوو ځکه چې د قربانۍ په ورځو کښې کور ته خر بوتلل بل شرم دی او نه چا ته دا ټوله قصه کولی شو ځکه چې د اولسونو د خندا به شو .اوس مونږ خر د پړي نه نېولی دی او مېلې کښې په سره لمر ولاړ يوو.....

-
بېرته شاته