(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارواښاد مزدوریار په مړینه

[11.Jun.2022 - 08:03]

د غمرازۍ څرګندونه

په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د افغانستان پخوانی  د کورنیو چارو او ملکي هوایي چلند وزیر ښاغلي شیر جان مزدوریار دخپل هېواد څخه لرې په پردیسۍ کښې دالمان د کولن ښار کښې په 09.06.2023 نیټه له دې فاني نړۍ څخه دتل لپاره سترګې پټې کړې.

انالله و اناالیه راجعون

دارواښاد مزدوریار د جنازې مراسم سبا د جون په لسمه نېټه د جمعې په ورځ په لسو بجو دهورت په جامع جومات کښې ادا او د مسلمانانو په ادېره کښې خاور ته سپارل کېږي

د پښتنودټولنیز ولسولیز ګوند د ارواښاد مزدویار مړینه ولس او هیواد ته ستره ضایعه بولي.

د ارواښاد کورنۍ او ملګرو سره یې پدغه درون غم کښې ځان شریک ګڼي.

اروا یې ښاده او یاد یې تلپاتې.

 

-
بېرته شاته